تبلیغات

د حضرت فاطمة الزهرا لقبونه فاطمه په”راضيه”،”مباركه”،”مرضيه”،”محدثه”،”فاطمه”، “صديقه”، “طاهره”، “زكيه”، “زهرا”،”سيدة النساء العالمين” ، “خير النساء” او “بتول” يادېده.كنيه يې “ام الحسن”،”ام الحسين” او “ام الاسمه” ده . په راغليو روايتونو كې ويل شوي،چې په ځينو كې د “فاطمې ” د تسميې وجه په “فاطمې” راغلې او په ځينو كې يې كنيه “ام ابيها” ؛ […]

د حضرت فاطمة الزهرا لقبونه

فاطمه په”راضيه”،”مباركه”،”مرضيه”،”محدثه”،”فاطمه”، “صديقه”، “طاهره”، “زكيه”، “زهرا”،”سيدة النساء العالمين” ، “خير النساء” او “بتول” يادېده.كنيه يې “ام الحسن”،”ام الحسين” او “ام الاسمه” ده .

په راغليو روايتونو كې ويل شوي،چې په ځينو كې د “فاطمې ” د تسميې وجه په “فاطمې” راغلې او په ځينو كې يې كنيه “ام ابيها” ؛ يعني د پلار مور راغلې ده .

د ((ام)) كلمه آر او منشا ته هم کارول کېږي؛لكه شرابو ته چې “ام الخبائث” وايي،چې د ټولو زيانو او بديو سر چينه ده. “ام القرى” مكې معظمې ته وايي؛نو “ام ابيها”؛يعنې د امامت د لړۍ سرچينه ، آر او منشا او د پېغمبر اكرم د نبوت له شواهدو ده .[1]

خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي
بــــې دوستـــۍ يې عــالم کلــه مخــلص دى

فاطمه

حضرت “امام صادق” روايت کړى،چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله)حضرت علي(ک) ته وويل: ((علي! پوهېږې فاطمه ولې فاطمه نومول شوې ده؟حضرت علي وويل:نه؟پېغمبر اکرم وويل: داځکه،چې فاطمه او لارويان يې د دوزخ له اوره ژغورل شوي دي .[2]))

حضرت “ابن عبدالله عباس”(رض) روايت کړى: (( پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل:په رښتيا چې لور مې “فاطمه” پرښته ده او د نورو ښځو په څېر يې جامې نه راځي او ځکه فاطمه نومول شوې،چې خداى هغه او لارويان يې د دوزخ له اوره ژغورلي دي.[3]))

همدا شان روايت “سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي” په خپل کتاب “ينابيع المودة” کې له حضرت “جابر بن عبدالله” (رض) هم راوړى.

صديقه

“صديق” په دې مانا دى،چې ډېر رښتيا وايي يا په رښتيا ويلو کې بشپړتيا ته رسېدلى وي او کله يې هم دروغ نه وي ويلي او يا داچې کړه وړه يې له خبرو سره پوره اړخ لګوي.

بيا هم ويل شوى صديق هغه دى،څه چې ورته خداى ويلي او څه،چې خداى(ج) خپلو پېغمبرانو ته امر کړى، ددې ټولو تصديقوونکى وي او د خداى (ج) له اړخه پر پېغمبرانو د وحې په هکله شکمن نه وي .

((وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ[4] = او هغو کسانو،چې پر خداى او استازيو يې ايمان راوړى دى، هغوى د خپل پالونكي پر وړاندې رښتوني او ګواهان دي،چې اجر او (د ايمان) رڼا يې ورته (خوندي) ده او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ،هغوى دوزخيان دي .))

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا[5]= او څوك چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې خپل نعمت لورولى دى (؛يعني) له پېغمبرانو او رېښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي . ))

((مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ [6] =مسيح د مريمې زوى يوازې (د خداى) پېغمبر و،چې په يقين مخكې ترې (نور) پېغمبران (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو خواړه خوړل (؛نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ اومريم لمانځئ ؟) وګوره چې څنګه ورته موږ ( دتوحيد) دلايل څرګندوو!بيا وګوره،چې هغوى څنګه (له حقه) اړول كېږي! ))

رسول اکرم هم فاطمه “صديقه” نومولې ده. په معتبرو سرچينو کې راغلي،چې رسول اکرم،حضرت علي (ک) ته وويل: ((درې څيزونه درکړل شوي،چې ما او بل چا ته نه دي ورکړل شوي، چې دا دي[7] :١- ته مې زوم يې او د رسول الله په شان خُسر لرې او زه د داسې چا زوم نه يم،چې خُسر مې ستا په شان وي .٢- ته د صديقې په څېر مېرمن لرې،چې لور مې ده؛خو زه داسې مېرمن نه لرم.٣- تا ته د “حسن” او “حسين” په څېر زامن درکړل شوي؛خو زه يې په څېر زامن نه لرم؛خو بيا هم تاسې زما او زه ستاسې يم .

پورتنى روايت په لاندنيو کتابو کې هم راغلى دى.[8]

 المبارکه

برکت د سعادت،ودې او ډېروالى په مانا دى . په “تاج العروس” او “مفردات راغب” فرهنګي سيندونو کې راغلي: (( هلته چې الهي خير او پېروزېنې د ساتلو،شمېرلو او تللو وړ نه وي؛نو ورته برکت وايي او مبارکې دي.))

د “ابن منظور” په لسان العرب دويم ټوک کې راغلي: (( برکت، وده ، ډېروالی او سعادت دى)) او په لسان العرب کې هم “مبارکة” “برکة” د ډېروالي،ودې او سعادت په مانا دى .

خداى پر فاطمې بي بي ډول ډول پېرزوېنې کړي او د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) ځوځات يې د فاطمې له لارې وګرځاوه.

د فاطمې تر مړينې وروسته دوه زامن او دوه لوڼې پاتې شوې. پر دې سربېره،په “کربلا” کې هم بې له امام “سجاد زين العابدين” نه د حضرت امام “حسين” ټول زامن شهيدان شول او د حضرت امام “حسن” هم ډېرى زامن شهيدان شول او د حضرت “زينب” (د فاطمې بي بي لور) هم دوه زامن شهيدان شول او د فاطمې بله لور حضرت “ام کلثوم” هم بې اولاده مړه شوې ده،که څه “ابن قتيبه[9]” وايي،چې حضرت “ام کلثوم” له حضرت عمر( رض) سره واده کړى و او يوه لور فاطمه (يا رقيه) او يو زوى “زيد” ترې زېږېدلي. فاطمې (يارقيه) له “ابراهيم بن نعيم النحام” سره واده وکړ او د ده په کور کې مړه شوه او کوم اولاد ترې پاتې نه شو او “زيد” هم د “عُويج” او “بني زراع” د ټبرونو په اخ و ډب کې ومړ او حضرت “عبدالله ابن عمر”(رضى الله عنها) يې جنازه وکړه.

“فخر رازي[10]” د “کوثر” تر آيت لاندې وايي: (( کوثر؛يعنې د پېغمبر اکرم اولاده او دا سورت هغه مهال نازل شو،چې يو تن پېغمبر اکرم ته د بې بنيادۍ پېغور ورکړ او خداى په دې سورت پېغمبر اکرم ته د ورکړ شوي پېغور ځواب ورکړ.))

له حضرت ابن عباس نه[11] روايت شوى چې : “زه او پلار مې له رسول الله سره ناست وو،چې حضرت علي راننووت او سلام يې واچاوه. رسول الله ځواب ورکړ او په راتګ يې خوشحال شو، له خپل ځايه پاڅېد، لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود،تندى يې ورښکل کړ او له ځان سره په ښي خواته کېناوه.عباس وويل:رسول الله!علي دې خوښ دى؟رسول الله (صلی الله عليه و اله)وويل: تره! تر ما يې خداى ډېر خوښوي؛دا ځکه خداى د هر پېغمبر ځوځات له پېغمبره غځوي؛خو زما ځوځات يې د علي له لارې غځولى دى او د علي زامن زما اولاده ده.))پېغمبر اکرم وويل: ((خداى د هر پېغمبر ځوځات له هماغه ګرځوي؛خو زما ځوځات يې له علي ګرځولى دى.[12]))

له حضرت بن اسامة بن زيد نه روايت دى چې:

(( پېغمبر اکرم وويل: علي! ته مې زوم او زما د اولادونو پلار يې، زه ستا يم او ته زما يې.[13]))

له حضرت عمر (رض)روايت شوى چې: پېغمبر اکرم وويل: (( په قيامت کې به هر سبب او نسب غوڅېږي؛خوبې زما له سبب و نسبه،د هر مور اولاده خپل پلار ته منسوبه وي؛خوبې د فاطمې له اولادې،چې زه يې پلار يم.[14]))

 طاهره

د فاطمة الزهرا بل نوم طاهره دى،چې د پاک او سوتره په مانا دى.په دې موضوع به په راتلونکيو څپرکيو کې رڼا واچول شي.

 بتول

((وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىَ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [15] = او (د ښځو) د مياشتنۍ جامې په باب دې پوښتي،ورته ووايه : ((هغه يو رنځ دى؛نوځكه په حيض كې له ښځو بېل اوسئ او تر هغې مه ورنژدې كېږئ،چې پاكې شوې نه وي؛نو چې پاكې شوې؛نو له هغې لارې ورشئ،چې خداى درته امر كړى دى،چې د خداى توبه ګاران او (هم ) پاكان خوښېږي .))

مياشتنۍ جامې د ښځې په روحي او جسمي وضع کې بدلون راولي او يو ډول انفعالي حالت پکې رامنځ ته کېږي او د ښځې د جسم او روح د کمزورۍ لاملېږي؛نو ځکه په مياشتنو جامو کې پر ښځو د شرعي احکامو مکلفيت نشته او په جومات،مسجدالحرام او نبوي جومات کې پاتې کېداى نشي ؛خو فاطمة الزهرا له مياشتنو جامو پاکه وه.

(( پېغمبر اکرم وويل: فاطمه بتول نومول شوې؛ځکه خداى (ج) ترې حيض او نفاس لرې کړی دى.[16]))

((پېغمبر اکرم وويل:فاطمه ځکه بتول نومول شوې،چې د ښځو له مياشتنيو جامو پاکه ده او پرې نه راځي.[17]))

په “ارجح المطالب” کې روايت شوى چې: ((پېغمبر اکرم د “بتول” کلمې په هکله وپوښتل شو.رسول الله! له تاسې مې اورېدلي،چې “مريم د عمران لور” بتول وه او فاطمه هم بتول ده. و يې وويل: بتول هغه ده چې مياشتنۍ جامې پرې نه راځي او دا جامې د انبياوو لوڼو ته مکروه دي.))

له ابن عباس نه روايت دى چې : پېغمبر اکرم وويل: (( لور مې فاطمه د انسان په بڼه پرښته ده،چې له حيض او نفاسه پاکه ده.[18]

له حضرت انس بن مالکه روايت دى چې: (( پېغمبر اکرم وويل: فاطمې هېڅ کله د حيض او نفاس وينه نه ده ليدلې .[19]))

[1] . وګورئ : (١)ذخايرالعقبى 44 مخ .(٢) صحيح ترمذي 2/319 مخ .(٣) كننر العمال 2/752 )

[2] . وګورئ: (١)ينابيع المودة:١٩٤مخ.(٢)ذخاير العقبى :٢٦مخ.(٣)فرايد السمطين ٢\٥٨ ، ٣٨٤ حديث.(٤)کنز العمال١٢\١٠٥ – ١١٢ مخونه ٣٤٢٢٧ حديث.(٥)نورالابصار ٥١،٥٤ مخونه.(٦) مناقب اهل البيت : ١\٢٠٨.(٧)الاصابة :٨ټوک.(٨) اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩) تذکرة سبط ابن جوزي : ٢٧٥،٢٨٥ مخونه .(١٠) صحيح ترمذي : ٥ ټوک: د فاطمې د فضايلو برخه.

[3] . وګورئ :(١) فرايد السمطين : ٢\٥٨ ، ٣٨٤.(٢) محب الدين طبري؛ ذخاير العقبى : ٢٤ مخ.

[4] . (حديد\١۹)

[5] . (نساء\٦٩)

[6] . ( مايده\٧٥)

[7] . (الرياض النضره٢\٢٠٢) او په (شرف النبي)

[8] . (١)د بغداد تاريخ : ٢\٢٥٩. (٢) مستدرک حاکم : ٣\١٦٠.(٣) استيعاب : ٢\٧٥١.(٤) حلية اولياء ٢\٤١. دا څلور واړه کتابونه د بيروت چاپ دي .

[9] . (المعارف ١٨٥-١٨٨ مخونو)

[10] . “کبير تفسير” (٣٢\١٢٤)

[11] . په بغداد تاريخ ( ١\٣١٦) او په ينابيع المودة ( ٢٦١،٢٦٦،٣٠٠.٣٠٩ مخونو) کې

[12] . وګورئ:(١)مناقب خوارزمي:(٢٢٩ مخ)(٢)ذخاير العقبى:(١٢١ مخ).(٣) فرايد السمطين:(٢\٦٩ ،٣٩٣ حديث).(٤)بغداد تاريخ:( ١١\٦٨٥، ٦٠٥٤ حديث).(٥) کنزالعمال:( ٦\٢٢٠).(٦) مستدرک: مناقب حسن و حسين . (٧) دمشق تاريخ:( ٣٤\١٣١).

[13] . “ابن حجر هيثمي” په “صواعق المحرقه” کې له ((فمن حاجک فيه من بعد ما جاءک)) د مباهلې تر وروستي آيت پورې، “قندوزى”: ( ٥٧ باب)،حموي:(فرايد السمطين ٢ ټوک)،متقي هندى:(منتخب کنزالعمال)،زرقاني:(شرح المواهب الدنية)او نسايي:( خصايص امير المؤمنين)

[14] . ينابيع المودة ( ٥٧\٢٦٦،٢٦٧) او په فرايد السمطين (٢\٧٧ – ٣٩٧،٣٩٨ حديث)،مقتل خوارزمي: ( ٦\٨٩)،معجم الکبير:(١\١٢٤- ١٠٤ حديث)،کنزالعمال:(٦\٢٢٠) او ذخاير العقبى:( ١٢١ مخ) کې هم پورتنى روايت، “جرير بن عبدالحميد” له “شيبة بن نعام” نه روايت کړى دى .

[15] . (بقرة\٢٢٢)

[16] . (ينابيع المودة:٢٦٠ مخ):

[17] . وګورئ:(١)ذخاير العقبى:(٢٦مخ).(٢)صواعق المحرقة او الاصابة:( ٨ ټوک).(٣)اعلام النساء د فطم کلمه.(٤)جامع ترمذي:(٥ ټوک)(٥) محمد صالحي کشفي حنفي:مناقب.

[18] . (حافظ ابوبکر شافعي؛تاريخ بغداد: ١٣\٣٣١ ) پورتنى حديث متقي په کنزالعمال ١٢(\١٠٥-١١٢، ٣٤٢٢٦ حديث) هم راوړی دى.

[19] . (کبير تفسير)

 د حضرت فاطمة الزهرا كوچنيوالى

((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [1]= او چې كله د هغوى يو تن ته د لور (د زېږېدو) زېرى وشي؛نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!))

     پېغمبر اكرم د داسې ناسمو افكارو پر ضد په مبارزه لاس پورې کړ او خداى غوښتل،چې د فاطمې له لارې نړۍ ته د ښځې د عظمت او لوړوالي عملي بېلګه وروښيي؛ځكه پېغمبر اكرم وايي:

((هر اولاد پلار لري،چې نسب يې ورته رسي؛خو بې د فاطمې له زامنو چې زه يې پلار يم او ما ته منسوب دي[2])) .

فاطمې بي بې د وحې په کور کې د خپل پلار تر سيوري لاندې د توحيد زده کړې وکړې،چې کله يې په پېغمبر اکرم سترګې پرانستې؛ نو پلار يې په ټولنه کې پر سترې دندې بوخت و او ليدل يې،چې خپل پردي ورسره د اسلام د تبليغ له امله کينه لري او له بېلابېلو لارو يې ځوروي.

ډېر داسې شوي،چې پېغمبر اکرم به په “مسجدالحرام” کې ناست و او قرآن کريم به يې لوسته او مشرکينو به ځوراوه؛خو فاطمې به په بيړه ځان پېغمبراکرم ته رساوه او د پلار ملاتړ يې کاوه.

د حکمت او مصلحت له مخې، د فاطمې بي بي ټول ژوند له کړاوونو او سختيو سره اغږل شوى و.

حضرت فاطمه د “شعب ابوطالب” پر تودو شګو خاپوړې کړي او دغه وخت پېغمبر اكرم په ډاګه خلك اسلام ته رابلل. کفارو د پېغمبر اكرم ياران يو په بل پسې په تودو شګو كې ځورول، يو شمېر مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ. كفارو په ګډه وپتېيله،چې پېغمبر اكرم ووژني[3] . “ابوطالب” له دې دسيسې خبر شو او پېغمبر اكرم يې له نورو بني هاشمو سره د ابوطالب درې (شعب) ته بوت . “خديجه” او كوچنۍ فاطمه هم ورسره ول.

“ابوجهل” له نورو كفارو سره تړون لاسليك كړ،چې پر بنسټ يې له بني هاشمو او “بني عبدالمطلب” سره په تګ راتګ ، پېر و پلور او د خوراك څښاك پر وركړه بنديز وي .

دوى په دره كې درې كاله ايسار ول. حضرت “حمزه”،”عباس” او نورو بني هاشمو به د شپې او ورځې څوکۍ كوله او په سختۍ او پټه يې بني هاشمو ته خواړه راوړل.

فاطمې په همدې سختو شرايطو كې د مور شيدې خوړې،چې له تي غوڅه شوه. دلته يې په تودو شګو كې خاپوړې او ګرځېدل زده كړل او په خبرو راغله .

بنديز درې كاله ټينګ و. يو كال وروسته حضرت “خديجه” وفات شوه،خاورو ته تر سپارل كېدو وروسته،چې پېغمبر كور ته راغى؛نو فاطمې په ژړغوني غږ پلار وپوښت :

((مور مې چېرته ده ؟))دغه مهال حضرت جبراييل نازل شو او ويې ويل: ((پېغمبره! فاطمې ته ووايه:مور دې د جنت د “زبرجدو” په ښكلې ماڼۍ كې ارام کوي .))

 فاطمة الزهرا د پېغمبراكرم ملاتړې وه

 څه موده وروسته “ابوطالب” هم له دنيا سترګې پټې كړې. پېغمبراكرم او فاطمه يې پر مړينه ودردېدل او هغه كال يې پر “عام الحزن” يا “د وير او ماتم” پر کال ونوماوه. د ابوطالب تر مړينې وروسته كفارو خپل زور زياتى لا پسې زيات كړ. يوه ورځ پېغمبر اكرم په كوڅه كې روان و،چې چا پرې خاوره او خځلې واچولې؛خو پېغمبر اکرم ورته هېڅ ونه ويل او همداسې كورته راغى او فاطمې په ژړا د پلار سر ووينځه. پلار يې ورته وويل:

(( لورې! مه ژاړه، يقين وکړه، چې لوى خداى به دې پلار د دښمنانو له شره خوندي وساتي.[4]))

مسلم په صحيح کې راوړي ،چې پېغمبر اكرم په مسجد الحرام كې لمونځ كاوه،چې “ابوجهل” له خپلې ډلې سره راغى، چې د اوښ پچې هم ورسره وې . پېغمبر اکرم،چې سجدې ته ولاړ؛ نو پچې يې پر شا ورواچولې . “ابوجهل” او ډله يې په خندا شوه. حضرت فاطمه خبره شوه،چټك يې ځان پلار ته ورساوه او له چټليو يې پاك كړ؛خو دوى بيا هم خندل . پېغمبر اكرم پر “ابوجهل”،”عتبه” ، “شيبه”، “وليد” ، “اميه” او “عقبه” لعنت ووايه او دا ټول د “بدر” په جګړه كې هلاك شول .[5]

 فاطمة الزهرا مدينې ته هجرت کوي

پېغمبر اكرم يارانو ته د مدينې پر لور د هجرت امر وكړ او په خپله له حضرت ابوبكر (رض) سره د شپې له مكې راووت .

فاطمه له خپلې مشرې خور “ام كلثوم” سره له مكې روانه شوه . په لار كې يوه قريشي؛ “حويرث بن نقيذ” د حضرت فاطمې او حضرت “ام كلثوم” (رضي الله عنهما) پر اوښ بريد وكړ،چې دواړه له اوښه راپرېوتې او ټپي شوې؛مسلمانانو چې مكه فتح كړه؛نو پېغمبر اكرم اعلان وكړ: (( كه “حويرث بن نقيذ” د كعبې په پردو هم ځان نغښتى واى، بايد هلاك شي.))

حضرت علي(ك) د پېغمبر اكرم امر پلي كړ. په پاى کې ټول مدينې ته ورسېدل .پېغمبر اكرم له نورو يارانو سره په ګډه جومات او په څنګ كې يې ورسره کور جوړ كړ،چې ور يې جومات ته و. تر دې وروسته د اصحابو تر منځ د ورورۍ تړونونه وشول او پېغمبر اكرم اعلان وكړ:(( د خداى په لار كې دوه دوه تنه سره وروڼه شىء.))

[1] . (نحل/58)

[2] . وګورﺉ:(١)بغداد تاريخ : 11/285 .(٢) كنزالعمال : 6/226 ، 220 .(٣)محب طبري؛ ذخايرالعقبى: 121 .(٤)هيثمي؛مجمع الزوايد: 9/179 .(٥)فرايد السمطين: ٢\٧٠.(٦) ترمذي؛ سنن: ٥\٤٥٦.(٧)خصايص: ٣٦ مخ ١٣٤ ګڼه حديث.(٨) د دمشق تاريخ : ٩٤ مخ.(٩)ابن مغازلي؛مناقب :٤٧٣ مخ ٤٢١ ګڼه حديث.(١٠) معجم صغير ١\١٩٩.

[3] . (ابن هشام سيرة 12/34 ، الكامل في التاريخ 2/51 )

[4] . (ابن شهراشوب مناقب 1 / 71 )

[5] . ( صحيح بخاري 5/8 او صحيح مسلم )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست