تبلیغات

نوولسم څپرکی   د حکومتونو بې درمله بلاګانې   د دولت په ټولو کچو کې د فاسدو وګړیو ننووتل . د بېوزلو او کمزریو دولتونو په کورنیو چارو کې د خلکو د ځان،مال او دین په زیان د بهرنیانو لاسوهنه، چې بهرنیان دا کار د اجیرو ګوندونو او یا هم اجیرو رسنیو او یا هم […]

نوولسم څپرکی

 

د حکومتونو بې درمله بلاګانې

 

  1. د دولت په ټولو کچو کې د فاسدو وګړیو ننووتل .
  2. د بېوزلو او کمزریو دولتونو په کورنیو چارو کې د خلکو د ځان،مال او دین په زیان د بهرنیانو لاسوهنه، چې بهرنیان دا کار د اجیرو ګوندونو او یا هم اجیرو رسنیو او یا هم هغه رسنیو له لارې کوي،چې پخپله یې رامنځ ته کړي او یا هم کوڅه ډبو خلکو له لارې چې پخپله یا هم د دوی له لارې د دولت په پوستونو کې مقرر دي.
  3. له مراجعینو څخه ارتشاء او په بېلابېلو لارو له بیت الماله اختلاس[1].
  4. د دولتي چارواکيو کم کاري، چې د خلکو د سرګردانۍ او په مکرر تګ راتګ کې يې د پیسو د بې ځایه لګښت او دهغوی د بېکارۍ لامل ګرځي.
  5. د دولتي ادارو کاغذ پرانۍ او بې ځایه قیود او تشریفات،چې کله نا کله په رښتیا هم احمقانه وي.
  6. اړیکې، په پستونو د خپلوانو، دوستانو او وطندارانو ټاکل او له دې پوستونو د وړ وګړيو ایستل، په دې اړه خلک خندورې او ژړغوني قصې رانقلوي.
  7. د مخدره توکیو تولید، مصرف او قاچاق، چې په ملیاردونو ګټه وټه لري.
  8. د بدلمنۍ او فحشاء لپاره د ښځو سوداګري، چې دا کار له بهرنیانو رامنځ ته شوی دی.
  9. له بېوزلیو هېوادونو د عتیقه اثارو غلا او پېردول یې .
  10. د بندرونو او ګمرکونو د مسوولینو خیانت – قاچاق .

۳۳۷ مساله: د دې لسو ځایونو او دې ته ورته د نورو ځایونو شرعي حکم ان د کوڅې او بازا خلکو ته معلوم دی، چې دا له مسلمانانو سره خیانت دی او خیانت حرام دی؛نو په حکم ټول پوهېږي او په څه چې ټول نه پوهېږي او پکې پاتې راغلي او په ټولو هېوادونو کې د خلکو غږونه تر اسمانه رسېدلي دي، هغه ددې بلاګانو درملنه ده. دا داسې رنځونه دي، چې ډاکتران یې تشخیصوي؛خو درملنې ته یې لا تر اوسه څه درمل نه دي رابرسېره شوي .

شونې ده چې دا عمومي ستونزې په بېلابېلو نظامونو کې شدید او کمزوري مراتب ولري. نو وایو چې چې په دیني دولتونو واجب دي، چې ان المقدور ددې چارو په راکمونه کې هڅه وکړي .

۳۳۸مساله: په دویم او درزیم بند کې کله نا کله د دولتونو اختلاس او بډې او بهرنیانو ته جاسوسي پر ځمکه د فساد برید ته او له خدای سره د محاربې کچې ته رسي،چې کله نا کله ددې ترسره کوونکي په مرګ محکومېږي. که دا حکم په پوره احتیاط پلي شي؛ نو د سرغړونو له خپرېدو به تر څه بریده مخنیوی وشي.

 

 

[1] د وزیرانو او د اسې نورو کسانو لپاره د پیسو د پیدا کولو یوه لار دا ده، چې دوی د دولت په وکالت له خصوصي بهرنیو شرکتونو سره ستر قراردادونه تړي او بهرني شرکتونه د خپلمنځي سیالیو له کبله هم وزیرانو ته ډېرې پیسی ورکوي ترڅو شرکت یې قرارداد ترلاسه کړي . د دولتونو د دې ښکارندې د مخنیوي لپاره هیڅ کار هم نشي کېدای؛خودا چې له وزیر سره خصوصي خبرې اترې وشي،مثلا چې په لسو کې یوه برخه دې ستا وي او نوره دې دولت ته وسپاري

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست