تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) د ګڼ ښځۍ خواله ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) د ګڼ ښځۍ خواله

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا احزاب50= پېغمبره! په رښتینه كې ستا هغه مېرمنې مو درحلالې كړې دي،چې تا يې مهر وركړى او همداراز وينځې،چې خداى د غنايمو له لارې دركړي او ته يې واكمن شوى يې او ستا هغه ترلې او د ترور لوڼې او د ماما لوڼې او د توړۍ لوڼې،چې هجرت یې درسره كړى دى؛(نو ورسره نكاح كول درته حلال دي) او (همداراز)هغه مؤمنه ښځه،چې خپل ځان پېغمبر ته وبښي (او ځان ته مهر و نه غواړي) او پېغمبر هم ورسره د نكاح هيلمن وي؛خو دا ډول نكاح يوازې تا ته روا ده؛ نه نورو مؤمنانو ته؛په يقين موږ ښه پوهېږو،چې هغوى ته مو د مېرمنو او وينځو په اړه مقررات ټاكلي دي (او مصلحت يې كوم حكم ايجابوي) ځکه (چې د رسالت په ترسره كولو كې) درته كومه ستونزه نه وي (او له دې لارې ډېر ملاتړي برابركړې) او خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى .))

د پېغمبر اکرم د ګڼ ښځۍ د فلسفې يوه څنډه: په دې آيت كې د ((دا ددې لپاره (چې د رسالت په تر سره كولو كې( (( غونډله، د پېغمبراکرم (ص) د ځانګړي احكامو فلسفې ته اشاره ده. په بله وينا، موخه دا وه، چې په دې احكامو د پېغمبر له اوږو يو لړ محدوديتونه او ستونزې لرې شي. دا لطيف تعبير راښيي، چې له ګڼ شمېر ښځو سره د پېغمبراکرم ودونه په ژوند كې يې د يو لړ ټولنيزو او سياسي ستونزو د هواري لپاره ول. پوهېږو، چې كله پېغمبر(ص) د اسلام غږ اوچت كړ، يوازې و او تر مودو مودو ډېرو لږو پرې ايمان راووړ. پېغمبر(ص) د خپلې زمانې او چاپېريال خرافي ګروهو پر ضد راپاڅېدلى و او طبيعي وه، چې ټول اقوام او ټبرونه يې پر ضد يو موټى شي؛ نو ځكه هغه بايد د دښمنانو د ناپاك يووالي د ماتولو لپاره له ټولو وزلو كار اخستى واى، چې يو یې له ټبرونو سره د واده كولو له لارې د خپلوۍ د اړيكې رادبره كول ول؛ ځكه په جاهلي عربو كې د خپلوۍ اړيكه ټينګه اړيكه ګڼل كېده، د ټبر زوم يې د ځان باله او دفاع يې ترې لازمه ګڼله او يوازې پرېښوول يې ګناه شمېرله. ډېر قراين لرو، چې ښيي د پېغمبر(ص) ودونو، په ډېری ځايونو كې سياسي اړخ درلود؛ ځينې ودونه يې د جاهلي دودونو د ماتولو لپاره، ځينې يې د دښمنانو راكمولو يا له وګړيو او ځېلي اقوامو سره د مينې او د دوستۍ د زياتوالي لپاره ول. څرګنده ده، چې څوك په 25 كلنۍ كې، چې د ځوانۍ د جوش وخت دى، له كونډې ښځې (حضرت خديجې) سره واده كوي او تر 53 كلنۍ پر همدې يوې ښځې بسيا كوي او په دې توګه ځواني تېروي او زړښت ته رسي او د ژوند په پاتې لسو كلونو كې په ګڼ شمېر ودونو لاس پورې كوي؛ نو هرومرو چار يې يو دليل او فلسفه لري، چې په هېڅ توګه یې له جنسي انګېزو سره تړلاى نشو. پوهېږو، چې د هغه پېر په خلكو كې ګڼ شمېر ودونه ډېر ساده او عادي ول او ان كله لومړۍ مېرمن د دويمې مېرمنې غوښتو او ماركې ته تله او څوك د بلې ښځې كولو ته پر كوم محدوديت قايل نه و؛ نو په دې حال كې، پېغمبر(ص) ته د ځوانۍ پر مهال ګڼ شمېر ودونو نه ټولنيز او وټيز خنډ درلود او نه څه نيمګړتيا ګڼل كېده. په زړه پورې خو داچې په تاريخونو كې راغلي، چې پېغمبر (ص) يوازې د عايشې بي بي په نامه له يوې باكرې نجونې سره واده وكړ، چې د واده پر مهال ټيټ عمرې وه. ان په ځينو تواريخو كې لولو، چې پېغمبر له ګڼ شمېر ښځو سره واده وكړ، چې يوازې د نكاح مراسم يې پر ځاى شول او بيخي يې كوروالى ورسره ونه كړ او ان په ځينو ځايونو كې يې يوازې د ځينو ښځو په غوښتنې او ماركې بسياينه وكړه او ټبرونه پر همدې وياړېدل، چې پېغمبر ترې د يوې ښځې لپاره ماركه كړې او په دې توګه يې له پېغمبر سره ټولنيز تړاو ښه ټينګېده او په دفاع كې يې هوډمنېدل. بلخوا، له ګڼ شمېر ودونو سره سره، آنحضرت(ص) لږ اولاد درلود. په دې توګه څرګندېږي، چې د پېغمبر(ص) ګڼو ودونو له عادي لاملونو اوچت او ور هاخوا انګېزې او نيتونه درلودل[1].

((تُرْجِي مَن تَشَاء مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَن تَشَاء وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا احزاب/۵۱= د هرې یوې مېرمنې (نوبت) دې كه غواړې،ځنډولاى شې او هره يوه،چې غواړې؛ نو له ځان سره يې ساتلاى شې او كه له دوى له هرې يوې،چې دې ځان ګوښه كړى (؛نو كه) بېرته يې راوغواړې؛نو پر تا څه ګناه نشته (په دې غوراوي او واک كې) ډېر نژدى دى،چې سترګې يې يخې (او خوشحاله) شي او خپه نشي او په وركړه دې ټولې خوشحاله شي او څه چې ستاسې په زړونو كې دي،خداى پرې پوهېږي او خداى پوه زغمناك دى (د خپلو بندګانو له مصلحتونو باخبر دى او په سزا وركولو كې يې بېړه نه كوي).))

51_ د يوې بلې ستونزې لرې كېدل!: پوهېږو، چې د ګڼ ښځۍ په باب د اسلام حكم دادى، چې مېړه دې خپل وختونه په عادلانه توګه د ښځو ترمنځ وويشي، كه يوه شپه له يوې سره وي؛ نو بله دې له هغې بلې سره وي. د پېغمبر(ص) له ځانګړنو ځنې يو دا وه، چې د ځانګړو شرايطو او د ژوند د كړكېچ په پار، په تېره، چې په مدينه كې و او تقريباً په هره مياشت كې يوه جګړه پرې ورتپل كېده او په عين حال كې ګڼ شمېر مېرمنې يې هم درلودې، ددې آيت په حكم، ددې حق رعايتول ترې لرې شو او خپل وختونه يې، چې څنګه شوني ول، ويشلاى شو. كه څه پېغمبر اكرم (د تواريخو په څرګندونه) تر شوني بريده مساوات او عدالت ته پاملرنه کوله، ددې آيت نزول، د پېغمبر(ص) مېرمنو او د دننني ژوند چاپېريال ته يوه ډاډينه او آرامي وه)1(.

52_ د رسول الله(ص) د واده په باب يو بل حكم: ددې آيت په تفسير كې ډول ډول نظريات ويل شوي، چې دوو مهمو ته یې اشاره كېږي: 1_ د تاريخي لاسوندونو له مخې، پېغمبراکرم(ص) د وګړيو او ټبرونو تر دباو لاندې و، چې ښځه ترې وكړي او دې ټبرونو ته وياړ و، چې يوه ښځه يې د پېغمبراکرم مېرمن شي؛ البته دې تړاو تر يوه بريده د پېغمبراکرم(ص) د ټوليزو او سياسي موخو پلي كولو ته لار پرانسته؛ خو هر څه چې له بريده واوړي، پخپله ستونزه راولاړوي او داچې ټولو ټبرونو دغسې يو چار ته سترګې نيولې وې، خداى په يو ټينګ قانون ددې چار مخه ونيوه. ښايي په دې منځومال كې ځينو پېغمبر(ص) ته وويل، چې ډېرې مېرمنې دې كونډې او زړې دي او درسره ښايي، چې له ښكلې ښځې سره واده وكړې. قرآن په تېره پردې ټكي ټينګار كړى، كه ان ښكلې ښځې هم وي، د واده حق ورسره نه لري[2].

2_ په ځينو روايتو كې راغلي، چې له آيته مطلب، د انسان له محارمو ښځو سره د واده تحريم دى، چې د نساء سورت په 23 آيت كې راغلي؛ نو ددې تفسير له مخې، د آيت مانا داده، چې د نساء سورت د 23 آيت تر نزول روسته له محارمو سره واده حرام او له نورو ښځو سره حلال دى (اوسنۍ ژباړه د لومړي تفسير له مخې ده[3]).

[1] نمونه، 17: 386 مخ.

[2] نمونه، 17: 391 مخ.

[3] اطيب البيان، 10: 520 مخ + الميزان، 16: 342 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست