تبلیغات

د طنز په قالب كې له بديو منع يوه ورځ بهلول څو مزدوران وليدل،چې جومات جوړوي ویې پوښتل: څوک دا جومات جوړوي؟ ويې ويل : هارون الرشيد. بهلول په ډبره وليكل : بهلول دا جومات جوړوي او د شپې يې په پټه د جومات پر وره ولګوله. مزدورانو چې دا حالت وليد ؛ هارون الرشيد […]

د طنز په قالب كې له بديو منع

يوه ورځ بهلول څو مزدوران وليدل،چې جومات جوړوي ویې پوښتل: څوک دا جومات جوړوي؟ ويې ويل : هارون الرشيد. بهلول په ډبره وليكل : بهلول دا جومات جوړوي او د شپې يې په پټه د جومات پر وره ولګوله. مزدورانو چې دا حالت وليد ؛ هارون الرشيد يې خبر كړ.هارون الرشيد بهلول راوغوښت او ويې ويل: د جومات جوړونكى ته نه؛بلكې زه يم او ولې دې دا ډبره د جومات پر وره لګولې او خپل نوم دې پرې ليكلى دى؟ بهلول وويل: ته كه د خداى لپاره جومات جوړوې؛پرېږده چې زما نوم ورباندې وي،خداى خو پوهېږي چې جوړونكى يې څوك دى؟

له دې لارې بهول هارون الرشيد پوه كړ،چې ته اخلاص نه لرى.بله ورځ بهلول د هارون الرشيد دربار ته ننوت؛هارون الرشيد نه و او پر ځاى يې كېناست،خادمانو هغه سم وواهه. هارون الرشيد چې راننوت؛ورته يې وويل: (( څو شېبو ته ستا پر ځاى كېناستم؛نو دومره وهل مې وخوړل،افسوس ستا پر حال،چې ډېره موده كېږي،چې د پېغمبر د كورنۍ پر ځاى ناست يې.)) هغه ددې طنز له مخې هارون الرشيد ته وويل:(( ستا لار باطله او پر حكومت دې خېټه اچولې ده. ))

 

د ثواب اوعذاب بيانول:

د نېكيو د ثوابونو او د بديو د عذابونو بيانول به خلك دې ته اړ كړي،چې نېكيو ته مخه او بديو ته شا كړي. په قرآن او روايتونو كې په دې باب ډېره سپارښتنه شوې ده. علماوو د ثواب او عذاب په هكله خورا كتابونه ليكلى دي. د ګناهونو له عذاب، د امتونو د پوپناكېدو،د قومونو د ذلت او عزت سره اشنايي او همداراز هغه كسان، چې د الهي پېرزوينو له كبله له ګناه ژغورل شوي؛نو له دې ټولو سره اشنايي خورا اغېزمنه ده.حضرت يوسف (ع) خپلو وروڼوته د خپل عزت راز داسې څرګندوي: ورونو! پوه شئ څوك چې تقوا ته مخه كړي؛نو خداى به يې اجر پوپناه نه كړي.

په هر حال د نېكيو د ثوابونو څرګندول پر نېكيو د امر او له بديو د منع يو لار ده.

 

تدريجي طريقه:

شيطان انسان په ورو ورو د فساد پلو ته راكاږي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ

ژباړه: خلكو! له هغو (څېزونو) وخورئ چې په ځمکه کې حلال او پاک دي! او د شيطان پر پلو مۀ ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى.[1]

 

(( خلكو! څه چې په ځمكه كې دي،پاك او حلال و خورئ!او د شيطان پرپله مه ځئ ، چې هغه ستاسې ښكاره دښمن دى.))

د سمونې او پر نېكيو د امر لار هم بايد ورو ورو وي. شراب په څو پړاونو كې منع شوي دي.

لومړى پړاو:

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ

ژباړه : او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته وحې [ اوغرېزي الهام ] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه[2]

له انګورو هم غوره خواړه جوړېږي اوهم مستوونكي مايع او دې ته اشاره كوي،چې مستوونكى مايع غوره نه ده.

دويم پړاو:

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ

ژباړه: د شرابو او جوارۍ په باب دې پوښتي،ورته ووايه:(( په دواړو كې ستره ګناه ده او ( له مادې پلوه ) خلكو ته يو څه ګټه هم؛خو زيان يې تر ګټې ډېر دى .)) او پو ښتي: (( چې څه څيز نفقه كړو؟)) ورته ووايه : (( څه چې درنه زيات وي.)) دغسې خداى تاسې ته په څرګنده آيتونه ( احكام ) بيانوي ،ښايي فكر وكړئ.[3]

ددې بيان له لارې د شرابو بدوالى اعلانوي.

درېم پړاو:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ژباړه: مؤمنانو! شراب او جواري او بوتان او ازلام [=يوډول بخت ازمېيل] (داټول ) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛ نو ځان ترې وساتئ ، چې وژغورل شئ .[4]

پېغمبراكرم(ص) په همدې دود مبارزه کوي؛لومړى انسان ځان جوړونې ته رابلي:

وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ. وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ

ژباړه : او جامې دې پاكې کړه، او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه.[5]

بيا خپلو خپلوانو ته ګواښ كوي:

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ

ژباړه : او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه.[6]

ورپسې د مكې او شاوخوا خلك رابولي:

وَهَذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ

ژباړه: او دا يو برکتناک كتاب دى،چې موږ نازل كړى دى (او) تر دې دمخه د راغليو كتابونو تاييدونکى دى(هغه مې راولېږه چې خلكو ته پرې د الهي مكافاتو زېرى وركړې) او د ام القرى [= مكه] او شاوخوا اوسېدونكي ووېروې! او (يقين وكړه) پر اخرت مومنان په دې (كتاب هم) ايمان راوړي او هغوى پخپلو لمونځونو پابند دي.[7]

او په پاى كې د ځمكې پر مخ ټولوخلكو ته بلنه وركوي:

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

ژباړه: او موږ تۀ ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) گواښنگرى لېږلى؛خو ډېرى خلك نۀ پوهېږي. [8]

د سود په منع كې هم دا پړاوونه تر سترګو كېږي

لومړى پړاو:

وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ

ژباړه: او څه چې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو مو ګټه زياته کړي؛نو(په حقيقت کې) د خداى پر وړاندې نۀ زياتېږي او د خداى د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدوى (د خپلو نېكيو) زياتوونكى دي.[9]

دويم پړاو:

قرآن سود خوړل د يهودانو ناولى عادت ګڼي:

وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

ژباړه: او( پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي وو او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ د دوى كافرانو ته ډېر درد ناك عذاب چمتو كړى دى.[10]

درېم پړاو:

قرآن انسان له ډېر سود اخېستو منع كوي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ژباړه : مؤمنانو! څوګرايه سود (د پيسوګټه) خوړل پرېږدئ، او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، چې بريالي شئ .[11]                                                                                      

څلورم پړاو:

قرآن د سود اخېستل له خداى سره د جګړې اعلان ګڼي:

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ

ژباړه : او كه (داسې) مو و نه كړل؛ نو پوه شئ چې له خداى او رسول يې جګړې ته راپاڅيدلي ياست او كه توبه وباسئ؛ نواصلي پانګه مو خپله ده [=بې سوده پانګه ] مۀ تېرى كوئ او نۀ به پر تاسې تېرى وشي.[12]

په ورو ورو مخكې تلل له روزنيزو ارونو ځنې دي.د كفارو يوه نيوكه دا وه،چې ولې پر رسول الله(ص) ټول قرآن په يو وار نازل نشو. قرآن وايي:

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا

ژباړه : او كافران وايي:((ولې پرې قرآن ټول په يو ځل نه دى نازل شوى؟ )) (هو) داسې(ځکه شوي) چې زړۀ دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) هغه مو په ځانګړى ترتيب د بېلابېلو برخو په بڼه په کراره درته لوستى دى.[13]

تدريجي نزول روح اراموى.

 

د بیا ځلي دود

په ښوونه او روزنه كې ډېر توپيرونه ليدل كېږي. په روزنه كې بیا ځلي – تكرار يو اړين آر – اصل ګڼل كېږي؛خو په ښوونه كې كه زده كوونكي پر يوې مسلې پوه نشي؛نو بیا ځلي يې اړين دى.اسلام يوازې پر ښوونه نه؛بلكې پر روزنې هم ټينګار كوي؛ نوځكه بايد بیاځلي شي. موږ د شپې او ورځې څو ځل لمونځ كوو. پر خداى ايمان درلودل،د خداى له يادونې سره توپير لري. قرآن د ځينو په هكله وايي:

إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ

 

ژباړه : (ځكه) چې هغه هېڅكله پرسترخداى ايمان نۀ راووړ.[14]

 

الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

ژباړه: منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كول او خپل لاسونه ( له نفقې وركولو او بخششه) موټى كړي ساتي، خداى يې هېر كړى دى او خداى (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا،چې منافقان سرغړاندي دي.[15]

موږ پر خداى ايمان لرو؛خو هېروو يې؛نو بايد د خداى د يادښت له لارې خپل ايمان راوغوړو. د قيامت په هكله هم همدا شان ده؛يعنې ځينې پر قيامت ايمان نه لري.انسان دومره هېرونكى دى چې كله ناكله يادښت هم ورته بسیا نه دی؛نو ځكه قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ

ژباړه : مؤمنانو! چې كله (د جګړ ى په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ شئ؛ نو ټنيګ درېږئ او خداى ډېر يادوئ، چې بريالي شئ.[16]

د انسان هېرول دومره ډېر دي، چې په اسلام كې سپارښتنه شوې،په شپه او ورځ كې پنځه ځل په جيګ او خوږ عږ ووايئ:”حى على الصلوه” په لمانځه كې د حمد سورت يو ضرورت دى؛كه دا سورت ونه ويل شي؛نو لمونځ نه كېږي .د حمد په سورت كې د ((صراط))،((رحمن)) او((اياك)) ویې – كلمې تكرار شوي. په قرآن كې حضرت آدم ته د پرېښتو سجده او د شيطان د لویۍ داستان،د حضرت موسى او فرعون داستان د حضرت نوح او د هغه د قوم داستان او نور ډېر داسې داستانونه تكرار شوي دي. امام “فخر رازي” په قرآن كې د تكرار په اړه پخپل تفسير كې لس ټكي ليكلي دي.د “الرحمن” په سورت كې يو آيت له دېرشو ځلو زيات تكرار شوى دى. په هر حال د هرې شېبې غفلت او هېرونې لپاره يادونې ته اړتيا ده. موږ د لمانځه په ركوع، قيام او سجده كې څوڅو ځل “الله اكبر” تكرار وو.

د خداى يادونه د روح غذا ده او د جسم د غذا په شان بايد تكرار شي.

د ((بسم الله الرحمن الرحيم)) آيت په قرآن كې “يوسلوڅوارلس”ځل تكرار شوى دى.اسلام سپارښتنه كوي:كه پر دسترخوان څو ډوله خواړه وو؛نو هرو خوړو ته بايد(( بسم الله)) ووايو. په اسلام كې د ورځې هرې شېبې ته يوه ځانګړې دعا ده او كه چا په لومړۍ او دويمه شېبه كې وخت پيدا نه کړ؛ نو په درېمه شېبه كې كولاى شي ځانګړى دعا ووايي.سارى يې د “هوايي ډګر” په شان دى،چې هر ساعت ترې الوتكه الوزي او مسافر په هره ګړۍ كې، چې تصميم ونيسي؛نو په الوتکه كې سپرېداى شي؛چا چې ګناهونه کړي وي؛نو پر يوې يادونې له خپل كاره لاس نه اخلي؛نو هر انسان تذكر ته اړتيا لري او ان ځينې بيا بيا يادونې ته اړتيا لري. انسان هم چې ناروغ وي؛نو پر ډېرو ډاكترانو ګرځي چې ښه شي.

 

ګوذاره:

حضرت ابراهيم چې له “ستورلمانځو” سره مخ شو؛نو ويې ويل:(( زما لوېدونكي خوښ نه دي.)) د سپوږمۍ پر ليدو يې ويل:(( دا زما پالونكې ده))؛سپوږمۍ چې وركه شوه؛ويې ويل: (( كه اصلي پالونكى مې و نه ساتي؛نو په غوڅه توګه زه به په بې لارشويو كې راشم)) په درېم ځل يې لمر وليد او و يې ويل:((دا تر ستوري اوسپوږمۍ لوى دى؛نو دا مې پالونكى دى))؛لمر چې ولوېد، خلكو ته يې وويل: (( تاسې چې څه له خداى سره شريكوئ؛نو زه درنه كركه كوم. ))

اړنګ – شك نشته،چې حضرت ابراهيم خداى لمانځه؛ځكه په اخر كې يې د ستوريو،سپوږمۍ او لمر لمانځونکيو ته وويل: (( زه ستاسې له شركه كركه لرم))او داسې يې ونه ويل:(( زه له خپل شركه كركه لرم.)) دا چې څو ځل يې ستوريو،سپوږمۍ او لمر ته وويل:(( دا زما پالونكى دى))؛نو دليل يې دا و،چې غوښتل يې تر ټولو سترې بدۍ (شرك) په منع كې له ګوذارې او اسانۍ كار واخلي او په ورو ورو يې خپلې نيوكې ډېرې كړې؛يعنې په لومړي ځل يې وويل:((زما لوېدونكى څيز نه خو ښېږي.)) په دويم ځل يې وويل:((د سپوږمۍ لمانځنه بې لارېتوب دى او ما دې پرې خداى نه ككړوي.)) په درېم ځل يې وويل:((څه چې تاسې له خداى سره شرېكوئ؛زه ترې كركه كوم.)) حضرت ابراهيم په دې طريقې خلكو ته وښوول: كوم څيز چې د بدلون او له منځه تللو په خطر كې دى؛هغه خداى كېداى نشي. كه هغه ستوري دي او كه لمر. خلك يې په دې پوه كړل،كه ومو ليدل، چې پر بې لارۍ روان ياست؛نو په زړورتيا ترې بېرته راوګرځئ،هغه له خلكو نه؛بلكې د خلكو له شركه کرکجن و.

 

حكمت،نصيحت او نيك چلن :

قرآن پېغمبر اكرم ته وايي:

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

ژباړه: د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او له هغوى سره په غوره چلن استدلال او بحث وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي،چې څوك د هغه له لارې اوښتي دي او (همداراز ) پوهېږي، چې څوك پرسمه لار دي .[17]

پر ياد مو وي چې د خلكو،علمي،اندیز او اروایز ظرفيتونه توپیر لري. ټول خلك يو شان نه وي. ځينې پر استدلال،ځينې پر موعظې او ځينې نورو ته بايد د مجادلې له لارې بلنه وركړو.

د اسراء په سورت كې انسان د نېستۍ له كبله اولاد وژنې،زنا، قتل، د پلار مړي – يتيم پر مال ګېده اچول او د هغو كارونوكول،چې علم پرې نه لري،كم څرخول او پر لار د كبرجنو په شان له تګه منع شوى دى. قرآن وايي:(( دا منلى حكمت دى ))؛ځكه چې ددې چارو په ناوړتوب كې څوك هم شكمن نه دي؛نو ځكه حكمت غوڅې او كلكې خبرې ته وايي.د ساري په توګه: سېنما او “ډيش انټن” ته بد مه وايئ ؛ځكه ستاسې نيوكه سمه نه ده او دريځ مو په اصل كې د علمي پرمختګ پر وړاندې ناسم دى؛خو پر ناوړه او بد فلم نيوكه وكړئ ؛ځكه په دې باب دوست او دښمن درسره يوه خوله دي.

 

خاطره:

امام زين العابدين په شام كې غوښتل چې د وخت د امويانو ټبريزه واكمني رسوا كړي؛نو و يې ويل:(( زما پلار يې؛لكه په پرنجه كې د بندي مرغۍ په شان سورى سورى او شهيد كړ.)) كه دلته امام زين العابدين ويلي واى : زما پلار يې شهيد كړ؛نو د شام خلكو ته به دومره مهمه نه وه؛ځكه چې اهل بيت يې دومره نه پېژندل او دا به يې ويلي واى چې په جګړه كې خو مړي كېږي.امام زين العابدين وويل:(( كه موخه مو زموږ وژنه وه؛نو ولې مو دا شان ووژلو؟ ولې مو؛لكه د مرغۍ په شان د هغه بدن سورى سورى كړ؟ ولى مو د سيند پر غاړه تږى وواژه ؟ولې مو هغه ښخ نه کړ؟ ولې مو د هغه پر کېږدیو بريد وكړ؟ ولې مو د هغه ماشوم وواژه؟)) دې خبرو د شام د خلكو سرونه خلاص كړل او بې له كوم ځانګړي حساسيت يې د ټبريزې واكمنۍ پر ضد اندیز او هڅوبیز – فرهنګي يرغل پېل كړ. پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد پر هغو مسئلو ټينګار وشي،چې حساسيت را و نه پاروي. هغه غوڅو خبرو ته حكمت ويل كېږي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

له “موعظه حسنه ” څخه موخه هغه ورم – نصيحت دى،چې د مينې او نېك بيان پر بنسټ په مناسب ځاى او وخت كې پر سمه طريقه ترسره شي. له نېكې مجادلې موخه د مجادلې د اخلاقو ساتنه د نورو د نېكيو منل او سم استدلال دى.

 

كه ګروهې سمې كړو؛نو فساد كمېږي:

ځينې ګناهونه او اخلاقي مفاسد له باطلو ګروهو او واندونو- خيالونو راولاړېږي.كه زموږ د دود او چلن موخه د ګروهو سمونه وي؛نو په غوره توګه به پايلې ته ورسېږو. څو بېلګې يې دادي :

د قرآن له منع سره سره ځينې خلك پر طاغوتانو او تيري كوونكيو ډډه وهي او د تيري مټ کېږي او موخه يې د ظالمانو له لارې ځواك لاس ته راوړل دي. خداى وايې: ټول ځواك د خداى دى. كه انسان په دې ګروهن وي،چې ټول ځواكونه له خداى سره دي؛نو د ځواك لاس ته راوړلو ته به دومره ريا او غوړه مالي ونه کړي. بله ډله په سوونو سرغړونې او بدۍ كوي،چې عزت لاس ته راوړي. دوى انګیري چې شتمني،مقام، پر ختيځ او لوېديځ اډانه،په پلانكۍ كورنۍ كې واده كول او هغه پلانكى كار لاس ته راوړل به ورته عزت وركړي.د حضرت نوح زوى د ډوبېدو د ګواښ پر وړاندې خپل پلار ته وويل:(( زه به غره ته وخېژم ))؛خو له دې بې خبر و،چې د الهي قهر پر ورځ، غر هم خوندي نه وي .كه دا خلك باور پيدا كړي،چې قرآن ټول عزتونه له خداى سره ګڼي:

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا

ژباړه: منافقان هغه كسان دي، چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت لټوي؟؛ نو (دا خام خيالونه دي)؛ځکه چې ټول عزت خو يوازې له خداى سره دى.[18]

د خلكو د عزت كموالى او ډېر والى د بل چا نه؛بلکې يوازې د هغه په لاس كې دى؛نو دومره منډې به ورپسې ونه وهي، چې قرآن يې ملامتوي او وايي: ((ايا عزت له نورو غواړئ؟ )) هو! په دې ايمان درلودل،چې ځواك او عزت يوازې له هغه سره دى؛نو موږ به له ډېر و ګناهونو وژغوري.

 

بايد د مفاسدو جرړه وباسو:

قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ

ژباړه: مؤمنانو! له ډېرو ګومانو ځانونه وساتئ؛(ځكه) ځينې ګومان ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مۀ كوئ او تاسې هېڅوك د يو بل غيبت مۀ كوئ،ايا تاسې به خوښ کړئ چې د خپل مړه ورور غوښه وخورئ؟! نو بد يې ګڼئ؛(همداراز د مسلمان ورور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ چې هغه توبه قبلوونكى (او) لورين دى. [19]

 

بېځايه شك مه كوئ او پلټنې هم مه كوئ؛ځكه چې بېځايه شك د پلټنې او پلټنه د غيبت جرړه ده. له جنسي ګناهونو د مخنيوي لپاره قرآن ناسم ليدل منع كړي دي. حضرت عيسى وايي (ع):(( ليدل فساد ته د راښكېدو جرړه ده.[20]))

قرآن ښځې له نورو سره په ناز او نخرو له خبرو منع كوي:

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

ژباړه : او مؤمنو ښځو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نۀ ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه خپاره کړي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نۀ ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو(بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [=وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نۀ وي،يا هغو ماشومانو ته،چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نۀ وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايي چې بريا ومومئ.))[21]

يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا

ژباړه : د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو غوندې نۀ ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ چې پر زړۀ ناروغ تن درته تمه پيداشي او سمې روغې خبرې كوئ. [22]

د قرآن موخه د ګناهونو د جرړې وچول دي. په دنده او كور كې له نامحرم سره يو ځاى كېناستل،د داسې كورونو جوړول،چې پكې له لرې يو بل ښكاري،په بازار كې د غېر اخلاقي فيلمونو ازاد خرڅېدل،د هلك او انجلۍ د اړيكو ازاد پرېښوول، د زده کړو مرکزونو ته د هلكانو او نجونو يو ځاى ننوتل؛ټول هغه لاملونه دي،چې انسان ګناه ته اړباسي.له بېلولو موخه د ښځو او سړيو سپكاوى نه؛بلكې د سمې او روغې فضا د رامنځ ته كېدو پر لور يو ګام دى.

خاطره: حضرت علي وپوښتل شو:پېغمبراكرم(ص) به پر ښځو سلام اچاوه،تاسې يې ولې پرې نه اچوئ؟ويې ويل:((پېغمبر اكرم تر ما دېرش كاله مشر و؛خو زه زلمى يم،وېرېږم،چې د ځينو ښځو ځواب پر ما ناوړ اغېز وكړي.[23]))

يو سړي يوې ښځې ته قرآن ښوده او پردې مهال يې ورسره ټوكه وكړه. امام باقر ورته وويل: ((دا ښوونه بنده كړه. ))

په ياد مو وي،چې له جرړو سره مبارزه كول يوازې په جنسي ګناهونو پورې ځانګړې شوى نه ده. په سياسې چارو كې هم بايد په جرړو پسې ولاړ شو. قرآن وايي:

اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى

ژباړه : (اوس) فرعون ته ولاړ شه، چې سرغړاند شوى دى .))[24]

د دولتونو د سمونې لپاره بايد دولتي چارواكي اصلاح شي او د نوي کهول د اصلاح لپاره كورنۍ اصلاح شي. روايت دى :(( که فقها او واكمن اصلاح شي؛نو ټولنه به اصلاح شي.)) ((كه واكمن بدل شي؛نو وخت او تاريخ به بدل شي.[25] ))

د حكومت اصلاح د چارواكو په سمونى كې نغښتې ده. قرآن وايي:

وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ

ژباړه: او كه تر ژمنې وروسته يې خپل قسمونه مات كړل او ستاسې په دين كې يې پېغورونه دركړل (او “خو” ګانې يې لټولې)؛نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ ځكه چې دوى پر ژمنو نه درېږي ښايي ( چې د تورې په زورله وعدې ماتولو) لاس واخلي .[26]

خاطره:حضرت علي وپوښتل شو: تاسې به د “صفين” له جګړې پر تښتېدونكيو بريد كاوه، حال دا چې دا كار به مو د “جمل” په جګړه كې نه كاوه؛دليل يې څه و؟ ويې ويل: “په صفين كې له جګړې تښتېدونكي، بېرته له خپل مشر (معاويه) سره يو ځاى كېدل او نوې روحيه يې پيدا كوله؛خو د جمل په جګړه کې يې مشر له پښو راغورځېدلى و؛نو تښتېدونكيو كومه پناه نه درلودله او ما هم ازاد پرېښوول.))

هو! په كومو ځايونو كې چې د پوځي،وټیز او سياست جوړونې ځاى وي؛نو پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد په دې ځايونو پسې ولاړ شو.

 

د دودونو ماتول:

كله ناكله ګناهونه او بدۍ د خلكوپه منځ كې د عادت او دود بڼه پيدا كوي او ددې دودونو ماتول دومره اسان كار نه دى؛خو په هر حال د لوى سينې خاوندان بايد پر خداى توكل وكړي او مېدان ته راودانګي او دا دودونه بدل كړي.

قرآن،پېغمبراكرم(ص) ته وايي:

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا

ژباړه: او(دريادكړه) چې كله تا هغه سړي [“زيد” چې پېغمبر ورته خپل زوي وايه] ته چې خداى نعمت وركړى و او تا(هم) پرې (د ازاد ولو) لورېنه كړې وه، وويل:”خپله مېرمن دې درسره وساته (او مۀ يې پرېږده)” او د خداى له (عذابه) ځان وساته! (او تل دې دا خبره كوله) او(پدې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول چې خداى يې ښكاره كول غوښتل او له خلكو وېرېدلې، حال داچې خداى ډېر وړ دى، چې تۀ ترې ووېرېږې؛نو چې كله (زيد) له هغې (خپله) اړتيا پوره كړه (او ترې بېل شو؛نو) موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) تاته په نكاح كړه چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نۀ وي، چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي (طلاقې شوي وي) او د خداى حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت ناسم او غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).[27]

البته دا د هر چا كار نه دى؛ځكه كله ناكله د مخالفت څپې ډېرې وي او انسان يې پر وړاندې مقاومت كوي او د همدې مقاومت له كبله كېداى شي خپلو لوړو موخو ته ونه رسي. يوه بېلګه يې دا ده: د خلفاى راشدينو په وخت كې به يې مستحبي لمونځ په جمعه كاوه.حضرت علي چې حكومت ته ورسېد؛حكم يې وكړ، چې يواځى فرض لمونځونه بايد پر جمعه وشي؛سملاسي ورسره مخالفت شروع شو. حضرت علي وويل:”څه مو چې زړه غواړي ويې كړئ.” د مستحبي لمانځه په اړه د حضرت علي مقاومت او د خلکو مخالفت،د خلکو استعدادونه او د حضرت علي نورې لوړې موخې تر اغېزې لاندې راوستلې؛نو ځکه حضرت علي پر خپل حال پرېښوول.

 

د نورو د ارزښتونو درناوى:

د نورو خلكو ارزښتونو ته درناوى د راماتونې يوه لار ده.كه په پيل كې د خلكو ستاينه او درناوى وكړو او پر مثبتو اړخونو يې ټينګار وكړو او وروسته يې منفي ټكي بيان كړو او له بديو يې منع كړو؛نو ډېر څه به لاس ته راشي.د اسلام په لومړيو وختونو كې چې د مكې كفارو پر مسلمانانو خپل زور زياتې زيات كړ؛نو مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ؛كفارو له ډاليو سره خپل پلاوى د حبشې پاچا ته ولېږه چې مسلمانان دې له هېواده وباسي.د حبشې پاچا وويل:”زه خپله بايد د مسلمانانو خبرې واورم”د مسلمانانو وياند حضرت “جعفرطيار” يې وپوښت:ستاسې خبره څه ده؟ هغه د اسلام موخې وويلې. كفارو د مسيحي پاچاد لمسون لپاره وويل:”مسلمانان حضرت عيسى ته پاملرنه نه كوي” حضرت جعفر طيار د “مريم” سورت ولوست،چې پكې حضرت عيسى ښكلى انځور شوى و، پاچا وليدل چې اسلام د دوى د سپېڅلتیاوو څومره درناوى كوي؛نو په سترګو كې يې اوښكې راغلې او مسلمانانو ته يې پناه وركړه. كفار سرخوړلي بېرته مكې ته راستانه شول. په حبشه كې د حضرت جعفر طيار د غوره چلن، بلاغت او تبليغاتي ارواپوهنې له كبله اسلام خپور شو. په اسلامي سپارښتنو كې راغلي:(( د هر قوم د مشر درناوى وكړئ.[28])) قرآن د تورات،انجيل او د تېر شويو پېغمبرانو بشپړ درناوى كوي او د نورو اديانو د عبادت ځايونو هم درناوى كوي او د هغوى د ساتنې ملاتړ يې لازم ګڼلى دى:

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ

ژباړه : همغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يواځې (لدې امله) شړل شوي،چې وايي: (( زموږ پالونكى الله دى !)) او كه خداى په ځينو خلکو د نورو مخه نۀ نيواى؛نو صومعې او كليساوې او كنيسې او جوماتونه به ټول نړول شوي واى، چې د خداى نوم پکې ډېر يادېږي او خداى هرومرو له هغه سره مرسته كوي، چې دهغه (له دين) سره مرسته وكړي، بېشكه چې خداى ځواکمن ناماتى دى .[29]

د نېكۍ د ترسره كولو له لارې بايد د ګناه لارې چارې تنګې كړو. څو بېلګې يې دا دي :

     فاسده ډله ګناه كولو ته د حضرت لوط په ښكلو مېلمنو پسې راغله. حضرت لوط ورته وويل: چمتو يم چې خپلې لورګانې درته نكاح كړم؛خو زما د مېلمنو په هكله له دې ناولي فكره ووځئ:

وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ

ژباړه : قوم يې ( د مېلمنو د سپكاوۍ لپاره ) په بيړه (د لوط) كور ته راغى او له پخوا هغوى همدغسې بد كارونه كول، لوط وويل :((قومه ! دا زما لوڼې دي، دوى تاسې ته ډېرې پاكې دي ( او واده ورسره وكړئ اوله ناكارۍ لاس واخلئ ) له خدايه ووېرېږئ او ما د مېلمنو په مخكې مۀ خړ كوئ، ايا په تاسې كې څوك هوښيار او پوه سړى نشته ؟! ))[30]

خو دې فاسدې ډلې پر خپله خبره ټينګار كاوه،په دې پېښه كې حضرت لوط د نېكۍ پر وړاندې كولو د بدۍ مخه نيسي،د خپلو لورګانو د وركولو د وړانديز له لارې له لواطت سره مبارزه كوي .

خداى چې غواړي حضرت آدم له خوړو منع كړي؛نو لومړى ورته د نورو خوړو د خوړلو اجازه وركوي او وايي:

وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ

ژباړه: او ومو ويل: ((آدمه! تۀ او مېرمن دې په جنت كې اوسېږئ او په هر ځاى كې د هغه له نعمتونو مو، چې (څومره) څه زړۀ غواړي پرېمانه وخورئ (؛خو) دغې ونې ته مۀ نژدې كېږئ، چى له تيري كوونكيو به وشمېرل شئ.))[31]

       هو! د نېكيو لار پرانيزئ، چې بديو ته لار هواره نشي .

خداى د روژې په ورځو كې له خپلو ښځو سره كوروالى منع كړى؛د شپې يې ورته اجازه كړې ده:

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

ژباړه : تاسې ته د روژې په شپو كې له خپلو مېرمنو سره کوروالى حلال شوى دى. هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست (دواړه ديو بل ښكلا او ديو بل د ساتنې لا مل ياست ) خداى پوهېده، چې تاسې له خپلو ځانو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو ترسره كاوه)؛نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس ورسره يو ځاى شئ او څه چې درته خداى روا كړي هغه (خوند) واخلئ او(همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ تر هغه وخته چې (د شپې) د تر وږمۍ له تورې ليكې مو د سپېده داغ څريكه تر سترګو شي . بيا؛ نو تر شپې پورې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې چې څيله ياست؛ نو له خپلو مېرمنو سره مۀ يوځاى كېږئ، دا الهي پولي دي!؛نو(با خبر، چې دګناه په نيت) ورته مۀ نژدې كېږئ. خداى دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ښايې دوى (ځان) وساتي.[32]

ښايي دليل يې همدا وي چې پر نېكيو امر كله له بديو له منع مخكې راغلى دى؛يعنې ټولنه دومره له نېكيو ډكه كړئ، چې د بديو راپيدا كېدو ته لار پاتې نشي. په اسلام كې سپارښتنه شوې چې : مور و پلار بايد له خپلو ماشومانو سره ځان ماشوم کړي او اولاد يې وننګیري،چې د لوبو هموزلي لري،چې دا غريزه په ماشوم كې پوره شي.[33] ))

كه په ټولنه كې د واده شرايط اسان شول؛نو ګناهونه به نيم په نيمه راكم شي.امام صادق وايي:(( څوك چې واده وكړي؛نو خپل نيم دين به يې ساتلى وي.[34])) قرآن وايي:

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ

ژباړه : هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.[35]

له فحشاء او بديو د مخنيوي لار د لمانځه په شان پر نېكۍ عمل دى. كه مور و پلار په بسیا ډول له خپلو اولادونو سره مينه وكړي؛نو اولاد به يې د نااهله كسانو دوستي ونه کړي.كه ماړه او شتمن د نشتمنو حق ادا كړي؛نو په دوى پسې به څوك را پانه څېږي.

وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ

ژباړه : او د خداى په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ،چې له تاسې سره جنګېږي او تېرى مه كوئ، ځکه چې خداى تيري كوونكي نۀ خوښوي .[36]

تفريح له هغو نېكيو ځنې ده چې د ډېرو مفاسدو،ناروغيو او كينو ځاى نيسي. زهد او عدالت د دولتي چارواكو له نېكيو ځنې دي او كولاى شي، چې له سترو بديو؛لكه پر دولت له بدبينۍ مخه ونيسي. لنډه دا چې د اوزګار وخت ډكول،د طبيعي اړتياوو برابرول او د حلالو لارو پرانېستل،له ګناهونو او بديو سره د مبارزې غوره لار ده؛لكه څرنګه چې له محرماتو ډډه كول د خداى خوښېږي؛نو همداراز له حلالو يې ګټه اخېستنه هم خوښېږي.هغوى چې حلال پر ځان حرام كړي؛نو قرآن پرې كلكه نيوكه كړى ده:

قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ

ژباړه : ووايه : ((غور وكړئ ،كومه روزي چې خداى درته راكوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ ؟!)) ووايه :((ايا خداى درته اجازه دركړې، که پر خداى دروغ تړئ؟! ( او له ځانه حلا ل او حرام كوئ ) .))[37]

خداى،پېغمبراكرم (ص) ته وايي: د ځينو مېرمنو له كبله ولې د خداى حلال پر ځان حراموې؟

قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ

ژباړه: په يقين، خداى (پدغسې ځايونو كې) تاسو ته له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار جوړه كړې ده او هغه ستاسې کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى.[38]

د ګټورو فيلمونو جوړول،ښكلې سندرې،په زړه پورې كتابونه ،سم تګ راتګ،له طبيعت سره لوبې كول،كاركول،پر علمي ،هنري او فني كارونو د فراغت وختونه ډكول د بديو او ګناهونو پر وړاندې ستر خنډونه دي.

 

د ښوكارونو راښكاره كول:

د خېر كار چې څومره پټ وي؛ نو اجر به يې ډېر وي؛خو كله نا كله د خداى د رضا لپاره،په ډاګه هم بايد د خېر كارونه وشي. هغه ښه كارونه چې د خداى لپاره په ډاګه شي؛نو دا شان كارونه له ريا او ځان ښوونې سره توپير لري. وينو چې پر ښكاره ګناه كول ډېر عذاب لري او علت يې دادى،چې ټولنه فساد ته چمتو كوي.كه وينو چې د جمعې لمونځ او په ډاګه د خير كارونه ډېر ثواب لري؛نو دا ځكه چې ټولنه د خېر ښېګڼې پر لوري بيايي. د روژې په مياشت كې روژه نيول د نورو مياشتو په پرتله اسانه ده؛ځكه چې د روژې په مياشت كې ځانګړې فضا وي.كوم پوځي عمليات او مانورونه چې د اسلام لښكرې يې ترسره كوي او له دې لارې د دښمن زړه لړزوي؛نو دا هر څه پر صالح او نيك عمل تعبيرشوي دي:

مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ

ژباړه : د مديني او سېدونكيو او د چاپېريال بانډيڅيانو ته دا وړ نه وو، چې د پېغمبر له ملګرتوبه غاړه وغړوي او نه ښايي، چې هغه يې پرېښى واى او د خپلو ځانونو په فكركې شوي واى؛دا ځكه هره تنده، ستړيا او لوږه چې د خداى په لار کې ورسېږي اوكوم داسې ګام اخلي،چې د كافرو د غوسې لامل شي او له دښمنه كوم ګوزار خوري؛ نو د هغه ( هر يو په بدل كې ) ورته نيك عمل ليكل كېږي (؛ځكه) خداى د نېكانو بدله نه لاهو كوي. [39]

كه فاسد خلك په ډاګه ګناه كوي؛نو ولې ايمانوال خلك د خېر كارونه په پټه كوي؟ بايد د خير ښېګڼې كارونه په ډاګه شي،چې ټولنه له نېكيو ډكه شي .

 

رابرسېره کول:

په تاريخ كې راغلي: پېغمبراكرم(ص) ته چا له خپل ګاونډي شكايت وكړ. پېغمبراكرم(ص) ورته پر خير امر وكړ.دې كس څه موده صبر وكړ؛خو ګاونډي يې له خپل كار لاس وا نه خېست. بيا يې پېغمبراكرم(ص) ته شكايت وكړ،پېغمبر اكرم ورته وويل: (( بيا هم صبر وكړه)) په صبر كې هم ډېره موده تېره شوه او ګاونډي يې له خپل كاره لاس وا نه خېست.په پاى كې پېغمبر اكرم ورته وويل:((د جمعې پر ورځ دې د كور ټول سامان د خلكو په لار كې كېږده او كه چا وپوښتلې چې ولې ناست يې؛نو ورته ووايه :زه مې ګاونډې نور ستړى كړم.)) هغه همدا كار وكړ. ګاونډي وليدل،چې په ټولنه كې رسوا كېږي؛نو له خپل كاره يې لاس واخېست او سړي ته يې وويل چې:راستون شه.[40]

 

د منحرفو څېرو رابرسېره كول:

د ډېرو بديو او انحرافاتو جرړې هغه پټې څېرې دي،چې ځان يې پر سترو ځواكونو پلورلى او له دې لارې خلك غولوي،حقايق سرچپه كوي او د نېكيو د ترسره كولو په لار كې خنډ ګرځي. د داسې كسانو د كار وسيلې دادي :

الف_له ځانه مذهب جوړوي:

پخپلو لاسونو ليكنې كوي او وايي دا د خداى قانون دي

فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ

ژباړه: نو پر هغوى دې افسوس وي، چې (له خپله ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي بيا وايي:(( چې دا دخداى له لوري ده.)) چې هغه په لږه بيه وپلوري؛ نو تباهى ده پر هغوى، چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى څه يې چې له دې لارې لاس ته راوړي دي ![41]

 

لكه څرنګه چې سامري خوسى جوړ كړ او خلكو ته يې وويل: دا ستاسې خداى دى:

فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ

ژباړه : او داسې وه، چې (سامري) ورته د خوسي تنه جوړه او راوايسته چې (د رښتياني) خوسي رمباړه يې وهله ؛ نو [هغه او لارويانو يې] ويل :(( دا ستاسې خداى او د موسى خداى دى، چې ) هغه هېر كړى و.[42]

ب_سرغړونو ته مخه:

دا پټې څېرې د طاغوتانو پر بديو پرده اچوي او د نېكيو نوم پرې لګوي او كارونو ته يې مخ وركوي او له دې لارې خلك اراموي. دا څېرې معمولا مخورې دي او ځانګړي لقبونه او عنوانونه هم لري. د مثال په توګه: نن سبا هم ډېر مولايان شته چې دتاريخ ظالمان د الوالامر په نامه يادوي.

ج_كمزوري كول:

دا پټې څېرې خلک د طاغوت پر ضد له پاڅون او يا هم له بديو له منع وېروي او وايي:تاسې ورسره د سيالۍ وس نه لرئ.د هغو ځواك ډېر دى يا ستاسې مال،ځان او ابرو ته پكې خطر دى. غوره به دا وي، چې پخپلو چارو كې بوخت ياست او خلك په دې خبرو غولوي.

څ_د تفرقې د تخم شيندل:

پټې څېرې ګوري چې د خلكو يووالى طاغوتانو ته ټينګ ګواښ دى؛نو خپل ډهول بل شان وهي،مخالفت كوي،نوى ګوند جوړوي او د تفرقې له لارې خپل باداران خوشحالوي. څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛نو دا پټې څېرې بايد را بربنډې كړي،چې په دې لار كې خنډ نشي.

 

[1] بقره/۱۶۸

[2] نحل/۶۸

[3] بقره/۲۰۹

[4] مایده/۹۰

[5] مدثر/۴، ۵

[6] شعراء/۲۱۴

[7] انعام/۹۲

[8] سبا/۲۸

[9] روم/۳۹

[10] نساء/۱۶۱

[11] ال عمران/۱۳۰

[12] بقره/۲۷۹

[13] فرقان/۳۲

[14] حاقه/۳۳

[15] توبه/۶۷

[16] انفال/۴۵

[17] نحل/۱۲۵

[18] نساء/۱۳۹

[19] حجرات/۱۲

[20] ميزان الحكمه 4\242

[21] نور/۳۱

[22] احزاب/۳۲

[23] محجته ْ البيضا ْ 3\385

[24] طه/۲۴

[25] بحار \72\336

[26] توبه/۱۲

[27] احزاب/۳۷

[28] مستدرك 8\390

[29] حج/۴۰

[30] هود/۷۸

[31] بقره/۳۵

[32] بقره/۱۸۷

[33] کودک فلسفي، ٤/ ١٣٠

[34] بحار 103\219

[35] عنبکوت/۴۵

[36] بقره/۱۹۰

[37] یونس/۵۹

[38] تحریم/۲

[39] توبه/۱۲۰

[40] اصول كافي 2\668+سفينه البحار 2\96

[41] بقره/۷۹

[42] طه/۸۸

سرچینه :

لیکوال : شیخ محسن قرایتی  (د نور تفسیر مفسر)

ژباړه : اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست