تبلیغات

په اسلامي فرهنګ کې يوازې لمونځ او روژه عبادت نه دی. ټول د ښمر و ښېګڼې – د خير ښېګړې کارونه، چې ګټه يې خلکو ته رسي،عبادت بلل کېږې،کوم کارونه ،چې په اسلام کې عبادت شمېرل کېږي دا دي: (١) د خداى د کارونو په هکله فکر کول‏ امام جعفر صادق (رح) وايي:(( يوازې ډېر […]

په اسلامي فرهنګ کې يوازې لمونځ او روژه عبادت نه دی. ټول د ښمر و ښېګڼې – د خير ښېګړې کارونه، چې ګټه يې خلکو ته رسي،عبادت بلل کېږې،کوم کارونه ،چې په اسلام کې عبادت شمېرل کېږي دا دي:

(١) د خداى د کارونو په هکله فکر کول

امام جعفر صادق (رح) وايي:(( يوازې ډېر لمونځونه او روژې نيول عبادت نه دي،بلکې د خداى د امر په هکله فکر کول هم عبادت دی.)) (ميزان الحكمه، ‏۷/‏۵۴۲)

هغه اندنه- تفکر،چې انسان خداى ته نږدې کړي او ورسره يې آشنا کړي ؛نو عبادت بلل کېږي.

(٢) زده کړه

پېغمبراکرم(ص) وايي:((څوک چې زده کړې ته ‏له ‏کور‏ه ووځي ،څو باطل پرې رد کړي او بېلارېتوب، لارې ته راوړي؛نو ددې کس کار به د څلويښت کالو د عبادت په شان وي.)) (محجةالبيضاء، ۱/ ۱۹)

(٤)   د خلکو چوپړ

په روايتونو کې راغلي،چې د خلکو چوپړ او ‏ستونزاواری یې تر ډېرو عبادتونو‏ او مستحبي حجونو‏غوره دی.

(٥)   د نړیوال نیاومن – عادل حکومت ته څارو کېدل – انتظار‏ ويستل

پېغمبراکرم(ص) وايي: (( د فرج انتظار(د امام زمان راتګ) له غوره عبادتو‏نو ځنې دی.)) (نهج الفصاحه، ۴۰۹ ام حدیث)

(۶) ورهڼه – کسب او کار

انحضرت (ص) وايي:((عبادت اویا برخې دی،چې غوره یې په حلالې روزۍ پسې تګ دی.))(وسائل‏الشيعه، ۱۲/ ۱۱)

 

کله چې کارونه ټول د خداى لپاره شي؛نو ارزښت يې زياتېږي او دا کار کله ناکله له عبادته هم غوره شمېرل کېږي.کوم کارونه،چې په سم نيت او خداې ته د نږدې کېدو په موخه ترسره شي؛نو په عبادت کې راځې.له دې مخې د عبادت اړخونه له شمېرې وځې او ان ‏په مينه مور و پلار ته کتل،علماوو،قرآن،کعبې، نیاومن – عادل مشر او ديني ورور ته کتل هم په عبادت کې شمېرلېږي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست