تبلیغات

د علم د فضیلت په اړه د حضرت علي څرګندونې خلکو! پوه شئ د دین کمال د علم په زده کړې او کارولو کې یې دی او په رښتیا د علم زده کړه درباندې د مال له تر لاسه کولو ډېره لازمه ده. مال مو تر منځ ویشل شوی او تضمین شوی دی او یو […]

د علم د فضیلت په اړه د حضرت علي څرګندونې

خلکو! پوه شئ د دین کمال د علم په زده کړې او کارولو کې یې دی او په رښتیا د علم زده کړه درباندې د مال له تر لاسه کولو ډېره لازمه ده. مال مو تر منځ ویشل شوی او تضمین شوی دی او یو عادل وېشلی او ضمانت کړی او ژر به پر خپل ژمنه وفا وکړي ؛ خو علم یې درته د عالمانو په سینو کې زېرمه کړی او امر یې کړی، چې ورپسې ولاړ شئ؛ نو و یې لټوئ . پوه شئ! ډېره شتمني د دین د تباهۍ او سخت زړئ لاملېږي او ډېره پوهه په دې شرط، چې عمل ورباندې وشي د دین د اصلاح او سمونې او جنت ته د ور رسېدو لاملېږي . مال په لګښت کمېږي؛ خو علم پرې زیاتېږي؛ نو د علم انفاق او لګښت دادی، چې د علم د حافظانو او راویانو په منځ کې یې خپور و ور کړې .

پوه شئ د عالم ملګرتوب او لاروي یو دین دی، چې خدای پرې بدله ورکوي . د عالم منل او اطاعت، حسنات (نېکۍ) زیاتوي، سیئات ( بدۍ او ګناهونه) له منځه وړي . علم مؤمنانو ته یوه زېرمه، په ژوند کې یې سرلوړي او تر مرګ وروسته یې نېکنامي ده.

په رښتیا علم ډېرې ځانګړنې او فضایل لري ( او که له انسان سره یې ورته کړو؛ نو) سر یې : تواضع او عاجزي ده، سترګې یې : له رخې ډډه کول دي: غوږونه یې : پوهېدنه (فهم) ، ژبه يې: رښتیا ، حافظه یې: څېړنه ، زړه یې : ښه نیت عقل یې: د چارو د وزلیو پېژندنه، لاس یې: رحمت او لورنه، همت یې: سلامت . پښې یې: د پوهانو لیده کاته ، حکمت یې: پرهېزګاري ، هډه یې: ژغورنه، بولندوی یې: عافیت ( له کړاوونو بې غمي) ، سپرلي یې: وفا، وسله یې: نرمې او په زړه پورې خبرې، توره یې: خوښي او خوشحالي، کمان اولیندۍ یې: نرم چلن او ګوزاره کول، لښکر یې: له پوهانو سره خبرې اترې، شتمني یې: ادب، زېرمه یې: له ګناهونو ډډه کول، توښه یې: احسان، هستوګنځی یې: سازش او جوړجاړی، لارښود یې: هدایت، او ملګری یې: له نېکانو سره ناسته پاسته ده.

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست