تبلیغات

د علم فریضه ((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/۹) = ووايه : “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي .)) د علم پر فریضه ويينه ده . رسول اکرم وايي : (( طلب العلم فریضة علی کل […]

د علم فریضه

((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/۹) = ووايه : “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي .))

د علم پر فریضه ويينه ده . رسول اکرم وايي : (( طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) (کافي ۱ /۳۰)؛یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض او واجب ده. شیعه او سني دواړو دا حدیث له آنحضرته په خپلو سندونو رانقل کړى دی .

فریضه؛یعنې واجب؛ د “فرض” له مادې دی،چې د “لازم”،”هرومرو” او “وجوب” په مانا دی . څه چې اوس د واجب او مستحب په نامه تعبیروو،په لومړي صدر کې پر “مفروض” او “مسنون” تعبیرېدل . البته د وجوب او واجب ویې هم په لومړي صدر کې کارونه درلوده؛خو زیاتره د فریضې،مفروض او فرض پر ویی تعبیرېده؛ خو د مستحب کلمه،چې پر کومه مانا نن استعمالېږي،ظاهراً مستحدثه ویې ده،چې فقهاوو اصطلاح- څرګندنه کړې ده.د مستحب ویې په دې ځانګړې مانا، سره له دې،چې خپله په قرآن کې نه ده کارول شوې،تر کومه یې ، چې زما یاد دي په یو حدیث کې هم نه ده کارول شوې او پخوانیو فقهاوو هم دا څرګندنه نه درلوده او بیا وروسته خپره شوه.څه ته چې نن مستحب وایو،پخوا به یې ورته مسنون او مندوب وایه .

د حدیث مانا دا ده، د نورو واجباتو او فرایضو په لړ کې د علم زده کړه، یوه اسلامي فریضه او اسلامي واجب دى. پر هر مسلمان د علم زده کړه واجب ده او په ځانګړي پوړ- طبقې پورې تړلې نه ده.

په تاریخ کې راغلي، تر اسلام مخکې د هغه ورځ متمدنو ټولنو د علم زده کړه د ځینو پوړيو حقوق او امتیازات ګڼل او نورو ته پر داسې حق قایل نه ول . په اسلام کې نه یوازې علم د یو “حق” په توګه د چا امتیاز نه دی؛بلکې د “مکلفیت” او “دندې” په توګه پر ټولو وګړیو یې زده کړه فرض او واجب ده . روژه له فرایضو ده، زکات، حج، جهاد ، پر نېکیو امر او له بدیو منع او همداراز عالمېدل او پوهېدل( ددې حدیث د نص له مخې) له فرایضو دي .

په ټولیزه بڼه په دې کې څه اړپېچ نشته . له صدر اسلامه تر ننه ټول مذاهب او اسلامي علماوو دا منلې ده.د حدیثونو په کتابونو کې د “بابُ وجوب طلب العلم” په نامه یا ددې په څېر یو باب شته.که اړپېچ هم وي؛نو ددې حدیث په تفسیر، توضیح،مانا او مقصود کې به وی .

 

د مسلمانانو حالت

نه غواړم د “علم د فریضې” په نامه ددې مطلب په شاوخوا کې ويينه وکړم،چې اسلام څومره خلک علم ته هڅولي او په دې هکله له قرآنه آیتونه راوړم او احادیث هم رانقل کړم او د تاریخ ځينې برخې هم راواخلم.نه غواړم په دې هکله د اسلام په ګټه خبرې وکړم او ډنډورې خپرې کړم،چې وګورﺉ اسلام څرنګه خلک علم ته هڅولي دي او څومره د علم پلوى دى .

ځکه دا خبرې ډېرې شوي دي او کېږي او ګروهمن یم څه ګټه نه لري که څومره هم خبرې وکړم او بیا سترګې پرانېزم او په اوسني پېر کې مسلمانان وګورم،چې د نړۍ تر ټولو ناپوهه او نالوستي دي او وینم،چې په بل یو ځای کې هم د اسلامي هېوادونو هومره نالوستي نشته؛نو دې ته په پامنیوي، د ټولو خبرو اغېز مو له منځه ځي. لږ تر لږه یو کس ته دا معما رامنځ ته کېږي،که دا خبره رښتیا وي او اسلام دومره له علمه ملاتړ کړی او هغه یې فرض او واجب کړی؛نو مسلمانان ولې تر علمه خورا لرې دي؟!

زه ګروهمن یم ددې ډنډور پر ځای ،چې لنډمهال ته مو زړه خوشحالوي، باید د اسلامي ټولنو نیمګړتیاوو ته پام وکړو او ددې ټولنې د علمي ځنډ پر علتونو فکر وکړو او ورته د هوارۍ لار پیدا کړو.

“سید موسی صدر” ( دا وینا پر ۲۹/ ۱۰ / ۱۳۴۰ کې شوې ده.) په همدې غونډه کې د “علامه شرف الدین” فعالیتونه وویل . “علامه شرف الدین” د اهلبیتو د پېژندنې لپاره ستر کتابونه وکښل؛نو کله یې چې په “لبنان” کې د شیعه ګانو حالت ولید،چې خورا بېوزلي ،نالوستي او تر لاس لاندې دي او پکې یو ښوونکی،ډاکتر و انجینر نه پیدا کېږي او که وي هم؛نو ډېر لږ دي او پر عکس په حمامونو کې ټول کیسه کښ ول . له ځان سره يې وویل : په اوسني حالت کې به مې کتابونه څه اغېز ولري، خلک به وايي که تشیع ژغورونکی ښوونځی او لار وه؛نو شیعه ګانو به یې ښه حالت درلود. دا و،چې په عملي فکر کې شو او خیریه ښوونځي او انجمنونه یې جوړ کړل او په لبنان کې یې د شیعه ټولنه راپورته کړه.

په ټولیز ډول د نړۍ له نورو ملتونو سره په پرتله کې د مسلمانانو د حالت مثال د اسی دی؛ لکه په لبنان کې،چې د نورو خلکو پر وړاندې د شیعه وو حالت دی،چې د “علامه شرف الدین” د کار په پیل کې یې درلود. که موږ څومره هم د اسلام په هکله او دا چې اسلام څومره د علم پلوي کوي او بیا د مسلمانانو حالت ته وګورو؛نو حداکثر یو کس ته دا معما راپیدا کېږي،که دا خبرې رښتیا وي؛نو مسلمانان ولې پر دې ورځ اخته دي؟

دلته درته یو حکایت راوړم او تر حکایت مخکې د علم په هکله له رسول الله څلور احادیث رانقلوم؛ځکه په همدې حکایت پورې اړوند دي بیا به درته حکایت ووايم .

لومړی همدا حدیث دی،چې درته مې ووايه (( طلبُ العلم فریضة علی کل مسلمٍ))؛یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان واجب ده.

هیڅ استثناء پکې نشته،ان د ښځې او سړي له اړخه هم پکې استثنا نشته؛ځکه مسلم؛یعنې مسلمان که سړی که ښځه، پردې سربېره د شیعه وو ځينې کتابونه؛بحارالانوار یې رانقلوي،چې د “مسلمةٍ” ويى هم پکې وراضافه شوې ده. دا مطلب به بیا راوڅپړم .

دا حدیث وايي :د علم فریضه یوه عمومي فریضه ده،په ځانګړې پوړ او جنس پورې تړلې نه ده. ممکن یو څیز پر ځوانانو فرض وي او پر بوډاګانو نه وي،پر واکمن فرض وي او پر ولس نه وي،یا پر ولس فرض وي او پر واکمن نه وي، د سړي دنده وي او د ښځې نه وي؛لکه د جُمعې لمونځ او جهاد،چې یوازې پر سړیو فرض دی او پر ښځو نه دی ؛ خو دا فریضه،چې نوم یې علم دی او پر هر مسلمان فرض ده،هیڅ ډول ځانګړلی- اختصاص نه لري .

بل حدیث دا دی : (( اطلبو العلم من المهد الی اللحد))؛یعنې په ټول عمر کې له زانګو تر قبره علم زده کړه .

یعنې علم وخت او فصل نه لري او په هر وخت کې باید له دې فرصته ګټنه وشي؛ لکه څرنګه چې لومړی حدیث د وګړیو،جنس او پوړ له مخې محدودیت هاخوا کړ او دې فریضې ته یې پراختیا ورکړه؛نو دې حدیث ورته د وخت له اړخه پراختیا ورکړه.ممکن یوه دنده د وخت له اړخه محدودیت ولري او په هر وخت کې نشي کېدای،د ساري په ډول: فرضي روژې،چې وخت یې معلوم دی،چې د رمضان میاشت ده او ان لمونځ د شواروز د ساعت له اړخه معلوم وخت لري او يوازې په معلومو وختونو کې کېږي . حج فرض دی؛خو هر وخت نه کېږي،ځانګړی وخت لري،چې د “ذي الحجې” میاشت ده؛خو د علم فریضه په هیڅ وخت او عمر پورې ځانګړې نه ده،که د روژې وخت د رمضان میاشت او د حج وخت د ذي الحجې میاشت وي او لمونځ هم هر یو په خپل وخت کې کېږي؛نو د زده کړې وخت له زانګو تر قبره دی .

درېم حدیث : (( اطلبو العلم و لو بالصین)) (بحارالانوار ۱ / ۱۸۰)؛یعنې علم زده کړﺉ که څه هم،په چین کې وي، که څه هم دې ته اړ شئ،چې د نړۍ لرې سیمو ته ورپسې ولاړ شئ .ظاهراً داچې د “چین” نوم وړل شوی؛نو علت یې دا دی،چې هغه ورځ چین تر ټولو لرې سیمه وه،چې خلک ورتلل یا یې علت دا دی،چې هغه وخت “چین” د علم او صنعت زانګو وه.

دا حدیث وايي : د علم زده کړه ځای او ټاکلی مکان نه لري؛لکه څرنګه چې ټاکلی وخت هم نه لري . ممکن یو مکلفیت او فریضه د ځای او مکان له نظره محدودیت ولري او په ټولو ځایونو کې ونشي؛لکه حج،چې ځای یې محدود دی . مسلمانان باید هرومرو د حج کړنې په مکه کې وکړي،چې د اسلام او توحید لمر ترې راختلی و او د نړۍ نورو ځایونو ته خپور شو. مسلمانان نشي کړای یو له بل سره هوکړه وکړي،چې حج ته بل ځای وټاکي؛ نو دا مکلفیت له دې اړخه محدودیت لري؛خو د علم د فریضې ترسره کولو ته هیڅ معلوم ټکی په پام کې نه دی نیول شوی،په کوم ځای کې،چې علم وي؛نو هلته یې لاس ته راوړنه هم ده،که مکه وي،که مصر،عراق یا د نړۍ لرې سیمه، ختيځ وي که لویدیځ .

زده کړې ته لرې سیمو ته د تګ په هکله آیتونه او احادیث لرو.

((وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا(نساء/۱۰۰) = او څوك چې له خپل كوره د خداى او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي او بيا(په لار كې) ورته مرګ راشي؛نو اجر يې پر خداى دى او خداى بښونكى او مهربانه دى.))

دا آیت زده کړې ته د مسافرت او مهاجرت په هکله تفسیر شوی دی . په یو حدیث کې راغلي : ((لو علمتم ما فی طلب العلم لطبتموهُ و لو بسفک المهج و خوض اللحج))؛یعنې که پوهېدای،چې د علم د زده کړې په پایله کې به کومو نېکمرغیو ته ورسئ؛نو ورپسې به تللي وای، که څه هم په دې لار کې مو وینه تويې شوې وای یا دا چې سیندونو ته ورګد شوي وای او سمندرونه مو پسې وهلي وای .

څلورم حدیث : (( الحکمة ضالة المومن و جدها فهو احق بها)) یا په دې تعبیر،چې (( کلمه الحکمة ضالة المومن فحیث وجدها فهو احق بها)) ( بحارالانوار ۲/ ۹۹)؛یعنې حکمت له مؤمن ورک شوی دی او څوک چې څه ورک کړي او په هر ځای کې یې ومومي؛نو بې ځنډه یې را اخلي.((حکمت؛یعنې مضبوطه،سولیزه او سمه خبره او مطلب؛یعنې د حقیقت لاس ته راوړنه.هر قانون او قاعده،چې له حقیقت سر اړخ ولګوي او له وهم او تخیلاتو جوړه شوې نه وي؛نو “حکمت” دی . حضرت علي (ک) وايي:”حکمت د مومن ورک شوى څيز دى، زده يې کړه، که څه هم له منافقانو سره وي .” (نهج البلاغه/ ۸۰ حکمت)))

داسې تعبیرونه نور هم لرو،د ټولو غورچاڼ دا دی،چې د علم په زده کړه کې یوازېنی شرط دا دی،چې علم سم وي او له حقیقت او واقعيت سره اړخ ولګوي او چې له چا علم زده کوﺉ؛ کار ورسره مه لرﺉ ،زده يې کړئ.

یو وخت داسې وي،چې سړی د یو مطلب په سموالي کې اړنګ لري؛نو په داسې ځایونو کې هغوی چې د تشخیص والا نه دي؛نو د هر چا خبرې ته دې غوږ نه ږدي او باید ځير شي،چې د نورو تر تلقین او اغیز لاندې رانشي، که په دې هکله ځيرنه و نه کړي؛نو ښايي بې لارې شي؛خو یو وخت داسې هم وي،چې جوته ده،چې خبره سمه ده،د ساري په ډول : په طب کې یوه علمي موندنه؛نو په دې صورت کې ورشئ او ترې یاده یې کړﺉ .

له حضرت عیسی (ع) یو حدیث راغلی،چې وايي:(( حق واخلئ او و یې ومنئ که څه هم له باطلوالو وي؛خو باطل کله هم مه اخلئ او مه یې منئ که څه هم له حقوالو وي،خپله د خبرې صراف او د خبرې پوه اوسی.))

وګ :(بحارلانوار۲/۹۲)

په هر حال دې لړ احادیثو په علم کې د اړیکې له اړخه محدودیت هاخوا کړی،چې یو مسلمان یې د علم په زده کړه کې لري،د ساري په ډول : که یو مسلمان په چا پسې لمونځ کوي؛نو شرط یې دا دی،چې باید مسلمان وي،مؤمن وي،عادل وي؛خو په تعلیم او تعلم کې دا شرطونه نشته.( یعنې مسلمان کړای شي،ان له نامسلمانه هم زده کړه وکړي)

اوس راځم هغه حکایت ته .

ګران ملګري “سید محمد فرزان” نقلوي : د مشروطیت په پیل کې “هبة الدین شهرستاني” په عراق کې په عربي ژبه د “العلم” مجله خپروله، چې د مجلې پر شا یې د “العلم” ویی ښه غټه په نستعلیق خط کښلې وه او څلورو خواوو ته یې پورتني څلور حدیثونه هم کښلي ول . یوه ورځ یو المانی مستشرق د شهرستاني لیدو ته راغی،ویې پوښتل : د مجلې پر شا څه کښل شوي دي؟ ورته وویل شول : دا د علم په هکله زموږ د پېغمبر اکرم څلور حکمونه دي او بیا ورته وژباړل شول :د علم زده کړه پر هر مسلمان ،ښځې او نر فرض ده، له زانګو تر قبره علم زده کړه.علم زده کړﺉ که څه په چین کې وي، حکمت د مؤمن ورک شوی څیز دی او چې چېرته یې وموند؛نو را اخلي یې او دې ته اهمیت نه ورکوي،چې خپل ورک شوی څیز د چا له لاسه اخلي .

دې مستشرق لږ څه فکر وکړ او بیا یې وویل: اه! تاسې داسې حکمونه لرﺉ،چې پېغمبر مو پر تاسې علم فرض کړی دی،نه د وګړیو له اړخه او نه هم د جنس له اړخه، نه د وخت له اړخه او نه هم د ځای له اړخه او همداراز په ښوونکي کې یې محدودیت نه دی ایښی او بیا هم دومره په ناپوهۍ کې پاتې شوي یاست او دومره نالوستي یاست؟!

واقعاً دا پخپله یو معما ده،چې دا عمومي فریضه ولې دومره هېره شوې او فریضه نه ده پېژندل شوې،دا حکمونه ولي پلي نه شول؟البته دا ویل نه غواړم ،چې دا حکمونه کله هم پلي نه شول؛ځکه اسلام په نړۍ کې بې سارې علمي او فرهنګي خوځښت رامنځ ته کړ او په پېړیو پېړیو د بشریت د فرهنګ او تمدن بېرغچي و او دا خوځښت د هغه حکم منندوى و،چې اسلام د علم په هکله ورکړی و،دا څرنګه شونې ده،هغه دین،چې پر پېغمبر یې لومړی آیت د لیک،لوست،قلم، علم او تعلم دی .

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ(علق ۱- ۵)= ولوله ،د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول چې پرې نه پوهېده .))

هغه دین ،چې لومړی آر یې توحید دی،چې په دې آر کې تقلید او تعبد کله هم جایز نه ګڼي او څېړنه او پلټنه پکې اړینه بولي، ایا داسې دین تمدن او فرهنګ او علمي خوځښت رامنځ ته نه کړ؟! خو په عین حال کې چې انسان دې حکمونو ته ګوري؛نو ویني،چې په تېره بیا په دې وروستیو پېړیو کې ډېر هېر شوی دی،چې پایله یې دا ده،چې وینو یې؛ نو باید وګورو،چې ددې چار علت څه و؟

 

د اسلام د حکم د هېرېدنې علتونه

په واقع کې ددې چار له علتونو یو یې هغه پېښې وې،چې د مسلمانانو په اوضاع کې په پیل کې د خلافت په غونډالونو کې رامنځ ته شوې او بیا ورپسې وغځېدې،د مسلمانانو په ژوند کې ناخوالې رامنځ ته شوې، طبقاتي ټولنه رامنځ ته شوه،چې د اسلام له موخې سره کله هم اړخ نه لګوي، ټولنه وویشل شوه یو اړخ ته یې نشمتن او بدمرغه طبقه وه،چې په خورا زیار یې ځان ته ډوډۍ پیدا کوله او بل اړخ ته یې مړه او مغروره طبقه و،چې حیران ول له شته شتمنۍ سره څه وکړي . په عمومي ژوند کې،چې درز راپیدا شي؛نو د دا شان حکمونو پلي کېدو ته پکې څه نه پاتې کېږي؛بلکې داسې لاملونه پکې پیدا کېږي،چې دا شان احکام پلي نشي .

ځینې نور علتونه ورته یادوي او مدعي دي،دا چې د علم په هکله دا حکمونه پلي نشول؛نو علت یې دا و،چې یو حساب له یوه ځایه واخستل شو او په بل ځای کې کېښول شو او وايي دا چې اسلام څومره خلک علم ته هڅولي ول او لوستۍ ته یې څومره فضیلتونه ویلي ول؛نو دا ټول هر څه پر دې بدل شول،چې د عالم درناوى وشي او لاسونه یې موچې شي او خلک ددې پر ځای،چې پخپله لیک لوستي شي او تر کومه،چې شونې وي ځان او اولاد لیک لوستي کړي؛نو د علماوو درناوی او خضوع یې پیل کړ،چې دا کار خورا فضیلت او اجر لري او پایله یې دا شوه،چې ده.

دا مطلب تر څه بريده سم دی؛ځکه که څه هم اسلامي علماوو او څېړونکيو داسې اړونه او تحریف نه دی رامنځ ته کړی؛خو په رغيو او ساده لیکنو،چې د خلکو لاس ته ورغلي او په ممبرونو او معمولي موعظو کې خو سول هماغه و.اتفاقا د خلکو سرو کار له همدې لیکنو او همدې ممبرونو او موعظو سره و،نه د پلاني څیړونکي له وینا سره،چې په پلاني علمي کتاب کې یې پر دې موضوع ویینه کړې ده.د ځینو اسلامي علماوو په څرګندونو کې که څه هم نوموړی کوږوالی نشته؛خو یو بل ډول جمود او انحراف پکې تر سترګو کېږي،چې د علم په هکله د اسلام د حکمونو د تورې په پسولو کې اغېز درلوده او هغه کوږوالی دا دی،چې د علماوو هره ډله په دې پورې ونښته،دا چې رسول اکرم ویلي علم فریضه ده؛نو موخه یې هماغه علم دی،چې موږ یې لرو.

 

کوم علم؟

په دې وروستیو کې مې په دې هکله د فیض کاشاني “محجة البیضاء” کتاب ولید،چې ظاهراً ده هم دا خبره له غزالي (ره) رانقل کړې ده. غزالي وايي : د اسلام علماء ددې حدیث په تفسیر کې شل ډلې شوي او هر ډله،چې د هر علم او فن درلودونکې وه،ویې ویل،چې د حدیث موخه هماغه زموږ علم او فن دی . متکلمینو وویل : د آنحضرت ددې وینا “طلب العلم فریضة علی کل مسلم” موخه د کلام علم دی؛ځکه د کلام علم د دین د اصولو علم دی . د اخلاق علماوو وویل : موخه یې د اخلاقو علم دی،چې سړی پوه شي،مُنجیات څه دي او مُهلکات څه دي . فقهاوو وویل : موخه یې احکام دي ،چې اړین دي هر څوک دې یا مجتهد وي یا دې له مجتهده تقلید وکړي .مفسرینو وویل : موخه یې د تفسیر علم دی؛ځکه د تفسیر علم د کتاب الله په هکله علم دی . محدثینو وویل: موخه یې د حدیثو علم دی او روایت دی،چې هر څه باید له قرآن او حدیثه زده کړو. متصوفینو وویل : موخه یې د سیر وسلوک او د نفس د مقاماتو علم دی او همداراز نورو هم ….

ورورسته بیا څرګندوي،چې که څه هم پراخه نه دی؛خو نسبتاً پراخه دی . لنډه دا چې د آنحضرت موخه په انحصاري ډول دا یو هم نه دی. که د رسول الله موخه په دې کې کومه ځانګړې څانګه وه؛نو څرګنده کړې به یې وه،چې د کلام علم یا د اخلاقو علم یا د تفسیر یا د فقهې یا هم د حدیث علم . باید ولیدل شي،چې د اسلام له نظره کوم څيز فرض عین یا کفايي فرض دى،چې ددې مکلفیت د پوره کولو لپاره د علم زده کړه اړينه وي؛نو باید وویل شي،چې د هغه علم زده کړه فرض او پکار ده .

 

 

تهیوي فریضه

فقهاء یوه څرګندنه- اصطلاح لري،وايي : د علم وجوب،تهیوي نفسي وجوب دی؛یعنې لکه د نورو واجبونو د سریزې په شان،چې خپلواک وجوب نه لري،د علم وجوب یوازې مقدمي وجوب نه دی؛بلکې خپلواک – استقلالي وجوب دی . په عین حال کې علم له دې اړخه واجب دی،چې انسان چمتوکوي،چې وکړای شي،نورې دندې ترسره کړي .

فقهاء دا تهیوي وجوب يوازې د احکامو په یادولو پورې ځانګړى ګڼي او داسې فرضېږي،چې د اسلامي دندو ترسره کول په دې پورې اړوند دي،چې مسلمانان دې پر خپله دنده پوه شي او ویې پېژني او همدا چې دنده یې وپېژنده؛ نو پخپله به یې په ترسره کولو وسمن وي؛نو علم،چې یوه فریضه ده؛نو دا ده،چې مسلمان په دنده پېژندنه کې یا مجتهد وي یا مقلد.

حال داچې څرګند دي،هماغسې،چې دنده پېژندنه او د دیني حکمونو یادول اړین دي،ډېری کارونه،چې د دین په حکم فرض او واجب دي، هغه کارونه دي،چې خپله دا کارونه علم،زده کړې او مهارت ته اړتیا لري.د ساري په ډول : طبابت کفايي فرض دى؛خو ددې فریضې ترسره کول،بې له درس او د طب له علمه ناشونې ده؛نو ددې علم زده کړه فریضه ده او همداراز نور ډېر څیزونه هم .

باید ولیدل شي،چې څه ډول چارې دي،چې د اسلامي ټولنې له نظره لازم او واجب دي او هغه کار بې له یادولو او تعلیم او تعلمه په ښه توګه نشو ترسره کولای؛نو ددې کار علم واجب دی.

د علم فریضه له هر اړخه د ټولنې د اړتیا په کچې پورې تړلې ده. یو ورځ داسې وه،چې کرهڼه، د اړتیا وړ صنایع او سوداګري او سیاست یو هم د علم زده کړې ته اړتیا نه درلوده. خلکو به لنډې مودې ته له پښ، ترکاڼ،سوداګر یا هم د یو سیاستوال یا صنعتګر یا سوداګر تر لاس لاندې کار کاوه او سیاستوال،صنعتګر یا سوداګرېده به؛خو نن نړۍ بدله شوې او د ټولنې اړتیاوې بدلې شوي،دا ټول کارونه،چې له نننۍ نړۍ سره اړخ ولګوي او د ژوند له قافلې سره همغږې شي؛نو بې له علم او زده کړې شونې نه دي . ان کرهڼه هم باید پر علمي او فني اصولو وي . یو سوداګر،چې د اقتصاد زده کړه نه وي کړي؛نو په تول پوره سوداګر نشي کېدای . یو سیاستوال،چې د سیاست زده کړه نه وي کړي؛نو په نننۍ نړۍ کې په تول پوره سیاستمدار نشي کېدای . نن داسې ورهڼګري – کارو کسب پیدا شوي ،چې بې له درس او تخصصه شونې نه دي . هغه ډول کارونه،چې پخوا به د ساده تمرین یا هم د یو کس تر لاس لاندې د لنډې شاګردۍ په تېرولو کېدل،نن یې دومر توپېر کړى،چې بې له مسلکي لیسو یا فني ښوونځیو نشي یادېدلای . زیاتره کارونه ټکنیشن او فني کارپوه ته اړتیا لري .

 

د اسلامي ټولنې د عزت او خپلواکۍ آر

باید څو آرونو ته پام وکړو، یو دا چې اسلام څرنګه ټولنه غواړي؟ که څه هم څرګنده ده،چې اسلام داسې خپلواکه ټولنه غواړي،چې پر خپلو پښو ولاړه وي . اسلام نه خوښوي،چې مسلمان ملت دې د بل تر لاس لاندې وي،(( وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا(نساء/۱۴۱= او خداى هېڅكله د مؤمنانو پر(زيان ) كافرانو ته ( د برلاسۍ) لار نه ده جوړه کړې .)) اسلام نه خوښوي،چې مسلمان ملت دې تل بل ته د پور یا بلاعوضه مرستې لاس وراوږد کړي،اسلام نه خوښوي،چې اسلامي ټولنه ټولن وټیزه خپلواکي ونه لري او دا هم نه خوښوي همداچې په مسلمانانو کې کوم ناروغ پیدا شي او خپله ډاکتر او بسیا اوزار و نه لري او ناروغ غیر مسلمان ملتونو ته بوځي؛ دا یو آر.

 

علم د عزتونو او خپلواکیو سټه ده

بل آر دا دی،چې په نړۍ کې بدلون رامنځ ته شوی،چې هر څه پر علم څرخي او د ژوند څرخ هم د علم پر چورلید ایښول شوی دی . د بشر د ژوند ټولې چارې په علم پورې تړل شوي دي، داسې چې د بشر د ژوند یوه چاره ترسره کول هم بې د علم له کونجې شونې نه ده .

 

 د علم فریضه،د نورو فریضو کونجي ده

بل آر داچې د نورو وګړیزو او ټولنیزو مکلفیتونو او دندو ترسره کول د علم په فریضې پورې تړاو لري . د علم فریضه نورو فریضو او اسلامي موخو ته یو ډول کونجي پېژندل شوې ده او د فقهاوو په څرګندنه تهیوي واجب دی او په پایله کې که د مسلمانانو د ژوند چارې داسې بڼه غوره کړي،چې علم ته یې لا ډېره اړتیا پیدا کړي؛نو د علم فریضه به لاپسې عمومي اهمیت او پراختیا ومومي .

پایله

ددې آرونو له ټولګې پایله اخستل کېږي،چې د مسلمانانو عمومي او شرعي دنده دا ده،چې علم ته مخه کړي او عمومي ښوونې پر هر وګړي واجب کړي .

فقهاء د علم پر فریضې پر دوو ځایونو کې نیوکه کوي : یو د فقهې په اصولو کې د “برائت آر” په ويينه کې له دلیله د “وجوب فحص” په مسئله کې او بل د “استحباب” په مسئله کې یا په سوداګرۍ کې د تفقهه پر اړتیا او ممکن پر واجباتو د مزدورۍ – اجرت پر اخستنې کې هم دې مطلب ته اشاره وشي او لکه چې مې وویل: په دې فریضه کې د فقهاوو نظر زیاتره دې ته دی،چې مسایل او احکام باید زده شي .

 

دیني اوغیر دیني پوهې

دا څرګندنه شوې،چې موږ ځینې پوهو ته دیني او ځینو نورو ته غیر دیني وایو. دیني پوهې؛یعنې هغه پوهې،چې نېغ په نېغه د دین په ګروهیزو،اخلاقي یا عملي مسایلو پورې تړاو ولري یا هغه پوهې ، چې د دین د احکامو د یادونې سریزه وي؛لکه د عربو ادبیات یا منطق . ممکن ځینې داسې وانګېري،چې نورې پوهې په ټولیز ډول له دین سره پردۍ دي او څه چې په اسلام کې د علم د فضیلت، اجر و ثواب په هکله ویل شوي؛نو یوازې منحصراً په هغو پورې اړه لري،چې ورته دیني پوهې ویل کېږي یا که رسول الله علم ته فریضه ویلې؛نو منحصراً موخه یې همدا په اصطلاح دیني پوهې دي .

حقیقت دا دی،چې دا هسې تشه څرګندنه ده. له یوه اړخه دیني پوهې په لومړیو دیني متونو پورې ځانګړلي دي؛یعنې پخپله قرآن کریم او د رسول الله او یا د ځایناستو سنت یې . په صدر اسلام کې،چې خلک له اسلام سره اشنا نه ول،پر ټولو اړین و،چې تر هر څه مخکې دا متون زده کړي . هغه وخت د کلام،فقهې، اصول، منطق او د اسلام د تاریخ په نامه کوم علم نه و. دا چې په یو حدیث کې رسول الله وايي : (( انما العلم ثلاثه: اية محکمةُ و فریضه عادله و سنة قایمه)) ( اصول کافي ۱/ ۳۲). غورچاڼ یې دا دی : علم د قرآن د آیتونو او د پېغمبر د حدیثونو په زده کړې پورې منحصر دی،چې دا د مسلمانانو د هغې ورځې حالت ښيي؛ خو بیا مسلمانان د اسلام د اساسي قانون په توګه له دې متونو سره اشنا شول او د قرآن او د آنحضرت د حدیث له مخې یې علم د یوې مسلمې فریضې په توګه وپېژانده او تدریجاً تلپاتې شو؛نو له بل اړخه هر علم،چې مسلمانانو ته ګټور وي او د مسلمانانو ستونزه هواره کړي؛نو دا علم دیني فریضه او ديني علم دی . موږ ولې یوازې نحو،صرف او عربي ژبې ته دیني علوم وايو؟ ایا یوازې همدا لار ده،چې ګټه لري او د اسلام له موخې سره اړخ لګوي؟ موږ په کوم مناسبت د امروالقیس عشقي شعرونه او د ابونواس خمري شعرونه د دیني پوهې د زده کړې په نامه یادوو؟

دا ځکه چې د قرآن د ژبې په زده کړه کې راسره مرسته وکړي؛نو هره پوهه،چې اسلام او مسلمانانو ته ګټوره وي او ورته اړینه وي؛نو دينې پوهې دې وشمېرل شي او که څوک پاک نیت ولري او اسلام او مسلمانانو ته د خدمت په موخه یې زده کړي؛نو په هغو اجرونو کې به راشي،چې د علم زده کړې ته په دې حدیث کې ویل شوي دي : (( و ان الملایکة لتضع اجنحتها لطالب العلم)) ( اصول کافی ۱/ ۳۴)؛یعنې پرښتې د پوهې د زده کړیالو تر پښو لاندې وزرې وهي؛خو که نیت یې پاک نه وي،د هیڅ علم زده کړه، ان که د قرآن د آیتونو زده کول هم وي؛نو اجر او ثواب نه لري .

له بېخه دا وېش سم نه دی،چې پوهې پر دوو برخو دیني او غیر دیني وویشو،چې ځینو ته دا توهم راپیدا شي،چې اصطلاحاً غیر دیني پوهې له دین سره پردۍ دي . د اسلام د خاتمیت او پراخوالي غوښتنه دا ده: هر ګټوره پوهه،چې اسلامي ټولنې ورته اړتیا ولري؛نو باید ورته دیني پوهه ووایو.

 

د ښځې زده کړه

مخکې مې ویل : دا موضوع به راڅپړم او هغه دا چې د علم فریضه په سړیو پورې ځانګړې نه ده او ښځې هم پکې راځي؛ځکه رسول الله وویل:(( طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) د “مسلم” ويی مذکره صیغه ده او دا توهم رامنځ ته کېږي،چې د علم زده کړه يوازې په سړیو پورې اړه لري .

لومړی خو دا باید ووایم،چې د شیعه وو په کتابونو کې ځینې نقلونه شته،چې د “مسلمة” ویې هم پکې راغلی ده.

دویم : دا ډول تعبیرونه په اختصاص نه پوهېدل کېږي . “مسلم”؛یعنې مسلمان که سړی وي که ښځه . په ټولو ځایونو کې،چې دې ته ورته تعبیر وي؛نو همداسې عمومیت لري. د ساري په ډول : په حدیث کې راغلي: (( المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده)) ( کافي ۲ / ۲۳۴)؛یعنې مسلمان هغه دی،چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاسه خوندي وي. څرګنده ده،موخه دا نه ده،چې مسلمان سړی دې یوازې داسې وي او ښځه دې نه وي،یا داچې رسول لله وايي: (( المسلم اخ المسلم)) ( کافي ۲ / ۱۶۶)، مسلمان د مسلمان ورور دی او باید ورسره معامله او ورورولي وکړي . دلته نشو ویلای،چې دا حکم یوازې د سړیو دی؛ځکه نه یې دي ویلي: (( المسلمة اخت المسلمة))

د “مسلم” ویی دوه مفهومه لري : یو د مسلمان والي او بل د سړي والي.هر څوک پوهېږي،چې په داسې ځایونو کې جنسیت ښکېل نه دی؛ بلکې اسلامیت ښکېل دی . ان که د “مسلم” پر ځای د “رجل” ویې هم راغلې وای؛ نو د فقهاوو په څرګندنه د خصوصیت الغاء به شوې وای . په ځینو احادیثو کې د ځینو فقهي موضوعاتو په هکله د حدیث موخه سړی وي؛یعنې امام وپوښتل شو،چې سړي داسې معامله کړی او داسې شوي او څه وکړي او امام دا مسئله ځوابولي وي . فقهاء وايي : که څه هم په حدیث کې د سړي ویې راغلې؛خو په داسې ځایونو کې جنسي ځانګړنه الغاء کېږي؛ځکه جوته ده،چې جنسیت ښکېل نه دی .

درېم : که له دې ټولو راتېر شو؛نو فقهاء یوه خبره لري : ځینې عمومات او کلیات دي،چې له تخصیصه ډډه لري،وینا او بیان داسې دی،چې د تخصیص وړ نه دی،داسې مطلب دی،چې د عقل له مخې د تبعیض وړ نه دی . د ساري په ډول : څه چې د علم په هکله راغلي دي؛نو د تقوا په هکله هم راغلي دي . د علم په هکله یې ویلي:

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ(زمر/۹)= ووايه : “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي.))

د تقوا په هکله وايي :

(( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ(ص/۲۸)= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي،د هغه چا غوندې يې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!))

((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ(حجرات/۱۳)= په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى .))

په دې ټولو ځایونو کې صیغې مذکرې دي، نه دي ویل شوي ((أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ و المتقيات)) او داسې هم نه دي ویل شوي،چې ((إِنَّ أَكْرَمَكُمن عِندَ اللَّهِ اتقيکن)). په داسې ځایونو کې،چې صیغه او لفظ مذکر دی؛نو ادعا کړای شو،څه یې چې د تقوا په هکله وویل،ځانګړي په سړیو پورې اړه لري او ښځې پکې نه راځي؟!

اسلام علم او پوهنه رڼا ګڼی او ناپوهي تیاره،علم سترګلید – بینايي او ناپوهي،ړوندوالی ګڼي.

((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ(رعد/۱۶) بیا وايي :(( طلب العلم فریضة علی کل مسلم)) همدا علم رڼا اوسترګليد دى او پر هر مسلمان فرض ده. ایا قایلېدای شو،چې یوازې د اسلام له نظره یوازې پر سړیو فرض ده،چې له تیارو راووځي او رڼا ته شي او ښځې دې هماغسې په تپو تیارو کې وي؟ یوازې پر سړیو فرض دي،چې له دې ړوندوالي راووځي او ښځې دې هماغسې په ړوندوالي کې وي؟((نَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)) د عقلمنو پام خپله دې مسایلو ته ګرځي،په حقیقت کې وايي: دا څرګند مطلب دی او ټول پرې پوهېږي . بل آیت د رسول الله په هکله وايي: (( يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ(جمعه/۲)

یعنې پېغمبر راغلی،چې خلکو ته د قرآن آیتونه ووايي او روح یې تزکیه کړي او ورته د کتاب او حکمت ښوونه وکړي . په دې آیت کې تقوا او تعلیم یوځای ویل او ټول هم په مذکرې صیغې راغلي دي . داسې کېدای شي،چې” َيُزَكِّيهِمْ” ځانګړی د سړیو وي او”َيُعَلِّمُهُمُ” دې هم د سړیو وي .

که څه هم یو مطلب دی،چې حتماً باید وویل شي او هغه دا چې څانګې دې علمي او تخصصي وویشل شي،ښځې دې هغه څانګې ووايي،چې له ذوق او استعداد سره یې برابرې وي او د ټولنې له اړتیاوو سره یې اړخ لګوي . ایا ویلای شو،چې ټولنه ښځینه ډاکتر ته اړتیا نه لري. دا هېښنده ده،چې د ښځو د ښوونې خبره کېږي؛نو ځینې پرې کلکه نیوکه کوي او ورسره په کلکه مخالفت ښيي او همداچې اړتیا یې ورته پیدا شي،درملنې ته خپلې ښځې او لوڼې پردېو ان کافرو ته بیايي .

 

سپېڅلی جهاد

ددې ټولو خبرو پایله داشوه،چې په اوسني پېر کې په عمومي ښوونو کې ګډون “اوجب واجبات” دي . دا واجب یوازې د فرهنګ او فرهنګیانو دنده نه ده؛بلکې د هر مسلمان دنده ده،که د دولت له خوا وي که د ملت له خوا، دا باید د سپیڅلي جهاد په بڼه رامنځ ته شي او د دین په حکم وي او دیني رنګ باید ولري؛نو علماء باید په دې لار کې مخکښې وي او دا ویاړ دې تر لاسه کړي . مؤمنین او مقدسین دې له ښوونځي نه وېرېږي او داسې و نه انګېري،که علم راغی؛نو دین ولاړ، دا له اسلامه یو ډول ناوړه پوهېدنه ده . اسلام داسې دین دی،چې د ناپوهۍ تر چاپېریاله د علم په چاپېریال کې ډېره وده کوي . که پوهېدای،چې ناپوهي به پر موږ او اسلام څه راپېښ کړي؛نو له پوهې او ښوونځي نه؛بلکې له ناپوهۍ به مو وېره او وحشت درلود.کله لیدل کېږي،دا چې ځینې له پوهې خپله وېره پټوي؛نو د “سنايي” پردې شعرمنګولې لګوي :

چو علم اموختی از حرص انګه ترس کاندار شب

چــــــو دزدی بـــــا چــــراغ ایـــد ګـــزیده تر برد کالا

چې ځينې وايي،دا لیک لوستي وګوره،چې هېواد ته یې زیان تر نالوستیو خورا ډېر دی . نالوستي کوزې پټوي؛خو دوی په میلونونو پيسې په بډو وهي .

اړنګ نشته،چې پوهه په یوازې ځان د ټولنې د نېکمرغۍ ضامن نه ده. ټولنه،دین او ایمان ته اړتیا لري او که ایمان هم پوهې ته نژدې نه وي؛نو ګټور نه دی؛بلکې وبال دى . نبوي حديث دى،چې :” دوو تنو مې ملا ماته کړه : بې پروا عالم او ناپوه پرهېزګار”؛نو ځکه اسلام نه بې دینه عالم غواړي او نه ناپوه دینوال .

داچې وایو :که غل له څراغ سره راشي؛نو د خپل خوښې مال به له ځان سره یوسي؛نو دا د بې ایمانه لیک لوستیو په هکله دی او پایله اخلو، چې د علم ګواښ د ناپوهۍ تر ګواښه ډېر دی . دا یو ډول مغالطه ده؛ځکه غل،چې له څراغ سره راځي او د خوښې مال له ځان سره وړي؛نو د شپې راځي؛نه د ورځې او د شپې هم هله راځي،چې د کور خاوند ویده وي؛خو په رڼا ورځ کله هم غلا نشي کړای . که کوروالا ویښ وي؛نو بیا هم غلا نشی کړای .

بې ایمانه لیک لوستي هم د نورو له خوبه او ناپوهۍ ګټنه کوي؛نو عمومي ناپوهي او بې خبري په دې غلاګانو کې ښکېل ده. تاسې خپل هېواد د پوهې په رڼا روښانه کړﺉ او ټول کورونه لکه د ورځې په شان کړﺉ او ټول خلک خبر او هوښیار کړﺉ او ټول ځایونه لکه د ورځې په څېر کړﺉ او پردې سربېره، د ایمان ستنې هم ټینګې کړﺉ؛نو غل به نوره غلا ونشي کړای . په دې غلاګانو کې څو څیزونه ښکېل دي : د غل پوهه، بې ایماني یې او د عامو خلکو ناپوهي؛نو دلته هم ناپوهي ته په جرم کې شریکه ده .

په هر حال که وغواړو دین مو سم شي،له نشتمنۍ خلاص شو،له رنځ وژغورل شو او عدالت را کې پلي وي، آزادي او ولسواکي ولرو او د اوسني حال پر ضد،ټولنه مو له ټولنیزو مسایلو سره مينه ولري؛نو یوازېنۍ لار یې هغه پوهه،چې عمومیت ولري او د دین له لارې د یو سپیڅلي جهاد په بڼه رامنځ ته شي.

که موږ دا سپېڅلی جهاد پیل نه کړو؛نو نړۍ به یې پیل کړي او ګټه به یې هماغوی یوسي؛یعنې نور به راشي او ملت به مو د ناپوهۍ له ګړنګه وژغوري او خدای خبر،چې هغه مهال به دا ناغېړي اسلام ته څومره ستره ګوزار ورکړي .

 

له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه

په دې ورځو کې مې “له ناپوهۍ سره د انسان مبارزه” کتاب لوسته،چې “یونسکو” یې خپروي،چې د وروسته پاتې هېوادونو د لیک لوست او ښوونې په هکله یې د نوموړې ادارې فعالیتونه کښلې ول . که څه هم دا د خوشحالۍ ځای دی،چې داسې اوزارونه پیدا شوي،چې په مسلمانانو کې ښوونې عمومیت موندلی او په ورو ورو د نالوستۍ ټغر ټول شي؛خو بلخوا د خواشینۍ ځای دی،چې موږ مسلمانان دومره پخپلو دندو کې ناغېړي کوو،چې نور خلک د نړۍ له بله ګوټه راځي،لګښتونه کوي او زیار ګالي،چې دا دنده تر سره کړي،نه یوازې عمومي تعلیمات کوي؛بلکې نور روغتیايي او بسپنیر سازمانونه هم رامنځ ته کوي او له خلکو سره مرسته کوي،له ناروغیو سره مبارزه کوي، ملاریا له منځه وړي، ښارونه او ابادۍ سموي .

د اسلامي هېوادونو؛ لکه افغانستان او پاکستان لرې پرتو سیمو ته تللي،هلته یې د بیا رغاونې کارونه کړي او د خلکو له روغتیایی چارو سره یې مرستې کړي،چې لا تر اوسه موږ هلته نه یو تللي او که تللي هم یو؛نو د پیسو په بدل کې .

زه نه پوهېږم،چې له دې کارونو یې موخه څه ده،ښايي ښکېلاکي موخې ولري،زموږ د خلکو به څومره بده برخه وي،که ښکېلاک په داسې ټګیو راننوتی وي . دا چې وایم نه پوهېږم،چې نیت یې څه دی؛نو واقعاً هم نه پوهېږم او البته د بدوينۍ پر ویلو پر خپلو نیمګړتیاوو پرده نه اچوم . دا مو روږد شوى،چې د نورو کارونه فساد وښیو او له دې لارې پر خپلو نیمګړتیاوو پرده واچوو. په دې کتاب کې یې کښلي ول،چې په یو افریقايي هېواد کې یو متعصب ورته ویلي ول : تاسې اروپایيانو،چې اوس وننګېرله – احساس کړه ،چې د ښکېلاک ځواک کمزوری شوی او سیاسي ځواک مو د منځه تللو په حال کې دی؛نو غواړﺉ مخ مو د نېکچارۍ او د خدای د مخلوق د چوپړ په پرده وپوښئ .

په کار کې یې ،چې نیت هر څه وي،پر موږ اغېز نه لري،څه چې اغېز لري دا دي،پر کومه لار،چې دوی روان دي او تر شلو کلونو پورې اسلامي هېوادونو ته ښوونه وکړي او له ناپوهۍ، بېوزلۍ او ناروغۍ یې خلاص کړي؛نو د اسلام او مسلمانۍ پر وړاندې به د راتلونکي کهول پر روحیه څه اغېز وکړي؟ راتلونکی کهول به ونه وايي،چې موږ څوارلس پېړۍ مسلمانان او د حضرت محمد(ص) د دین لارویان وو او په ناپوهۍ او بدمرغۍ کې ډوب وو،چې په پای کې د حضرت مسیح (ع) لارویان د نړۍ له هغه ګوټه راغلل او ویې وژغورلو؟! نو هله به اسلام ته څه حیثیت پاتې شي؟! د رسول الله به څه ځواب ورکو،چې ویل يې :(( طلب العلم فریضة علی کل مسلم ))؛نو زما له دې حکم سره مو څه وکړل؟

دا یوه طبیعي،اروايزه او تکویني قاعده ده،چې(( الانسان رهین الاحسان))؛یعنې انسان د نېکۍ په ګرو کې دی .

رسول الله وايي : (( من احیا ارضا مواتا فهو له ))؛یعنې چاچې مړه ځمکه راژوندۍ کړه د هماغه ده .

که څه هم دا قاعده یو تشریعي قانون دی او په ځمکې پورې اړه لري؛خو په تکوینیاتو پورې هم اړه لري .

هره ډله،چې راشي او یو ملت راژوندی کړي،له نشتمنۍ او ناپوهۍ یې وژغوري؛نو د هماغو خلکو د زړونو او ارواوو مالکان به وي . دا حالت،چې رامنځ ته شوی؛نو په څرګنده باید د ددې ګواښ وړاندوینه وکړو،چې موږ به د راتلونکي پښت مالکان نه یو. ممکن څوک ووايي،چې مسلمان به کله هم مسیحې نشی،په تیره بیا که عالم هم شي؛نو له توحیده به تثلیث ته وانه وړي .

زه وایم،ښايي همداسې وي؛خو څرګند دي،چې که مسیحیت ته وانه وړي؛خو له اسلام سره به یې هم علاقه نه وي،ښايي ددې کارونو ګټه د کمونیستانو جېب ته ورشي . که په اسلامي هېوادونو کې په هر علت د ځوانانو دیني علاقه – تړاو راټیټ شي؛نو ګټه به یې کمونیزم ته ورشي.

نو له دې ګواښ سره باید مبارزه وکړو، له دې ګواښ سره د مبارزې لار څه ده؟

لار یې دا ده؛لکه د معمول په شان منفي رول ولوبو،چې نه! یونسکو حق نه لري،چې مسلمانانو ته ښوونه وکړي او په دې لار کې زیار وګالي او لګښتونه وکړي او نورې نړيوالې خیریه موسسې حق نه لري،چې په اسلامي هېوادونو کې د ملاریا یا نورې ناروغۍ له منځه یوسي. دا کارونه ورپورې اړه نه لري .

فکر وکړﺉ،چې دا خبره سمه ده؟ایا نړۍ به یې راسره ومني؟ ایا خپله مسلمانان به یې راسره ومني؟

ایا لار یې دا ده،چې خپله مټې راونغاړو او پر سپېڅلي جهاد لاس پورې کړو او دا فریضه پخپله عملي کړو،چې البته دا لار سمه ده.

په همدې کتاب کې یې کښلي ول : “اندونیزیا”،چې ستر اسلامي هېواد دی،عمومي ښوونې پکې د یو سپیڅلي جهاد په بڼه ګرځېدلي دي او لکه د مذهبي فریضې په شان پرې عمل کوي . هلته څوک،چې پر څه پوهېږي،چې هره دنده ولري؛نو دا خپله فریضه ګڼي،چې ښوونځیو ته ولاړ شي او ښوونه وکړي؛ځکه رسمي ښوونکي ټولو ښوونځیو ته بسیا نه دي .

دا هماغه د اسلام حکم دی،چې تعلیم یې پر هر چا واجب کړی دی،چې بېلګه يې “اندونیزیا” ده .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست