تبلیغات
|

  د غزل بابا د آل محمد په وير كې    څلورم ټوك 336 – 343 مخونه شهيد كربلا هغه حسن چې په ذات د كبريا كښې ځليده هغه نمر چې په افق د منشاگء كښې ځليده هغه نور چې د هستۍ په ابتدا كښې ځليده دعدم وجود په لا او په الا كښې ځليده […]

 

د غزل بابا

د آل محمد په وير كې

 

 څلورم ټوك 336 – 343 مخونه

شهيد كربلا

هغه حسن چې په ذات د كبريا كښې ځليده
هغه نمر چې په افق د منشاگء كښې ځليده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا كښې ځليده
دعدم وجود په لا او په الا كښې ځليده
جوړه ديد لره خالق ئې اّئينه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه ئې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب كښې ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحادو كفر شرك ئې لـه دنيا لرے لعنت كړ
په هموو لويو لويو مرتبوئې دې نمانځلے
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو كښې ښاغلے

مئين توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو
كه فراق و، كه وصال و، كه په دې كې سوز او سازو
په هر څه كښې محمد ( ص ) په انبياوو سرفراز و
نبوت كه امامت كه ئې معراج سره پرواز و
شهادت يې هم د نورو انبياوو نه بلند و
لكه نمر په روښنايې كښې په همه ستورو څرګند و
مكمل ئې شهادت كړل پخواني شهادتونه
مكمل كړل محمد د خداے ددين عمارتونه
شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پكښې پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي ئې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اّس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي دجفا لښكرى زوي د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پكښى جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پكښې غوغا ده
دا حسين دى چىتسليم يې اس نيولي لـه جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو لـه وركه لـه هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چې جلوي در سالت پرې قربانيږي لـه يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چې صورت دامن صلحي په امكان كښى پاتى نه شو
چې هيڅ شك يي د جګړى په طوفان كښې پاتى نه شو
چې يودوست يې ګير چاپيره په چشمان كښېگ پاتې نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان كښى پاتى نه شو
ده به پيش ورته قراّن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي
امام پوى شو چى اوس وخت د شهادت داكمال راغى
شو مزل د جمال ختم اوس محل د جلال راغى
يوئې تورى ته كړه هپه بل يو لاس ئې په دهال راغى
داجل په لاس كښى ښكار د ژوندانه لره جال راغى
ذوالفقار چى كړبهر په لاس كښى زوى د حيدرنيو
قدوسيانو په هيبت داسمان مخ ته سپر ونيو
ذوالفقار چې يې ميړانه لـه جوهره ځاريده
ذوالفقار چى هره توره ئې لـه پرهره ځاريده
ذوالفقار چى تل ئې فتح لـه حيدره ځگاريده
ذوالفقار چى بادشهي ئې لـه قنبره ځاريده
هغه توره چى په بريښ كښى رفتار و داجل
هغه توره چى په شرنګ كښى ئې ګفتار و داجل
جوړ نيټه وه داجل د امام لاس كښى ښكاريده
په يو وخت كښې هر يو كس ته اوږ ديده او لنډيده
اوچيده او څڅگگيده او كږيده او ستيده
بريښيده او ځليده او قهريده او موسيده
نه په خود او نه په زغره نه په ډهال حصاريده

نه په زور د زور اور نه په سوال حصاريده
لكه برق به يې روح يوړلو پرهر به پاتې نه شو
غړيدي به بقى سترګي خو نظر به پاتې نه شو
څه حساب د لسو شلو دى لښكر به پاتى نه شو
چې كوم سر به ځان ته سروى هغه سر به تاتى نه شو
چې بريښنا به يې د خلقو په نظر ننوته
دابه تيره وه د زړه نه په ځيګر ننوته
كوم دښمن چې نظر باز او توريالى و هغه ړوند شو
په بريښنا د ذوالفقار كښې عقل فكر كله موند شو
كه و ډهال لكه ككوړىخو د غر هسې به دروند شو
هغه دروند شو خو د به دروند شو چې پخپلو وينو لوند شو
دلته شرنګ او هلته بريښ او بيا په پنجه د امام كښې
په هر صف كښې به هر سروه ګويا وه په هر مقام كښې
د يو څټ نه په بل مټ وه بيا د ډډنه به بهروه
لا به دلته بريښيده او لا به بيا د بل په سروه
لا به زغره په فرياد وى په ټټر وه په ځيګر وه
لا به وچه ښكاريده په رپ د سترګو كښې به تر وه
لكه ژبه داجل به ئي د زړه وينه څټله
ګويا وينه د صفين دشهيدانو ئي ګټله
نه مقداد و نه بوذر و نه سلمان و تماشا ته
نه عمار و نه قنبر و تنهائي وه مرحباته
علندار ئې و په وړاندى نه اكبر قاسم ئې شا ته
ذوالفقار ئې و په وړاندى او داس ګردونه ملاته
ميمنه، ميسره، قلب كه د لښكر مقدمه وه
د ترتيب بخى ئې لاړى تار په تار شوه كه ساقه وه
چې په تيښته به شو څوك ترې ذوالجناح به په ستنه شو
تار په تار به ئې يوصف كړو بيا په بل پسې پره شو
چې به غبرګي نيزى راغلى زربه دى ورته په دوه شو
سرتر پايه د دښمن د توري بريښ په به لمبه شو
دوښو غوندي راتاو به ئې په غاښو كښى كړه زغره
څنډ وهل ئي ذوالفقار ته اشاره وه چې ونغره
چرته سم لكه د غشي چرته كوږ لكه كمان تلو
ځينې سر به يې و په مزكه ځنې سر به يې په اّسمان تلو
بړبو كى وه چورليدله كه په خپل ګردا كښې پيهان تلو
جمعيت ئې و په ځاى كه يو خوا بل خوا ته پريشان تلو
په كوم ځاى به چې و بس و به دده سمونه پاتى
په ميدان به وو كوفيانو لره بس صفرونه پاتي
ذوالجناح چې ګير چاپيره كړه قلا د سړو ماته
بي لـه اذنه د امام ئې ځان رسيد كړو تر فراته
امام و ټپاوه وى چې ذوالجناحه خوش صفاته
نه اكبر شته، نه اصغر شته، اوبه يوسم و ايه چاته
ځوړند سر د ذوالجناح شو چې ورو وروبيرته راستون شو
وى پكار چې د امام نه شو عبث زما ژوندون شو
ندا راغله لاس دى ونيسه فرزنده د بتول
ستا جمال او جلال دواړه شول د رب په درقبول
جنګ دى نه دى اى امامه د ملكونو د حصول
نه د جنګ دپاره جنګ و، داخو جنګ و د اصول
سرئې خم كړ د تسليم او ځان ئې و سپاره قضا ته
مخ يې ستون كړو لـه دښمنه مخامخ شولو رضاته
عمرسعد ته خو وګوره چې څه او وى شقي
وي چې پريږدى ګذارمه كوى دااس دى د نبي
ته نسبت داس ته ګوره او نسبت ته د نمسي
ځان او تن د محمد و، وينه غوښه د علي
ذوالجناح اوښكي راماتى د خيمو په لوري سر شو
پيغمبر د خپل امام ښاغلى اس د پيغمبر شو
يو په زهرو بل په توره د نبي چې فرزاندان وو
يونظر پري د نيكه و، كه دا دواړه ئې چشمان وو
پخوانى مرسلان واړه شهيد شوي پخپل ځان وو
ولي داد نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو
دايوه كړۍ وه پاتي په زنځير د شهادت كښې
امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت كښې
چې كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو
د حسين لـه شهادته شهادت ئې مكمل شو
دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو
هر منكر ته د حمزه په مخكښې دا دليل اول شو
شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين
پورته تن ئې د حسن و، ښكته تن ئې د حسين
●●●                                

څلورم ټوك 465 مخ

دحسين غم

واوره د جرس نه د فطرت چې څه صدا راځي
ګوره دا كاروان د سړي توب چې په ژړا ځي
غريو نيولي ستوري ترې په مخكښې په ژړا ځي
څنګه ټپرېدلې قافله د سپين سبا ځي
اووايه فطرته چې د ژوند حقيقتونه
څرنګه نن واړه په طرف د كربلا ځي
بعد په ازل او په ابد كښې پاتې نه شو
داسې ابتدا وه چې يې حد تر انتها ځي
وركې د “امثالو ” نه جوړ نن خپلې هستۍ دي
بېرته “عقل كل” ته ځكه واړه وارخطا ځي
نن انسانيت حېوانيت سره پرې كيږي
نن تيرې تيارو ته رڼا لورته د رڼا ځي
شوې په اننګو د سړي توب كښې ډيوې بلې
ځائے د قربانۍ ته چې زامن د مرتضى ځي
                                 ●●●

 

                          دحسين قرباني

اوښكى كډي باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مى په داغم د زړګي دم شو
لاسوا مى لـه دى دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼي دا غم چې پرونى دى
ګويا هر پروسكال ئې سګنى دى
زما ضبط او اسويلي مشت اوګريوان دي
وس ترى درومى كه زبيرګي م په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګى دوي ته هغه سترګوته چشمان دى
ابتدا د غم كومه نوى كال دى
په اول چې زړه خفه شي بيا خوشحال دى
څوك چې ډير دامام غم كا ډير خوشحال شي
دايمان شجر په دى اوښكو نهال شي
د سرورلباس ګنډلى په ملال شي
نقصانونه پيوندونه د كمال شي
اوښكي چرته د مين د زړه په تل كښې
مينه نه پريږدي تراوه په خپل محل كښې
لوي زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلى دهدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياگء خو هميشه دتخم كر كا
امامان ئي بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب لاړو بيدار شو
دانسان د ارتقاگء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخكښې رفتار شو
وروستو پاتى د صفاتو رنګينى شوي
چې حاصل د ذات د وصل شيرينى شوي
چې اسلام لـه محمده مكمل شو
خو د پخپله په نبيانو كښى افضل شو
اخر كښى و، راغلى خو اول شو
اولين او اّخرين چې راز و، حل شو
خولـه دي چې مستفيد شي يو معيار دى
كه پوهيږى درته وايم ايثار دى
كه نيكه په انبيا و كښې بهتر و
نو نمسى په امامانو كښې سرور و
كه نيكه د نبوت د اّسمان نمر و
نو نمسى په قربانى كښى روڼ قمر و
كه نيكه په رسالت كښى لا ثانى و
نو نمسى په فربانى كښى لا فاني و
قرباني ئې هم بيا داسى قربانى وه
خو د پخپله چې خپل ځان لره ثاني وه
لوږه تنده لا چاري وه پريشاني وه
د نيزو غشو د تورو ارزانى و ه
يو خوابل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګى د ماشومانو څه زبيرګى وو
څه لـه اوره پاتى نه شوى په خيمو كښې
د چا كوښي پاتى نه شوى په پښو كښى
څه پړوني ئې ټومبلي په نيزو كښى
څه اوچت د كربلا په بړبو كو كښې
بى حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو
په اكبر د نيزو غشو پر هرونه
په سلګو د اصغر پلار ته نظرونه
د قاسم د ادرك عمي اوازونه
د عباس پرى شوى سر او مړوندونه
زيات د دى نه هم زغملو ته تيار دى
خو بيعت ديو فاسق نه ئي انكار دى
چې يواځي پاتى شوى په داحال كښې
فرق ئې نشته دى ذره په استقلال كښې
لا زياتى ئې تنګسو او كړه په كمال كښې
كړى جمال ئې شمعى بلي په جلال كښې
چې ښكاره ترى كله كله پريشاني شى
غواړي داچې ئې كامله قربانى شى
دامام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پكښى غالب ملكيت و
حق ئې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دى قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بى د دوى نه دومره توان و
په ګردن ئې چاړه تله او ثنا خوان و
چې ئې نيت د تګ و كړى لـه يثربه
اصحابانو ورته وى عالي نسبه
ته چې درومى دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دى اس نيولى لـه جلبه
ته خبر ئې د يزيد چې څومره زوردى
ستا قدم دهلاكت د غار په لور دى
هم په دوي كښى عبدالله ابن عمر و
هم په كښى ابن عباس نامور و
له راتلونكي واقعى هر يو خبر و
اوريدلى ئې حديث د پيغمبر و
چې په برخه د حسين كښى قربانى وه
ليك په څټ ئې د تيغونو رواني وه
له يمنه چې على په كربلاشو
كربلا باندى چې راغى په ژړا شو
يو صاحب تري په پرسان د مدعا شو
په غريو غريو كښى بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځاى مي د اولاد د شهادت دى
دلته هلته د فلانكي فلانكي تربت دى
تعجب دى لـه اصحابو به داهير و
چې مدام به د نبي نه ګيرچاپير و
دا پاكان دخداى په نوم لـه سره تير و
خوڅه راز و چې په دى كښى تيروبير و
هغه داچې وي ايثار په بى كسى كښې
نه د زور په مساوات او په سيالى كښې
نه شوى پاتى وسيلى نه سببونه
رسالي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانى دي منزلونه
ملګرتيا چې په كښې نه كاندي خپل پلونه
اسرى ټولي په دى لاركښى لكه ګردشي
همدردي ئې د خوا خوږو اّه سرد شي
چې ټولى د دوو اويا ووئي شهيد كړ
اسلام دوه او يا ټوټي يزيد پليد كړ
يو ټولى يى د ساداتو پرى مزيد كړ
مسلمان ئې تفرقى وته رسيد كړ
وس هغه په درى اوياو كښى ناجي دى
چې لـه صدقه حسنى او حسينى دى
په فلك د قربانى كښى منور شو
متحد ئې كړل بڅري چوړ ترى نمر شو
په ايثار كښى رهنما د هر بشر شو
د ادمه نه تردى دمه سرورشو
كه ئې سيال د قربانى وي نبي كوم دى ؟
كه ئې مثل د ايثار وي ولي كوم دى ؟
ورسره چې هغه پاتى دوه اويا وو
خيال اونه كړي د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانى د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بى كسي ئې وه جمال ته
نو قتال ئې هم پكار و څه جلال ته
ميړنى پيغمبرى زلمي اتلس
ننګيالي وو هاشمى زلمى اتلس
كربلا كښى كوثرى زلمى اتلس
له اسلامه قربانى زلمى اتلس
په محشر كښى به اتلس زره قامه
وايه څوك به ئې شي سيال لـه خاص و عامه
                              ●●●

 

څلورم ټوك 424 – 432 مخونه

دكربلا سپور

ګرد و د هېبت غوندې چې جمع و د نمر په مخ
څه يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر په مخ
راغلو زيړ زبېخلے سحر رنګ د مازيګر په مخ
شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر په مخ
غونډه په دې وخت كښې د تيرې د بلا سڼنې شوه
نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه
راغلې تماشو ته اخته وې تماشې په غم
يا د زمانې لړم لړلې وې لشې په غم
تتې لـه غباره وې صفا د زړه شيشې په غم
لړ زندې ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې په غم
راغلې زيړې زيړې رپېدونكې لړزيدونكې وې
تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزيدونكې وې
نمر د نيمايه اسمان نه ښكته ځې تكل كوي
ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي
مزكې ته په ښكته په هېبت كاته اجل كوي
ډېرې فرښتې د مرګ په وړاندې ترېنه زغل كوي

ورځ لـه ډېره غمه مړغېژنه غرېو نيولې ده

ښا پېرۍ د امن په پنجه كښې دېو نيولې ده
ښكاري څه خېمې له تندې شته سوې سينې پكښې
پاكې پاكې جونې نارينه او ارتېنې پكښې
اور اخلي بې درېغه د ګرمۍ نه پشمينې پكښې
زياته ده د بټنه كربلا شګې نينې پكښې
سيند هم له ګرمۍ دے پېچ و تاب راوړلے تاب نه شي
ځان د سيند په مخ خودلے سترګه د حباب نه شي
هور ته مخامخ د ګرد په مېنځ كښې راوچت شو ګرد
زغل كوي اسمان و ته د چا نه په هېبت شو ګرد
پورته اسوېلے د زړه د مزكے په حسرت شو ګرد
حېف چې خپل د خپل نه درومي نخښه د فرقت شو ګرد
راغے په جولان وه د ګردونو نه يو سور اوت
زړونه چې بې واكه شو د خلقو لـه خلې شور اوت
ګوره ورته مخكښې دبدبه د امامت لري
شاوته صورت دغه زلمے د ولديت لري
شان د خلافت او د عفت او د عصمت لري
ځكه خو دستار په سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنج تن ګڼه
اس يې مطمن په لاره ځي په جست وخېزنه دے
پوئے دے د خپل سور په زړه چې نېت يې د جنګرېز نه دے
امن په دنيا كښې مدعا لري چې تېز نه دے
زوے د پېغمبر اخر زمان دے څه چنګېز نه دے
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دشمن په حېرانۍ ورته نظر اوكه
زړونو پرېشانو په درزا ترينه خطر اوكه
راغۍ مخامخ مېــدان ته غږ زوے د حېدر اوكه
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكه
ساه د يزيديانو په فضا كښې پسپۍ شولې
شور او په چپيا كښې پټې پټې ګنګگوسۍ شولې
وې چې زه مومن يمه باغونه دامان لرم
ډك دے د جنت لـه ګلو زه هغه دامان لرم
توره مې په تيكي كښې ده لاس كښې چې قراّن لرم
اوګورئ چې شان د محمد اّخر زمان لرم
زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه
اے بې لارې تږيو د بقا د اوبو جام يمه
زه يمه حسېن مور مې زهرا نېكه سرور زما
پلار ابو تراب و دلاور علي حېدر زما
ورور ميْن په صلح مجتبى شاه شبر زما
سرو د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووے ورته دويْ مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښۀ وايې كه بد وايې خو اووايه چې څه وايې
ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نه شي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
جوړ به په دې وخت كښې بې د جنګه څه صورت نه شي
لا خو وه په فكر كښې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش كښې چې زه غشے زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې لـه ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولے يم
زه يم چې حورانو په سندرو كښې ستائېلے يم
څوك به وي په تاسو كښې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دے كه په لاس كښې ذوالفقار زما
رادې شي په مخكښې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دے ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه لـه ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه
داسې پرې ورګډ شو تا به وې ولاړ بهر نه و
اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه و
تورې رنګولې خلقو ياد ورته سپرنه و
چا به چې د سر فكر كولو بيا به سر نه و
سترګو د عمر شمر چې برق د ذوالفقار اوليد
ګويا چې حسېن يې په جامه كښې د كرار اوليد
خول به بې اوازه شو دوه نيم ورسره سر دوه نيم
زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم
دلته به پياده وو هلته سور به وو اكثر دوه نيم
هر شے به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم
چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ كښې وه
توره د امام به يې رسا په كپرۍ كښې وه
چرته د وريځ غوندې دا ستورے به شو ګېر پكښې
لا به ذوالجناح لكه برېښنا شو مخكښې تېر پكښې
ډېر به لاندې باندې شول په تېښته به شو ډېر پكښې
وينې وې رودونه ذوالفقار به نه شو سېر پكښې
كوږ به چې دشمن شو لـه هېبته بيا به نېغ نه و
پړق به ترې د سترګو نظر يوړو بيا به تېغ نه و
پړق نه يې د تورې په روحونو ګډې ماتې وې
ساه د بزدلانو وې په تيښته تنې پاتې وې
تاخت و د اجل د ژوندانه خونې ميراتې وې
غشي ټيټ سرونه د امام يې ننه واتې وې
ماته د ادمو شوه قلا ترېنه امام اوت
باز د ملكوت و د دنيا لـه تارو دام اوت
ماتې يې ليندې د ارادو وې زيړ زبېخلي وو
ژۍ نه يې د زړه د حوصلو غشي وتلي وو
څوك په تېښته سر څوك لـه مېدانه تښتېدلي وو
جوړې وې دلۍ ترې چې سرونه رغړيدلي وو
څوك دگے چې دا وائي چې يو كس په زرو برنه وي
څوك به داسې وائي چې د سر دپاسه سر نه وي
اورسېدو غاړې ته د سيند د اس نه ښكته شو
سيند وته ورتېر امام د تندې لـه جهته شو
غږ اوكړو عمر، حسېن اشنا كه لـه طاقته شو
پوهه شئ چې شرم بيا زمونږ د پوزې نته شو
اولئ يې په غشو چې لـه سينده بهره ياب نه شي
جوړ كړئ پرې باران چې دا سيد درنه سېراب نه شي
كښېناستو په غاړه لـه اوبو يې لپه ډكه كړه
ياد يې ماشومان شو اراده يې جل ته كلكه كړه
تويې يې اوبه كړې بې لـه دويْ يې كله څكه كړه  
يو ظالم په خوله كښې يې توبره د غشى لكه كړه
وينه يې راماته شوه چې غشے كړو بهر امام
سور د اس د پاسه د دشمن راغے په سر امام
بيا يې حمله اوكړلـه ورګډ شو په شاميانو كښې
تورې يې د لور هسې لو وكړو په كوفيانو كښې
تاب د امزري د جنګ وي چرته په ګډانو كښې
جوړ شو هۍ ناتار په هر طرف په يزيديانو كښې
ناساپه نظر چې د حسېن شو د اسمان په لور
لاړ په تماشه كښې تماشه شو د جانان په لور
راغله دا ندا چې اوس د فرض دې استكمال اوشو
ستانه نمائش هم د جمال هم د جلال اوشو
راشه لـه اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو
حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو
راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار كښې دي
جوړ دے ارائش درته حورانې په سنګار كښې دي
لاړ مدافعت د تن چې روح په تماشه كښې شو
يا قدسي مارغه لاړو وطن ته په ثنا كښې شو
پړق دتورې ورك شو سريې زوړند په فضا كښې شو
اس يې سم وهي په مزكه مزكه په سودا كښې شو
تاو شو دشمنان ترينه د غشو يې باران اوكه
وينو د امام په كربلا كښې ګلستان اوكه
سور د كربلا د اس نه پرېوت دنيا پرېوته
هور ته په خېمو كښې يې فرياد او ژړا پرېوته
ځكه په امت كښې يې تر حشره غوغا پرېوته
راغله د حمزه د زړه په غوږ كښې ندا پرېوته
خدائے چې محمد د رسالت دپاره غوره كړ
ال يې د علي د هدايت د پاره غوره كړ
                             ●●●

 

 

 

 

 

 

پنځم ټوك 304- 306 مخونه:

دحضرت امام حسين پر مبارك مزار

اى هغه چې تۀ يې لسه نبي نبى لـه تانه
اے چې مور او پلار نبي په تا قربانول
اے د حوصلے همت مېړانې د نګه غره
ستا سره ډغره خپل تندي وو ماتول
اے هغه، معيار د قربانۍ دې چې اكمل كه
خيرے، د اسلام د ائينې دې وزد وېل
اے ته د بتول په مقدسو شودو لويه
برخه دې و پاك نبي په دوش وو سپرېدل
ته وې چې پاكان دې پرې اتلس قرباني كړل
چې پرې بنيادونه د اسلام يې نړول
اے چې قافله دې شوه تالا په دې مقام كښې
راغله ستا سلام ته ، قافله د پښتنو ده
تا ته وسيله مو د قېدي زېن العباده
مونږ ته نظر بويه زمانه د زولنوده
لرے اّفتونه چې زمونږ د دين دنيا شي
راكړه محبت چې وظيفه دمېړنو ده
ستاسو په الفت كښې چې هم سوځوهم ګډېږو
خو ښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده
مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راكړه
بس دغه اّرزو د ښكلي دين د لېونو ده
اے چې دې احسان پۀ سړي توب دے تر قيامته
اے د قربانۍ د دوه ليمو نظر حسېنه
مست چې د انسان ضمير په ميو ددنيا شو
تا دا بې خبر كړو په ايثار خبر حسېنه
غوټه ستا جبين چې شو ، تيرې وبوږنيدې
رادې وړ د رشد او هدايت سحر حسېنه
تېر شوې لـه عباس او لـۀ اكبر او لـۀ قاسمه
لاس شول درنه غوڅ او هم نظر ځيګر حسېنه
جار دې لـۀ مېړانې چې دې هر څه قرباني كړل
ټيټ دې د ګمراه پۀ مخكښې نۀ كړو سر حسېنه
هره خواته خپره پر ېشاني او ځان ځاني ده
پاتې په مسلم كښې جمعيت او نه طاقت دے
مړې د زړه ډيوې شولې تيارۀ ده په محفل كښې
تللے دلوګي غوندې الفت او اخوت دے
مرسته يې حاصله د صليب او د ګرجې نه
وينو چې پشتي يې د عيسى همه امت دے
خپل مهدي ته اووايه چې راشي دې دجال ته
اوګڼي روان د فنا لور ته دا ملت دے
عرض مې په اخر كښې درته دا په ډېر نياز دے
پورته دې هر لوري ته نښان د”بې نوا “شي
ستا د ديد ارمان يې چې په زړۀ وړے عقبى ته
داسې الفاظ نشته وضاحت يې چې لـه ماشي
ګير يو پۀ تيرو د ابتلا كښې اے امامه
پورته دې نقاب كړه د جبين نه چې رڼا شي
وايه مصطفى او مرتضى او مجتبى ته
هم پاكې بتول ته دا تيرې چې وار خطا شي
بيا هغه ساقي هغه محفل وي هغه مے وي
بيا هغه ماښام هغه رندان هغه صبا شي
                               ●●●

 

پنځم ټوك 322 مخ:

حضرت امام حسين رض

ستا د كربلا د استفلال ته بۀ زه څۀ واېم
دے د شګو پړے چې هيچا غړلے نۀ دے
څوك بۀ چې پۀ څنګ شو ، تا ګزار پرې نۀ كړلو
زور كښې دې جلال وه، خو جمال دې تللے نۀ دے
دايثار د اسمعيل نه ابتدا اوزېږېدله
له حسېنه تكامل او انتها اوزېږېدله
لور لـۀ موره پيدا كيږي لـۀ ډيوې شي ډيوه بله
كه يې ګورې د كعبې نه كربلا اوزېږېدله
پاك حسېن بۀ سر دحق نه، ولې نه قربانولے
احترام د بېت الله يې پۀ سرشت كښې وۀ راغلے
په كعبه كښې يې نيكه حجر اسود وۀ نصب كړے
هم بابا يې په حرم كښې دكعبې وۀ زېږېدلے
چې راغلے د قراّن پرې، اّيتونه دي ناطق
پۀ حسېن د طهارت يې نښانونه دي ناطق
قراّنونه د وصامت چې په صفېن كښې په نېزو وو
په كربل كښې په نېزو دي، قراّنونه دي ناطق
                               ●●●

پنځم ټوك 514- 515 مخونه:

ميړنى حسين

الله الله ! د شهادت هغه منظر د حسېن
چې شمر غوڅ كړو په خنجر د ستم سر د حسېن
سر په ثنا د رب صمد شو هر پرهر د حسېن
لكه چې كل وي لـه اجزا اجزا لـه كل وتلي
حسين منى و انا من الحسين راغلي
دے يې رڼا ؤو ، چې بابا او ګنو نمر د حسېن
له سمعًا و بصراً پكښې صفات د يزدان
د نوح نبي په څېر يې نه وه مدعا د طوفان
د ستم حد او شو خو سترګه نۀ شوه تر د حسېن
په كوم ساعت چې د حادث ځنې قديم شو جدا
عرش ؤ، په مزكه اورېدے شو ترې كلام د مولا
سر د قراّن په تلاوت په نېزه سر د حسېن
تنده ګرمي او بې كسي او خاوندان د علي
غرېو د زېنب د صغرا چغې د بانو اسويلي
زلزله تندر او سيلۍ ګوره ځيګر د حسېن
لكه مارغان ويرې اخستي بې سكتې شول اشرار
چې ذوالفقار د اژدها ژبې بهر شوې هزار
شو لـۀ نيامه غضب چې را بهر د حسېن
بيا په شانه يې د بلا خپله ګمگنځ كړ څړۍ
د شهادت ناوې سيند وركړه د حسرت پۀ دړۍ
چې د حرم نه كربلا ته شو سفر د حسېن
چې پۀ لسمه خزان راغے په چمن د علي
دا ويره نۀ ده كړي د دوؤ سترګو ديدن د نبي
دا د خېمو په لوري اوړے چې نظر د حسېن
د شهادت په وينو رنګ چې شوه لمن د امام
د فضا سترګې شوې ګلرنګې د شفق په خرام
فطرت ژړا وكړه په پرخه د سحر د حسېن
امام پۀ وينو خشكه مزكه د كربل كړه چمن
حمزه كه تندې د فراق دې سوخته كړے وې تن
پل يې پۀ پل ږده ملاقي شه په كوثر د حسېن
                             ●●●

پنځم ټوك516 – 525 مخونه:

د كربلا ميدان

زۀ به ظلمونه د يزيد درته بيان كړم څۀ
لكه د نمر چې وي عيان هغه عيان كړم څۀ
ژبه اور واخلي د زړۀ نۀ كۀ پنهان كړم څۀ
واخله په تګيو چې د غم اوښكې باران كړم څۀ
د تخيل سيند مې همه حباب حباب دے نن
زړۀ مې پولۍ چې پۀ اولاد د بوتراب دے نن
داسې ظلمونه چې فطرت هم ترې امان غوښتو
داسې وراني وه چې غارات هم ترې امان غوښتو
داسې طوفان ؤ ، چې هيبت هم ترې امان غوښتو
داسې تنګسه وه چې دهشت هم ترې امان غوښتو
د پاك نبي په نازوليو چې ستم شوے دے
دا جهان څۀ پۀ ملكوت كښې يې ستم شوے دے
د كربلا يوه بلا وه د بلا ګرمي
دومره ګرمي وه چې بيا نۀ كيده د چا ګرمي
سموم به چغې كړې چې نن ده نشته بيا ګرمي
سخته وي حق ده په رښتيا د ابتلا ګرمي
څومره چې لوړ وي خشكه څوكه هغه غربه لري
چې مرتبې جګې لري بلا په سر بۀ لري
هوا په تيښته وه چې ځم لمن د غر لټوم
د سيند بخار وے د سپرلي چرته سحر لټوم
ورځې په مخ لوستو غبار چې نمازديګر لټوم
ليمۀ به وې نظرته صبر كوه نمر لټوم
مزكې پولۍ د زړۀ خيمې كړې چې نور تاب نه لرم
سيند وې چې مزكے ته بې اب شوم حباب نۀ لرم
هلته نعمت ؤ ، چلند چلند يو ساعت سورے
د ګرمو ګرمو بړبوكوؤ، غنيمت سورے
نمر شو پۀ سر، په تن كښې پټ شو په هيبت سورے
كله موندے شي پۀ مېدان كښې د قيامت سورے
تندې د زړۀ پۀ چينو وچو كښې ډيرې كولې
او ژبو ټكندې غرمې وته خيرې كولې
شګې دعا كړه چې كه نن سيند و سيلاب نۀ شم
خدايه چې بيا تندې وهليو ته سراب نۀ شم
مښك و عنبر چې پۀ اولاد د بوتراب نۀ شم
ما كړې تراب چې په سنګدلو كښې حساب نۀ شم
پېغمبري زلمي غرمو ته بې كفن پراتۀ دي
كۀ د حېدر د زړه بڅري په خوږلن پراتۀ دي
لښكر د سيند اوبۀ پرې بندې كړې طوفان اوګوره
د كربلا سخته ګرمي او بيابان اوګوره
د پېغمبر د خونې كونډې ماشومان اوګوره
د درېيو ورځو جل اخستي سېدان اوګوره
چې زيړ زبېخلي غوندې ښكاري حيدري زلمي دي
د ګوټ اوبو چې پامته دار دي كوثري زلمي دي
د تندې حد ؤ، ماشومانو واوېلا اوكړه
يو تړقېدۀ بل بوګنېدۀ بل بۀ ژړا اوكړه
سكينې چغه دادې او د بابا اوكړه
اصغر سوره په ابابا كښې دماءما اوكړه
د تندې حد ؤ، پۀ عباس د صبر حد راغے
سپور د همت ته يې غېرت لكه مدد راغے
مشك په اوږه په يو يرغل غوڅې پرې كړې عباس
د سكينې دپاره دواړه مټې پرې كړې عباس
د كربلا شګې په خپلو وينو سرې كړې عباس
د اس نه پرېوته حسېن وته نعرې كړې عباس
لاله جي مشك مې پۀ ارمان د سكينې ژاړي
راشه چشمان مې پۀ خرمان د سكينې ژاړي
حسېن وئيل ورته لبيك لبيك زما وروره
داېمه درغلمه ْ، وادے خلم بلا وروره
ماته مې ملا د حوصلې شوه په مرګ ستا وروره
پۀ ما دردمنه پۀ مېدان د كربلا وروره
حسېن پرې شوي اندامونه د عباس اونيول
څۀ يې پۀ لاس كښې نور يې ټول پۀ اوږه پاس اونيول
علي اكبر چې په بهار ؤ ، د ځوانۍ راغلے
هغه بلبل چې پۀ ګلزار ؤ ، د ځوانۍ راغلے
هغه طوطي چې پۀ چغار ؤ ، د ځوانۍ راغلے
هغه پېكر چې ورته هار ؤ ، د ځوانۍ راغلے
چې خط او خال يې پۀ بشره د پېغمبر ښكاره ؤ
پۀ قد قامت پۀ شجاعت لكه حېدر ښكاره ؤ
مقابلې لره زلمي علي اكبر لاړو
مقابلې ته د زرګونو يو نفر لاړو
د يزيدي فوځ پۀ پرو كښې لر او بر لاړو
اخر بهر پۀ يو نېزه كښې يې ځكر لاړو
پۀ پرېواتۀ شو ، وې بابا زما خبر واخله
په وروستي وخت كښې دې پۀ غيږ كښې خپل پسر واخله
حسېن وردو كړل دا يې وې د زړۀ قراره ولې
زما د مړاوي زړۀ چمن لره بهاره ولې
سر يې پۀ غيږ كړو وې چې اے زما سرداره ولې
ولې زما د ارمانونو انتظاره ولې
علي اكبر اوكتل پلار ته پۀ زير زير لاړو
د پلار پۀ مخ د كوثري اوښكو بهير لاړو
طواف د شمعې كله كيږي چې پتنګ پرېښود
كله كېدۀ شوه چې هغه مېدان د جنګ پرېښود
كله قاسم پېغمبري ، حيدري ، تګ پرېښود
لاړو مېدان ته د خوږې ناوې يې څنګ پرېښود
د مرګ خزان د پېغمبر علي پۀ باغ ولګېد
مرګ د قاسم پس د اكبر نه داغ پۀ داغ ولګېد
امام ولاړ دے شهيدانو ته حېران ګوري
چرته زاړه چرته ځوانان او ماشومان ګوري
څه پرده دارې سترګې هم د جنګ مېدان ګوري
يوه پۀ سور سالو كښې ناوې په ارمان ګوري
وائي زينب چې ژړا ښه ده خو لېمۀ چرته دي ؟
ما بۀ باران پۀ تږيو اوكړو خو اوبۀ چرته دي ؟
زړونه بۀ وائي دبيبيانو چې بهر ورشو
چې پۀ قاسم او پۀ عباس او په اكبر ورشو
چې مو سايه لـه سره درومي چې په نمر ورشو
دي مو د سر پړوني تلونكي چې تور سر ورشو
يوه ماشومه د خېمې په پرده لاس لګوي
ترور يې چې كوز كړي ځنې خلاص هغه يې پاس لګوي
رنګ يې پۀ وينو د اصغر ښكلي تندي ښكاري
پۀ اراده كښې يې د صبر غړوندي ښكاري
نۀ ځي خيمې ته كۀ نظر يې ګړندي ښكاري
چې لا په شونډو يې لـه غريوه رپندي ښكاري
واګې د زړه د استقلال پۀ لاس امام وركوي
حكم قدم ته به پۀ لوري د خيام وركوي
زړۀ يې پۀ ځائے كړ امام راوړ زيړ زبېخلے بچے
بانو وئيل امامه راكړه زما ښكلے بچے
اوبۀ دې وركړې كۀ دى څنګه داسې غلے بچے
اوښكې يې اوڅښلې وې واخله جل وهلے بچے
حرمل د غشي د توبرې ورته اوبۀ وركړې
زويه دې مخ د شهادت ته واخله سرۀ وركړې
بانو لاسونه ور اوږده كړل خو نظر يې نۀ ؤ
كسي يې دوغ ؤ ، د څۀ كار ؤ ، چې اصغر نۀ ؤ
زړه يې پخوا ؤ ، ناتوانه چې اكبر يې نۀ و،
دومره يې اووې هۍ ارمان دے چې حېدر يې نۀ ؤ
نن په دنيا كښې چې صاحب د ذوالفقار نشته
د معاويه د زوئے پۀ زړۀ كښې ځكه ډار نشته
حېران حېران به سكينې ورته نظر اوكړو
بيا د اصغر نه بۀ يې پورته پۀ مادر اوكړو
خبره نۀ وه څه تقرير يې پۀ پدر اوكړو
خو د ترور اوښكو يې پۀ زړۀ د غم خبر اوكړو
پۀ كوكو سر شوه وې زما په برادر څۀ اوشو
شوه ورتر غاړه وې چې مورې په اصغر څۀ اوشو
دلته دا حال ؤ، د لښكر نه بهر زوګ راته
د پېغور غشي د امام صاحب پۀ غوږ راتۀ
د خېمو خواته وار پۀ وار به شمر سګ راته
ورته پۀ جوش به د امام هاشمي رګ راتۀ
غږ به يې اوكړو چې كۀ زوے يې د حيدر راشه
كله بۀ خلاص رانه دننه شې بهر راشه
امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغے
ګويا په سر د كفرستان د تيرو نمر راغے
سترګې حيرانې وې حسېن ؤ ، كۀ سرور راغے
اوبۀ شو تريخي د كوفيانو چې حيدر راغے
حسېن ويل ورته زۀ څوك يمْ پېژندلے مو يمْ ؟
كۀ مو ليدلے پخوا نۀ يمْ اورېدلے مو يْم ؟
هغو ويل ورته چې مونږه همه تا پيژنو
حسېنه مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړاندۀ خو نۀ يو ښۀ سبا اوښۀ بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد اوكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دے بل مفر نشته
كۀ دې انكار وي پۀ دې پوئے شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغے
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغے
د خداے په در كښې حاضرۍ لره خبر راغے
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغے
هاتف اواز كړو لا پۀ ژوند درته يو غم پاتې دے

امامه! لا خو د يزيد حد د ستم پاتې دے
پس د اتمام نه د حجت يې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګذار اونيو
اخر لـۀ لرې يې د غشو ورته وار اونيو
سورے سورے چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
جګ يې اسلام كړكۀ پخپله پهلوان پرېوت
د خوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اوويل
هغه ملګروته لـۀ جوشه مرحبا اوويل
برېت يې كړه تاؤ او بيا يې داسې پۀ خندا اوويل
زخمي زخمي ناتوان امام وته يې دا اوويل
تۀ راته ګوره چې خېمې دې پۀ رڼا لوټ كړم
زۀ چې نمسےاو لوڼه نګېندې د زهرا لوټ كړم
دا اورېدل ؤ چې لـه سوخته هغه ځوان پاسېد
د ژوند ډيوه يې پۀ سلګو وه پهلوان پاسېد
د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد
لاس يې كړو غشي ته راوايې خست كمان پاسېد
وے اے شمره! بې غېرته خبردار اوسه
زۀ لا ژوندے يمْ د خېمو نه مې كنار اوسه
دغه ستم ؤ ، په ژوندينې چې امام وليد
خېر يې تالا ته د نبي د كور غلام وليد
دلته امام د قربانۍ بلند مقام وليد
دلته خپل ځان ته ثقلېن يې په سلا وليد
پۀ ننداره كښې ترې د ځان و تن خير لاړو
بيا خبر نۀ شو چې كوم وخت ورځنې سر لاړو
●●●
پنځم ټوك 526 مخ:

كوثري زلمي

اے فلكه! نه ماتيږي ولې ستا د انصاف تله
د پرې وونو جرګه ژاړي غريو نيولے كهكشان دے
په خولو د مظلومانو هم خړوبه نه شوه تنده
د كوثر په خاوندانو څنګه نوے امتحان دے
د اسلام د تكميل نخښه شوه ښكاره په كربلا كښې
دا ايثار چې د حسېن و د اسلام د شان نښان دے
زه حېران يم ورته څنګه د امام قتل اسان و
چې هر يو ته وه معلومه چې دا ځوان په نبي ګران دے
يو تصوير د قربانۍ دے شهادت د حسنينو
كه هرڅو ښكاري خاموشه چې راوايې خلې ګويان دے
حمزه مينه د امام دې كور ښۀ كړه كه پوهېږې
هم په دغې مېلمنه دې ويران كور د زړه ودان دے
●●●


پنځم ټوك 527 مخ:

كربلا

يو يرغل د اسوېلو شو په مېدان د كربلا
اوږد تار د بړبوكو كړ بيابان د كربلا
په لېمو د خپلو ستورو رڼا ګرد د كهكشان شوه
چې راغلے ستړے ستړے و كاروان د كربلا
چې ځوانۍ ته د مراد يې رسيد نه شول ارمانونه
ژړوي مې په سرو سترګو ماشومان د كربلا
د شفق د وينو پرخه د اسمان په مخ خوله شوه
اوس به ژاړي تر سحره ماشومان د كربلا
د كوثر لـه خاوندانو مرغلرې اوښكې جاركړه
تخيل دې حمزه بحر كړو يزدان د كربلا
●●●

 

پنځم ټوك 528 مخ:

انسانيت د حسين

زيات د هرچانه به انسان وي ثنا خوان د حسېن
انسانيت به فراموش نه كا احسان د حسېن
هغه په خدائے به حواله وركړي يقين دے زما
د محمد نه كه هر څوك اوپښتي حال د حسېن
هغه هم شپې وې چې خاطر پرې د بابا و جمع
دغه هم شپې دې چې زلفان دي پرېشان د حسېن
يو هغه وخت چې يې دنيا د سترګو اخلي بلا
يو دغه وخت دے چې بې ياره دي چشمان د حسېن
لكه د وخت يې واقعات ګذارول شاته
د حادثو ځنې همت و، په امان د حسېن
كړ په زغم جنو پاكو اوښكو يې رضا اودس
نمونځ د تسليم ګويا معراج شو په دامان د حسېن
غيږ وي پرانيستې خوشبويۍ ته هر يو ګل په خندا
فېض د دوام په برخه راوړ ګلستان د حسېن
●●●

  

پنځم ټوك 537 – 546 مخونه:

دحسين قرباني

اوښكې كډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخمونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لاسوا مې لـه دې دمه د زړه غم شو
نن به نه ګڼې دا غم چې پرونے دے
ګويا هر پروسكال يې سګنے دے
زما ضبط او اسويلي مشت اوګرېوان دي
وس ترې درومي كه زبېرګې مې په زړه ګران دي
د زړه څاڅكي د سلګو سره لړزان دي
سترګې دويْ ته هغه سترګو ته چشمان دي
ابتدا د غم كومه نوے كال دے
په اول چې زړه خفه شي بيا خوشحال دے
څوك چې ډېر د امام غم كا ډېر خوشحال شي
دايمان شجر په دې اوښكو نهال شي
د سرور لباس ګنډلے په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د كمال شي
اوښكې چرته د مئين د زړه په تل كښې
مينه نه پرېږدي تراوۀ په خپل محل كښې
لوئے زنځير درسالت وته نظر كړه
سلسلې د هدايت وته نظر كړه
ولايت او امامت وته نظر كړه
د شروع نه نهايت وته نظر كړه
انبياگء خو هميشه د تخم كر كا
امامان يې بيا په وينو او به خور كا
مكمل چې هدايت لره معيار شو
د عاقل فطرت نه خوب لاړو بېدار شو
دانسان د ارتقاگء سرك تيار شو
د ملك نه د خاكي مخكښې رفتار شو
وروستو پاتې د صفاتو رنګينۍ شوې
چې حاصل د ذات د وصل شيرينۍ شوې
چې اسلام لـه محمده مكمل شو
خود پخپله په نبيانو كښې افضل شو
اخر كښې و، راغلى خو اول شو
اولين او اخرين چې راز و، حل شو
خو لـه دې چې مستفيد شي يو معيار دے
كه پوهېږې درته وايم ايثار دے
كه نيكه په انبيا و كښې بهتر و
نو نمسے په امامانو كښې سرور و
كه نيكه د نبوت د اسمان نمر و
نو نمسے په قربانۍ كښې روڼ قمر و
كه نيكه په رسالت كښې لا ثاني و
نو نمسے په فربانۍ كښې لا فاني و
قرباني يې هم بيا داسي قرباني وه
خود پخپله چې خپل ځان لره ثاني وه
لوږه تنده لا چاري وه پريشاني وه
د نېزو غشو د تورو، ارزاني و ه
يو خوا بل خوا د بيبيانو اسويلي وو
څه سلګۍ د ماشومانو څه زبيرګي وو
څه لـه اوره پاتې نه شوې په خېمو كښې
د چا كوښي پاتې نه شوې په پښو كښې
څه پړوني يې ټومبلي په نېزو كښې
څه اوچت د كربلا په بړبوكو كښې
بې حجابه خاندان د محمد شو
د جفا او د ستم د ظلم حد شو
په اكبر د نېزو غشو پر هرونه
په سلګو د اصغر پلار ته نظرونه
د قاسم د ادرك عمي اوازونه
د عباس پرې شوے سر او مړوندونه
زيات د دې نه هم زغملو ته تيار دے
خو بېعت د يو فاسق نه يې انكار دے
چې يوازې پاتې شوے په دې حال كښې
فرق يې نشته دے ذره په استقلال كښې
لا زياتے يې تنګسو اوكړه په كمال كښې
كړې جمال يې شمعې بلې په جلال كښې
چې ښكاره ترې كله كله پريشاني شي
غواړي داچې يې كامله قرباني شي
دامام چې مكمل انسانيت و
يو عنصر پكښې غالب ملكيت و
حق يې ځكه وراثت د امامت و
چې هم دے قائم مقام د رسالت و
بل د چا به بې د دويْ نه دومره توان و
په ګردن يې چاړه تله او ثنا خوان و
چې يې نېت د تګ و كړے لـه يثربه
اصحابانو ورته وې عالي نسبه
ته چې درومې دا خبره ده عجبه
جوړ اجل دې اس نيولے لـه جلبه
ته خبرې د يزيد چې څومره زوردے
ستا قدم د هلاكت د غار په لور دے
هم په دويْ كښې عبدالله ابن عمر و
هم پكښې ابن عباس نامور و
له راتلونكې واقعې هر يو خبر و
اورېدلے يې حديث د پېغمبر و
چې په برخه د حسېن كښې قرباني وه
ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه
له يمنه چې علي په كربلا شو
كربلا باندې چې راغے په ژړا شو
يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو
په غرېو غرېو كښې بو تراب ورته ګويا شو
چې دا ځائے مې د اولاد د شهادت دے
دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دے
تعجب دے لـه اصحابو به دا هير و
چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و
دا پاكان دخدائے په نوم لـه سره تېر و
خو څه راز و چې په دې كښې تيرو بير و
هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ كښې
نه د زور په مساوات او په سيالۍ كښې
نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه
رسالگي د عراقيانو نه اسونه
څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه
ملګرتيا چې پكښې نه كاندي خپل پلونه
اسرې ټولې په دې لاركښې لكه ګرد شي
همدردي يې د خواخوږو اّه سرد شي
چې ټولے د دوو اوياو يې شهيد كړ
اسلام دوه او يا ټوټې يزيد پليد كړ
يو ټولے يې د ساداتو پرې مزيد كړ
مسلمان يې تفرقې وته رسيد كړ
وس هغه په درې اوياو كښې ناجي دے
چې لـه صدقه حسني او حسېني دے
په فلك د قربانۍ كښې منور شو
متحد يې كړل بڅري جوړ ترې نمر شو
په ايثار كښې رهنما د هر بشر شو
د ادمه نه تر دې دمه سرورشو
كه يې سيال د قربانۍ وي نبي كوم دے ؟
كه يې مثل د ايثار وي ولي كوم دے ؟
ورسره چې هغه پاتې دوه اويا وو
خيال اونه كړې د امداد او د وغا وو
خو مثبت د قربانۍ د مدعا وو
لنډه داده چې د كل سره اجزا وو
كه لازمه بې كسي يې وه جمال ته
نو قتال يې هم پكار و څه جلال ته
ميړني پېغمبري زلمي اتلس
ننګيالي و هاشمي زلمي اتلس
كربلا كښې كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر كښې به اتلس زره قامه
وايه څوك به يې شي سيال لـه خاص و عامه
د خدائے پۀ لار كښې چې حرمت هم پائمال نۀ شي
حق د ايثار پوره كول پۀ سر او مال نۀ شي
كۀ يې ثاني پۀ رسالت كښې د بابا نشته
پۀ قربانى كښې بۀ هيڅوك د حسين سيال نه شى
په ابتدا كښې غم كول پۀ انتها شي سرور
كال يې لا زوړ وي چې زړا پۀ نوي كال نۀ شى
حسين بۀ نۀ كړو پرې ګذار چې چا به څنګ وركړ
وه يې منشا چې جلال هم يې بې جمال نۀ شى
د قربانى پۀ نازكيو يو امام پوهه ؤ !
پۀ داسې وخت كښې استقلال سره هم سوال نۀ شي
د حسيني غازيانو صف د مزكې پوزه كيښوه
مخ د دعوې د استخلاف چې بې جمال نۀ شې
د بې مثال په در كښى ښۀ شى بې مثال ايثار
هغه مثال دى، څۀ مثال چې بې مثال نۀ شې
چې حال يې هم د قربانى د حال محل نۀ لري
د هغه حال ظاهرول پۀ قيل و قال نۀ شي
د كال په مخكښې د حسين د وينو سرۀ دي حمزه !
هغه بې نوره وي ماتم چې په كوم كال نۀ شي
          ●●●

 

نبي كۀ محمد د كل جهان دپاره دے
حسېن د ژوند چينه د كل انسان دپاره دے
نعره د رسالت پۀ كور نسيم كړه د اجل
نۀ دا چې بوي فقط د ګلستان دپاره دے
مېدان د كربلا نه تر مېدانه د محشر
اولاد د مرتضى خو د مېدان دپاره دے
باران د اوښكو وكړه كۀ پرې زړۀ جمع كوې
حاجت د جمعيت د پرېشان دپاره دے
يوه اوښكه لرم، شي دې په مزكه ولې توے
دا ستورے مقدس خو د اسمان دپاره دے
هر كال د قربانۍ نه نوے كيږي د مسلم
مثال د حسېن ژوند د مسلمان دپاره دے
ارمان د شهادت وګڼه پلار د هر ارمان
زړګے چې پيدا شوے د ارمان دپاره دے
اكمال د نبوت وي نابينا بې شهادت
وركوټے كسے ژوند د هر چشمان دپاره دے
مسلم د حسېن ژوند كه كړي مشعل د خپل عمل
په خدائے چې كل جهان د مسلمان دپاره دے
دليل دغه قراّن دے په اولاد د محمد
اولاد د محمد هم، د قراّن دپاره دے
ايثار به د هغويْ كړمه يو روح د افسانې
حمزه نوم د حسېن يې د عنوان دپاره دے
●●●

 

                     پنځم ټوك 611 – 612 مخونه:

عظميه قربانى

فلكه پېر او خوره واپس هغه لمحې راوله
پۀ كربلا كښې هغه ټكندې غرمې راوله
دي تويې شوې پۀ دې غم كښې د هر چا اوښكې
لا به توئيږي ستا د ستورو نه سېوا اوښگكې
د نن انسان چې د اسلام شان و شوكت اوويني
د محمد د اهل بېتو شجاعت اوويني
چې ورته ځلند شي معيار د قربانۍ د حسېن
چې زړبودۍ كښې ورعيانې شي ځوانۍ د حسېن
چې يې سپېڅلي دين دپاره كړو خپل ځان قربان
د خپلې خونې ميړني ښكلي ځوانان قربان
چې يې سرتورې شوې عصمت او د عفت خاتونې
چې دين دپاره وې زوكړې د جنت خاتونې
هغه حسېن چې يې ساقي دے د كوثر بابا
چې يې والي دے هم سيد د بحرو بر بابا
درېيمه ورځ ده چې پرې بندې دي اوبۀ د فرات
ژبه يې اوچه ده خو بيا هم پرې روان صلوات
د تندې زور ؤ ماشومان وو همه سر پۀ ژړا
دلته پۀ كريكو سكينه ، هلته اصغر په ژړا
پۍ پكښې چرته چې د مېندو يې سينې اوچې وې
لۀ درېيو ورځو چې اوبۀ نۀ وې چينې اوچې وې
دا انتها ده د ستم د پېغمبر پۀ اولاد
داسې جفا د ظالمانو د حېدر پۀ اولاد
●●●

پنځم ټوك 613 –615مخونه:

مرثيه

دا ستمونه چې پۀ ال د مصطفى شوي دي
په ويړ جهان كښې راته وايه چې پۀ چا شوي دي
هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي
هغه پۀ ال د محمد پۀ كربلا شوي دي
تل بۀ روانه وي د حق او د باطل جګړه
لكه جنګونه د تيرې او د رڼا شوي دي
چې پاك نبي پۀ پاكو لبو ښكلولو مدام
ډير ګوزارونه د هغۀ پۀ مخ او شا شوي دي
د اولادونو خاوندانو تصور خو اوكړىْ
پۀ ماشومانو چې ظلمونه د زهرا شوي دي
عجيبه دا چې دا روا مسلمانانو ګڼل
خو كافرانو دا وئيل چې ناروا شوي دي
●●●

                                   

نن هغه ورځ ده چې تكميل د قربانۍ شوے دے
د خوب تعبير د ابراهيم او اسماعيل شوے دے
وركړے شوے د اسلام اونې ته نوې وينه
نن د اولاد د محمد ده تويې شوې وينه
نن به دا وينه تر محشره ګلستان جوړوي
د حق ثنا لره به نوي بلبلان جوړوي
د عمر سعد دا اسرار ؤه چې بېعت اوكړه
حسېنه راشه د يزيد متابعت اوكړه
بغېر لـۀ دې دې خبردار شه بل مفر نشته
اوګني پوه شه پۀ تن باندې دي سر نشته
امام وئيل ورته يزيد لره به ورشمه زۀ
چې مخامخ يې پۀ منشا باندې خبر شمه زۀ
او كۀ دا نۀ وي چې پۀ لور د هندوستان لاړ شم
چې د جهان په سلسله كښې خرامان لاړ شم
د عمر سعد پۀ كړۀ وړۀ كښې څه نرمي شوه پېدا
خو د بد بخت شمر پۀ وينه كښې ګرمي پېدا شوه
وې عمر سعد دا خو هيچرې كېدلے نه شي
نۀ هندوستان ته او نۀ شام ته رانه تللے نۀ شي
اوګني پوئے شه د لښكر سپه سالار به زۀ يْم
ابن زياد كړے فرمان دے چې سردار به زۀ يم
د عمر سعد ؤ د رتبې د حكومت لالچ
ابن زياد چې ؤ وركړے پۀ حكمت لالچ
وې چې حسېنه نه دې هند او نۀ دې شام ته پرېدو
اوكړه بېعت په دې ساعت نۀ دې ماښام ته پرېدو
داسې د ژوند نه راته وايه چې بيزار يې ولې
د خپل انجام نه بې خبره پۀ انكار يې ولې
امام وئيل ورته چې ژوند خو امانت دے د رب
د هيچا خپل نۀ دے فقط يو عنايت دے د رب
عمره پوهه شه فرزند د مرتضى يمه زۀ
د سترګو تور د محمد خېرالورى يمه زۀ
د فاطمې بي بي پۀ غيږ كښې لوبېدلے يمه
زۀ يې د دين د تحفظ لره پاللے يمه
لولې قراّن خو لږ ايت هم د تطهير اولوله
زمونږ پۀ شان كښې نازل شوے بې نظير اولوله
دين به د ژوند پۀ بها هيچرې ورنۀ كړمه زۀ
لاس د بېعت به تر قيامته هم درنۀ كړمه زۀ
زما بېعت بۀ وي جواز د ګمراهۍ د يزيد
دا چې اوس شوے دے اغاز د ګمراهۍ د يزيد
●●●

 

پنځم ټوك 616 مخ:

مرثيه

ګرانې څومره ګرانې مرحلې د قربانۍ دي
داسې بوګنونكې چې لمحې د قربانۍ دي
جنس يې د ضمير د ازادۍ درته راوړے
دا غافل انسانه قافلې د قربانۍ دي
اوس به نو وربل د ازادۍ د ناوې خور شي
جوړې كربلا كښې سلسلې د قربانۍ دي
غږ چې د امام د قافلې د جرس چپ شو
اوس نو پۀ هر لوري انګازې د قربانۍ دي
غشے چې تنكي ماشوم اصغر په مرۍ اوخوړ
خدائيګو دا سلګۍ وړې وړې د قربانۍ دي
غشو پۀ نيزو كۀ د اكبر سينه غلبيل شوه
لا يې ځوانې شوې ولولې د قربانۍ دي
فخر بۀ په ال د محمد انسانيت كړي
جوړې هم لـه دې چې سلسلې د قربانۍ دي
●●●

 

پنځم ټوك 617 مخ:

امام وئيل ورته چې تۀ د مرتضى بچۍ يې
د هغه فاتح خېبر مشكل كشا بچۍ يې
زړۀ پۀ قابو كښې ساته پام كوه چې پرى نۀْ وزې
دا نور واړۀ زاږۀ چې هم په غم كښې نۀ وزي
تۀ جانشينه د خاتونې د جنت يې خورې
داد به زما غواړې خاتونه د قيامت يې خورې
تۀ خو پوهيږې چې تر څو چې قرباني اونه شي
د يو عمل به هم تكل او رواني او نۀ شي
امام چې سور په ذوالجناح شولو بهر را اوت
ګويا د فسق د تيرو دپاسه نمر را اوت
اصحاب يې پوهه شول امام راغلو د جنګ دپاره
ملا يې تړلې ده په دين باندې د ننګ دپاره
بيا حبيب ابن مظاهر ورته سلام اوكړه
پۀ ډېر ادب يې ورته بيا داسې كلام اوكړو
وې چې ژوندي چې تر څو مونږه غلامان يو د تا
تر هغه وخته د حرم محافظان يو د تا
زما سيده اجازه راكړه مېدان ته ځمه
د دې عظيمې قربانۍ و امتحان ته ځمه
امام وئيل ورته حبيبه با وقاره زما
ستا هلاكت مې پيرزو نۀ شي وفاداره زما
ولې حبيب د جنګ دپاره چې اصرار اوكړو
امام پۀ نۀ زړۀ د اثبات ورته اظهار اوكړو
غږ شو هر خوا د فولادي بدن څښتن راځي
اوس بۀ مېدان ته يو زلمے اتيا كلن راځي
ملا وه كږه لكه لينده پۀ لاس كښې تېغ اودرېد
چې رامېدان ته شو د غشي غوندې نېغ اودرېد
وې چې وفا مو كړلـه هېره جفا كار ؤ ولې
د سمې لارې نه كاږه شوىْ خطا كار ؤ ولې
وې ظالمانو پۀ لمانحْه كښې درود وايۍ كۀ نه؟
د محمد سره يې ال هم پكښې ستائيۍ كۀ نه؟
پۀ ژبه يو او په زړۀ بل منافقت دے كه نه ؟
سره د پوهې د اتكل مو جهالت دے كۀ نه؟
د يو ګمراه دپاره ظلم پۀ حسېن مۀ كوىْ
د پاك نبي او د زهرا په نورالعېن مۀ كوىْ
وې عمر سعد چې څوك شته چې دا بوډا كړي هلاك
د خپل لـۀ خوا راغلې دا بلا كړي هلاك
بيا چې راتلل نو قتلېدل د دې جري د لاسه
د حبيب ابن مظاهر د امزري دلاسه
بيا عمر غږ كړو ترې چاپير شيْ چې ژوندے لاړ نشي
چې خپل امام ته فتح مند او ګړندے لاړ نه شي
ترې يو خوا بل خوا په سؤونو ظالمان شو چاپېر
د دې بوډا زلمي زمري ځنې ليوان شو چاپېر
د حبيب توري د سرونو كرونده كوله
پۀ زخمي تن يې هم د ګل غوندې خندا كوله
چې شو زخمونه بې شماره شهسوار پريوت
پۀ حوصله او پۀ همت او پۀ وقار پريوت
بيا يې نعرې كړې چې د خپل حبيب خبر واخله
پۀ پاكه غيږه كښې سيده زما سر واخله
امام وئيل ورته لبيك دے جانثاره زما
لاسونه غوڅ د ظالمانو شه سرداره زما
په خپله غيږ كښې مې حبيب لره پناه وركړه
هغه ديدار د امام اوكړو بيا يې ساه وركړه
●●●

 

پنځم ټوك620 مخ:

مرثيه

څه پوښتې چې دا د چا سرونه پۀ نيزو دي
دا خو پۀ معنى كښې قراّنونه پۀ نيزو دي
ځوان كۀ ماشومان دي كۀ نيم زالي بوډاګان دي
اوګوره سوري سوري يې زړونه پۀ نيزو دي
تن دے د امام پۀ ډېرو غشو غلبيل شوے
هم پرې باندې شوي ګوذارونه پۀ نېزو دي
حيف دے چې پامال يې په اسونو شهېدان كړل
څيرې د خېمو يې دامامانونه پۀ نېزو دي
دا يې د نبي او د زهرا پۀ زړونو ايښي
كوم چې د سرو وينو يې داغونه پۀ نېزو دي
څۀ بۀ كړي جواب هلته چې نمر يوه نېزه شي
دو يې چې څومره كړي ستمونه پۀ نېزو دي
سر د پاك امام پۀ نېزه څۀ وائي پوهيږىْ
چرې قتل شوي ايمانونه پۀ نېزو دي؟
●●●

 

پنځم ټوك 621 مخ:

تږي مظلومان

اى د پاكې مدينې نيمه راشه
راوړه نكهتونه پسرلى د كربلا شه
څه خو ته وږمې د سكون راوړه لـه يثربه
اوشينده ګلونه د تسكين لسه ډېر ادبه
ورځ د عاشورې ده په سحر كښې هم سموم دى
واړه چاپېر چل هم د حسېن دپاره شوم دى
نن دلته د درېيو ورځو تږي مظلومان دي
پاكې ارتينې مجاهدان دي ماشومان دي
پېښه به نن هغه حادثه شي كربلا كښې
وي به بې مثاله د تاريخ ويړه دنيا كښې
هغه دي كوفيانو ډمامې اوغږولې
څوك دي سواره شوي چا وسلې سنبالولې
صف څلور ګوټه هم دلته جوړ كړو مظلومانو
ناست په زنګنو لاس كښې نېزې دي د غازيانو
مېنځ كښې د دې صف ئې تېر انداز دي كښينولي
غشي ئې په ګورت كښې دي تيار ورته نيولي
اوكړه عمر سعد د شورو حمله بې واره
دلته كړه غازيانو په نېزو باندې حصاره
جوړ پرې حسيني تېراندازانو يو قيامت كړو
صف دعمر سعد د لښكرو ئې لت پت كړو

 

  • ●●

 

 

پنځم ټوك 623 مخ:

مرثيه

ښكلي ګلونه ترمې ترمې د سپرلي پراتۀ دي
د محمد د خاندان ښكلي زلمي پراته دي
چې زړۀ د كفر يې نعرونه د تكبير لړزيدو
دا اصحاب دي د حسېن لكه زمري پراتۀ دي
ليك يې سند د تل ژوندون شو پۀ كتاب د عالم
دا هسې مړۀ دي چې تر حشره هم ژوندي پراته دي
چې ابراهيم او اسماعيل بۀ هم پرې فخر كوي
نن بې كفنه ښكلي ميړني پراته دي
چې هر څه څه يې قرباني كړۀ په نامه د اسلام
پۀ بې كسۍ كښې دلته هغه لېوني پراته دي
چې استقلال ته ملائك يې هم حيرت وړي دي
هغه غښتلي ننګيالي هغه سړي پراته دي
●●●

 

لا خو غرمه چې ننګيالي ټول شهيدان شو
ال د محمد او د اسلام ځنې قربان شو
ګنج د شهيدانو كربلا كښې و جوړ شوى
بس خو عمر سعد ئې په ئې په وينو و موړ شوى
پاتې په مېدان كښې يك تنها امام حسېن وه
هو! هغه حسېن د پاك نبي چې نورالعين وه
لاړلو تر څنګه ذوالفقار ئې د بابا كړو
هم په سر دستار ئې د نبي ښكلى زېبا كړو
خور بي بي ركاب د ذوالجناح ورته نيولى
اس د پيغمبر هم ورته ګوري غرېو نيولى
وې چې خورې وخت د قربانۍ دى اوس راغلى
ال د محمد مې دى په تا باندى سپارلى
تل كړه حفاظت ئې چې رنځو زين العباد دى
پاتې دا وارث د خاندان د مصطفى دى
بيا نو د حرم ځينې مېدان ته رابهر شو
فوځ د جفا ته ښكته پورته په نظر شو
بيا ئې پس لـه حمد و لـه صلوه اوكړه غږ
غلى شو يو دم كښې و كوفې د لښكر زوږ
وى چې ښه ئې پيژنى نمسى د پاك نبي يم
زه د زړه ټوټه د فاطمې او د علي يم
وائي زما خون درته په كوم دليل روا دى
دا قدم چې تاسو پورته كړى دى خطا دى
غږ او كړوز عمر شمر چې څو بېعت اونه كړې
قتل به خپل ځان هم د خپل كور واړه ځاږه كړې
شور شو په دې وخت كښې به حرم كښې د بيبيانو
هم پكښې ژړا او انګولا د ماشومانو
ستون شولو حرم ته وې چې خېر دې وي څه چل دى
اوئيل بانو تچې مې اصغر وهلى جل دى
واخستو په غېږه كښې امام راغلو بهر ته
بيا يې په سكون مخاطبه اوكړه عمر ته
وې چې كه قصور دى ستا په خيال كښې خو زما دى
دا د شپږو مياشتو يو ماشوم خو بې خطا دى
څوك دى چې يو ګوټ اوبه به وركړي لوے ثواب دى
اى په زړه سنګينو دا نمسى د بوتراب دى
غشى په جواب كښې حرمهل بيا ورګوزار كړو
غيږ كښې دا ماشوم د خپل بابا ئې تار په تار كړو
لپه د امام شوه د اصغر لـه وينو ډكه
وى بچيه نن دې د بابا غاړه كړه لكه
پورته يې اسمان وته ګوزار كړه وې چې خدايه
ته مې دا معصومه قرباني مه كړې بې ځايه
بيا ئې نو حرم ته جل وهلى اصغر راوړ
ګويا چې حرم ته ئې حالت د محشر راوړ
●●●

 

پنځم ټوك 626 مخ:

مرثيه

چغې په اصغر د سكېنې د اورېدو نه دي
اوښكې ئې روانې په هېڅ شان د اوچېدو نه دي
باغ چې د نبي تالا كوې ظالمه څه كوې
دا ښكلې وړې وړې كلۍ د شوكېدو نه دي
اووې زينب ، عون او محمد دې رانه هېر كړلو
اى اصغره زويه ستا زخمونه د كتو نه دى
اوښكې د بانو لا د اكبر لـه مرګه ختمې وې
اوس ئې بې د زړه لـه وينو هم د بهېدو نه دي
وې چې اى فاتحه د خېبر كه راشې اوګورې
لاس مې د رنځور زين العباد د هتكړو نه دي
اى نبي سروره امتيان دي شرمخان شولو
ستا د ال په وينو ظالمان په مړېدو نه دى
●●●

 

پنځم ټوك 627 مخ:

مرثيه

راشۍ كه ئې ګورئ اوس امام دى په مېدان
دا اته پنځوس كلن بوډا دى لكه ځوان
وې چې اى كوفيانو فكر اوكړئ چې دا څه كړئ
سر خو په ګريوان كړئ چې د ابد كوئ كه ښه كړئ
هم مو اوبللم چې زر راشه يو طوفان دى
تللى د يزيد ځنې هم دين دى هم ايمان دى
اوس نو راته وائي ولې داسې جفا كار شوئ؟
ولې د خپل لوظ او د اقرار نه په انكار شوئ؟
تاسو چې پراته په ګمراهۍ كښې سراسر وئ
مونږْ كړئ بهر د ځناور نه چې بتر وئ
څنګه زما خون درته مباح شو ناپوهانو
نن په بلو بلو ولې سر شوئ ګمراهانو
غږ كړو عمر سعد بېعت اوكړه چې ازاد شې
اوګڼي برباد شوې لابه نور پسې برباد شې
اووئيل امام چې دا به هيچرې او نه شي
اوس نو دا رضا د پاك الله به وي چې څه شي
غشى عمر سعد د امام په لور ګوزار كړو
وې چې ګواه اوسنئ اول ما د جنګ اختيار كړو
شك نشته امام چې سر تر پايه يو جمال وه
بيا هم ضرورت په داسې وخت كښې د جلال وه
هله د انسان انسانيت لره كمال وي
جمع په هغه كښې جلال او هم جمال وي
كار د قربانۍ كښې د دې دواړو ضرورت وي
داسې د ايثار او قربانۍ اكمليت وي
تندر شو په سترګو او كه پړك د ذوالفقار
تا به داسې وې چې اژدها وه شرر بار
يو خوا بل خوا هر طرف سرو نه پرېوتلي
ډېر د مرګ لـه ويرې لـه مېدانه تښتېدلي
غږ او كړو عمر چې ترې چاپېر شئ چې لاړ نه شي
اولئ ئې تر هغې چې څو تن ئې لتاړ نه شي
جوړ د هر طرف نه پرې د غشو يو باران شو
ترمې ترمې ګل د پاك نبي د ګلستان شو
پرېوتو د لاندې ذوالجناح په هنړېدو شو
اوښكې ئې راماتې وې په لوري د خېمو شو
بس نو په حرم كښې په هر طرف ته شور شو
راغلو ذوالجناح خو په مېدان ئې پاتې سور شو
جوړ د ذوالجناح نه ګېر چاپېره لوے ماتم شو
ګويا كور د غم، د پاك نبي ښكلى حرم شو
●●●

 

پنځم ټوك 629 مخ:

مرثيه

هغه سردار چې د جنت د شاه زلمو دے حسېن
كله لائق د تورو غشو دنېزو دے حسېن
سر يې خپل وركړ لاس يې ورنۀ كړو پۀ لاس د يزيد
خدايګو بنا د لا اله الا هو دے حسېن
اے د دنيا تاريخه اوس خو لافاني شوې تۀ هم
ستا اننګو كښې چې تل تل پۀ ځلېدو دے حسېن
چې عقلمند د جهان ټول ګوته پۀ خولۀ دي ورته
هغه سالار خو د اسلام د لېونو دے حسېن
چې يې سپرلے كړلو پۀ ټكندو غرمو د ضمير
پروت بې كفنه كربلا كښې پۀ غرمو دے حسېن
انسانيت بۀ ورته سر د نياز خم لري تل
روح پۀ قالب كښې د راتلونكو زمانو دگ حسېن
●●●

 

پنځم ټوك 648- 655 مخونه:

د شهادت سجده

يو يرغل د اسوېلو شو پۀ مېدان د كربلا
اوږد تار د بړبوكو كړو بيابان د كربلا
پۀ لېمو د خپلو ستورو ، رڼا ګرد د كهكشان شوه
چې راغلے ستړے ستړے ، وه كاروان د كربلا
چې ځوانۍ ته د مراد يې رسيد نۀ شو ارمانونه
ژړوي مې پۀ سرو سترګو ماشومان د كربلا
ګرد ؤه د هېبت غوندې چې جمع ؤه د نمر پۀ مخ
څۀ يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر پۀ مخ
راغے زيړ زبېخلے سحر رنګ د مازيګر په مخ
شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر پۀ مخ
غونډې پۀ دې وخت كښې د تيرې د بلا څڼې شوه
نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه
راغلے تماشو ته ابته وې تماشې په غم
يا د زمانې لړم لړلې وې لشې پۀ غم
تتې لـۀ غباره وې صفا د زړۀ ښيښې پۀ غم
لړزندے ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې پۀ غم
راغلې زيړې زيړې رپېدونكې لړزېدونكې وې
تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزېدونكې وې
نمر لـۀ نيمايه اسمانه ښكته ځي تكل كوي
ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي
مزكې ته پۀ ښكته پۀ هېبت كا تۀ اجل كوي
ډيرې پرښتې د مرګ په وړاندې ځنې زغل كوي
ورځ لـه ډېره غمه مړغېژنه غرېو نېولې ده
يا پرۍ د امن پۀ پنجه كښې دېو نيولې ده
ښكاري څه خېمې لـۀ تندې شته سوې سينې پكښې
پاكې پاكې جونې نارينه او ارتينې پكښې
اور اخلي بې واره د ګرمۍ نه پشمېنې پكښې
زياته ده د بټ نه كربلا شګې نينې پكښې
سيند هم له ګرمۍ دے پيچ و تاب راوړلے تاب نه شي
ځان د سيند په مخ ښودلے سترګه د حباب نه شي
نن د ګرمۍ چې لـه وحشته ساه ډوبېږي ولې
يخې خولې د پشه كال پۀ مخ بهيږي ولې
د كربلا خشكه فضا ګلستانېږى ولې
سبا پۀ چغو د يثرب پۀ لور چلېږى ولې
وړي پۀ ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسېن
شفق پۀ وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
هور ته مخامخ د ګرد پۀ مېنځ كښې رااوچت شو ګرد
زغل كوي اسمان وته د چا نه پۀ هېبت شو ګرد
پورته اسوېلے د زړۀ د مزكې په حسرت شو ګرد
حېف چې خپل د خپل نه درومي نخه د هجرت شو ګرد
راغے په جولان وۀ د ګردونونه يو سوگر اوت
زړونه چې بې واكه شو د خلقو لـۀ خولې شو راوت
ګوره ورته مخكښې دبدبه د امامت لري
شاو ته صولت دغه زلمے د ولايت لري
شان د خلافت او د عصمت او د عفت لري
ځكه خو دستار پۀ سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنجتن ګڼه
اس يې مطيْن پۀ لاره ځي پۀ جست و خېزنۀ دے
پوهه د خپل سور پۀ زړۀ چې نېت يې د جنګرېز نۀ دے

امن پۀ دنيا كښې مدعا لري چې تيز نۀ دے
زوے د محمد اخر زمان دے څۀ چنګېز نۀ دے
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دښمن پۀ حيرانۍ ورته نظر اوكۀ
زړونو پرېشانو پْه درزا ترېنه خطر اوكۀ
راغے مخامخ مېدان ته غږ زوے د حيدر اوكۀ
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكۀ
ساه د يزيديانو په فضا كښې پس پسۍ شولې
شور او پۀ چپيا كښې پټې پټې ګنګوسۍ شولې
ولې به نۀ وي په هېبت عرش و كرسي او قلم
چې دي نهر د درېيو ورځو ماشومان د حسېن
سخته ګرمي محاصره لوږه او تنده اله
زين العبا، اكبر، اصغر او قاسم جان د حسېن
وې چې زۀ مومن يمه باغونه د ارمان لرم
ډك دے د جنت د ګلو زۀ هغه دامان لرم
توره مې پۀ تيكي كښې ده لاس كښې چې قراّن لرم
اوګورىْ چې شان د محمد اخر زمان لرم
زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه
اے بې لارې تګيو د بقا د اوبو جام يمه
زۀ يمه حسېن مور مې زهرا نيكه سرور زما
پلار ابوتراب و دلاور علي حيدرزما
ورور مئين پۀ صلح مجتبى شاه شبر زما
سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اے عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووے ورته دويْ مونږه خبر يو هر چې تۀ وايې
ښۀ وائې كۀ بد وايې خو ووايه چې څه وايې
تۀ چې د يزيد پۀ خوښه نۀ وايې ښۀ نۀ وايې
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دويْ به نرم په حجت نه شي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
جوړ به په دې وخت كښې بې له جنګه څه صورت نه شي
لاخو وه په فكر كښې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دښمن په غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش كښې چې زه غشے زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلو نو راح يمه
بچ مې لـه ګوزاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكۀ په اوږه باندې ګرزولے يم
زه يم چې حورانو په سندرو كښې ستايلي يم
چې غوره شوے د كوثگر د اوبو وېش لره وه
په مصيبت د صگبر جام نه شو نسكور د علي
راشه جوهر د قربانۍ كړه را په زړه د حسېن
د سړي توب په ائينه باندې دے پور د علي
داسې پرې ورګډ شو تابه وې ولاړ بهر نه وه
اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه وه
تورې دنګولې خلقو ياد ورته سپر نه وه
چا به چې د سر فكر كولو بيا به سرنه وه
سترګو د عمر شمر چې برق ذوالفقار اوليد
ګگويا چې حسېن يې په جامه كښې د كرار اوليد
خود به بې اوازه شو دوه نيم ورسره سگر دوه نيم
زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم
دلته به پياده وه هلته سور به وه اكثر دوه نيم
هر شے به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم
چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ كښې وه
توره د امام به يې رسا په كپرۍ كښې وه
راغله دا ندا چې اوس د فرض د استكمال اوشو
ستا نه نمايش هم د جمال هم د جلال اوشو
راشه لـۀ اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو
حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو
راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار كښې دي
جوړ دے ارايْش درته حورانې په سنګار كښې دي
●●●

 

پنځم ټوك 656 – 662 مخونه:

نوحه

ظالمه مه يې زوروه د مرتضى بچى دي
دا د خاتونې د جنت بي بي زهره بچي دي
په انبيا وو كښې لـه فخره يې اوچت كړو نبي
وې چې د دين نه قربانيږي دا زما بچي دي
د نبوت او امامت د ګلستان ګلونه
ناترسه لږ فكر خو اوكړه دا د چا بچي دي
د اصغر څاڅكي څاڅكي وينې دا صدا كو لـه
چې شو قربان د دين په ننګ د مصطفى بچي دي
حمزه هم د دوي ته مونږْ د مرستې او ولا كړونو
چې په مېدان د كربلا كښې بې نوا بچې دي
امام ولاړ دى شهېدانو ته حېران ګوري
چرته زاړه چرته ځوانان او ماشومان ګوري
څه پرده دارېي سترګې هم د جنګ مېدان ګوري
يوه په سور سالو كښې ناوې په ارمان ګوري
وائي زېنب په ژړا ښه ده خو لېمه چرته دي
ما به باران په تګيو اوكړو خو اوبه چرته دي
زړونه به وائي د بيبيانو چې بهر ورشو
چې په قاسم او په عباس او په اكبر ورشو
چې مو سايه لـه سره درومي چې په نمر ورشو
دي مو د سر پړوني تلونكي چې تور سر ورشو
يوه ماشومه د خېمې په پرده لاس لګوي
ترور ئې چې كوز كړي ترېنه خلاص هغه ئې پاس لګوي
رنګ ئې په وينو د اصغر ښكلى تندى ښكارى
په اداره كښې ئې د صبر غړوندى ښكاري
نه ځي خېمې ته كه نظر ئې ګړندى ښكاري
چې له په شونډو ئې لـه غرېوه رپندى ښكاري
واګې د زړ ه د استقلال په لاس امام وركوي
حكم قدم ته به په لوري د خيام وركوي
زړه ئې په ځاى كړو امام راوړ زير زبېخلے بچى
بانو وئيل امامه راكړه زما ښكلى بچى
اوبه يې وركړې كه دى څنګه داسې غلى بچى
اوښكى ئې وڅښلې وې واخله جل وهلى بچى
حرمل د غشى د توبرې ورته اوبه وركړي
زويه دې مخ د شهادت ته واخله سره وركړي
د نبوي نمر رڼا امامه
تياره دې لرې كړه لـه اسلامه
صدۍ شوې تېرې لابه تېريږي
قصه د غم دې نه شوه تمامه
بانو لاسونه ور اوږده كړه خو نظر ئې نه و
كسي ئې روغ دو، د څه كار وو، چې اصغر ئې نه و
زړه ئې پخوا و لا ناتوانه چې اكبر ئې نه و
دومړه ئې اووې هۍ ارمان دى چې حېدر ئې نه و
نن په دنيا كښې چې صاحب د ذوالفقار نشته
د معاويه د زوى په زړه كښې ځكه ډار نشته
حېران حېران به سكېنې ورته نظر اوكړو
بيا د اصغر نه به ئې پورته په مادر اوكړو
خبره نه وه څه تقرير ئې چې پدر اوكړه
خو د ترور اوښكو ئې په زړه د غم خبر اوكړه
په كوكو سر شوه وې زما په برادر څه اوشو
شوه ورتر غاړه وې چې مورې په اصغر څه اوشو
دلته دا حال وه د لښكر نه بهر زوګ راته
د پېغور غشى د امام صاحب په غوږ راته
د خېمو خواته وار په وار به شمر سګ راته
ورته په جوش به د امام هاشمي رګ راته
غږ به ئې وكړو چې كه زوى ئې د حېدر راشه
كله بْه خلاص رانه دننه شې بهر راشه
امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغى
ګويا په سر د كفرستان د تېرو نمر راغى
سترګې حېرانې وې، حسېن وه كه سرور راغى
اوبْه شو تريخې د كوفيانو چې حېدر راغى
حسېن وئيل ورته زه څوك يم پېژندلى مو يم؟
كه مو ليدلى پخوا نه يم اورېدلى مو يم؟
هغو وئيل ورته چې مونږه همه تا پېژنو
حسېنه مونږْ دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړانده خو نه يو ښه سبا اوښه بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد وكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دې بل مفر نشته
كه دې انكار وي په دې پوى شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغى
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغى
د خداى په در كښې قربانۍ لره خبر راغى
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغى
هاتف اواز كړو لا په ژوند درته يو غم پاتې دى
امامه لا خو د يزيد حد د ستم پاتى دى
پس د اتمام نه د حجت ئې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګوزار اونيو
اخر لـه لرې ئې د غشو ورته وار اونيو
سورى سورى چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
ميړني پيغمبئري زلمي اتلس
ننګيالي او هاشمي زلمي اتلس
كربلا كښې كوثري زلمي اتلس
له اسلامه قرباني زلمي اتلس
په محشر كښې به اتلس زره قامه
وايه څوك به ئې شي سيـال لـه خاص و عامه
دخوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اووئيل
هغه ملګرو ته لـه جوشه مرحبا اووئيل
برېت ئې كړه تاو او بيا ئې داسې په خندا اووئيل
زخمي زخمي ناتوان امام وته ئې دا اووئيل
ته راته ګگوره چې خېمې دې په رڼا لوټ كړم
زه چې نمسۍ او لوڼه نګينه ئې د زهرا لوټ كړم
دا اورېدل وو چې لـه سوخته هغه ځوان پاسېد
د ژوند ډيوه ئې په سلګو وه پهلوان پاسېد
د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد
لاس ئې كړو غشي ته را وائې خېست كمان پاسېد
وى چې شمره بې غېرته خبردار اوسه
زه لا ژوندى يم د خېمو نه مې كنار اوسه
شمر ترې ټوپ كړه بل طرف ته چې هېبت واخست
چې ستر جلال د امامت ترېنه همت واخست
بيا په ورو ورو زخمي امام هم نقاهت واخست
نمر د مخسوف پرده كښې پټ شو چې دهشت واخست
د ماسپښين د نمانځه وخت وه په قبله شو حسېن
د رب په در كښې په نياز او په سجده شو حسېن
دغه ستم وه په ژوندينې چې امام اوليدو
خېر ئې تالا ته د نبي د كور غلام اوليدو
دلته امام د قربانۍ بلند مقام اوليده
دلته خپل ځان ته ثقلېن ئې په سلام اوليدو
په ننداره كښې ترې د ځان و تن خبر لاړو
بيا خبر نه شو چې كوم وخت ورځنې سر لاړو
چې شوه معيار د مسلمان د عبديت سجده
د امامت او ولديت او د عصمت سجده
پكښې راجمع شوې سجدې د جن و انس و ملك
چې كړه ادا زمونږْ امام د شهادت سجده
●●●

 

پنځم ټوك663 – 664 مخونه:

د قرباني معيار

دا څنګه وخت دپاك نبي په خاندان راغلے
چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلے
دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دے
چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دے
دكربلا هره ذره لكه بلا ښكاري
دے عافبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري
دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا
په ډاګه پروت دے د امام شاه زمن نه جدا
مشك يې غلبيل سورے سورے په بيابان پاتې دے
د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دے
علي اكبر چې وۀ زلمے د زړه رڼا د حسېن
په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسېن
چې په كړه وړه كښې سراسر د پېغمبر غوندې وۀ
چې په يرغل او په ګوزار كښې د حېدر غوندې وۀ
حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو
راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو
د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وۀ
د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وۀ
ښكلے پېكر يې د شقي په يو ګوزار اورژېد
جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد
●●●

پنځم ټوك 665-669 مخونه:

مرثيه

مسكي مسكي دي جنتونه چې قاسم راځي
حورې غلمان كړي سنګارونه چې قاسم راځي
د زلمي تندې پۀ كوثر كښې كړې چپې پېدا
نبي بابا راوړي جامونه چې قاسم راځي
د كونډې پېغلې اسوېلو ته فرشتې راغلې
دي پۀ خېمو كښې فريادونه چې قاسم راځې
اے شهيدانو مظلومانو د بې كس ملګرو
راسره واخلئ څۀ ګامونه چې قاسم راځي
زين العباد بچيه څنګه پۀ هېبت پاسېدې
درته چا دركړۀ خبرونه چې قاسم راځي زما د سترګو نظر لاړو چې ټپرېږمه زۀ
لږ مې څوك اونيسئ لاسونه چې قاسم راځي
زمكه اسمان دي په فرياد په بې كسۍ د امام
زړونه لـه ډېره غمه چوي په بې بسمۍ د امام
چې مور او پلار مې شه درجار ورته رسول به وئيل
ته ئې زما دت زړه ګلزار ورته رسول به وئيل
نه ئې تر څنګ هغه ملګري ځوان مړدان پاتې دي
نه ئې خپل وروڼه نه زامن نه تربوران پاتې دي
خو په خېمه كښې يو رنځو زين العباد پاتې دى
د خپل بابا په بې كسۍ ئې داسې ننګ اوكړو
په دې حالت كښې هم هغه تكل د جنګ اوكړو
ورته امام هسې وئيل د سترګو توره زما
د حوصلې پشتي به پاتې نه شي نوره زما
چې خاتمه مې د بابا نيكه د ال اونه شي
چې د قيامت په ورځ زما نه د دې سوال او نه شي

 

بيا په يو ځان ئې همه واړه شهېدان كړه جمع
دا ننګيالي ئې د اسلام په يو مكان كړه جمع
په كربلا كښې چې بې ګور او بې كفن پراته وو
خزان ځپلي جوړ ګلونه د چمن پراته وو
بيا ئې زينب ته اوكړو غږ چې ګرانې خورې زما
اى د خاتونې د جنت د سترګو تورې زما
ورشه وسله زما د جنګ اوس په تلوار راوړه
هېر مې چې نه كړې د بابا مې ذوالفقار راوړه
خوركۍ ورشه ذوالجناح كړه راته ذين راو لـه
راغلى وار د قربانۍ مې دى يقين راوله
د زېنب شونډې په ريا شولې چې غرېو اونيوه
جوړ د مړۍ نه د راتلونكې صدمې د يو اونيوه
وې چې اى روره ډېر داغونه مې په زړه خوړلي
ځنې مې لوى ځنې اوسط ځنې واړه خوړلي
زړه به مې ستا روانېدل وي چې به سم شق شي
كه او وي پاتې نو به ستا د مرګ په غم شق شي
امام وئيل ورته زما د خاندان وارثې
د محمد او د زهرا ، شاه مردان وارثې
دا خاندان به اوس د تا په حفاظت كښې اوسي
لوى او واړه به همه ستا په تربيت كښې اوسي
چې شوه مجبوره ورته خور همه وسله راوړله
لور د حېدر وه چې ئې ښه په حوصله راوړله
سور چې امام شو د حرم ځنې بهر راغى
جوړ دښمانو ته په شكل د حېدر راغى
ورته امام مخاطبه كښې څه ډېر تللى نه وه
شور شو خېمو كښې لا مقصد ته رسېدلى نه وه
بېرته راستون شو وې چې خورې دا ژړا څنګه ده؟
زېنب وئيل وروره رڼا چې د بصر دى زمونږ
د تندې مري على اصغر په ځنكدن دى زمونږ
امام اصغر په غېږ كښې واخستو بهر راغى
د يزيدي لښكر په مخكښې سترګې تر راغى
ورته امام وئيل هر ګوره قصور وار يمه زه
ستاسو په خيال كښې به بې شكه كنهګار يمه زه
خو دا ماشوم د شپږو مياشتو كنګهار نه دى
ما كه قصور كړى وي دا خو قصور دار نه دى
وركړئ اوبه، د دې به اجر پاك اكبر دركړي
په بدله كښې به نبي درته كوثر دركړي
حرمله غشى ورګوزار كړو وې چې نه وركوم
واخله د غشي د توبرې ورته اوبه وركوم
غشي مرۍ كښې د معصوم اصغر تمام ښخ شو
بيا د مرۍ نه ان په مټ كښې د امام ښخ شو
لپه سپېڅلې پاكې وينې ته امام اونيوه
ورته كوثر د ساقي زوئې لكه د جام اونيوه
وى چې خاونده كړه قبولـه دا نيازبينه وينه
بيا ئې اسمان ته كړه ګوزار په ډيره مينه وينه
●●●

 

پنځم ټوك 670-675 مخونه:

مرثيه

يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اوښكې شته نۀ وينې چې پۀ تا يې زۀ قربان كړمه
وې بانو بچيه مرور لـه كوره چرته ځې
جار دې شه موركه دا خفه لـۀ موره چرته ځې
اودرېږه په مخكښې چې لوګے درته چشمان كړمه
يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اودرېږه نبي نيكۀ بابا ته مې سلام يوسه
هم يې مرتضى او مجتبى ته نام پۀ نام يوسه
وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه

 

يه اصغر زويه ………………….

چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نۀ ګورې
يه روره كۀ تۀ د سكينے اوښكو ته نۀ ګورې
مۀ ځه درته رويْ به د علي شاه مردان كړمه
يه اصغره زويه …………………………..
اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما
غم د تا دعون او محمد نۀ دے سوا زما
ترور درنه قربان شه زړۀ به څنګگه در عيان كړمه
يه اصغره زويه …………………………
يه زويه خاتونې د جنت ته سلام ووايه
بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه
اوس به بې د تانه په دنيا كښې څۀ ګزران كړمه
يه اصغر زويه ……………………………….
●●●

 

پنځم ټوك 672 مخ:

مرثيه

اوس په اخر كښې چې مېدان لره شبير راغے
د ابراهيم خليل الله د خوب تعبير راغے
لكه د غر په استقلال او جمعيت اودرېد
په تمكنت او په وقار او په شوكت اودرېد
چپه چپيا شوه د كوفيانو په لښكر كښې پېدا
شوه د هېبت يوه فضا په لر او بر كښې پېدا
امام د حمد او د ثنا نه ابتدا اوكړه
د فصاحت او بلاغت ئې انتها اوكړه
بيا ئې په پاك نبي سرور اووې درود او سلام
پس د هغې نه شو ګويانه د مطلب په كلام
وې چې اے خلقو نشته شك چې تاسو ما پېژنۍ
هم خاندان مې هم زما نيكه بابا پېژنۍ
خلقو څه لږ غوندې خو اوكړئ لـه خپل ځانه تپوس
بيا مو دننه په خپل زړه كښې لـه ايمانه تپوس
د تاسو زړونو ته رڼا د اسلام چا راوړې
د تاسو شونډو ته پياله د بقا چا راوړې
چا ته وئيلي پاك نبي وو سرداران د جنت
فخر د چا په غلامۍ به كړي ځوانان د جنت
د چاپه حق كې د نبي نه نورالعېن راغلي
حسين مني و انا من الحسين راغلي
څه حقائق څه په وېنا كښې فصاحت د حسېن
څه په خطبه كښې زړه راښكون او بلاغت د حسېن
چې ئې د درد او سوزه ډك ورته تقرير اوكړو
په كاڼي زړونو د كوفيانو ئې تاثير اوكړو
عمر او شمر په دې وخت كښې حېرانۍ اونيول
وار ئې خطا شو سراسر پرېشانۍ اونيول
وئيل هغو چې به عبث همه خواري شي زمونږ
همه لښكر كه اوس د جنګ نه انكاري شي زمونږ
ورته رامخكښې عمر سعد په شتاب راغے
په ډېر غضب او په هېبت او په عتاب راغے
ورسره شوې وه د دې د حكومت وعده
د اقتدار او د شوكت جاه و حشمت وعده
هسې نه دا د حكومت نه چې محروم پاتې شم
لكه چې ماشوم زما فطرت دے هسې شوم پاتې شم
هغه وئيل چې هو صحيح ده مونږْه تا پېژنو
حسېنه ، مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
خو چې بېعت د يزيد اونه كړې مفردې نشته
هم څه امكان د بل طرف ته د سفر دې نشته
لا خو بېعت ته د يزيد راشه ګردن اونيسه
او لا زمونږه نېزو او تورو ته دې تن اونيسه
بيا د ليندې نه ئې يو غشے په ډېر زور كړو ګوزار
ان برابر ئې د امام صاحب په لور كړو ګوزار
وې ګواهان اوسئ چې ما پرې ابتدا كړے دے
له هر چا مخكښې دا ګوزار په حسېن ما كړے دے
پوے شو امام چې بې لـه جنګه بله لاره نشته دے
د خداى په كړو كښې خو بل چا لره اختيار نشته دے
دا ګمراهان كله پوهيږي د ايثار په ژبْه
ورسره بويه ګفتګو ئې د ذوالفقار په ژبْه
نو پس د دې نه ئې په لاس كښې ذوالفقار اونيوو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيوو
وئيل په جوش كښې ئې زه غشے هم رماح يمه زه
د ذوالجلال و الاكرام يوه سلاح يمه زه
زه خپل نبي نيكه په غيږ كښې لوبولے يمه
حورو غلمانو په سندور كښې ستائيلى يمه
چې ائينه به همه عمر د جلال وه حسېن
وه حېراني چې سر تر پايه نن جلال وه حسېن
چې وه وارث د محمد نو داسې حال وه ضرور
څه د جمال سره اظهار ئې د جلال وه ضرور
ماته قلعه ئې د سړو كړه ترې بهر اووتو
لكه د غشي ذوالجناح ترېنه په پر اووتو
فرات لـه ورغلو حېرانه دښمنان شو ورته
اوبه ئې اونه څښلې ياد چې ماشومان شو ورته
بېرته راستون شو ترې چاپېر شوې د جفا لښكرې
كه وى هر څو ئې د يرغل نه وارخطا لښكرې
له هرې خوا پرې د نېزو غشو باران جوړ شو
په يو مظلوم باندې د هر خوانه طوفان جوړ شو
له اسه پرېوتو امام ګويا دنيا پرېوته
ځكه تر اوسه په امت كښې ئې غوغا پرېوته
يو ابلق سبى چې په ټټر ئې وو د برص داغونه
چې كړه پامال ئې د حضرت نبي د باغ ګلونه
وخت د مانځه وه پاك الله ته په سجده شو امام
هم په سجده كښې د شقي په لاس كشته شو امام
جوړې تقدير د مسلمان وه چې بدل ئې كړو نن
كوم چې معيار د قربانۍ وه مكمل ئې كړو نن
چې شوه معيار د مسلمان د عبديت سجده
د امامت او طهارت او د عصمت سجده
پكښې راجمع شوې سجدې د جن و انس ملك
چې كړه ادا امام حسېن د شهادت سجده
●●●

 

 

 

 

 

پنځم ټوك676مخ:

مرثيه

ځلند سړيتوب شو چې به تل وه پۀ سلګو كښې
چا بلى ډيوې كړې د ضمير پۀ اننګو كښې
ښكاري دصفېن غوندې صحرا د كربلا نن
بيا څۀ قراّنونه اوچت شوي پۀ نيزو كښې
باغ ته د اسلام يې چې سپرلى د دوام راوړو
ويره د فنا د خزان چرته پۀ غنچو كښې
سيال يې پۀ ماضي او مستقبل كښې ناممكن دے
څوك بۀ شي ترې وړاندې د ايثار پۀ مېړنو كښې
ثم نبتهل وائي فرزند د محمد دے
دا هغه امام دى چې پنځم وۀ په پنځو كښې
نن يې چې مسلم د ګمراهۍ لـۀ قېده اووېست
دادے چې ښكاريږي پۀ زنځير او زولنو كښې
غم كښې د امام دې حمزه اوښكو لمبې اوكړې
څومره حرارت دے ستا په يخو اسوېلو كښې
●●●

 

پنځم ټوك503مخ:

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ د روح يې دے لـه دغې بيماري
د كور خـلق بـــــــــــــــــرابــــــر د پردو نه وي
زه اول يم پنج تني بيا چار ياري
چې احمد علي زهرا حسېن واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس لـه دويْْ نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بو تراب د در تراب يْم
چې يې قيض تر قيامته دے جاري
●●●

 

پنځم ټوك 508 – 513 مخونه:

شفق سرخي د وينو دے نشان د حسېن
نن معلوميږي رزمگگګاه هر بيابان د حسېن
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسېن
نخښه دجوش او اشتياق د شهادت ده كۀ وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسېن
ولې به نۀ وي پۀ هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسېن
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسېن
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده لـۀ مخه
چرته كربل ډك لـه بلا او خاندان د حسېن
د قاسم ناوې لـه يې جوړ څه پۀ شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسېن
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسېن
د اّسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسېن
●●●

 

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسېن
ځكه د هر مسلمان زړۀ دے جلوه ګاه د حسېن
د تن ويښتۀ د حال په ژبه كړي ثنا د حسېن
سخ د هغو سر كښې د چا چې وي سودا د حسېن
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
پۀ ملكوت كښې ځائے پځائے دا هسې شور دے ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دے ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دے ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دے ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسېن
شفق پۀ وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې
نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې
نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې
نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې
چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
نن پۀ خپل مېنځ كښې ملائك كړي په حيرت خبرې
حورې غلمان وائي د سوز او د حسرت بدلې
دې نظارې ته قدرت هم پردې لـه مخ كړې لرې
راځي په جوش كښې د تسليم اورضا لښگكرې
جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسېن
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسېن
نن د ګرمۍ چې لـه وحشته ساه ډوبيږي ولې
يخې خولې د پشه كال په مخ بهيږي ولې
د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولي
وړي پۀ ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسېن
شفق د وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
سبب يې څه دے بې قرار چې شهيدان شو دوبار
تللي روحونه يې قالب ته پۀ رفتار شو دوبار
د كائنات د نياز سرونه نكونسار شو دوبار
بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار
د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو
لاس د قدرت و، په پنجه كښې يې مهتاب اونيو
د جلالت نه چې په لاس كښې يې نقاب اونيو
نمر په اسمان كښې د خسوف مخ ته حجاب اونيو
په رخصتۍ كښې زېنب واختے بلا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړۀ
بار دوادۀ دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړۀ
د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه
خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړۀ
قضا ته سر اېښے پۀ مخكښې ؤ رضا د حسېن
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسېن
نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت
جلوې په چا قربانېدو ته راليږي مكلوت
د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت

 

پۀ ائينه كښې منعكس شولو ناسوت د لاهوت

پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسېن
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسېن
دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)
د زړۀ ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول
كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نۀ وي نزول
راشه بېعت زمونږ په مخكښې د يزيد كړه قبول
ورته جواب كښگې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
لرې پرده شوه اصلي رنګ كښې نمايان شو اسرار
چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار
بيا چې شبير نه شو على ته امامت په رفتار
كۀ چا كتے شولے پخپله بې حجاب ؤ ستار
د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسېن
شاتورے راغلے ذوالجناح زخمي په حال زبون
د دين پټے دادے خړوبه كړو امام په خون
كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون
وكرامت د امام بې اوبو ژوندے چې و نون
د مظلومۍ وائي نوحه وس كربلا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسېن
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ كښې د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسېن
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسېن
زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نۀ شو
زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو
يار د هندے د زوے د زوے سره اقبال نه شو
ځائے د عبرت دے اّل يې پاتې پۀ دنبال نۀ شو
حمزه شاهان دي ځائے په ځائے اّل صفا د حسېن
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسېن
●●●

 

پنځم ټوك503 مخ:

حضرت امام حسين

دنبوي نمر ، رڼا امامه
تياره دې لـــــــرې كــــــــــړه لــه اســلامه
پيړۍ شوې تيرې لابه تېريږي
قصه د غم به دې نه شي تمامه
مياشت فروري سن يو څلوېښتم وه
زمان څپري كښې زما قدم وو
زمونږ ټهېكه وه مور چې بنا وې
تاريخ مې ياد شو چې ديارلسم وو
ترې بې خبره مه شې اے زويه
دهېندارې نه د زړه يې زدويه
چې پرې لوګي وي د ګناهونو
نيكي كوه ورپسې اے زما پويه
نه يم غلط حرف چې ياد شوم هېر شوم
نه مشتبه يم چې خلاص شوم ګير شوم
زړه مې درياب دے د حكمتونو
نه چې سېلاب يم ، راغلم او تېر شوم
په خوند كښې شېر يم په معنى شېر يم
ازاد لـه هر څه، خو يار ته ګېر يم
ابتدائي يْم ، انتهائي يم
په هر يو رنګ يم ، زبر او زېريم
چې مې په تا شوه ، د خاطر مينه
مينه شوه ورانه ، د تن سنګينه
جبين مې ايښے د نياز تا ته
چې بهره مومم ستا لـه جبينه
ستا په دولت خو زه پړده نه يم
ســــتا لـه امداده په پړده نه يم
زه د خپل رب يم د تا په شانې
د بندګانو پرور ده نه سم
ما وې د زړه كور، دې بے زمانه وو
ودان په ما وو او خپور زما نه وو
چې زه ترې لاړم هغسې كور دے
نه كور زما نه وو، نه شور زمانه وو
چې ماته ګورې و چاته ګورې
و چاته ګورې ، چې ماته ګورې
ته ماته ګورې، زه تاته ګورم
زه تاته ګورم، ته ماته ګورې
پرېشاني راوړي، خندا په ګل كښې
نغمه ښحي راوړي غم په بلبل كښې
كه پرېشاني ده كه غم، ژوندون دے
د شانې ګورې غاښ په كاكل كښې
جرمنه لاړه ، حمله دې لاړه
طاقت دې لاړ شو ، مزه دې لاړه
اوس به باران وي په تا د غم
قوت دې مات شو، شېبه دې لاړ ه
●●●

 

پنځم ټوك507 مخ:

چې مخلص په محبت كښى د علي يم
زه هر څوكه ګنهګارئيمه ولي يم
لا به ماپه خوب كښې شو ى نه يم ازيى يم
داد هغې پاكى مينى بركت دى
چې دښمن د خارجي او درغلي يم
دا چې څه زما د خولى نه اوريده شي
هم ددى په څير په زړه باندى جلي يم
شوه سر سبزهيى هستي لـه بو ترابه
ددانى نه رسيدلى تر پلي يم
هر قدم د تخيل مي حي دفعت ته
فخر علم ته چې خاورى د تلي يم
دا علمونه ظاهر ي دي ټول هډونه
باب د علم روږ دى كړى په نلي يم
كربلا شى ما حمزه ته چې دانه وي
دحسين د ذكر فكر عملي يم

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست