تبلیغات

د قبر پوښتنه په يوه روايت کې راغلي : څوک چې له درې څيزونو منکر شو؛نو زموږ لاروى به نه وي : د رسول اکرم معراج ، د قبر پوښتنه او د قيامت پر ورځ د خداى د اولياوو شفاعت . (بحارالانوار، ۶/ ۲۲۳) (١٠٠) مرحوم علامه طباطبايي وايي :په برزخ کې د انسان ژوند […]

د قبر پوښتنه

په يوه روايت کې راغلي : څوک چې له درې څيزونو منکر شو؛نو زموږ لاروى به نه وي : د رسول اکرم معراج ، د قبر پوښتنه او د قيامت پر ورځ د خداى د اولياوو شفاعت . (بحارالانوار، ۶/ ۲۲۳) (١٠٠)

مرحوم علامه طباطبايي وايي :په برزخ کې د انسان ژوند داسې دى ؛ لکه يو چاچې په ژوند کې څه کړى وي او يو قضايي سازمان راجلب کړى وي او پوښتنه او پلټنې ترې کېږي،دوسيه يې بشپړېږي او د محکمې په تمه په بند کې وي،څو د محکمې وخت يې را ورسي . (١٠١) (شيعه در اسلام ۱۰۱ مخ)

 

په قبر کې د څه پوښتنه کېږي ؟

حضرت امام زين العابدين به د هرې جمعې پر ورځ په مسجدالنبي کې خلکو ته وينا کوله او د وينا په ترڅ کې به يې خلک د قبر له پوښتنو هم خبرول،ويل يې :

١_ د انکير او منکير ړومبۍ پوښتنه دا ده:آيا د خداى عبادت دې کاوه او که مشرک وې ؟

٢_د رسول اکرم ،دين او قرآن شريف په اړه پوښتنه کوي .

٣_د مشرۍ په هکله پوښتنه کېږي،چې د کوم مشر(حق او باطل) ملاټر او د کوم ملا ماتوونکى وې ؟

٤_عمر دې څنګه تېر کړى دى ؟

٥_د شتمنۍ او مال په هکله به درڅخه پوښتنه کوي،چې له کومه دې کړي او په کوم ځاى کې دې لګولي دي ؟

بيا امام سجاد وويل :ځانونه د قبر د ړومبۍ شپې پوښتنو ته چمتو کړئ. (١٠٢) ( بحارالانوار ۶/ ۲۲۳)

په بل روايت کې راغلي،چې د دوستۍ او دوستانو په هکله هم پوښتنه کوي،چې له چا سره ملګرى وې ؟ (١٠٣)( بحارالانوار ۶/ ۲۶۰)

او په ځينو نورو روايتونو کې راغلي،چې په عالم برزخ کې د ګروهې د جرړې او دليلونو په هکله هم پوښتنه کېږي،چې په پټو سترګو دې د نورو پېښې کړې وې که استدلال او عقل دې منلې وه؟ ( ۱۰۴) ( بحارالانوار ۶/ ۲۶۳)

 

له چا پوښتنه کېږي ؟

په روايتونو کې راغلي دي : په قبر کې يوازې له هغوى پوښتنه کېږي،چې يا غښتلى مؤمن وي او يا غښتلى کافر وي او له معمولي انسانو نه په قبر کې پوښتنه نه کېږي،څو قيامت راورسي . (١٠٥)( بحارالانوار ۶/ ۲۳۵)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست