تبلیغات

  د معجزې مانا معجزه له”اعجاز” څخه اخستل شوې،چې په لغت کې څو ماناوې لري: ١- له لاسه ورکول؛ د مثال په توګه ويل کېږي: (( اعجز الامر الفلاني))؛ يعنى پلانى څيز د پلاني له لاسه ووت . ٢- په بل کې د عجز او بېوسۍ احساس؛ د مثال په توګه وايي: ((عجزت زيدا)) هغه […]

 

د معجزې مانا

معجزه له”اعجاز” څخه اخستل شوې،چې په لغت کې څو ماناوې لري:

١- له لاسه ورکول؛ د مثال په توګه ويل کېږي: (( اعجز الامر الفلاني))؛ يعنى پلانى څيز د پلاني له لاسه ووت .

٢- په بل کې د عجز او بېوسۍ احساس؛ د مثال په توګه وايي: ((عجزت زيدا)) هغه مې عاجز او بېوسى وموند.

مقابل لورى پاتې راوستل او بېوسه کول،چې په دې بڼه کې اعجاز د ((تعجيز)) په مانا دى؛ لکه ((اعجزت زيدا))؛ يعنې هغه مې عاجز او بېوسې کړ.

خو د”کلام” د پوهانو په اصطلاح کې، اعجاز داسې ښوول شوى: ((څوک چې د خداى له لوري د مقام ادعا کوي او د خپلې خبرې د رښتينولۍ لپاره هغه د ګواه په بڼه ترسره کوي، چې د طبيعت قانون مات کړي او نور دا چار و نه کړاى شي؛نو داسې خارق العاده چار ته “معجزه” او کولو يا سر ته رسولو ته يې اعجاز وايي .))

 

 

د معجزې شرايط

خارق العاده عمل ته هغه وخت معجزه وايي،چې لاندې شرایط ولري:

١- څوک چې د خداى له لوري د ځان لپاره د منصب ادعا کوي او هغه چار د خپلې خبرې د رښتينولۍ د ثابتېدو لپاره ترسره کوي.

٢- دا سړى،چې د کوم مقام ادعا کوي،بايد له عقلي پلوه بشر ته د امکان وړ وي او که د داسې مقام ادعا وکړي،چې د عقل پر ګواهۍ دروغ او په دې ادعا کې يې دروغ جوت شي؛نو که هر چار يې د خپلې خبرې د رښتيا جوتېدنې لپاره وي، معجزه ورته نه ويل کېږي، ان که نور هم،د هغه ددې کار له ترسره کولو بېوسې وي. د مثال په توګه: که يو سړى د “الوهيت” او “خدايي” ادعا وکړي؛نو محاله او ناشونې ده،چې داسې انسان به په ادعا کې رښتين وي؛ځکه څرګند دليلونه او عقل وايي،چې دروغ وايي.

٣- دا سړى،چې د کوم مقام ادعا کوي؛”شرع” ته هم بايد د منلو وړ وي؛نوکه دداسې مقام ادعا وکړي،چې دين يې ګرد سره دروغ ګڼي؛ نو په داسې حال کې هم که خارق العاده کار وکړي؛ نو د خبرې د رښتياينې پخلى يې نه کوي او ورته معجزه نه ويل کېږي. د مثال په توګه: که څوک د خداى له استازي حضرت محمد (ص) وروسته د خداى د استازۍ ادعا وکړي؛نو دا خبره يې کټ مټ دروغ ده؛ځکه د قرآن د آيتونو او د خداى د استازي او امامانو د حديثونو په رڼا کې حضرت محمد(ص) د خداى د استازيو خاتم دى او وروسته ترې د خداى استازي نه راځي .

٤- د اعجاز بل شرط دا دى،چې خارق العاده چار بايد د هغه پر ادعا د صدق ټاپه ولګوي؛ نه د دروغو. د مثال په توګه: که څوک د خداى له لوري د کوم مقام ادعا وکړي او بيا داسې عمل وکړي،چې نه يې شي کړاى؛نو په داسې حالت کې که دا عمل يې پر ادعا د دروغو دليل او شاهد شي؛ نو معجزه ورته نه ويل کېږي. د مثال په توګه: “مسيلمه” چې د “نبوت” ادعا کوله؛ نو د اعجاز لپاره يې د څاه د اوبو د زياتېدو لپاره په څاه کې خپلې توکاڼې واچولې، چې سرچپه پايله يې ورکړه؛يعنې بېخي د څاه اوبه وچې شوې.

د”حنيفه” د کورنۍ د ماشومانو پر سر يې لاس راښکود، چې ګنجيان شول او د ځينو پر ژبو يې، چې لاس وهلى و؛ نو تړتړيان شول. (وګورئ: ابن اثیرء؛ کامل:۱۳۸/۲)

٥- پينځم شرط دا دى،چې د اعجاز تکيه او ډډه بايد پر هېڅ علم، فن او هنر نه وي او د زده کولو او د ښوولو وړ هم نه وي او که څوک داسې کار وکړي،چې د کوم علم، فن يا هنر پر بنسټ وي او نور يې هم نه شي کړاى؛نو سره له دې،چې د معجزې نور شرايط هم ولري، معجزه ورته نه ويل کېږي. د مثال په توګه : ځينې کارونه، چې ((کوډګر)) کوي؛ سره له دې،چې خارق العاده دي؛ خو ورته معجزه نه ويل کېږي او خداى ته په کار نه دي،چې داسې عملونه باطل کړي او رسوا يې کړي،چې د خپلو دروغجنو ادعاوو له امله پر داسې چارو لاس پورې کړي؛ ځکه له علم او يو لړ نښو معلومېږي،چې داسې کارونه د يو لړ علمي او کتابي قاعدو او قوانینو پر بنسټ دي؛ نو که څوک يې زده کړي؛ ترسره کولاى يې شي.

هو! همداسې ډېر هېښنده درمل،چې طبيبان يې خپل ناروغانو ته ورکوي او پرې رغېږي، معجزه نه ده، سره له دې چې ان ځينې طبيبان او عادي خلک دا چار نه شي کړاى .


 

معجزه؛د نبوت ګواه

داچې اعجاز د طبيعي قوانينو ماتول دي؛نو بې د خداى له ځانګړې پاملرنې او بې غيبي او الهي زوره؛ د داسې خارق العاده کار ترسره کول يې کار نه دى؛ نو که څوک د “نبوت” ادعا وکړي او خداى يې هم ملاتړ شي او د معجزې په وسله يې سمبال کړي؛ نو خلک به باطل ته راواړوي او باطل به يې منلى او تصديق کړى وي، چې دا کار هم له حکيم خدايه محال او ناشونى دى او هېڅکله به يې ونه کړي؛ نو چا چې معجزه وکړه؛خبره يې رښتيا ده، چې دا يو مسلم قانون او روښانه حقيقت دى، چې هوښياران پرې په داسې چارو کې اړخ لګوي، چې قرآن هم دې حقيقت ته اشاره کړې ده. د ((الحاقه)) د سورت په ٤٤ – ٤٦ آيتونو کې وايي :

 ((وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ . لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ . ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ=او كه هغه (په دروغو) پر موږ كومه خبره تړلې واى،موږ يې ښى لاس نيوه،بيا به مو ښهرګ يې پرې کړى واى! ))

د آيتونو مراد دادى : د حضرت محمد (ص)،چې موږ نبوت تثبيت کړى او په لاس مو يې خلکو ته معجزې هم ورښوولي؛نو نه کړاى شي له ځانه کومه خبره پر موږ راوتپي او که فرض محال داسې کار يې و هم کړ؛ نو پر خپل ځواک به ترې ژوند واخلو او د باطلو پر وړاندې زموږ چوپتيا پر باطل د تصديق ټاپه ده،چې دا کار به دين ته ډېر بې بنسټه مطالب رادننه کړي؛نو پر موږ دي،چې خپل شريعت او قانون له بې بنسټه دروغو پاک کړو .

 

په اعجازکې تناسب

 مخکې مو هم دا خبره وکړه،چې معجزه هغه عمل ته ويل کېږي، چې طبيعي قوانين مات کړي او نور د هغوى په مقابل کې د عجز او بې وسۍ احساس وکړي؛ خو د معجزې پېژندل د هر چا لپاره امکان نه لري؛بلکې يوازې هغوى معجزه له نورو علمي، فني او هنري کارونو توپيرولاى شي،چې په هماغو کارونوکې کار پوه وي؛ ځکه د يو فن کارپوهان د هغه فن پر رګ رګ او ځانګړنو پوهېږي،چې آيا ددې کار ترسره کول د نورو لپاره امکان لري اوکه نه ؟؛ نو له دې امله کارپوهان تر نورو ژر معجزه تصديقوي؛خو بې خبره،ناپوه او هغوى چې پر مشابه او ورته علومو نه پوهېږي، د معجزې پر وړاندې ګنګس وي؛ نو ځکه د الهي حکمت غوښتنه ده،چې هر پېغمبر په داسې معجزه سمبال کړي،چې د هغه وخت صنعت او فن ته ورته وي،چې کارپوهان وکړاى شي، معجزه تر نورو فنونو او علمونو بيله کړي؛ځکه په دې بڼه کې به د خداى د استازي او د معجزې د راوړونکي حجت او دليل قوي او څرګند وي؛ نو د همدې ټولنيز قانون او الهي حکمت پر بنسټ، خداى حضرت “موسى” ته ((امسا)) معجزه ورکړه؛ ځکه د هغه په زمانه کې کوډې رواج وې او هغوى چې ددې چارو پوهان وو، تر ټولو مخکې يې حضرت “موسى” تصديق کړ او ايمان پرې راووړ؛ ځکه ويې ليدل چې د حضرت “موسى” امسا يې په حکم “ښارمار” شو او ټول هغه يې ښوى تېر کړل، چې په کوډو يې جوړکړي وو او بېرته د امسا په بڼه شوه؛ نو پوه شول،چې دا کار د کوډو له بريده وتلې خبره ده او په ستر غيبي او الهي ځواک پورې اړه لري؛ نو بې له دې چې پر “فرعون” چورت خراب کړي، د حضرت”موسى” عليه السلام پر معجزې يې ايمان راووړ.

د حضرت “عيسى” عليه السلام په وخت کې هم د “يونان” طب پرمختللى و او طبيبانو به هېښنده درملنې کولې؛ په تېره بيا په “سوريه” او “فلسطين” کې، چې د “يونان” تر واک لاندې وو، طبپوهنه پکې ډېره پرمخ تللې وه؛ نو دا چې خداى په دې سيمو کې حضرت “عيسى” ته د خلکو د بلنې دنده ورکړه؛ نو د خپل حکمت له مخې، حضرت “عيسى” ته يې داسې معجزه ورکړه،چې د هماغه وخت علم، فن او صنعت ته ورته وه؛ نو ځکه وسمن او حکيم خداى ورته د مړيو ژوندي کول، د ناروغيو د درملنې او د ړندو د بينا کولو معجزه ورکړه،چې د هغه وخت خلک وپوهېږي،چې دا کار د بشر له ځواک او د طبپوهنې له ولکې وتلې خبره ده او هېڅکله يې کوم علم يا فن نه شي ترسره کولاى؛بلکې بنسټ يې له طبپوهنې بهر غيبي سرچينه ده .

د جاهليت د وخت عرب د فصاحت او بلاغت په فن کې پرمخ تللي وو او په ادبي فنونو او پوهو مشهور وو،تردې چې ترمنځ يې په سيالۍ منظمې مشاعرې کېدې او تر ټولو غوره شعر ته انعام ورکول کېده،چې د سياليو کار تر دې را ورسېد،چې په شعرونو کې يې تر ټولو “غوره اوه قصيدې” وټاکلې او د سرو زرو په اوبو يې وليکلې او د کعبې پر ديوال يې راوځړولې، چې بيا پر((معلقات سبعه)) مشهورې شوې،چې تر هغه نېټې وروسته،هره قصيده يې،چې له دې اوو قصيدو سره پرتله کولې؛نو د طلائي شعر نوم يې پرې اېښووه .

وګورئ:

العمدة ۷۸/۱

په عربوکې ښځو او نرو شعر ته خورا ارزښت ورکاوه، چې د ښه شعر دغورولو د جاج چارې يې “نابغه زيباني” ته ورسپارلې وې،چې د حج په موسم کې يې په “عکاط” بازار کې ورته کېږدۍ وهله او شاعران ترې را ټولېدل او غوره شعر يې ټاکه .

وګورئ :

شعراء النصراینه ۴۰/۲ د بیروت چاپ.

نو هغه مهال د “عربستان” چاپېريال داسې و؛ نو ځکه د الهي حکمت غوښتنه وه، چې د اسلام پېغمبر پر خارق العاده فصاحت او بلاغت سمبال کړي، چې د عربو هر فصيح او بليغ ځان ته په ګونډو کړي،تسليم شي، خبرې يې پوچې وګڼي او د قرآن پر اعجاز ايمان راوړي.


 

غوره معجزه

دې خبرې ته پام په کار دى،چې د اسلام پېغمبر بې له قرآنه نورې معجزې هم درلودې؛ لکه ((شق القمر))، په حکم يې د چرموښکۍ خبرې کول او د وړو کاڼو تسبيح ويل؛ خو قرآن له دې ټولو معجزو مهمه، ټينګه او حيرانوونکې معجزه ده؛ ځکه :

١ د هغې ورځې نالوستي عرب د هستۍ له رازونو او علمه بې برخې وو؛ نو امکان يې درلود،چې دې معجزو ته په شک وګوري او پر يو لړ طبيعي قوانينواو هنرونو يې وروتپي، چې ترې خبر نه وو؛ خو د هغه وخت عربو ته د قرآن د اعجاز په اړه په زړه او ماغزو کې يو وړوکى شک هم نه و پاتې؛ ځکه هغوى په خپله د فصاحت او بلاغت پر فنونو پوهېدل.

٢- د خداى د استازي نورې معجزې لنډ مهالې وې او د تل لپاره ترې د ګټې اخستو امکان نه و؛خو قرآن د تل لپاره پاتې دى، چې موږ به هم د همدې کتاب په راتلونکيو بحثونو کې د پېغمبر اکرم (ص) پر نورو معجزو رڼا واچوو.

٣- د نورو پېغمبرانو او د پېغمبر اکرم (ص) نورې معجزې يوازې له يوه اړخه د اعجاز بڼه درلوده؛خو قرآن له بېلابېلو اړخونو اعجاز لري،چې يو څوو ته يې د بېلګې په توګه اشاره کوو:

 

 قرآن ادبي معجزه ده

  هغه مهال چې حضرت محمد(ص) په پېغمبرۍ وياړمن شو او د نړۍ ټول خلک يې اسلام ته راوبلل؛نو يوازې د قرآن په وسله سمبال و او له هماغې وسلې سره د مخالفینو مخې ته ورتله او د قرآن په اعجاز يې پر ټولو خپله غاړه خلاصوله او پر ډاګه يې دا خبره کوله:(( که تاسې يې نه منئ،چې دا قرآن د خداى له لوري دى؛نو تاسې هم تکړه شئ او په څېر يې يوکتاب راوړئ.)) چې په دويم ځل ورته لږ راکوز شو او ورته يې وويل چې: (( که کړاى شئ؛ نو د قرآن په څېر لس سورتونه راوړئ او په پاى کې خو يې ورته وويل،چې د قرآن د سورتونو په څېر يو سورت راوړئ.))

د پېغمبر اکرم له وخته قرآن او اسلام مخالفانو ته داسې وړانديز کړى و؛خو تر اوسه هيچا هم ځواب نه دى ورکړى او ور به يې نه کړي او د هغه وخت عربو، چې په فصاحت او بلاغت کې يې نوم درلود،له قرآن سره د مبارزې لپاره،تر ټولو د ساده لارې وړانديز يې ورته وکړ، چې تر اوسه يې خولې چوپې دي؛ نو له همدې لارې قرآن په تاريخ کې خپل برى ثابت کړ او خپل نوم يې د تل لپاره ژوندى وساته او خپل ارزښت يې لاپسې زيات کړ؛ نو د هغه وخت فصيح ژبو عربو، چې څومره هم زور وواهه،دې پايلې ته ورسېدل،چې قرآن اعجاز دى؛ ايمان يې پرې راووړ او د تل لپاره يې ځان نېکمرغه کړ؛خو ځينو ځېل وکړ او په توره له اسلام سره لاس و ګرېوان شول، ددې پر ځاى،چې په ادبي وسله له قرآن سره مبارزه وکړي،چې له دې اړخه يې بېوسي ددې دليل دى، چې قرآن وحې ده او جوتوي،چې په څېر يې راوړل د انسان له وسې وتلې خبره ده؛ خو پر دې هم پوهېدل په کار دي، چې قرآن يوازې د هغه وخت عرب نه وو ننګولي؛بلکې ټول تاريخ ته يې اعلان کړى او ټول انسانان او پېريان يې خپلې سيالۍ ته رابللي،چې د “اسراء” سورت په ٨٨م آيت کې ورته وايي : (( قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى‏ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيراً = ووايه:(( كه (ټول) انسانان او پېريان راټول شي،چې د قرآن په څېر بل قرآن راوړي؛ نو را وړاى نشي،كه (په دې چار كې) څومره يو د بل لاسنيوى وكړي .))

په تاريخ کې د اسلام دښمنانو او مسيحيانو ډېرې هلې ځلې وکړې او ډېرې پیسې يې ولګولې،چې د اسلام او مسلمانانو عظمت راټيټ کړي او د اسلام د پېغمبر او قرآن مقام ټيټ وښيي، چې ددې کار لپاره همدا اوس هم منظمې تشکيلاتي هڅې لري.

 

قرآن همېشنۍ معجزه ده

په تېرو مخونوکې څرګنده شوه،چې د انبياوو د پېژندنې يوازېنۍ لار معجزه ده او ددې لپاره، چې د تېرو پېغمبرانو د نبوت دوره دټاکلې مودې او ځانګړي وخت لپاره وه؛ نو ښکاره خبره ده، چې معجزه يې هم د هماغه وخت لپاره وه؛ځکه پر ځينو به په هماغو وختونو کې په همدې لنډ مهالو معجزو غاړه خلاصېده او نورو ته به، چې خوله په خوله ويل کېده؛ نو له دې لارې به پرې غاړه خلاصول کېده؛ خو همېشنۍ “شريعت” او “نبوت” بايد همېشنۍ معجزه هم ولري؛ ځکه که معجزه په ځانګړي ځاى او خلکو پورې ځانګړې شي؛ نو په راتلونکې کې به خلک هغه معجزه په سترګو و نه ليداى شي .

پرله پسې خبرونه او روايتونه هم کېداى شي د وخت په تېرېدو له منځه ولاړ شي او يا لږ تر لږه د ډول ډول لاملونو له لارې پکې شک رامنځ ته شي؛ نو په داسې حال کې ،په راتلونکې کې به پر هغو خلکو غاړه نه وي خلاصه شوې ،چې معجزه يې نه وي ليدلي او که بيا خداى داسې خلک د دين او پېغمبر په اړه راونيسي؛نو هغوى به پړه نه ګڼل کېږي، حال دا چې خداى هېڅکله داسې کار نه کوي، چې پر چا يې غاړه نه وي خلاصه کړې او بيا يې پړ وګڼي؛ نو ځکه مې وويل: همېشنۍ نبوت، همېشنۍ معجزه غواړي،چې تل پر نبوت د رښتينولۍ دليل وي او خداى قرآن ځکه راولېږه،چې د وروستي پېغمبر د نبوت همېشنۍ اعجاز وي او لکه څنګه چې يې په تېرو غاړه خلاصه کړې،راتلونکيو ته هم روښانه دليل او د غاړې د خلاصېدو لامل وي؛ نو دا څه مو چې وويل، داسې ترې پوهېداى شو چې:

(الف) : قرآن د ټولو پېغمبرانو پر معجزو او همداسې د اسلام د پېغمبر پر نورو معجزه غوره والى لري؛ځکه قرآن د قيامت تر ورځې پورې همېشنۍ معجزه ده.

(ب) د تېرو شريعتونو او قوانينو وخت پاى ته رسېدلى دى؛ځکه د هماغه وخت لپاره ول.

دا چې “د یهودو د دین پېر تېر شوی، دلایل او معجزې یې پوره شوي دي”، په دې اړه مې له یو یهودي عالم سره خبرې اترې کړي، چې پام مو ورته را اړوم:

[ورته مې وويل: (( د موسى شريعت يوازې د يهودانو لپاره دى او که د ټولو نړيوالو لپاره؛نو که يوازې د يهودو لپاره وي؛نو نور ملتونه بل پېغمبر ته اړتيا پيدا کوي،چې ستاسې له نظره هغه پېغمبر به بې د اسلام له پېغمبره بل څوک وي؟ او که د موسى شريعت د ټولو نړيوالو لپاره وي؛نو يو همېشني،تلپاتې او ژوندي شاهد ته اړين دى. حال داچې نن داسې کوم شاهد او دليل نشته؛ځکه د حضرت موسى ټولې معجزې د هغه په وخت پورې ځانګړې وې او تر هغه وروسته يې، د معجزو اغېز نه ليدل کېږي،چې د ډاډ او يقين لامل شي او د يهودو دين د تل لپاره ثابت کړي او په ټولو وختونو کې ددې دين د حقانيت جوتوونکى وي .

دا نيوکه يوازې د يهودو پر دين نه ده؛بلکې ټولو تېر و اديانو ته متوجه ده او دا يوازې اسلام دى،چې معجزه يې په ټولو وختو کې ژوندۍ او په ټولو ملتونو او نسلونو کې جريان لري او د قيامت تر ورځې به له نړيوالو سره خبرې کوي او حق ته به يې رابلي.

موږ هم د هماغې همېشنۍ معجزې له لارې،چې قرآن دى،اسلام پېژنو او تصديقوو يې او چې کله مو اسلام وپېژنده او تصديق مو کړ؛نو مجبور يو،ټول تېر شوي پېغمبران هم تصديق کړو؛ځکه قرآن او د اسلام پېغمبر،د هغوى تصديق لاسليک کړى دى.

لنډه داچې يوازې قرآن همېشنۍ معجزه ده، چې تېر اسماني کتابونه تصديقوي او د ټولو تېرو پېغمبرانو پر صدق او پاکۍ ګواهي لي او درناوى يې کوي.]


 

قرآن انسان سازه معجزه ده

قرآن يوه بله سرلوړې ځانګړنه لري،چې دې ځانګړنې يې هم د نورو پېغبرانو په معجزوکې او هم د قرآن د اعجاز په نورو اړخونو کې، شمله هسکه کړې او هغه : د انسان د لارښوونې او نېکمرغۍ ضمانت کول دي،چې انسان به د کمال او انسانيت تر ټولو لوړو څوکو ته رسوي او هر اړخيز او واقعي انسان به ترې جوړوي؛ ځکه قرآن هماغه اسماني کتاب دى،چې سرغړاندو عربو ته يې لار وښووه او هغوى يې له بوت لمانځنې او اخلاقي فسادونو وژغورل او په لنډه موده کې يې جګړې، وينې تويولو او جاهلي وياړونه پاى ته ورسول او له ناپوهه او خونړي انسانه يې داسې انسان جوړکړ، چې د عالي تاريخ او فرهنګ بنسټ يې کېښود،چې اصل پکې اخلاقي فضايل او انساني اصول دي.

که څوک د اسلام وياړلى تاريخ ولولي او وويني،چې د رسول اکرم اصحابو يې څنګه پر وړاندې د شهادت جامونه څښل؛ نو هله به د قرآن د لارښوونې پر عظمت او مقام پوه شئ او د قرآن لارښوونې ته به هله سلامي شئ، چې ووينئ يوازې قرآن و،چې د هغه وخت له خونړيو ناپوهو عربو يې څنګه له کماله ډک انسانان جوړکړل.

د”بدر” جګړې ته له تګ مخکې،چې پېغمبر اکرم له يارانو سره سلا مشوره کوله؛ نو د همدې خبرې د پخلي لپاره مو پر هغه مهال د حضرت “مقداد”رض خبرې راخستې دي، چې ويې ويل:

((رسول الله! هغه وکړه،چې څه د خداى حکم وي او موږ مسلمانان هم په دې لار کې د مرګ تر پولې درسره يو. پر خداى قسم! چې موږ به درته هغه و نه وايو،چې بني اسراييلو “موسى”(ع) ته وويل، چې ته په خپله د خداى په ملاتړ جګړه پيل کړه او موږ به دلته درته ناست يو؛ بلکې موږ درته وايو: د خپل خداى پر ملا تړ جګړه پيل کړه او له دښمن سره جګړه وکړه او موږ به دې هم ملاتړ يو. پر هغه خداى قسم،چې ته يې پر حقه را لېږلى يې، که د”حبشې” پر لور مو ددې سمندر له څپاندو څپو هم تېرکړې؛ نو درسره به ولاړ شو.))

چې د خداى استازي له حضرت “مقداد” څخه مننه وکړه او ورته يې د خير دعا وکړه.

وګورئ:

طبري تاریخ۱۴۰/۲، دویم چاپ.

دا له مسلمانانو يو دى، چې هغسې د خپلې عقيدې او پولادي هوډ څرګندونه کوي او د حق، آزادۍ او د شرک له منځه وړلو لپاره دغسې په غوسه خپله عقيده اعلانوي،چې په هغه وخت کې داسې مسلمانان ډېرول،چې پر خپله عقيده داسې کلک او د حق دفاع ته چمتو ول او دا قرآن و،چې په هغو خونړيو او سرغړاندو کې يې د ايمان دغسې روحيه او رڼا واچوله او د قرآن له برکته ول،چې مسلمانانو د اتيا کلونو په ترڅ کې داسې سترې برياوې لاس ته راوړې، چې نورو په اته سوه کلو کې لاس ته را نه وړاى شوې.


 

په قرآن کې همغږي

و مو ويل : قرآن له هر اړخه اعجاز لري، د قرآن د اعجاز پر څو اړخونو مو لږه رڼا هم واچوله. د قرآن د اعجاز بل اړخ همغږي ده، چې په آيتونوکې يې کوچنى اړپېچ،نيمګړتيا او ټکر نه ليدل کېږي. دا خو ټولو ته جوته ده،چې که څوک په دروغو شريعت او قانون جوړ کړي؛ نو وغواړي که و نه غواړي، په خبرو کې يې ټکر رامنځ ته کېږي،په تېره بيا که دا قانون ايښوونه يې د بېلابېلو مهمو موضوعاتو لپاره وي؛ لکه اعتقادي،اخلاقي، د ژوند د اصولو او د ټولنې ډول ډول نظامونو ته.

دا سپينه خبره ده،چې د دروغجن انسان په خبرو کې ټکر وي او هغه هم داسې ټکر، چې بيا يې ترې د تېښتې لار هم نه وي؛ ځکه دا د بشري طبيعت غوښتنه هم ده؛ لکه يو متل هم دى،چې ((دروغجن حافظه نه لري.))

 قرآن د بشر پر ډېرو دودونو نيوکې کړي او په ډېرو مسايلو کې يې پراخه خبرې هم کړي؛خو سره له دې هم، په خبره کې يې کوچنى ټکر نه ليدل کېږي؛ د ((خداى پېژندنې)) ، ((نبوت)) ، ((معاد))،((سياست))، ((ټولنيزو چارو))،(( اخلاقي مسايلو))، ((تاريخ))،((جګړې))،((سولې))،((ځمکني او اسماني موجوداتو))،((پرښتې))،((ستوريو))،(( بادونو))، ((سمندرونو))، ((بوټو))،(( څارويو))، (( انسان)) او…. په اړه يې خبرې کړي؛ خو بيا هم پکې ډېره لږه نيمګړتيا او ټکر نه ليدل کېږي او په دې ټوله لار کې ان يوې شېبې ته هم د عقل له کړۍ نه دى وتلى.

کله قرآن د يوې پېښې يا څيز په اړه په دوو يا په ډېرو ځايو کې خبرې کړي؛خو بيا هم پکې هېڅ ټکر نه ليدل کېږي. د بېلګې په توګه: په قرآن کې مو د حضرت ((موسى عليه السلام)) کيسې ته پام را اړوم،چې په قرآن کې څو ځل راغلې؛خو ګورو هر ځل چې راغلې، ځانګړى خوند لري،چې په بل ځل کې يې دا ځانګړنه نشته، بې له دې چې په اصل مطلب او د کيسې په مطلب کې يې کوچنى ټکر يا اړپېچ رامنځ ته شي او که دې ټکي ته هم پام وشي،چې قرآن يو دمي نه دى نازل شوى او په درويشتو کلو کې ورو ورو د ډول ډول پېښو په ترڅ کې نازل شوى؛نو دا حقيقت به نور هم روښانه شي،چې قرآن د ستر خداى له لوري راغلى او د بشر له وسې وتلى او اوچت کار دى؛ځکه د وخت او اوږد واټن غوښتنه خو دا وه،چې کله آيتونه يو ځاى راټول شي؛نو پکې به ناهمغږي او اړپېچ ليدل شوى واى؛ خو ګورو،چې قرآن په دواړو بڼو کې خپل اعجازخوندي ساتلى دى.

هغه ورځ،چې ټوټه ټوټه او بېل بېل رانازل شو،چې هماغه ټوټه توب يې معجزه و او په خپله دا اړخ يې هم معجزه و او په خپله قرآن هم دې ځانګړنې ته اشاره کړې ده او د “نساء” سورت په ٨٢م آيت کې وايي:

((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اړپېچاً كَثِيراً=(( ايا دوى د قرآن د ماناوو په باب نه ځير كېږي ؟! كه دا له ((الله )) پرته د بل چا له لوري واى؛نو هرومرو به يې په كې ډېر اختلافات موندلاى .))

دا آيت انسان يوې فطري او وجداني موضوع ته سيخوي، چې: د چا د ادعا او خبرو بنسټ،چې دروغ وي؛نو په څرګندونو کې يې ښکاره ټکر وي؛خو ټکر په اسماني کتاب (قرآن ) کې نشته؛نو ځکه قرآن د بشر له فکره راولاړ شوى نه دى او پر دروغو نه دى ولاړ.

قرآن له نيمګړتياوو پاک کتاب دى،چې په دې اړه دلايلو ته اړتیا نه شته ؛ بلکې څرګند حقيقت دى،چې د هغه وخت عربو هم پرې منښته کړى و، چې د “وليد بن مغېره” خبرې پرې شاهدې دي، چې “ابوجهل” يې د قرآن په اړه پر نظر ځان پوهاوه؛نو “مغيره” ورته وويل: ((زه به د قرآن په اړه څه ووايم؟ پرخداى قسم،چې په تاسې کې به زما هومره څوک د عربو له شاعرۍ او قصيدو سره آشنا نه وي،زما هومره به د شعر د فصاحت او بلاغت پر فنونو واکمن نه وي،زه پر هر ډول شعر،ان د پېريانو له شعر سره هم آشنايي لرم؛خو دومره به درته ووايم،چې د “محمد” خبرې دې يو ته هم ورته نه دي. هو! پر خداى قسم، چې په کلام کې يې ځانګړې خوږلني ده،چې تر ټولو کلامو غوره دى،چې ترې بل غوره کلام انځورېدای نه شي.)) “ابوجهل” وويل: (( وليده ! پر خداى قسم،چې پردې خبرو به دې خپل ټبر له ځانه خپه کړې. ))

” وليد” وويل : ((ښه؛نو صبر وکړه،چې په دې اړه سوچ وکړم))،تر زيات فکر او سوچ وروسته يې وويل: (( قرآن هغه کوډې دي چې “محمد” له نورو کوډګراو اخستې دي.))

وګورئ :

طبری تاریخ۹۸/۲۹.

ځينې روايتونه خو وايي،چې “وليد” وويل: (( له “محمد” څخه مې داسې خبرې واورېدې چې نه يې انسان او نه يې پېريان ويلاى شي او څه هېښنده خوږلنى لري،چې نوې او بې سارې خبرې دي او بېخ يې پوخ دى،چې بشر خو هغسې خبرې نه شي کړاى.))

وګورئ:

قرطبي تفسیر۷۲/۱۹.

که پخواني کتابونه وګورئ ،چې اسماني هم ښوول شوي؛نو ښکاره ټکر او اړپېچ پکې ليدل کېږي.

اوس به د “انجيل” څو ټکرونه-تناقضات را وسپړو :

١_ په “لوقا انجيل” کې راغلي،چې حضرت “عيسى”مسيح وويل: ((څوک، چې له ما سره نه وي؛نو هغه زما مخالف دى .))

وګورئ:

متی، ۱۲څپرکی، لوقا، ۱۱ څپرکی .

د هماغه “انجيل” په بل ځاى کې لولو،چې حضرت “عيسى” (ع) وويل : ((څوک چې زما مخالف نه وي؛ نو له موږ سره دى .))

وګورئ :

مرقس او لوقا، ۹څپرکی .

٢- په “انجيلونو” کې لولو چې: (( حضرت “عيسى” ته يې د صالح ښوونکي خطاب وکړ؛نو و يې ويل: “چې ولې صالح ؟بې له خداى؛خو بل صالح نشته”))

وګورئ:

متی،۱۹ څپرکی، مرقس، ۱۰ څپرکی، لوقا ،۱۸ څپرکی.

د “انجيل” په بل ځاى کې ددې پرعکس خبره ليدل کېږي،چې حضرت”مسيح” وويل: ((زه صالح ساتونکى يم ))

او بيا يې وويل: (( او زه هماغه صالح ساتونکى يم .))

(وګورئ: یوحنا، ۱۰ څپرکی)

٣- په “متى انجيل” کې راغلي دي: (( هغه دوه غله،چې له حضرت “عيسى” سره غرغره شول،دواړو حضرت “عيسى” وراټه اوسپکې سپورې يې ورته وکړې.))

وګورئ:

متی، ۲۷ څپرکی.

او په بل “انجيل” کې ددې پرعکس خبره راغلې ده: (( يو له هغوى دوو مجرمانو حضرت “عيسى مسيح” ته وويل: ” که ته “مسيح” يې؛نو هم ځان او هم ما له دې غرغرې خلاص کړه.” دويم مجرم ورته وويل : ” ته له خداى او سزا يې نه وېرېږې، چې مسيح داسې رټې.”)) ( وګورئ: لوقا،۵ څپرکی)

٤- په “يوحنا انجيل”، پینځم څپرکي کې راغلي دي: (( که زه پر خپله ګټه شهادت ورکړم؛نو شهادت به مې سم نه وي.))

او بيا په همدې “انجيل” په اتم څپرکې کې راغلي دي: (( که زه پر خپله ګټه شهادت ورکړم؛نوسم به وي .))

دا په انجيلونو کې د اړپېچووو او ټکري ويناوو د شتون بېلګې دي. سره له دې چې کوچنی او پاڼې يې هم لږې دي او همدا بېلګې حقپالو او هغو ته چې له کينې او تعصبه لرې دي،سمه لارښوونه ده.

 

د قرآن نه بدلېدونکي حقيقتونه

قرآن د بېلابېلو چارو په اړه خبرې کړي:

کله ((خداى پېژندنه))،((عقلي پوهې))،((معارف))، ((دپیداېښت رازونه))، ((معاد))،((د طبيعت اخوا))،((ځمکه ))،(( اسماني کتلې))، ((ستوري))،((تېر تاريخ)) ،((انبياء او لارويان يې)) کله مثال راوړي او کله يې د غاړې خلاصېدو په پار په استدلال او برهان لاس پورې کړى دى.کله پر ځينو خويونو يې نيوکې کړي،د ((واکمنۍ))،(( تګ راتګ))،((مړي ژوندي))،((غم ښادۍ))، ((ټولنېزو اړيکو))،((عبادتونو))،(( واده))، ((کوروالي))، ((ښځې))،((مېړه))،(( ارث))،((حدودو))،(( قصاص))،(( ديه)) او نورو زياتو مسايلو په باب يې قوانين جوړکړي او داسې حقايق يې ښوولي،چې وړوکې غلطي،بطلان او تېروتنه پکې نشته،چې دا کار ذاتاً د بشر له له وسې وتلى دى او څوک نه شي کړاى،هرې وړې او غټې خبرې ته بې له نيمګړتيا، همېشنى قانون جوړکړي، په تېره بيا که داسې خلک نالوستي او بېدياني هم وي،چې له داسې پوهو سره پوټى آشنايي هم نه لري؛نو ګورو چې که څوک د يوه څه په اړه څه نظر څرګند کړي،ډېر وخت پرې لا ‌‌ نه وي اوښتى،چې له ډول ډول نيمګړتياوو او تېروتنو يې پرده اوچته شي؛ځکه دا د نظري علومو ځانګړنه ده،چې څومره پر يوې مسلې بحث وشي،زيات حقايق يې مخې ته راځي؛نو ځکه يې ويلي دي:

(( حقيقت د خبرو اترو،بحث او څېړنو پايله ده.))

ډېر مجهولات وي،چې حل يې پخوانيو خلکو، راتلونکيو ته پرېښى وي او ډېر دي داسې فلسفي کتابونه،چې پخوانيو ليکونکيو او د نن پوهانو نقد او کره کړي او ډېر دي داسې بحثونه،چې تېرو خلکو ته د مباحثې او څېړنو له لارې جوت شوي دي؛خو نن بې بنسټه دي او يوازې يو لړ معلومات شمېرل کېږي؛خو ددې دومره وخت له تېرېدو سره او د علم او د خلکو د فکر له هر اړخيز پرمختګ سره، بيا هم چا په قرآني قوانينو کې تر اوسه ډېره لږه نېمګړتيا هم نه ده پیدا کړې .

هو!ځينې شته، چې د کينې له امله پر قرآن بې بنسټه نيوکې کړي،چې ډېر ژر به ورته ځواب ورکړو .

 

 

د قرآن وړاندوينې

قرآن په ځينو ځايو کې وړاندوینې کړي،چې تر څه مودې وروسته پېښې شوي دي؛ البته شک نشته،چې دا هماغه له غېبو خبرېدنه او وړاندوينې دي،چې د وحې له لارې ويل کېږي. اوس به د قرآن څو وړاندوينې را واخلو:

 

۱– د بدر د جګړې په اړه وړاندوينې:

قرآن د”بدر” د جګړې د بري په باب د “انفال” سورت په اووم آیت کې وړاندوينه کړې:

 ((وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتِيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛ خو خداى غواړي حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرانو جرړه پرېكړي (؛ نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره و نښلولئ او هغه ستره برى مو په برخه شو ) ))

دا آيت د بدر د جګړې په اړه نازل شوى،چې خداى پکې مؤمنانو ته د بري او د کافرانو له منځه تلل له وړاندې ويلي وو. سره له دې،چې په هغو ورځو کې د مسلمانانو شمېر لږ و او دومره جنګي وسایل يې هم نه لرل، تر دې چې په مسلمانانوکې يوازې حضرت “مقداد” او حضرت “زبېر بن عوام” (رضى الله عنهما) سپاره وو او نور ټول پلي وو او کفار په هر څه سمبال وو او د ځينو مسلمانانو په زړونو کې په دې اړه څه وېره هم وه ؛خو خداى په دې آيت کې هغوى ته خپله اراده اعلان کړه،چې غواړي حق پر باطل برلاسى کړي او دا ژمنه يې عملي هم کړه او په دې جګړه کې يې کفار مسلمانانوته اېل-مغلوب کړل.

 

٢- د رسول الله د دښمنانو د برخليک په اړه وړاندوينه:

خداى د “حجر” سورت په ٩٤- ٩٦ آيتونو کې د پېغمبر اکرم د سر سختو دښمنانو په اړه وړاندوينه کړې ده : (( فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ . إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ . الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ = نو د څه چې ورته حكم كېږي، په ډاګه يې کړه او له مشركانو مخ واړوه ( او پروا يې مه كوه ) ؛(ځکه) موږ به تا د ملنډو وهونكيو له شره وژغورو؛ هماغوى، چې له الله سره يې بل معبود ونيو؛ خو ډېر ژربه (پرحقيقت) پوه شي! ))

دا آيتونه په مکه کې د اسلامي غورځنګ د بلنې په پيل کې نازل شوي او ځينو مفسرينو؛ لکه “بزاز” او “طبراني” ددې آيت شان نزول له حضرت “انس بن مالک” (رض) څخه روايت کړى دى :

((يوه ورځ پاک نبي په مکه کې پر يوې ډلې تېرېده،چې پر پېغمبر اکرم يې ملنډې ووهلې او ويې ويل:” دا هماغه دى،چې ګومان کوي د خداى استازى دى او جبراييل ورته راځي”،چې دا آيت راغى او له پېغمبراکرم سره يې د غيبي مرستو ژمنه او د برلاسي کېدو زېرى وکړ او پر رسول اکرم ملنډو وهونکيو ته يې وويل،چې پوزه به مو پر خاورو ومښل شي.))

دا آیت په داسې وخت کې نازل شو،چا نه شوه اټکلولاى،چې يوه ورځ به د قريشو عزت او پرتم له منځه ولاړه شي او واکمني به يې د رسول اکرم په برياليتوب دړې وړې شي .

 

٣– پر ټولو ادیانو د اسلام برى:

په دې اړه د “صف” سورت په نهم آيت راغلي دي :

 ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې پر ټولو ادیانو يې بريالى كړي او كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي. ))

 

٤- د ايران او روم د نښتې وړاندوينه:

د روم سورت په ٢- ٣ آيتونو کې راغلي :

غُلِبَتِ الرُّومُ . فِي أَدْنَى‏ الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ = روميانو ماتې وخوړه او دا ماتې) په ډېر نژدې هېواد كې وه؛ خو تر(دې) ماتې وروسته به ژر بريالي شي .))

څه چې دې آيت وړاندې ويلې وو،د لسوکالو په دننه کې راپېښ شول او “روم”، “ايران” راوپرځاوه.

٥- دغښتلي دښمن د ماتې خوړوو وړاندوينه :

د “قمر” سورت په ٤٤ او ٤٥ آيتونوکې راغلي دي :

((أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُنتَصِرٌ . سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ= (خو پوه دې شي،چې) ژر به دا ډله ماتې وخوري او وبه تښتي! ؛بلكې د واقعي مجازاتو وعده ځى يې قيامت دى او د قيامت (عذاب) ډېر سخت او ډېر تريخ دى. ))

دا آيت د دښمن او مشرکانو د ماتې خبر ورکوي،چې د بدر په جګړه کې داسې وشول او،چې “ابوجهل” په خپل اس د خپل لښکر په مخ کې ودرېد او ويې ويل:((موږ به نن له “محمد” او يارانو يې غچ واخلو))؛خو خداى هلاک کړ او لښکر يې مات شو؛خو خداى د حق شمله هسکه کړه. دا پېښه په داسې وخت کې وشوه،چې مسلمانان لږ ول او چا باور نه شوکړاى، چې څنګه ٣١٣ تنه چې هېڅ ډول جنګي وسايل نه لري او يوازې دوه اسونه او اويا اوښان يې درلودل،چې په وار به پرې سپرېدل،پر داسې دښمن برلاسى شي،چې د هغې ورځې پر ټولوجنګي وسايلو سمبال وو او شمېر يې هم خورا زيات وو.

 

٦ _ د ابولهب په باب وړاندوينه :

خداى د “ابولهب” او د هغه د ښځې په اړه په”مسد” سورت کې وايي :

((تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ . مَا أَغْنَى‏ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ . سَيَصْلَى‏ نَاراً ذَاتَ لَهَبٍ . وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ. فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِن مَسَدٍ=د ابو لهب دواړه لاسونه دې غوڅ وي او پر هغه دې مرګ وي! شتمني او څه چې يې لاس ته راوړي وو،ورته ګټور نه شول . ژر به غرغنډن اور ته ورننوځي (او سوځي به)؛او خسبه ښځه يې(هم)،چې او په غاړه کې به يې د کجورو (د پوټکيو) رسۍ وي. ))

دا سورت د “ابولهب” په ژوندون نازل شوى،چې د هغه او د ښځې دوزخ ته د هغه او د ښځې يې د ورننووتو خبره يې کړې ده او له دې آيته ګټه کېږي،چې څو ژوندي وي؛ نو اسلام به و نه مني او همداسې به د خپل ځېل پر خره سپاره وي او هماغسې،چې قرآن وړاندوينه کړې وه،په کفر کې مړه شول،چې همدا کفر به يې د خداى په عذاب ککړ کړي.
د قرآن لوړې زده کړې

 د قرآن د اعجاز اووم اړخ دادى :

تاريخ ګواه دى،چې دا هېښنده قرآن، پر نالوستي انسان د ناپوهۍ په وخت کې نازل شوى،چې له لوړو علمي،فلسفي او الهي زده کړو ډک دى. ډېر ستر ستر فيلسوفان يې چوپ او په چورت کې اچولي،چې پرې منښته هم کوي،چې دا د قرآن بې له اعجازه بل هېڅ نه شي کېداى،چې په راروان څپرکي کې به پرې اوږدې ويينې وکړو.

په تشريع کې د قرآن اعجاز

د قرآن شريف د اعجاز اتم اړخ دا دى،چې قرآن په داسې وخت کې نازل شوى،چې په هغه وخت کې د قانون او مقدراتو خبره نه وه او خلکو د ځنګل په قانون کې ژوند کاوه او ان د “اروپا” خلک په ناپوهۍ او تورتم کې وو،چې نن دومره پرمخ تللي؛نو قرآن پر داسې مهال،په داسې خلکو کې،پر نالوستي انسان نازل شو،چې د بشر لپاره له ((الف)) څخه تر ((ى)) پورې هر څه پکې راغلي؛نو آيا دا بې د قرآن له اعجازه بل څه کېداى شي.

موږ په دې اړه په پينځم څپرکي کې اوږدې خبرې کړي،چې وبه يې لولئ.

 

په قرآن کې دپېدايښت راز

د قرآن د اعجاز نهم اړخ همدا دى،چې قرآن په بېلابېلو آيتونو کې، د هغې ناپوهۍ په وخت کې د خلقت له رازونو پرده اوچته کړې وه،چې نن د علم او تکنالوژۍ په مرسته بشر ته را برسېره شوي او لا به رابرسېرېږي،تردې چې ويل کېږي:

دا ((زمانه)) ده چې قرآن تفسيروي، چې دا په خپله د قرآن د اعجاز پخلى کوي،چې موږ پرې په شپږم څپرکي کې رڼا اچولې ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست