تبلیغات

    د قرآن د ظواهرو د حجيت مانا قرآن هغه کتاب دى، چې ظاهر يې ساده او ټول هغه خلک پرې پوهېږي،چې پر عربۍ پوهېږي او د بشر د عادي خبرو په څېر،څه چې د قرآن د آيتونو له ظاهره څرګندېږي او د پالونکي مراد هم د آيت له مانا هماغه ظاهري مانا ده،چې […]

 

 

د قرآن د ظواهرو د حجيت مانا

قرآن هغه کتاب دى، چې ظاهر يې ساده او ټول هغه خلک پرې پوهېږي،چې پر عربۍ پوهېږي او د بشر د عادي خبرو په څېر،څه چې د قرآن د آيتونو له ظاهره څرګندېږي او د پالونکي مراد هم د آيت له مانا هماغه ظاهري مانا ده،چې ترې اخستل کېږي او عمل پرې کېږي او د احتجاج،استدلال او د احکامو او اخلاقي دندو د لاس ته راوړو پر مهال د قرآن له هماغې ظاهري مانا ګټه اخستلاى شو،ډډه پرې وهلاى شو،عمل پرې کړاى شو او د سند او دليل په توګه ترې ګټه اخستلاى شو.

د قرآن له ظاهري مانا د سند په توګه ګټې اخستو ته “د قرآن د ظواهرو حُجيت” ويل کېږي .

نو وايو: د قرآن ظواهر حجيت او سند لري او کړای شو په بېلابېلو ځايو کې د قرآن پر ظاهري ماناوو ډډه ووهو او مستقل عمل پرې وکړو او په خپلو ويناوو،څرګندونو او استدلالونو کې يې راولو. د قرآن د ظواهرو د حجيت لپاره خورا دليلونه شته،چې څوو ته يې اشاره کوو:

 

1_ قرآن د ټولو کتاب دى :

شک نه شته،چې د اسلام پېغمبر د خپلو عادي خبرو او د خلکو د پوهولو لپاره ځانګړى دود نه درلود؛بلکې له خلکو سره يې د هماغوى په ژبه خبرې کولې . په دې حقيقت کې هم شک نشته،چې د خداى استازي قرآن ددې لپاره راوړى،چې خلک يې په مانا پوه شي،په آيتونو کې يې تدبر وکړي،لارښوونې یې پلې کړي او له هغه څه ځان وژغورو،چې ترې منع کړي يې يو.

په خپله په قرآن کې هم په ډېرو ځايو کې دې عقلي او نه منکرېدونکي حقيقت ته اشاره شوې او وايي:

 ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى‏ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا( محمد/24)=نو آيا په قرآن كې غور او تدبر نه كوي يا زړونو ته ( يې ځانګړي) کولپونه اچول شوي دي. ))

((وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ( زمر/27 )= او په يقين،چې موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثالونه ښوولي دي،ښايي پند واخلي. ))

 ((وَإِنَّهُ لَتَنزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ( شعراء/۱۹۲)=او په رښتيا چې دا (قرآن) د نړۍ پال (له لوري نازل شوى دى). ))

 ((نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ( شعراء/۱۹۳)=هغه روح الامين (جبرئيل) ستا پر (پاك ) زړه نازل كړى دى. ))

((عَلَى‏ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ( شعراء/۱۹۴)=چې له وېروونكيو شې؛))

((بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ( شعراء/۱۹۵)= (هغه يې) په رڼه او روښانه عربي ژبه (نازل كړى دى)؛ ))

((هذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدىً وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ( آل عمران/138)=دا خلكو ته څرګند بيان او پرهېزګارانو ته لارښوونه او نصيحت دى.))

 ((فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ(الدخان/58)=نو په حقيقت كې موږ هغه (=قرآن) ستا په ژبه اسان كړى، چې ښايي پند ترې واخلي. ))

((وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُدَّكِرٍ( قمر/17)=نو په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى دى؛نو ايا پند اخستونكى شته؟! ))

((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اختلافاً كَثِيراً( نساء/82 )=ايا دوى د قرآن د ماناوو په باب نه ځير كېږي؟! كه دابې له ((الله )) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې په كې ډېر اختلافات موندلاى. ))

پردې آيتونو سربېره ،په قرآن کې نور ډېر آيتونه شته،چې راښيي،چې قرآن ساده کتاب دى او د عرف او عامو خلکو لپاره راغلى دى؛نو ځکه بايد د عادي خبرو په څېر ظاهري مانا يې مفهومه او ټولو ته د پوهېدو وړ وي .

 

2_قرآن د نبوت ګواه دى :

قرآن د حضرت محمد (ص) پر نبوت دليل او حجت دى او ټول خلک يې له ځان سره سيالۍ ته رابللي،چې د قرآن د يو سورت په څېر خو يو سورت راوړئ ؛نو له دې مسلې ګټنه کېږي،چې ټول عرب او عادي خلک د قرآن په ژبه پوهېدل او په مانا يې سر خلاصېده؛ځکه که قرآن يې په نظر کې کړکېچن او د پوهې وړ کتاب نه واى؛نو ړومبى دا چې: خلک يې سيالۍ ته رابلل او د قرآن د يو سورت په څېر يو سورت راوړو ته رابللو به مانا او مفهوم نه درلود. دويم داچې که پر قرآن د پوهېدو وس یې نه درلود او د قرآن معجزه توب ورته نه و څرګند شوى؛نوهغه پايله لاس ته نه راتله،چې د قرآن د راتګ موخه وه او پر قرآن باندې ايمان ته د خلکو د رابللو له اصل سره يې اړخ نه لګاوه.

 

3_قرآن د مسلمانانو ډېره ستره مرجع ده :

په روايتونوکې راغلي،چې خلک بايد پر”ثقلين” [ = د خداى کتاب او د رسول اکرم عترت]،منګولې ولګوي او په خپلو ټولو شخړو او ستونزو کې ورته مراجعه وکړي او قرآن ته د خلکو مراجعه بې له دې بله مانا نه لري،چې ټول خلک بايد خپل کړه وړه له قرآن سره وسنجوي او داسې یې تنظيم کړي،چې د قرآن له ظاهره لاس ته راځي.

 

4_قرآن د روايتونو د پېژندو کچه او معيار دى :

امامانو په متواترو روايتونوکې قرآن د حديثونو د پېژندو کچه او معيار ښوولى دى او ددې روايتونو په رڼا کې ټول روايتونه بايد د قرآن په رڼا کې وليدل شي او له قرآن سره تطبيق شي او هر يو،چې له قرآن سره اړخ نه لګاوه،باطل او دروغ دى او بايد پر دېوال ويشتل شي او و نه منل شي. دا روايتونه څرګند او کوټلي دليلونه دي،چې د قرآن د آيتونو ظواهر حجيت او سند دي او پردې روايتونو سربېره، يو لړ نور روايتونه هم شته،چې وايي : شرطونه،تړونونه او ژمنې مو له قرآن سره وسنجوئ او له قرآن سره مخالف تړون ،د منلو وړ نه دى او هغه څه د منلو وړ دي،چې له قرآن سره مخالف نه وي .

 

5_د قرآن د آيتونو پر ظاهر استدلال :

د قرآن د ظواهرو پر حجيت پينځم دليل دادى،چې امامانو به په ځینو ځايو کې د قرآن د آيتونو پر ظواهرو استدلال کاوه او احکام يې ترې را ايستل؛لکه :

الف_”زراره” امام “صادق” وپوښت : له کومه مو راوړي،چې په اوداسه کې بايد د سر يو څه برخه مسح شي نه ټول ؟ امام وويل : ((لمکان الباء)) د ((باء)) د شتون له امله،چې د اودس په آيت کې کارول شوى او د قرآن له ظاهره معلومېږي،چې د سر يو څه برخه بايد مسح شي نه ټول سر.

ب_يوه ورځ امام “صادق”، “منصور دوانيقي” د “خبر لوڅ” د خبرې د نه منلو او له دوو په جنګ کولو منع کاوه او خپله خبره يې تردې ځايه را ورسوله،چې : د “خبر لوڅ” وينا د اعتبار وړ نه ده او بيا يې دا آيت ولوست :

((أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْماً بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى‏ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ(حجرات/6)= مؤمنانو! كه كوم فاسق درته يو ستر خبر راوړو؛ نو(په اړه يې) څېړنه وكړئ،هسې نه چې په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورسوئ او (بيا) پر خپلو كړو پښېمانه شئ. ))

ج_ يو سړي امام “صادق” ته وويل : زه په باس (ټټۍ) کې ځکه ډېر کېنم ،چې د ګاونډي له کوره موسیقي اورم؛ امامه ! راته وویاست چې دا کار مې څه حکم لري،حال دا چې نيت مې د موسيقۍ اورېدل نه دي؟ امام “صادق” ورته وويل: دا عمل دې حرام دى؛ځکه خداى وايي:

(( وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ الْسَّمْعَ وَالْبَصَرَ كُلُّ أُوْلئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً(اسرء/36)= او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))

څ_ امام “صادق” خپل زوى “اسماعيل” ته وويل : يوه ډله مؤمنانو،چې ستا پر وړاندې شهادت ورکړ؛نو شهادت يې ومنه ؛ ځکه خداى وايي :

((يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ(توبه/61)=(؛خو پوه شئ ) چې هغه پرخداى ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پرخبرو باوركوي. ))

ځ_امام “صادق” هغه ښځې ته وويل، چې له خپل مېړه يې درې طلاقه اخستې وو او ورته حرامه شوې وه: که دا ښځه له يوبل سړي سره واده وکړي او بيا ترې طلاق واخلي؛ نو هله کړاى شي له ړومبي مېړه سره واده وکړي، که څه هغه بل مريي وي؛ځکه خداى وايي :

((حَتَّى‏ تَنكِحَ زَوْجاً غَيْرَهُ(بقره/ 230)=( له خپل لومړي مېړه سره واده نشي کړای)؛خو داچې له بل چا سره واده وکړي.))

د_امام “صادق” وويل : که ښځه درې طلاقه واخلي؛نو له بل سړي سره په لنډ مهاله واده او متعه ړومبي مېړه ته نه حلالېږي؛ځکه خداى وايي :

((فَإِن طَلَّقَهَا فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يَتَرَاجَعَا ( بقره/ 230)=كه ( دويم مېړه ) ورته طلاق وركړ؛ نو باك نه لري،چې لومړى مېړه ورسره نكاح وكړي. ))

ددې آيت په ظاهر کې هغه ښځه، چې له مېړه يې درې طلاقه اخستې؛ نو پردې شرط به ړومبي مېړه ته روا شي او واده ورسره کړاى شي،چې له بل سړي سره واده وکړي او بيا له هغه طلاق واخلي او په لنډ مهاله واده کې خو طلاق نه شته، چې له ړومبي مېړه سره د واده لپاره شرط چمتو شي.

ډ_د يوه سړي د پښې نوک غورځېدلى و او درمل يې پرې ايښى و؛نو امام “صادق” يې د خپلې پښې د مسح د حکم په اړه وپوښت، امام ورته وويل : ددې او ورته مسئلو حکم په قرآن کې شته؛ځکه خداى وايي :

((وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ(حج/78)=او په دين (اسلام) كې يې پر تاسې څه سختي او دروند كار نه دى ايښى.))

بيا امام ورته وويل : د اوداسه پر مهال پر هماغه درمل مسح کوه .

ړ_ له ځينو ښځو سره د واده د حکم په باب امام وپوښتل شو. امام ورته وويل : جايز او حلال دى؛ځکه خداى وايي :

((وَأُحِلَّ لَكُم مَا وَرَاءَ ذلِكُمْ (نساء/24 )= بې له دې ( ويل شويو ښځو) نورې ښځې تاسې ته د خپلو مالونو په لاس ته راوړو روا شوي دي. ))

ږ_ امام د ځینو ځناورو د غوښو د حلالوالي لپاره پر دې آيت استدلال وکړ.

((قُل لاَّ أَجِدُ فِي مَا أُوْحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ(انعام /۱۴۵)=څه چې راته وحې شوي، غوښې پکې حرامې نه مومم. ))

ژ_بيا هم امام بې د بادار له اجازې د مريي پر واده نه کولو پردې آيت استدلال کوي، چې خداى ويلي دي :

((عَبْداً مَّمْلُوكاً لَا يَقْدِرُ عَلَى‏ شَيْ‏ءٍ(نحل ؛75 )=يو مريي دى،چې د بل چا په ملكيت كې دى او هېڅ يې له لاسه نه كېږي . ))

د قرآن د ظواهرو د نه حجيت د پلويانو دليلونه

ومو ويل او پر دليلونو مو جوته هم کړه،چې د قرآن د ټکيو ظواهر زموږ له نظره حجيت او سنديت لري؛خو سره له دې هم ځينې عالمان او د حديث پوهان له دې حقيقته انکار کوي او وايي : د قرآن ظواهر د عمل وړ نه دي؛ځکه کېداى شي، د پالونکي مراد له آيته بل څه وي،چې له ظاهره يې لاس ته راځي؛نو ځکه نه شو کړاى، د قرآن ظاهري مانا راواخلو او د کار په وخت کې ترې ګټه واخلو.

دا و د هغو استدلال،چې د قرآن د ظواهرو له حجيته انکار کوي او دليلونه یې هم راوړي،چې موږ پرې رڼا اچوو او ځواب يې ورکوو :

1_ آيا يوازې ځانګړي وګړي پر قرآن پوهېداى شي؟!

د قرآن د ظواهرو د نه حجيت پلويان وايي : د قرآن پوهېدل عمومي اړخ نه لري؛بلکې ځانګړي او ټاکلي خلک،چې د قرآن مخاطبان دي، پر واقعي مانایې پوهېداى شي او پر قرآن د پوهېدو کونجي يوازې د هغوى په لاس کې ده او په دې اړه پر راغليو روايتونو استدلال کوي،چې موږ يې يوه برخه راخستې ده:

الف _”شعيب بن انس” په يوه مرسل (هغه روايت،چې د روايتوونکيو لړۍ يې نه وي ياده شوي) روايت کې له امام “صادق” څخه رانقل کړي،چې امام “صادق” يو عالم ته وويل :ته فقيه يې؟ ويې ويل : هو! امام “صادق” : د کوم سند له مخې فتوا ورکوې؟ ويې ويل : د خداى پر کتاب او سنتو يې. امام “صادق” : عالمه! ايا د خداى کتاب هغسې پېژنې، چې ښايي او ايا ناسخ او منسوخ يې پېژنې؟ ويې ويل : هو! امام “صادق” ورته وويل: عالمه ! پر ځان ووېرېږه،چې د ډېر ستر علم ادعا دې وکړه ! آيا پوهېږې،چې خداى د قرآن علم يوازې د قرآن کارپوهو او هغوى ته ورکړى،چې قرآن پرې نازل شوى ؟! او دا علم د هېچا لپاره ميسر نه دى؛خو د نبوي کورنۍ ځانګړو کسانو ته! عالمه! پردې ځان پوه کړه،چې خداى د خپل قرآن يو ټکى هم درته نه ميراث او نه په برخه کړى .

ب _د “زيد شحام” په روايت کې راغلي، چې “قتاده” امام محمد “باقر” ته ورغى،امام ورته وويل : ته د بصرې فقيه يې؟ ويې ويل : خلک داسې ګومان کوي . امام ورته وويل : اورېدلي مې دي، چې قرآن تفسيروې . قتاده ورته وويل: هو ! امام : قتاده ! که له ځانه يې تفسيروې؛نو هم دې ځان هلاک کړى او هم نور، پر ځان ووېرېږه او که د نورو د وينا له مخې قرآن تفسيروې؛نو بيا دې هم ځان او هم نور هلاک کړي او پوه شه،چې پر قرآن يوازې هغه پوهېږي،چې د قرآن مخاطب وي .

ځواب :

په ټوليزه توګه له دې حديثونو او روايتونو موخه او مراد دادى،چې د قرآن پر حقيقت، ژورو مطالبو او تاويلاتو،ناسخ او منسوخ او د ظاهر او باطنو پېژندل يوازې په هغوى پورې ځانګړى دي،چې د قرآن مخاطبان دي؛لکه څنګه چې ړومبى روايت هم ددې خبرى پخلى کوي؛ځکه په دې روايتونو کې پوښتنه،له ژورې او واقعي پوهې او پر ناسخ و منسوخ د سمې پوهېدنې پوښتنه ده او امام “صادق” هم هغه عالم د هغه د سترې ادعا له امله پړکړ .

په دويم روايت کې هم د “تفسير” ټکى کارول شوى او تفسير هم د حقيقت د راسپړلو او د قرآن د آيتونو په ريښه او ژورتيا پوهه او د قرآن له ظواهرو پرده اوچتول دي،چې ستر،خطرناک او مهم کار دى،چې د هر چا کار نه دى؛خو د قرآن د آيتونو پر ظاهره پوهېدل، هغه ته کېدونى دي،چې په عربي پوهېږي او څه چې دا روايتونه د عامو خلکو لپاره د پوهې وړ نه ګڼي،هماغه پوره او ژوره پوهه، تفسير او تاويل دى؛نه د قرآن ظاهري او عادي مانا .

هغه روايتونه،چې په تېرو څپرکيو کې مو راوړل، ددې حقيقت پخلى کوي؛ځکه له هغو روايتونو هم ګټنه کېږي،چې د قرآن د آيتونو ظاهري پوهه يوازې په امامانو پورې ځانګړې نه ده. ددې خبرې بل ګواه دادى،چې په ړومبي روايت کې امام “صادق” هغه عالم ته وويل : خداى له خپل قرآنه ان يو ټکى هم تا ته نه دى ميراث کړى،چې امام په دې خبره دې مانا ته اشاره کوي،چې خداى د پېغمبراکرم وصيان او ځايناستي د قرآن وارثان کړي او دا مقام يې ورته ځانګړى کړى دى؛ لکه چې وايي :

((ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا( فاطر/32 )=بيا موږ دا “اسماني” کتاب يوې ډلې ته،چې موږ له خپلو بندګانو غوره کړې وه ميراث کړ .))

نو ځکه د قرآن د آيتونو واقعي پېژندنه او تاويل يوازې د خداى په اولياوو او نورو ممتازو بندګانو پورې ځانګړى دى او نورو ته په دې اړه څه ور پر برخه شوي نه دي او هېڅوک، ډله او کوم سازمان قرآن د خپلو ګټو له مخې، تاويلولاى نشي،چې له خپلو عقايدو سره يې تطبيق کړي او دا په اسلام کې نه بښـل کېدونکې ګناه او له اسلام او قرآن سره ستر خيانت دى؛ځکه په اسلام کې د بېلابېلو ډلو، افکارو او ګروهو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

دا ده، هغه عالم ته د امام “صادق” د وينا مانا؛ځکه سمه نه ده، چې وويل شي : هغه عالم د قرآن پر يو ټکي هم نه پوهېده او ان د مثال په توګه : د ((قل هو الله احد)) په څېر د روښانه آيت په مانا هم نه پوهېده.

دا د هغو روايتونو لنډيزو،چې وايي : د قرآن پوهه يوازې د ځانګړو خلکو په لاس کې ده او په دې اړه خورا ډېر روايتونه شته،چې په تېرو څپرکيو کې مو ورته هم اشاره کړې ده .

 

2_ د قرآن خپلسرى تفسير منع دى :

د قرآن د ظواهرو د نه حجيت پلويان وايي : د قرآن له ظواهرو،چې څه لاس ته راځي، ډډه پرې کول هماغه د خپلې خوښې او خپله رايه تفسير دى،چې په ډېرو روايتونو کې ترې منع شوي يو.

ځواب :

لکه څنګه، چې په تېرو څپرکيو کې مو هم وويل،چې تفسير د ټکي غیرظاهري او دنننۍ مانا رابرسېره کول او له ابهاماتو پرده اوچتول دي؛ د ټکي پر ظاهر ډډه کولو ته تفسير نه وايي؛ځکه په ظاهري مانا کې خو څه ابهام نه وي،چې د تفسير د ټکي په کارولو د ابهام پرده اوچته او ژوره يې رابرسېره شي.

که فرضاً ظاهري مانا هم تفسير ونومول شي؛ نو خپل رايه تفسير او خپل خوښې شرح نه ده؛بلکې عمومي او عرفي تفسير دى،چې عموم یا ډېری خلک پر هغه مانا له هماغه ټکي پوهېدای شي .

امام “صادق” هم په خپلو ويناوو کې دې حقيقت ته اشاره کړې،چې وايي : په رښتيا چې خلک په “متشابهو” او کړکېچنو آيتونو کې بد مرغه او بېچاره شول؛ځکه د دې لړۍ د آيتونو په مانا پوه نه شول او په ژورتيا يې و نه پوهېدل او له ځانه يې د هغو آيتونو لپاره تاويلونه راوړل او په دې توګه يې ځانونه د پېغمبر اکرم له رښتيونو ځايناستو او حقيقي پوهانو بې نيازه او غني وګڼل او پوښتنه يې ترې و نه کړه،چې پوه يې کړي .

بيا هم دلته وينو،چې له ممنوع ،حرام او خپل رايي تفسيره د امام “صادق” مراد دادى،چې: یو څوک بې له دې، چې اهل بيتو ته مراجعه وکړي او بې د دوی له ویناوو او افکارو مستقلاً فتوا ورکړي او خلکو ته احکام صادر کړي . حال دا چې پېغمبر اکرم موږ ته خپل اهل بیت دیني شرعي مرجع راښوولې،چې د قرآن ملاتړ دي.

که کوم مفتي يا مفسر د قرآن عموميات، اطلاقات او عمومي قوانين په پام کې ونيسي او له هغه استثناوو، تبصرو، تخصيصونو او بنديزونو غافل شي،چې اهلبیتو ښوولي؛نو دې ته د زړه د خوښې او خپل رايي تفسير ويل کېږي،چې په روايتونو کې منع شوى دى.

ددې ټولو خبرو نچوړ دادى،چې د ټکي د ظاهري مانا په پامنيوي،هغه هم د هغو قراينو او شواهدو،چې په قرآن او يا د اهلبيتو په ويناوو کې وي او د هغه ظاهري مانا،عقلي او عرفي دليلونو په پام کې نيول،چې له دې يوه سره هم مخالف نه وي، خپل رايي تفسير نه؛بلکې اصلاً تفسير ورته نه ويل کېږي.

پر دې سربېره، ډېر روايتونه او دليلونه راته وايي،چې قرآن ته مراجعه وکړئ او د قرآن د ټکيو ماناوې راواخلئ او له دې دواړو روايتونو پوهېږو چې:

خپل رايي تفسير د قرآن د آيتونو پر ظواهرو له عمله بېل دى،چې خپل رايي تفسير حرام او ناروا دى او د قرآن د آيتونو پر ظواهرو عمل جايز او غوره چار دى .

 

3_قرآن ژور او علمي کتاب دى :

د قرآن د ظواهرو د نه حجيت د پلويانو يو دليل دا هم دى،چې قرآن د ژورو، دقيقو او فوق العاده سختو ماناوو خاوند دى او د قرآن همدا ځانګړنه د قرآن پر اصلي مانا د پوهې مخنيوونکې ده؛ لکه څنګه چې عادي خلک د تېرو عالمانو د کتابو پر ځينو مطالبو نه پوهېږي او يوازې ګوتو شمېر خلک د داسې کتابو پر مطالبو پوهېږي؛دا خلک به څنګه د قرآن پر دقيقو او ژورو ماناوو ځان پوه کړای شي، حال دا چې قرآن د خداى کلام دى او تېر، راتلونکې، ړومبۍ او وروستۍ ټولې پوهې پکې شته.

ځواب : که څه په قرآن کې تېر شوي او راتلونکي علوم دي او شک نه شته،چې پر دې علومو يوازې د پېغمبر اکرم اهلبیت پوهېږي؛خو دا مطلب له دې سره ټکر نه لري،چې قرآن پر باطني او ژورو ماناوو سربېره،ظاهري ماناوې هم لري،چې که څوک په عربي ژبې پوه وي،کړاى شي د نقلي شواهدو په پام کې نيوو سره د پالونکي له ويناوو ګټه واخلي .

 

4_له متشابهو آيتونو لاروي منع ده :

د قرآن د ظواهرو د نه حجيت پلويان بيا وايي: د قرآن پر يو لړ سختو آيتونو چې ورته “متشابه” ويل کېږي،په خپله د قرآن له نظره هم عمل کول منع او ناورا دي . قرآن هم پر هغوى سختې نيوکې کوي،چې ددې آيتونو د ظواهرو لاروي کوي او وايي :

((مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرَ مُتَشَابِهاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ (آل عمران/7 )=چې يوه برخه آيتونه يې “محكمات” [ =څرګنداو روښانه] دي، چې د دې كتاب ا صلي بنسټ دى ( او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب دې آيتونو ته په مراجعې لرې كېږي ) او بله برخه يې متشابهات دي (هغه آيتونه دي،چې مطالب په كې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره،ځينې نور اړخونه هم په كې په پام كې نيول شوي دي؛نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلابېل احتمالات راځي؛خو محكماتو ته يې په پام سره د هغوى تفسير روښانېږي )؛خو هغوى چې په زړونو كې يې كوږوالى دى، په همدې متشابهاتو پسې ګرځي، چې فتنه راولاړه كړي ( او خلك بې لارې كړي ) او ورته د ناسم تفسير د لټولو هڅه كوي،حال دا چې پر تفسير يې يوازې خداى او په علم کې پاخه پوهېږي ( هغوى چې د الهي پوهې په رڼا كې د قرآني آيتونو د رازونو په پوهېدو پسې وي )، وايي: (( موږ پر هغو ټولو ايمان راوړى،دا ټول زموږ د پالونكي له لوري دي)) او له عقلمنو پرته نور څوك پند نه اخلي (او پردې حقايقو پوهېداى نه شي .) ))

داچې معلومه نه ده، خداى د قرآن د آيتونو د ظواهرو اراده کړې او له دې آيته يې يوه بله مانا مراد وي؛نو دا ډول ظواهر”متشابهات” شمېرل شوي او عمل او ډاډ به پرې سم او روا نه وي .

ځواب : د متشابه ټکي مانا څرګنده ده. متشابه هغه ټکي ته ويل کېږي،چې دوه او يا له دوو ډېرې داسې نژدې ماناوې ولري،چې په ويلو يې د اورېدونکي ذهن ته ټولې ماناوې راشي ؛نو دلته بايد تم شي او هیڅ يوه مانا تر هغې غوره نه کړي،چې تر څو يې قرينه او شاهد تر لاسه شي او د ويونکي مقصد څرګند کړي.

نو د مانا له مخې د ټکيو ظواهر متشابهات نه شمېرل کېږي؛ځکه د ټکيو ظاهري مانا خو روښانه ده؛خو کله په يوه مانا کې او کله په بېلابېلو ماناوو کې.

او که فرض کړو، چې يو “متشابه” ټکى د ظاهري مانا له پلوه هم د اجمال او تشابه خاوند کېداى شي او بيا فرض کړو،چې د ټکي “ظاهر” ته هم متشابه ويل کېږي؛نو بيا هم موږ د ټکيو پر ظاهري مانا له عمله وژغورلاى نشي؛ځکه د عرف او عقلاوو دود په هر ځاى او وخت کې د پلي کېدو دى او ان د قرآن په ظواهرو کې هم بايد د همدې دوده لاروي وشي؛خو په داسې ځاى کې، چې پرېکنده دليل او روښانه ګواه موږ د ټکي يا جملې له ظاهري مانا کاږه نه کړي او بلې مانا ته مو راکاږي.

 

د قرآن ژباړه او شرايط يې

د قرآن د ظواهرو د حجيت او د ټکيو له ظواهرو د سمې او اصولي ګټنې په پامنيوي، د قرآن د ژباړې مساله را منځ ته کېږي،چې خورا مهمه او ضروري خبره ده،چې نن بايد له علمي او فني اړخه نوموتې او له علمي پلوه په دې اړه بنسټيز ګامونه اوچت شي او هغه تشه او نيمګړتيا له منځه ولاړه شي،چې په دې باب شته؛نو موږ هم دلته د قرآن د ټکيو د ظواهرو د حجيت او ددې موضوع د ارزښت او شرايطو له امله په لنډه توګه پرې څه خبرې کوو.

خداى د اسلام پېغمبر د خلکو د لارښوونې لپاره غوره کړ او په دې سپېڅلې لار کې يې د قرآن پر ملاتړ بريالى کړ؛نو په قرآن کې هغه څه دي،چې انسان همېشنۍ نېکمرغۍ، د عزت او عظمت لوړو څوکو ته رسوي . دا کتاب لورنه ده،چې د پالونکي له لوري بشر ته ورکړ شوى او په کوم ځانګړي ملت پورې ځانګړى نه دى؛خو يوه خبره ده او هغه دا چې د الهي حکمت غوښتنه وه،چې قرآن د خپل استازي د ټبر په ژبه راولېږي؛خو قوانين او لارښوونې يې عمومي،نړيوالې او د ټولو لپاره وي؛نو ټول بايد پر قرآن پوه شي، چې ورته لار وښيي او دا بل څراغ په لاس کې واخلي او د نېکمرغۍ او هدايت لار پرې ووهي او شک نشته،چې ټولو ته د قرآن راتګ دا لازموي، چې بايد د نړۍ پر ټولو ژونديو ژبو وژباړل شي،چې ټول خلک او ان هغه چې د قرآن له ژبې سره اشنا نه وي،له حقايقو یې برخمن کړاى شي؛خو هغه خبره،چې هرومرو بايد ورته د قرآن په ژباړه کې پام وشي،داده چې د قرآن ژباړن هم بايد د قرآن په ژبه (دويمه ژبه) او هم پر لومړۍ (خپله) ژبه پوره واک ولري؛ځکه ژباړه که څومره پخه هم وي؛خو بيا هم د قرآن د اصلي ژبې خوږلنى نه لري،چې په خپله دا د قرآن يوه معجزه ده؛نو د قرآن ژباړن بايد د قرآن د ټکيو اصلي مانا او مفهوم په ساده او روښانه عبارتونو لوستونکي ته راوړاندې کړي او دا کار به هله شونى وي ، چې ژباړن د قرآن په مانا او موخه ښه پوه وي او د قرآن د مانا په پوهه کې هم د لاندې مطالبو له پوهې هم چاره نشته :

1_ څه چې د ټکي له ظاهره لاس ته راځي.

2_ څه چې د انسان سالم عقل او فطرت پرې حکم کوي.

3_هغه روايتونه،چې د قرآن په تفسير کې له نبوي کورنۍ روايت شوي دي .

د قرآن ژباړن بايد دا درې خبرې په پام کې ونيسي او د قرآن په ژباړه کې ترې ګټه واخلي او په مرسته يې بايد د قرآن د ټکيو اصلي مانا او مفهوم لاس ته راوړي او بيا يې په ساده ټکيو را وړاندې کړي؛خو شخصي نظريات،چې مفسرينو په خپلو کتابو کې څرګند کړي،اعتبار نه لري او د قرآن ژباړن بايد په خپله ژباړه کې پرې استناد و نه کړي .

که په ژباړه کې دې ټولو خبرو ته پام وشي؛نو د قرآن ژباړه به نه يوازې ستونزمنه نه وي؛بلکې پر ځاى او ګټور چار به هم وي،چې هر قوم او ملت به وکړاى شي، له قرآنه په خپله مورنۍ ژبه ګټه واخلي؛ځکه قرآن ټولو خلکو ته راغلى او نه ښايي، ژبه یې ځانګړې وي او هغوی،چې د قرآن له ژبې سره اشنايي نه لري،له حقايقو او ښوونو یې بې برخې نشي.

 

د بحث پايله

لنډه دا چې: د قرآن ظواهر حجيت اوسنديت لري او انسان پرې استناد کړاى شي؛ځکه قرآن د اسلام د شريعت پوخ بنسټ او د حق او باطل د معلومولو معيار دى د ارزښتونو محک او هغه روايت او خبره اعتبار نه لري،چې له قرآن سره مخالفه وي او د پلي کولو وړ نه وي؛ خو د قرآن د ظواهرو حجيت او ترې ګټنه خپل شرايط لري،چې بايد په پام کې ونيول شي او که داسې ونشي؛نو داسې ستر خطر به مسلمانان او اسلام وګواښي،چې د جبران وړ به نه وي او شرايط يې دادي :

1_په قرآن کې متشابه آيتونه شته،چې د يو لړ مصالحو او دليلونو له کبله په قرآن کې په برسېرن راغلي،چې ظاهري مانا يې د پالونکي مراد نه دى او د قرآن د ظواهرو د حجيت مساله په دې باب پلي کېدونکې نه ده؛ نو “متشابه” آيتونه ځان ته اوږد او ځانګړى بحث لري .

2_د قرآن د ظواهرو حجيت راته دومره اجازه راکوي، هغوى چې په عربي پوره پوهېږي؛نو د قرآن په ظاهري مانا به پوه شي او قرآن به نه پوهېدونکى او کړکېچن کتاب و نه ګڼي؛خو د قرآن تفسير،تاويل پر حقيقتونو یې دقيقه پوهه،احکام او ډاډمن قوانين ترې لاس ته راوړل،ځانګړو قواعدو،د قرآن کارپوهانو، هغو راويتونو ته ، چې په دې اړه له نبوي کورنۍ رانقل شوي او هغو علماوو ته مراجعې ته اړتيا لري،چې له قرآني علومو سره اشنايي ولري او د قرآن له ناسخ،منسوخ،مطلق،مقيد،عام،خاص او د قرآن د آيتونو د نزول په شان پوره پوهېږي او څوک ،چې بې له دې سریزو يوازې د قرآن د ظواهرو پر حجيت ډډه ولګوي او بيا قضاوت وکړي او پرېکنده نظر وکړي؛نو ځان او نور به یې بې لارې کړي وي.

3_د قرآن د ظواهرو حجيت بې له دې دى،چې هر څوک او هر ډله قرآن په خپله خوښه تفسير کړي او مخونه (توجيه) ورکړي او قرآن له خپلو افکارو،شخصي ګټو او سازماني او ګوندي ګټو سره تطبيق کړي؛نو دې عمل ته خپل رايي تفسير او پر قرآن د خپلې عقيدې او سليقې ور تپل وايي،چې دا چار په قرآن کې منع او حرام ګڼل شوى او تر ټولو ستر خطرناک کار دى،چې بايد ډډه ترې وشي او په کلکه ورسره مبارزه وشي .

4_ سره له دې،چې په بېلابېلو ژبو د قرآن ژباړه خورا اړین کار دى،چې بايد وشي . په دې کار کې هم بايد له شخصي او ګوندي سليقو ډډه وشي او د قرآن پر ظواهرو پر ډډې لګولو سربېره، يو لړ نور مسايل هم دي،چې بايد ورته پام وشي،چې علمي،فني او تر څنګ ساده او روښانه ژباړه مسلمانانو ته را وړاندې شي.

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست