تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قرآن له ليدلوري د ښځې ارزښت په څه کې دى؟   ډېرى نجونو او ښځو څو ځل له ځان او نورو پوښتلي، چې: په ټولنه کې د ښځې مقام څه دى؟، د ښځې څه ونډه ده؟، د ښځې ارزښت په څه کې دى؟، او ښځه بايد له کورنۍ او ټولنې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قرآن له ليدلوري د ښځې ارزښت په څه کې دى؟

 

ډېرى نجونو او ښځو څو ځل له ځان او نورو پوښتلي، چې: په ټولنه کې د ښځې مقام څه دى؟، د ښځې څه ونډه ده؟، د ښځې ارزښت په څه کې دى؟، او ښځه بايد له کورنۍ او ټولنې سره څنګه وي؟

دلته د قرآن له ليدلوري د مسالې پر سپيناوي لګيا کېږو: قرآن وايي: نساء کم، حرث لکم: ))ښځې مو، کروندې مودې(( ))نساء(( د جمع اسم، لفظي او حقيق مؤنث دى، چې په عربي کې ښځو ته ويل کېږي. په مفرد حالت کې، په عربي کې ښځې ته ))اِمرَاة(( وايي. خو، چې کله د ښځې له ډول او ټولنې خبره کېږي، د ))نساء(( لفظ کارول کېږي. له همدې کبله د ژبې کتابونه يوه خوله دي، چې: د صرف د قياس او قاعدې پر خلاف، د نساء اصطلاح ښځو ته کارول کېږي، او له ))اِمرَاة(( اخستل شوې نه ده)1( ]ابو الفتوح رازي تفسير، لومړى ټوک، د بقرې سورت: ))نساء(( د جمع لفظ دى، نه له واحد لفظه او واحدة المرئة، د قياس پر خلاف دغسې مسموع دى[.

خو د نساء تسميه وجهې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده. دا موضوع د تامل وړ ده، چې معمولاً ډېرى نامې او اسمونه له خپل مسما سره نيغ يا غير مستقيم يوه اړيکه لري، او هره نامه د نامې د خاوند د ځانګړنو او حدودو څرګندوونکې ده. پر نساء سربېره، د ))نِسوَة(( لفظ هم له همدې کورنۍ او پر همدې مانا کارول شوى دى، چې په قرآن کې له دوو ځلو زيات راغلى نه دى.

د ))نساء(( جرړې ته په لنډې کتنې، د سميې وجه ي پيدا کولاى شو:

د نساء لفظ لکه، چې مخکې وويل شو، له حرفي پلوه، د جمع اسم لفظي مؤنث دى او دا، چې پر ښځو اطلاقيږي، نو حقيقي مؤنث دى. د لفظ اصلو له نَسْى )Nasy( اخستل شوى دى)2( ]وګورئ: مفردات راغبو مجمع البحرين، لسان العرب او…[ نسى يعنې ))هيرول((، چې کله د غفلت له امله وي او کله په لوى لاس.)3( ]د راغب اصفهاني په مفرداتو کې د نسى تعريف دا دى: نسى، النسيان، ترک الانسان ضبط ماستودع اما لفعف قليه و اما عن غفلة و اما عن قصدحتى پنحذف عن القلب ذکرهُ[.

نَسَيه و يا نِسِيه، چې له نَسى اخستل شوى، يعنې څه، چې نغد نه وي او په راوروسته وختونو کې يې د ورکولو ژمنه کړې وي.

اوس د نساء حرفي مقام ته يې په پاملرنې دغسې مانا کوو:

نساء: له ياده وتلې، ځنډ شوې.

ايا ښځې په بشري ټولنو کې له ياده وتلي دي؟ او يا شاته لوېدلي او وروسته پاتې موجودات دي، چې بايد له ټولنې متروک او پرېښوول شي؟ او ايا د نساء د تسميه وجه د همدې تېرو مواردو له امله نه ده؟ ظاهراً همدغسې ښکاري او دېرى له دې ځواب سره موافق دي او دلايل راوړي، چې: ښځه له عقلي پلوه، وروسته پاتې ده، او يا: ښځه بايد د ټولنې له ډګره د کورنو کونجونو ته شي او د ښځې يوازېينى ارزښت په دې کې دى، چې له نارينه دوه ځانې شي، په خپل زيلانځ کې بچي وپالي او ويې زېږوي. خو که ښه ځير شو او د ))هېر(( او ))ځند(( دواړه ماناوې يو له بل سره په پام کې ونيسو، ښايي نوې پايلې تر لاسه کړو او ووينو، چې ښځه له کوم اړخ له ياده وتلې، او په ښځه کې کوم ارزښت شته، چې بشري ټولنې، که ښځې وي يا نارينه، هير کړى دى؟

پر مسالې د پوهېدو لپاره قرآن ته مراجعه کوو:

بقره: 223 آيت: ))نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ(( ))حرث(( يې ډېر په ))کروندې(( مانا کړى او که يوازې ددې مانا په ظاهر بسيا وکړو، نو ښځې د کورونو ځاى يا کروندې دي. يا په بله وينا: تر هرڅه وړاندې په ګرد تاريخ او ټولنو کې د ښځې مهمترين او آريز ترين چار د بچي زيږول او مور کېدل دي، چې دا چار نه يوازې هېر او له ياده وتلى نه، بلکې يو خيز دى، چې ټول پرې پوهېږي، نو په دې منځو مال کې څه دي، چې له ياده وتلي دي؟

که د قرآن په نورو آيتونو کې ))حرث(( تر غور لاندې ونيسو، نو وينو، چې حرث د ))کرنې(( پر مانا دوه مادي او مانيز اړخونه لري)4(.

قرآن وايي ))ښځې مو کروندې مو دي نو هر وخت، چې مو خوښه وي ورسره يوځاى شئ(( ورپسې وايي: ))و قد موا لا نفسکم، و انقو الله، زېرمه مو مخکې ولېږئ او ځان ساتي شئ، و اعلموا انکم ملاقوه: او پوه شئ، چې )يوه ورځ( له هغه سره مخېدونکي ياست((. وينو، چې دا کرنه، يوازې يو معمولي او مادي کرنه نه ده، بلکې له لرې راتلونکې، له آخرت او له هغه وخت سره يوه نيغ اړيکه لري، چې انسان د خداى ليده کاتو ته ورځي)5( او ښځې ددې ټولو زايشګرې او پنځوونکي دي، خو څرنګه او په خه مناسبت؟

بې له دې، چې د روزنيزې ارواپوهنې ادعا وکړو، بايد پر دې ضروري ټکي پوهېدلي يو، چې ماشومان مخکې تر دې، چې د مور و پلار نصايحو ته پام وکړي، ددوى له کړنو او ژونده تقليد او لاروي کوي. په بله وينا ماشومان بېلګه غواړي او خپلو ستونزو او هم د خپل ژوند غځونې او تداوم ته لويان ځان ته بېلګې کوي او، چې څوک ځان ته خورا نژدې او تر ځان اوچت وګوري، نو ځان ته يې بېلګه کوي او د څنګه ژوند کولو درسو د خپلې بېلګې له څنګه ژوند کولو زده کوي. پر ماشوم د مورو پلار د ورځيني چلن، ويناوو او کړو وړو اغيز، روزنيزو کولو او نه کولو ته څه نه پريږدي. او دا اغيزې وروسته په نورو بڼو رادبره کېږي او دا لامل له نورو لاملونو سره د کوچني ))شا کله(()6( جوړوي.

پر اولادونو د مورو پلار د ژوند د اغيز شدت او ضعف، د کوچني له عمر سره متناسب دى، په دې مانا، چې د زوکړې پر مهال د ماشوم وده په اوه کلنۍ کې تر ودې ډېره ګړندى ده او د اوه کلن ماشوم وده تر اتلس کلن زلمي چټکه ده او تقريباً له 25 کلنۍ عقي او جسمي وده پر ټپه درېږي. په دې توګه وينو، چې ماشوم له زوکړې تر اوه کلنۍ، تر نور عمره ډېره وده لري، نو کټ مټ له همدې امله ماشومان په همدې پير کې له خپل پالندوى او ولي خورا اغيزمنېږي. په بله وينا د ماشوم اغيزمنيدل يې له ودې سره اپوټه دي: ماشوم له زوکړې تر درې کلنۍ په مور پورې ورتړلى دى او بيا هم مور ده، چې تر اوه کلنۍ له ماشوم سره نيغ په نيغه اړيکه لري او، چې څومره يې عمر جګيږي، له مور سره يې تړاو لږيږي، نو ځکه وينو، چې پر انسان د مور اروايي او انديز اغيز خورا ډېر دى او مور څنګه، چې د انسان د بدن زيږوونکې ده، تر ډېره بريده د اروا او فکر بنه ورکوونکې هم ده، يعنې بې له دې، چې د ماشوم د روزنې او ارشاد څه خبره وي، د مور کړنې او په تېره له ماشوم سره يې چلن که سم وي يا ناسم ښه وي يا بد، د ماشوم د روزنې او اروايي بڼې نيونې مهمترين لامل دى)7(. تر دې ځايه مو پر ضرورياتو ويينه وه، خو اوس دا پوښتنه او څارېږي، چې له خپل ماشوم سره د مور ژوند، له کومې مهمې ځانګړنې برخمن دى؟ او يا دا، چې: مور څه ځانګړي کړه وړه لري، چې د ژوند نور مسايل يې تر اغيز لاندې راوړي دي؟.

تر اوسه مو د خپلو اولادونو په اړه د ښځو مينې او ښندنې ډېرې اورېدلي او ان، چې کله د انسان په باب د خداى لور نه انځوروي، نو د مور او ماشوم اړيکه بيلګه راوړي، خو تر اوسه دا مساله څرګنده شوې نه ده، چې د مور د ښندنې ارزښت په خه کې دى؟ او له اولاد سره د مور مينه او عشق د ماشوم په اروايي جوړښت کې څه اغيز شيندي؟ چې ګومان کيږي. څه، چې هير شوي او له ياده وتلي، ددې ښندنو پايله وي. مور بې له دې، چې پخپله يې دې مسالې ته ورپام وي، د خپل اولاد په باب په بيا ځلي ښندنو، هغه ته د نورو په باب ښندنې ورزده کوي ماشوم بې له دې، چې پخپله پوه شي، د خپلې مور د وجود له جامه ددغسې عشق او ښندنې غړپ غړپ شراب څښي، هغه هم نه په عقلي کچه ښندنه، چې په خپوله وويل شي بلکې داسې ښندنه، چې ټولې محاسبې دړې وړې کوي او ګرد سره مصلحت سنجونې څنډې ته کوي او خداى پوهېږي، چې کله مور د خپل اولاد په باب انديښمنيږي، نو څه توپان پکې راولاړيږي او په رښتيا څوک د مور هغه اوښکې تغيرولاى شي، چې د خپل اولاد په بيلتون کې يې پر اننګو رابهيږي! ويينه پردې نه ده، چې ته راشې او ددې شو او څوک په پار له مور مننه وکړي، بلکې په دې کوچنۍ نړۍ کې، چې کوم ستر توپان راولاړېږي پايله يې څه ده؟ ښندنه او د نورو د ژغورنې په فکر کې کېدل د انسانانو تر منځ د نښلون او پيوند خورا مهم او ستر لامل دى.

که يو وخت د بشري ټولنې بيخ بنا يعنې د ټولنې د پيوند او نښلون لاملونه، د انسانانو خپلمنځي ښندنه وي او نه وټه او پانګه، نو هله په دې له خاورو پيدا شويو )زادګان خاک( کې د خداى نښه مونداى شو.

بودا وايي: ))مور لکه څنګه، چې د خطر پر مهال، يوازې د خپل اولاد په باب انديښمنه وي، نو که ټول د ټولو ژونديو په اړه همدا ننګېرنه ولري، نو خورا له مينې ډک زړه به ولري(( او د پام وړ خو دا، چې زموږ په اوسنۍ نړۍ کې ]هر کس بېشتر د لواپش بوده اند، بيشتر د لواپس خلقا و ملتها بوده است و ايثار ګر[، چې پر چا ډېره ښندنه شوې، نو ډېر د ولسونو په باب ښندونکى دى په تجزيې شمېرلاى شو هغه انسانان، چې په خپل ټول وس د ولسونو د ژغورنې په لار کې هڅاند دي او ښندنه کوي، دوى تر نورو د ښندنو او حساسترو ميندو په غيږو کې روزل شوي دي. ښندنه په علم، تخصص، مطالعې او د فکري چوکاټ په معلومولو پورې اړه نلري، هډو له حساب و کتاب سره مخالف دى ان له علمي توب سره مخالف دى، خرق عادت کوي، نو څه، چې په عقل، علم او حساب سره اړخ لګوي، نو څنګه يې نورو ته ورزده کولاى شو؟ ايا په خبرو، ښوونو او نصيحت نورو ته ورزده کړو، چې څرنګه له ځانه تير شي او د نورو په باب فکر وکړي؟ که په اولاد پسې، د مور هغه منډې ترړې او نارې سوري نه وي، نو ايا په اولاد کې د لطف او ښندنې څه نښه مونداى شو؟

د نښندنې يوه بېلګه حضرت عيسى د مريمې زوى دى، او هيښنده دا، چې د عيسى مسيح په ژوند کې، د يو پيغمبر په توګه، ستره معجزه بې پلاري ده او معجزه وګوره، چې قرآن عيسى )ع( د يوې کليمې په نامد يا دوې، چې مريم يې زيږوونکې ده)8( او مانا يې ))ژغورونکى(()9( دى. د جبارانو له ولکې د ولسونو ژغورونکى. مساله دا نه ده، چې که د عيسى )ع( پلار نه و، نو څنګه يې څاڅکى جوړ شو، بلکې خبره پردې ده، چې کوم پلار د عيسى پر سر نه و، چې د عيسى پر فکر، اروا او روح کوم حسابي او علمي اغيز ولري، او راښکوونکي خو دا، چې عيسى مسيح د نورو پيغمبرانو په څير مستقل نه او څاريږي او له مريمې جلا نه وي او تل په ))عيسى ابن مريم(( ياديږي، ځکه عيسى )ع( يوه کليمه ده، چې د مريم له لارې ښکاره شوې ده، دلته مخکې تر دې، چې عيسى د يو جسماني او مادي زوکړې په نامه مطرح او اوڅار وي، يوه کليمه ده، يوه مانا ده او يو روح دى، چې له مريمې زيږيدلى او مريم يې زيږوونکې ده)10(.

وينو، چې ښځه يوازې د خپل اولاد د بدن زيږوونکې نه، بلکې په خپل اولاد کې د خورا سترو ارزښتونو پنځوونکې او شکل دهنده )بڼه ورکوونکې( ده. او ايا تر ښندنې اخوا او اوچت څه ارزښت مونداى شو؟، هغه هم داسې ښندنه، چې بدلې ته يې تمه نلري، چې د ښځو دا چار، نه د خداى له ډاره دى، نه د آخرت له ويرې، نه د ګټې په تمه او نه د مېړه د خوشحالۍ په پار خو نارينه، چې د عقل په تله ګټه او زيان سنجوي، دا دود نه خوښوي، او د مينې او دوستۍ په چار کې د کوچنيو کسبګرو په څېر له نورو سره مينه د مثقال په تله او تيږه تلي او دغسې ))سود(( وګټه د ))ارزښت(( ځايناستې کوي او سود د ارزښت ځاى نيسي. پردې سربېره عقلمن معمولاً نغد پر نسيه غوره بولي، په داسې حال کې کوم ارزښت، چې مور اولاد ته ور کوي، محصول او بازده يې 20 او 30 کال وروسته راښکاره کېږي، هغه هم نه مورته، بلکې خلکو او ولسونو ته. دا ډول نسيه کاري ده، چې پرنسيان او هير اخته کيږي، نو دغسې د ښځې اصلي ترين ارزښت، چې هويت يې جوړوي او مقام يې په ګوته کوي، له يادونو وځي او ))نساء(( تل له ياده وتلې او په مقابل کې ))مذکر(( تل په ياد کې پاتې دى او په هر ځاى کې او څاريدونکى وي، خو په هر حال په دنيا ويني ټولنه کې د اوڅار دروغجنو ارزښتونو تر شا، يو باد بدبه ننداره ليداى شو، د حقيقي ارزښتونو يوه ننداره، چې معمولاً لومړنۍ اتلانې يې ښځې دي.

وګورئ: )5( شورى: 20 آيت: ))مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ((. په دې آيت کې وينو، چې ))حرث(( د مادي او ظاهري کرنې پر مانا نه، بلکې د انسان ټولې کړنې، خوځښتونه او دريځونه، چې هرو مرو اوږد مهالي او لنډ مهالي غبرګونونه لري، د حرث په نامه او څار شوې دي.

)6( ))شاکله((: ټول هغه څيزونه، چې انسان ته له مادي، جسمي، فکري او اروايي پلوه بڼه ورکوي شاکله ورته وايي، او معمولاً د انسان کړنه هم د هغې شاکلې پر بنسټ ده، چې دې انسان ته يې بڼه ورکړې ده او د قرآن په وينا کل بعمل على شا کلته )اسراء: 84 آيت(.

)7( په دې حال کې، که موروپلار د ماشومانو روزنيزو مسايلو ته پام ور اړوي، نو لومړى دې ځانونه اصلاح او سم کړي.

)8( وګورئ: د آل عمران تر 37 آيت وروسته تر 45 آيت پورې.

)9( په عربي ژبه کې ))عيسى(( له ))يشوع(( اخستل شوى او د ))ژغورونکى(( پر مانا دى. وګورئ: ))خزائلي، اعلام قرآن(( 463 مخ.

)10( دا، چې د قرآني آيتونو له مخې ))مريم(( عليه اسلام د نړۍ تر ټولو ښځو غوره ده، د همدې لپاره وه، که نه هغې خو په خپل ژوند کې کوم بل مهم چار کړى نه دى؟

آل عمران 45 آيت: )) إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ((.

)4( په ګومان مې، چې په دري کې د ))فرهنګ(( اصطلاح او په فرانسوي کې ))Cultur(( کلتور او په انګليسى کې ))Catcher(( کلچر تر يوې اندازې په عربي کې له ))حرث(( سره انډول دي. د زياتو معلوماتو لپاره ددې اصطلاح مانا ته پام وکړئ:

کلتور= آداب، رسوم، دودونه، سنن، رواجونه، ګروهې او همدا راز کرونده او يا د سلول )       ( د ودې ځاى.

کلچر= آداب، دودونه، رواجونه، سنن، ګروهې او هم کرونده.

فرهنګ= آدابو رسوم، سنن، ګروهې او همدا راز هغه کاريز، چې اوبه يې د کر او خوړو لپاره کاريږي. نو ځکه د کاريز خولې ته ))د هند فرهنګ(( يا فرهنګ خوله وايي. کومه لښته، چې په خاورو کې ښخوي، چې له بل ځاى راوټوکېږي او په ونه واوړي، دې ته هم فرهنګ وايي. )وګورئ: لغتنامه د هخدا(. دا، چې ولې په لويديزو هيوادونو کې کروندې ته ))فرهنګ(( ويل کېږي، خو پد دري ژبو سيمو کې د کاريز خولې ته فرهنګ ويل کېږي، په دې سيمو کې د اوبو په کمښت پورې اړه لري، نو ځکه وينو، چې په کم اوبو سيمو کې، مالکيت د اوبو له مخې دى او ځکه په دويم پړاو کې اهميت لري او يو له بل سره ددې اصطلاح له پرتلنې مطلب دا و، چې فرهنګ په درې واڼو ژبو، دري، انګليسي او فرانسوي کې دوه مادي او مانيز اړخونه لري او همدا راز دا دوه اړخيز توب په ))حرث(( کې هم په ډېره څرګنده ليدل کيږي. البته منظور هغه وخت دى، چې ))حرث(( له ))نساء(( سره په اړه وي. مثلاً، چې کله ))حرث(( پر ښځو اطلاق شي، وينو، چې ښځه په عين حال کې، چې د ماشوم بدني زيږوونکې ده، نو همدا راز د ماشوم ګرو هوا و آدابو ته هم يوه بڼه ورکوي. ]وګورئ: علي طهماسبي، نګاهي ديګر به مفاهيم قرآن، 125 مخ[.

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست