تبلیغات

د قيامت پر ورځ د اسمانونو حالات قرآن شريف د اسمانونو په هکله وايي:(( وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ( نباء/۱۲) = او ستاسې پر سر مو اوه ټينګ (اسمانونه) جوړكړي دي.)) (١٢٤). په بل ځاى کې وايي :أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا(نوح/۱۵) = ايا نه پوهېږئ،چې خداى څرنګه يو د بل د […]

د قيامت پر ورځ د اسمانونو حالات

قرآن شريف د اسمانونو په هکله وايي:(( وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ( نباء/۱۲) = او ستاسې پر سر مو اوه ټينګ (اسمانونه) جوړكړي دي.)) (١٢٤).

په بل ځاى کې وايي :أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا(نوح/۱۵) = ايا نه پوهېږئ،چې خداى څرنګه يو د بل د پاسه اوه اسمانونه پيداكړل، (١٢٥).

هغه اسمانونه،چې د خداى په ځواک‏ له هر ډول نيمګړتيا،سيوريو او ناموزنۍ ساتل شوي دي . ((فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ( بقره/۲۹) = او اوه اسمانونه يې جوړ كړل)) (١٢٦)

هغه اسمانونه،چې د يو محفوظ چت په څېر جوړ شوي دي((وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا( انبياء/۳۲) = او موږ اسمان يو خوندي او ساتل شوى چت جوړ كړى دى)) (١٢٧)

د خداى په حکم ولاړ دي . ((وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ( روم/۲۵) = او د هغه د قدرت له نښو داده،چې اسمان او ځمكه يې په حكم ټينګ دي)) (١٢٨)

او هغه اسمانونه،چې چاود پکې نشته (( أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ (ق/۶) = ايا پاس اسمان ته يې نه دي كتلي، چې موږ څرنګه جوړ او (په ستوريو) سينګار كړى دى او هېڅ چاود پكې نشته؟! )) (١٢٩)

بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ ( بقره/۱۱۷- انعام/۱۰۱) (١٣٠)

هغه اسمانونه،چې خداى پر سترګو نه ليدل کېدونکيو ستنو درولي دي. ((بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا (رعد/۲) )) (١٣١).

هغه اسمانونه،چې پر ستورو سينګار شوي دي .(( إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ (صافات /۶)= په حقيقت كې موږ نژدې اسمان[=ښكته] د ستوريو په ښايست سينګاركړى دى (١٣٢) .

هغه اسمانونه،چې خداى ورته ځانګړى خونديتوب ورکړى دى . ((وَحَفِظْنَاهَا مِن كُلِّ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ ( حجر/۱۷) = او اسمان مو له هر رټل شوي شيطانه خوندي ساتلى دى (١٣٣).

هو! دا اسمانونه له دې ټولو ځانګړنو سره قيامت ته د ټينګې نه دي او د استحکام پر ځاى سستېږي((وَانشَقَّتِ السَّمَاء فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ = او پر هغه ورځ اسمان چوي او نظم او استحكام يې ويجاړېږي.(حاقه/۱۶) (١٣٤) او د انسجام په ځاى ،شلېږي سستېږي .

إِذَا السَّمَاء انشَقَّتْ ( انشقاق/۱) =چې كله اسمان [= اسماني كرات] وچوي (١٣٥)

له هغه ټولې ښکلا سره لوږى کېږي. ((تَأْتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ ( دخان/۱۰) (١٣٦) او د نعمت او اوبو را رسولو پر ځاى د ګرم شوي مسو په څېر کېږي . ((يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاء كَالْمُهْلِ (معارج/۸) = هغه ورځ چې اسمان به د ويلي شويو غوړيو (يا فلز) په څېر،ويلې كېږي )) (١٣٧) او سره له دې دومره کلکوالي،چې نه کلکېږي او سورى پکې نه کېږي ،سوري پکې پيدا کېږي . ((وَإِذَا السَّمَاء فُرِجَتْ(مرسلات/۹) = او چې كله اسمان څيري شي)) (۱۳۸) او سره له دې ټول ټينګښت له خپل ځايه رانړېږي .(( وَإِذَا السَّمَاء كُشِطَتْ(تکوير/۱۱) = او چې كله (د حقيقتونو) له اسمانه پرده لرې شي)) (١٣٩) او د استقرار پر ځاى حرکت او سقوط کوي (( يَوْمَ تَمُورُ السَّمَاء مَوْرًا (طور/۹) = (دا الهي عذاب به) پر هغه ورځ پېښ شي،چې اسمان پوره وڅرخېږي)) (۱۴۰) او سره له دې دومره پراخوالي به راغونج شي .( يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاء كَطَيِّ السِّجِلِّ(انبياء/ ۱۰۴) = پر هغه ورځ چې موږ اسمان داسې ونغاړو؛لكه چې په دفتر كې پاڼې تاوېږي)) (١٤١).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست