تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نېک چاري او بد چاري قرآن شريف وايي: د قيامت پر ورځ انسانان په دوو ډلو وويشل کېږي : فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ (حاقه/۱۹) = نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛نو(له ډېرې خوښۍ اووياړه به) وايي: (( ( محشريانو!) راشئ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نېک چاري او بد چاري

قرآن شريف وايي: د قيامت پر ورځ انسانان په دوو ډلو وويشل کېږي :

فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ (حاقه/۱۹) = نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛نو(له ډېرې خوښۍ اووياړه به) وايي: (( ( محشريانو!) راشئ زما كړنليك ولولئ!(۳۲۶)

٢_ ګناهکاران،چې د هغوى د عملنامو په هکله په قرآن شريف کې درې ډوله تعبيرونه راغلي دي :

الف : په يو ځاى کې د ښو خلکو په هکله وايي : په ښي لاس کې ورته کړنليک ورکول کېږي : وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ )حاقه/۲۵) = او د چا كړنليك، چې يې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛نو وايي (به): ((كاشكې زما (دا) كړنليك (خو) راته نه واى راكړشوى.(۳۲۷)

ب : په بل ځاى کې وايي : وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِهِ (انشقاق/۱۰) = او چا ته چې كړنليك يې وروسته د شا له خوا وركړ شي. (٣٢٨)چې دا يې د سپکاوي لپاره دي.

ج: د اسراء په سورت کې تردې وروسته،چې وايي: نېکانو ته په ښي لاس کې کړنليک ورکول کېږي؛نو وايي : وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا(اسراء/۷۲) = او څوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندلو) ړوند وي؛نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بې لارې وي. (٣٢٩)

نو ګناهګارنو ته د عملنامو په لاس کې ورکولو لپاره درې ډوله تعبيرونه راغلي،چې له دې تعبيرونو په ګټنې ويلاى شو : د قرآن شريف د آيتونو له کيڼ او چپ لاسه مراد د انسان نېکمرغي او بدمرغي ده ؛لکه څنګه چې مرحوم علامه طباطبايي د ((حيات پس از مرګ )) په کتاب له ښي او کيڼ لاسه مراد ((حق او باطل)) او ((نېکمرغي او بدمرغي)) بيان کړې ده او ويلې يې دي: قرآن شريف خلک په ښو او بدو ويشلي او وايي :

((وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ)) (واقعه/۲۷) او ((وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ)) (واقعه/ ۴۱) (٣٣٠) ښي لاسي او کيڼ لاسي او کله د چپ او ښي په ځاى وايي : ((فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ)) (واقعه/۸) او ((وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ )) (واقعه/۸) (٣٢١)مبارک او نا مبارک کسان او کله يې د چپ لاسو او نامبارکو پر ځاى ګمراهان ويلي دي .

وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ(واقعه/۹۲)= او كه هغه (ساه وتلى) له دروغجنو بې لاريو و (٣٣٢) .

ددې ويينې ‏نچوړ به دا وي،چې په قرآن شريف کې له کيڼ او ښي مراد ښه او بد،نېکمرغي او بدمرغي ده او هغه آيتونه،چې وايي :ښو خلکو ته به په ښي لاس کې کړنليک او بدو خلکو ته به په کيڼ لاس کې کړنليک ورکول کېږي،کېداى شي له ظاهري مانا پرته بله مانا ولري .

 

غم او ښادي

هغوى چې خپله کړنليک لولي او خوند ترې اخلي او له خوشحالۍ په خپل پوټکي کې نه ځايېږي ؛نو چغې وهي: خلکو ! راشئ او کړنليک مې وګورئ! نېکمرغي مې وګورئ !

فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ. إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ . فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ . فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ .(حاقه/ ۱۹، ۲۰ ،۲۱ ،۲۲ ،۲۳)= نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛ نو(له ډېرې خوښۍ اووياړه به) وايي: (( ( محشريانو!) راشئ زما كړنليك ولولئ! بېشكه مايقين درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم.)) نو هغه به په خوښ ( او په زړه پورې) ژوندكې وي، په (ابدي ) لوړ مقامي جنت كې،چې د مېوو واڼل به يې په واک کې وي.(٣٣٣)

هغوى،چې له ګناهونو ډک خپل کړنليک لولي؛نو په حسرت او غم کې چغې وهي: وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ. وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ. يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ. مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ. هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ( حاقه/۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹)= او د چا كړنليك چې،يې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛نو وايي (به): (( كاشكې زما (دا) كړنليك (خو) راته نه واى راكړ شوى او زه له خپل حسابه نه واى خبر شوى! كاشكې هغه د دنيا(مرګ مې) چارې پاى ته رسولې واى. شتمنۍ مې (عذاب) راڅخه لرې نه كړ، واك مې (هم ) له لاسه ولاړ!)) (٣٣٤)

 

د دوسيو ډولونه

د قرآن شريف د آيتونو په رڼا کې د قيامت پر ورځ د هر چا لپاره درې ډوله کتاب او دوسيې دي :

١_وګړيزې: چې هر انسان ته ځانګړى کتاب دى،چې وګړيزې چارې يې پکې ليکل کېږي .

قرآن شريف وايي : وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا (اسراء/۱۳) = او موږ د هرانسان په خپله غاړه كې يې كړه ځوړند كړي دي او د قيامت پر ورځ به ورته يو كتاب راوباسو،چې پرانستى به يې وګوري (چې دا يې هماغه کړنليک دى) . (۳۳۵)

2- ډله ييز : چې د هر امت لپاره ه يو کتاب دى .

((كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا)) (جاثيه/۲۸) (٣٣٦)په قيامت کې به هر امت خپل ځانګړي کتاب ته راوبلل شي. البته کېداى شي دا کتاب د امتونو د فکري خط په هکله وي .

٣_ټوليز :په دې کتاب کې د ټولو خلکو کړنې ثبت شوې دي .(٣٣٧) ( الميزان تفسير، ۱۳/ ۳۴۸)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست