تبلیغات

د ستونزو هواروونکى لمونځ اسلام سپارښتنه کوي که اړتيا اوحاجت يا ستونزه مو درلوده د ځانګړو لمونځونوپه کولوخپله ستونزه اواره کړئ بېلګه يې داده :   د حضرت جعفرطيارلمونځ حضرت جعفرطيار د حضرت علي (ک) وروردى او مسلمانانو چې حبشې ته هجرت وکړ د خپل استدﻻل او چلن له ﻻرې يې د حبشې باچا او […]

د ستونزو هواروونکى لمونځ

اسلام سپارښتنه کوي که اړتيا اوحاجت يا ستونزه مو درلوده د ځانګړو لمونځونوپه کولوخپله ستونزه اواره کړئ بېلګه يې داده :

 

د حضرت جعفرطيارلمونځ

حضرت جعفرطيار د حضرت علي (ک) وروردى او مسلمانانو چې حبشې ته هجرت وکړ د خپل استدﻻل او چلن له ﻻرې يې د حبشې باچا او د نورو خلکو زړونه اسلام ته رامات کړل او په افريقا کې د اسلام بنسټګرهم دى. د موته په جګړه کې يې د خداى په لار کې خپل دوه لاسونه له لاسه ورکړل او خداى ورته په جنت کې دوه وزرونه ورکړل؛ځکه په جعفر طيار مشهور دى . حضرت جعفرچې له حبشې بېرته راغى پيغمبر اکرم (ص) ورته وويل : ايا غواړې چې ارزښتمنه ډالۍ دروبښم . خلکوګومان کاوه چې پېغمبر اکرم (ص) ورته سپين يا سره زر ورکوي؛نوټول ترې راتاوشول چې د پېغمبر اکرم (ص) ډالۍ وګوري ،پيغمبر اکرم ( ص) وويل : داسې لمونځ درکوم که هره ورځ يې وکړې له دنيا او څه،چې په دنيا کې دي تا ته به غوره اوښه وي که هره ورځ يا هره اونۍ يا هره مياشت يا هرکال يې وکړې،د لمونځونو په منځ کې چې دې کوم ګناهونه کړي خداى به يې وبښي .))

دا لمونځ د شيعه او سني په معتبرو سندونو کې راغلى او د((اکسيراعظم)) او ((کبريت احمر ))په نومونوهم يادېږي.امام جعفرصادق وايي: که ستونزه يا اړتيا مو درلوده د جعفر تر لمونځ وروسته دعا وکړئ انشاالله چې قبوله به شي.

د مفاتيح د کتاب په لومړيو مخونو کې ددې لمانځه طريقه ښوول شوي ده.

د لمونځ سپېڅلتيا

لمونځ دومره سپېڅلې دى،چې د ځينوغونډو او مراسمو ترسره کول لکه د قسم ادا کول او شهادت تر لمانځه وروسته راغلي دي . په قرآن کې راغلي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِنكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَأَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِن بَعْدِ الصَّلاَةِ فَيُقْسِمَانِ باللّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لاَ نَشْتَرِي بِهِ ثَمَناً وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى‏ وَلاَ نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللّهِ إِنَّا إِذاً لَمِنَ الآثِمِينَ ( مايده\١٠٦) = ((مؤمنانو! چې كله له تاسې دچا دمړيني وخت راشي؛ نو د وصيت پر وخت دې له     تاسې دوه تنه عادلان ګواهان ونيسي او يا كه په سفر كې وئ او د مرګ مصيبت درته راشي (او هلته مو مسلمان پيدا نكړ؛ نو) له نورو دوه تنه ګواهان ونيسئ اوكه د شاهدۍ ويلو پر وخت شكمن شوئ (؛نو) تر لمانځه وروسته دواړه شاهدان ايساركړئ او قسم دې وكړي چې: (( موږ دا (حق) پرناڅيزه بيه نه پلورو،كه څه هم زموږ دخپلوانو په باب وي او الهي شهادت نه پټوو كه (حق موپټ كړ؛نو) په ګناهكارانو كې دې وشمېرل شو.))

د لمانځه پراخوالى

خداى په تکويني پيدايښت او همداراز په تشريعي حکمونوکې غوره او بشبړې لارې چارې ايښي دي. د بيلګې په توګه د مور په شيدو کې يې د ماشوم د اړتياوو پوره کولو ته ټول ويټامينونه پيدا کړي دي.که د انسان پيدايښت ته وګورو څه،چې په طبيعت کې دي د انسان په وجود کې هم دي. که په طبيعت کې بوټي دي ؛نو په انسان کې د ويښتوراشنه کېدل دي که په طبيعت کې سيندونه دي ؛نو په انسان کې غټ او کوچني رګونه دي که په طبيعت کې خوږې او تروې اوبه دي د انسان اوښکه هم تروه ده او د خولې اوبه يې خوږې دي که په طبيعت کې ډېر کانونه دي؛ نوپه انسان کې هم خورا استعدادونه ايښوول شوي دي. حضرت علي وايي : انسانه ! ته ګومان کوى چې کوچنۍ ډانچه يې حال دا چې په تا کې ډېره لويه نړۍ ايښوول شوى ده .

لمونځ هم يو الهي هنر ښوونه ده،چې خداى پکې ټول ارزښتونه په يو ډول ايښي دي .انسان ته هر ارزښتمن څيز په لمانځه کې پيدا کېږي. د خداى يادونه يو ارزښت دى او د زړونو د ارمتيا يواځينۍ وسيله ده لمونځ دخداى يادونه ده .[ الله اکبر ]

د قيامت يادونه يو ارزښت دى او له ګناه او فساده انسان ژغوري او لمونځ د [يوم الدين] يادوونکې دى. دانبياوو،شهيدانواوصالحانوپه صف کې شاملېدل يو ارزښت دى او موږ په لمونځ کې له خدايه غواړو،چې د ((صراط الذين انعمت عليهم)) په ډله کې راشو . ((غير المعضوب عليهم والا الضالين)) ددې جملې په ويلو موږ خپله لار له بې لاريو او تيري کوونکيو بيلوو.

عدالت د ټولو ارزښتنو په سرکې شمېرل کېږي او د جمعې په امام کې عدالت لازم دى. په لمونځ کې له امامه لاروي ارزښتمن ټولنيز آر- اصل راښي ،چې په خپل سر او د يواځې تګ پرځاى بايد د يوعادل مشر پلوي وکړو. د جمعى د امام په ټاکنه کې تل ارزښتونو ته پاملرنه کېږي او بايدعادل فصيح او فقيه وي.

مخ په قبله ودرېدل هم د ډېرو ارزښتونو د يادونې ښکارندوى دى. مکه د حضرت بلال د کړاونوځاى دى ،اسماعيل علیه السلام د قربانۍ د حضرت علي (ک )د زېږيدنې، د ابراهيم علیه السلام د ازمېښت ،د مهدي اخر زمان د پاڅون او د ټولو انبياوو او اولياوودعبادت ځاى دى .

لمونځ ټول خوځښت دى هرسهار او ماښام سجده،رکوع،قيام ،جومات ته تګ دا ټول خوځښت دى؛نو چوپتيا، ګوښه کېدل او ودرېدل مانا نه لري . تل بايد د خداى په لار کې زيار او حرکت وکړو. په لمانځه کې د انسان اروا او ځان دواړه څڼدل کېږي او لمونځ له انسانه د پېسمنۍ – غروراو کبر ګرد او دوړې څڼدي؛دا ځکه هره شپه او ورځ د خپل بدن تر ټولو لوړه برخه څو څو ځلې پر خاورو راکاږي. د تيږي په پرتله پر خاورو سجده غوره ده . پرځمکه او څه چې ترې راشنه کېږي سجده وکړه شرط يې دا دى،چې خوړونکى څيز به نه وي ؛داځکه چې د سجدې پر وخت درسره د خېټې غم پيدا نشي.پر پاکه ځمکه سجده وکړه؛ دا ځکه له ناپاکو لارو د پاکۍ چينوته نشي رسيدلاى .

د خداى له وېرې ژړا يو ارزښت دى او قرآن په ژړا کې سجده ستائيلې ده.

أُولئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى‏ عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمنِ خَرُّوا سُجَّداً وَبُكِيّاً ( مريم / ٥٨ ) = ((دا همغه پېغمبران دي، چې خداى پرې لورېنه کړې ده ،د آدم له اولادې او د هغوى له ځوځاته، چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو او د ابراهيم او اسراييل (يعقوب) له ځوځاته او له هغوى، چې موږ ورته لارښوونه كړې وه ” او غوره كړي مو وو او چې كله هغوى ته د رحمان (خداى) آيتونه لوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل.))

لمونځ داسې لار او کرښه ده چې له زېږېدنې ترمړينې پورې موږ ته ايستل شوى ده .انسان چې کله دې دنيا ته راځي په ښي اوچپ غوږ کې ورته اذان کېږي ،چې دا هم د لمونځ يوه سپارښتنه ده او چې مري؛نو پر جنازه يې لمونځ کوي؛نوپه ژوند کې تل بايد د خداى عبادت وکړو.

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى‏ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ( حجر\٩٩ ) = ((او د يقين [= مرګ] د رارسېدو تر وخته پورې خپل پالونکى ولمانځه.))

لمونځ انسان له طبيعت سره نښلوي د لمانځه د وخت د پېژندلو لپاره په تېره بيا د سهار او ماسپښين پر وخت بايد لمر ته وګورو. د قبلې پېژندلو ته بايد ستوريو ته وګورو،د مستحب لمونځونو د کولو لپاره په ځانګړو مبارک ورځو کې بايد د سپوږمۍ حرکت ته وګورو،د غسل او اوداسه لپاره اوبو ته اود تيمم اوسجدې لپاره خاورې ته ضرورت دى .لمانځه سره د لمر ،سپوږمۍ ،ستوريو،اوبو اوخاورې اړيکه څومره حکيمانه ټراو لري. د دين نور واجبات هم په يو ډول په لمانځه کې راغلي دي. د ساري په توګه لمونځ کوونکى د لمانځه پر وخت لکه د روژه تي د خوړلو،څښلو او د شهوت د لرې کولوحق نه لري .د حج کوونکى په شان د لمونځ کوونکي قبله هم کعبه ده. د لمونځ کوونکي مثال د داسې کس په شان دى چې جهاد ته ځي؛خو جهاد اکبر ته،چې له نفس سره جهاد دى. لمونځ پر نېکيو امر او له بديو منع دى .هجرت زموږ د دين له مهمو ارزښتنو ځنې شمېرل کېږي. ابراهيم علیه السلام د لمونځ په خاطرهجرت وکړاوخپله ښځه اوزوى يې په کعبه کې پرېښوول او ويې ويل:

رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمفحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِنَ الَّثمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ ( ابراهيم /٣٧ ) = ((پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي.))

په زړه پورې خبره دا ده،چې ابراهيم علیه السلام نه وايي،چې ما حج ته هجرت کړى؛بلکې وايي چې لمونځ ته مې هجرت کړى دى .

په هرحال خداى ټول ارزښتونه په لمانځه کې له لمونځ سره لمانځه ته ايښي دي. که ښکاراوپاکوالى يوارزښت وي اسلام سپارښتنه کوي :

يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ اعراف / ٣١ ) = ((د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ځى ؛ نو خپله ښكلا له ځانه سره واخلئ او ( له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛خو(بې ځايه) لګښت مكوئ، چې لګښتيان د خداى نه خوښيږي .))

پر مسواک هم ډېرټينګارشوى او په ځينوروايتونو کې راغلي چا چې مسواک وهلى وي؛نو لمونځ به يې دهغه کس په پرتله چې مسواک يې نه وي وهلى اويا ځله جيګ وي .په بل روايت کې راغلي جومات ته تر تګ مخکې اوږه او پياز مه خورئ؛دا ځکه چې ستاسې د خولې بوى نورخلک په تکليف نه کړي. په يو وخت کې ابراهيم ،اسماعيل اوحضرت ذکريا( عليهماالسلام) د جومات خادمان ول.

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (بقره /١٢٥ ) = او( دريادكړئ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (دخاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

د مريم مور نذرکوي چې اولاد يې د جومات خادم شي.

إِذْ قَالَتِ امْرَأَةُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّراً فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ( اۤل عمران /٣٥)(درياد كړه) چې کله د ((عمران)) ښځې (حنې) وويل : ((خدايه ! په ګېډه كې مې چې څه دي، تا ته يې نذر كوم، چې يواځې ستا خدمت ته خوشې وي؛نو زما نذر ومنه،چې ته اورېدونكى (او) ښه پوه يې ))                                                                                                            

نن سبا د جوماتونو ټول خادمان ناروغ، سست ،کمزورى او زاړه خلک دي . په حديث کې راغلي د قيامت پر ورځ به درې څيزونه له خلکو شکايت کوي : عالم ،چې خلک ورته نه راځي، قرآن چې په کور کې وي او نه تلاوت کېږي او جومات،چې خلک ورته پاملرنه نه کوي .د اسلام په لومړيو وختونو کې جومات د مسلمانانو د راټوليدو ځاى و ټولې مشورې ،تصميمونه به په جومات کې کېدل،دعلم او پوهې زده کړه هم په جومات کې کېده ،د اسلام دجنګياليو او مجاهدينوستر مرکز و د بېوزليو او ناروغانو د ستونزو د اوارۍ مرکز و،د ظالمانو پرضد د پاڅون ځاى و. د همدې لوړمقام له کبله مسلمانانو د تاريخ په اوږدو کې د جوماتونو ودانۍ ډېرې ښکلې جوړې کړي اوخورا لګښتونه يې پرې وکړل .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست