تبلیغات

د لمانځه هېنداره د لمونځ په هکله چې هرڅومره خبرې وشي، ليکنې پرې وشي حق يې نشي ادا کيدلې ،لمونځ د دين ستنه ده ،د اسلام بېرغ دى، د پيغمبرانو او اديانو يادګار او زموږ د ټولو اعمالو د قبلېدو چورليد او مرکزي ټکى دى ؛نو لمونځ په يو څو کرښو او جملو کې دبيان […]

د لمانځه هېنداره

د لمونځ په هکله چې هرڅومره خبرې وشي، ليکنې پرې وشي حق يې نشي ادا کيدلې ،لمونځ د دين ستنه ده ،د اسلام بېرغ دى، د پيغمبرانو او اديانو يادګار او زموږ د ټولو اعمالو د قبلېدو چورليد او مرکزي ټکى دى ؛نو لمونځ په يو څو کرښو او جملو کې دبيان وړ نه دى .

لمونځ د هرې ورځې د سهار او ماښام پروګرام دى. په سهار کې لومړى واجب کلام لمونځ دى او د شپې د ماسخوتن وروستې کلام هم لمونځ دى ؛نوهره ورځ د خداى په ياد پیلېږي او د خداى به ياد هم پاى ته رسي؛يعنې دا چې زموږ هرڅه د خداى لپاره دي. لمونځ که په سفرکې وي يا په وطن کې ،که پرځمکه وي او يا په هوا کې ،که په فقرکې وي يا په غنى کې ،رمزاو راز يې دا دى،هرچېرته اوهرڅوک چې ياست ،يواځې د خداى بنده اوسه .!

لمونځ د انسان عملي ايدئولوژى ده ،چې پکې خپل ګروهې- عقايد ،اندونه ‏،غوښتنې او بيلګې بيانوي . لمونځ ارزښتونو ته کلکوالى ورکوي او د انسان د شخصيت او د ټولنې د ويجارېډومخنيوى کوي . که د يوې ودانۍ ستنې سستې وي؛نو را وبه لوېږي. د لمانځه اذان د توحيد غږ دى،چې د اسلام پاسوالان او لارويان تر يو بېرغ لاندې په يو صف کې په يوعادل امام پسې ودروي . د جمعې امام يو وي او دا راښيې،چې د ټولنې امام هم بايد يو وي،چې د مديريت چارې سمبال کړي .د جمعې امام بايد په جمعه کې د حاضرو لمونځ کوونکيو او په تېره بيا کمزورو خلکو ته پاملرنه وکړي .دا موږ ته راښيې چې د ټولنې په تصميم نيونه کې بېوزلي او محروم خلک له پامه مه غورځوئ .يوه ورځ پيغمبر اکرم (ص) په جمعه ولاړ و د يو ماشوم ژړا يې واورېده،لمونځ يې په بيړه وکړ،غوښتل يې که د ماشوم مور په جمعه کې وي؛نو ژر تر ژره دې خپل ماشوم په غېږ کې واخلي . د ا نسان تر پيدايښت وروسته لومړى حکم د سجدې و اوخداى پرېښتوته وويل:

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ( بقره \٣٤ ) = ‏(( او (درياد كړه) چې موږ پرېښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه ؛خو ابليس ونكړه سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانوله ډلې شو.))

د ځمکې لومړى ځاى (مکه او کعبه )چې له اوبو راووته او وچه شوه ،دعبادت ځاى و.

إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدىً لِلْعَالَمِينَ (ال عمران /٩٦ ) = ‏(( لومړنۍ كور چې خلكو ( او خداى ته ددعا لپاره ) جوړ شو، همغه دى چې په مكه كې دى،چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى.))

مدينې ته ترهجرت وروسته د پېغمبر اکرم (ص) لومړى کار دا و،چې جومات يې جوړکړ.لمونځ هم پر نېکيو امر دى اوهم له بديو منع دى په اذان او اقامت کې هره ورځ وايو : ((حى على الصلوه حى على الفلاح)) ؛يعنى دا چې لمونځ يوسترمعروف دى اوموږ ورته رابولي . لمونځ انسان له فساداوفحشاء ژغورې.

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ( عنکبوت \٤٥) = ((هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.))

لمونځ داسې حرکتونه دي چې د اګاهۍ او پوهې له مخې کېږي .دا حرکتونه د خداى تر پيژندلو وروسته د هغه په حکم ورته د نږدې والي لپاره کېږي ؛نو ځکه قرآن موږ د مستۍ او ستړيا په حالت کې له لمانځه منع کړي يو ؛ځکه په لمونځ کې چې څه وايو د پوهې له مخې يي بايد ووايو.لمونځ خلکوته اګاهي اوپوهه وربښي.د جمعې د ورځې په لمونځ کې تر لمانځه مخکې دوه خطبې ويل کېږي دا خطبې هم په يوه بله وينا د لمونځ جز دي. د خطبو اورېدل او ورپسې لمونځ کول؛يعنې دا چې لومړى ځان خبرول دي او وروسته لمونځ کول دى .لمونځ له ځانه وتل دي او د خداى په لورې الوتل دي.

 

لمونځ د اسلام بېرغ دى

لکه څرنګه چې بېرغ نښه ده لمونځ هم د مسلمانۍ نښه ده اوهمداراز په هرځاى کې تل د بېرغ درناوى کېږي او سپکاوى يې د يوهېواد او ملت سپکاوى ګڼل کېږي.د لمونځ سپکاوى او پر وړاندې يې بې پروايي د دين بې پروايي ده. د بېرغ جيګوالى د يوهېواد د سياسي او پوځي ‏ځواک ‏شتوالى او د هماغه ملت تداوم راښي،په لمونځ کې هم همداشان دي.

 

لمونځ او قرآن

په ځينوځايونو کې لمونځ اوقرآن د يوبل په څنګ کې راغلي:

إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرّاً وَعَلاَنِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَن تَبُورَ ( فاطر\ ٢٩ ) = ((په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او لمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د خداى په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي؛ نو هغوى د يوې داسې سوداګرۍ هيله من دي، چې هېڅکله تاوان نه لري.))

په بل ځاى کې وايي :

وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ إِنَّا لاَنُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ ( اعراف / ١٧٠) = ‏(( او هغوى چې (دخداى) پر كتاب ټينګې منګولې لګوي او لمونځ كوي (؛نو ستره بدله به ولري؛ځكه ) موږ د مصلحينو اجر نه ضايع كوو.))

کله لمونځ او قرآن د يو صفت په حيث راغلي لکه د ذکر ویی- کلمه چې قرآن ته هم ويل شوى.

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ( حجر/٩ ) = (خو هغوى بايد پوه شي چې ) موږ پرېښتې له حق پرته نه وركوزوو او چې كله وركوزي شي؛نو بيا هغوى ته مهلت نه وركول كېږى (او كه منكر شي؛ نو په الهي عذاب نابودېږي ) !

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي ( طه \١٤) = ‏(( په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبود نشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه .))

په زړه پورې دا ده چې د لمونځ ویی – کلمې پرځاى کله د قرآن ویی‏ هم راغلى ده.

أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى‏ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوداً ( اسراء/۷۸ )= ((د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر وروستۍ تيارې [=نيمې شپې ] پورې لمونځ وكړه او (په تېره بيا) د ګهيځ د لمانځه (پرکولو پابند اوسه؛ ځکه) چې د ګهېځ (لمانځه) ته (د شپې او ورځې پرېښتې) حاضرېږي.))

ويل کېږى چې له قرآن الفجر څخه موخه د سهار لمونځ دى . په لمانځه کې د قرآن حمد او سورت ويل د لمونځ واجبات دي او د قرآن په غټو سورتونو لکه بقره او په کوچني سورتونولکه کوثر کې د لمونځ په هکله ذکر شوى دى .


لمونځ او قصاص

نه يواځې په اسلام کې ؛بلکې په ټولو الهي اديانوکې د قصاص قانون شته او وايي :که څوک د چا غوږغوڅ کړي؛نو غوږ يې بايدغوڅ شي که څوک د چا غاښ مات کړي ،بايد غاښ يې مات شي؛خو د غل بايد يواځې د لاس څلورګوتې غوڅې شي او د لاس تلى يې بايد پرېښوول شي.انسان د سجدې پر وخت د لاس تلى بايد پرځمکه کېږدي؛نوځکه غل ته د سزا ورکولو پر مهال بايد لمونځ او سجدې ته پاملرنه وکړو او د لاس تلى يې بايدغوڅ نشي ،چې غل ته هم دعبادت حق خوندي پاتې شي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست