تبلیغات

د مسلمانانو د واکمن خواړه ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي،چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل : ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم ؛خو د کور […]

د مسلمانانو د واکمن خواړه

( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٨٢ مخ ) په خپل سند له عبدالملک ابن عمير روايتوي،چې وايي : د ثقيف د ټبر يو سړى راروايتوي،چې زه حضرت علي بن ابيطالب د عکبر د سيمې واکمن کړم او راته يې وويل : ماسپښين ما ته راشه. زه ورغلم ؛خو د کور د وره مخې ته يې ساتندويان نه وو او و مې ليدل،چې په کور کې ناست او ورسره د اوبو کاسه او کوزه ده او غږ يې کړ : هغه زما ظبيه ( هغه انبانه چې د اوسۍ له پوټکي جوړېږي او ويښتان ترې نه وي غوڅ شوي ) راوړئ . ما له ځان سره وويل: زه ورته امين ښکارم او غواړي ګران بيه مرغلله راسره امانت کېږدي؛خو کله يې چې مهر او موم هخوا کړل؛نو و مې ليدل،چې زږه وړه پکې دي؛يو څه يې ترې راواخستل او په کاسه کې يې واچول او په اوبو يې خيشته کړل او بيا يې وخوړل؛نو خوله مې بنده ونشوه ساتلاى او ورته مې وويل : په عراق کې د نعمت له دې دومره پراخۍ سره دا څه دي،چې تاسې يې خورئ .

و يې ويل : پر خداى چې د کنجوسۍ له مخې دا انبانه نه موموم؛خو د خپلو خوړو حساب له ځان سره لرم؛وېرېږم،چې تر مودې مخکې خلاص شي او بيا د کورنۍ عذر د نور خلکو د خوړو په خوړوو کې موجه شي او ما و نه غوښتل پر حلال او پاک رزق سربېره نور خواړه په خېټه کې واچوم . (فضايل خمسه)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست