په قرآن شريف کې ډېر آيتونه ليدل کېږي،چې عقلونه او وجدانونه پوښتي،چې آيا بد او ښه مساوي دي او هېڅ توپير يو له بل سره نه لري؟ ((أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (ص/۲۸)= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي،د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو په څېر كړو؟!)) (۱۷)
د خداى او انبياوو د حکم پر وړاندې خلک دوه ډلې دي: يوه ډله موافقه او بله مخالفه وي .
قرآن شريف هم ددې حقيقت بيانولو ته وايي :
((فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ ( تغابن/۲)= نو ځينې مو كافران او ځينې مؤمنان دي)) (١٨) له بل پلوه په دنيا کې يا د اعمالو واقعي سزا نشته او کله کله لږه لږه څه سزا وي،چې د اعمالو هومره نه وي او که نن وي او که سبا وي؛نو هم ښه له دې دنيا ځي او هم بد او که د قيامت په څېرپه يو ځاى کې حساب او کتاب هم نه وي او خلک تر مړينې وروسته له منځه ولاړ شي او داچې خداى عادل دى او په دنيا کې هم سمه سزا نه ورکول کېږي ؛نو بايد په بله دنيا کې حساب کتاب او سزا او ثواب وي .
هو! دنيا د سرايت ځاى دى؛يعنې زما په غم خوشحالۍ کې نور هم شريکېږي؛نو په دې بڼه که سزا په دې دنيا کې ورکول کېده ؛نو يو ډول تېرى او بې عدالتي به وه؛خو په قيامت کې هر ډول اړيکې شلېږي او هر څوک په خپل فکر کې وي او د قرآن شريف د وينا له مخې،چې انسان له خپل اولاد،ښځې او مېړه هم تښتي او يوازې د خپل ځان د خلاصون په فکر کې وي او هلته که پر مجرم کومه بلا راغله؛نو يوازې پر هغه به راغلې وي او نور به پرې نه ککړېږي.
کېداى شي ووياست : که داسې وي؛نو موږ ته د يو مجرم هم اصلاح کول نه دي پکار؛ځکه خپلوان يې را څخه خپه کېږي .
داسې نه ده! که پر کوم مجرم د کورنۍ د خپګان له امله يې د خداى او شرعي حد جاري نشي؛نو په ټولنه کې به ددې فاسدو خلکو په واسطه په نورو خلکو کې وارخطايي راپيدا شي او د امنيت احساس به نه کوي او دا پخپله بې عدالتي ده،چې موږ د څو خلکو د خپګان مخنيوي ته د ټولې ټولنې امنيت ته ګواښ جوړ کړو؛نو په داسې ځايونو کې بې له دې بل هېڅ چاره نه لرو،چې د ټولنې سازښت د وګړي په پرتله وړ وبولو.
دويم ځواب :دا کار د خلکو له اختيار او ازادۍ سره سمون نه خوري .
که خداى په دنيا کې سزا او يا اجر ورکړي؛نو خلک به يا له وېرې او يا د تمې له کبله بد کارونه نه کوي او ښه چارې به کوي،چې دا ډول ښېګڼه جبري او په زور ده او دومره ارزښت نه لري . انسان بايد ښو او بدو کولو ته ازاد وي .
دلته دا پوښتنه ماغزو ته راځي،چې ايا د جنت ژمنه او له دوزخه وېرول خلک ښو چارو ته نه اړوي ؟
په ځواب کې بايد ووايم:داچې دوزخ او جنت په دې دنيا کې نه دى ؛ نوانسان د ښو او بدو چارو په کولو کې جبر نه احساسوي .