تبلیغات

  په قرآنى آيتونو کې له غور او پلتڼې څرگند ېږي،چې ((انساني نفس)) درې پړاونه لري او داسې نه ده،چې گنې ((نفس )) په درې ډوله دى . اوس د((نفس )) درې پړاونه تشريح کوو: (( اماره نفس )) ،(( لوامه نفس )) ،(( مطمینه نفس)) . ١–   اماره نفس : په دې پړاو کې […]

 

په قرآنى آيتونو کې له غور او پلتڼې څرگند ېږي،چې ((انساني نفس)) درې پړاونه لري او داسې نه ده،چې گنې ((نفس )) په درې ډوله دى .

اوس د((نفس )) درې پړاونه تشريح کوو:

(( اماره نفس )) ،(( لوامه نفس )) ،(( مطمینه نفس)) .

١–   اماره نفس : په دې پړاو کې ((نفس))، انسان بديو،شهواتو ،فجوراو فسق ته هڅوى ؛نو ويل کېږي،چې په دې پړاو کې پر انسان ((اماره نفس )) واکمن وي .

وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ(يوسف/۵۳) = او زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امركوي؛خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى.

لوامه نفس : په دې پړاو کې انسان په غلط کار يا غلط فکر يا ناوړه نيت پښېمانېږي او انسان ورباندې ملامتوي؛نو ويل کېږي،چې په دې پړاو کې پر انسان ((لوامه نفس )) واکمن وي او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح ورته (( ضمير)) او (( اخلاقي وجدان )) هم وایي . په ځينو انسانانو کې (( لوامه نفس )) ډېر قوى اوغښتلى وي ،په ځينوکې کمزوری وي ؛خو په هر صورت هر انسان په دې پړاو کې نه وي اوبله دا،چې د زياتوگناهونوله کبله لوامه نفس بيخى له منځه هم ځي .

لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ. وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ(قيامت/۱، ۲) = د قيامت پر ورځ قسم! او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملا متوونكي نفس (چې قيامت حق دى)!

٣–   مطمینه نفس : په دې پړاو کې انسان پرسمه لار( تقوى) باندې پر تللو او د کږې (فجور) په پريښودو ډاډينه ننګیري- محسوسوي او د بشپړې تقوى مقام ته رسيدو او د مسؤوليت احساس کوي . داسې چې په اسانۍ سره دهغه د کږېدوشونتیا نشته .

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ. ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً( فجر/۲۷، ۲۸) = (( ډاډمن نفسه! دخپل پالونكي لوري ته دې وګرځه ، حال دا چې (تۀ له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى.))

څښتن تعالى د قيامت په سورت کې دوه قسمه ( زه قسم خورم دقيامت په ورځ زه قسم خورم په ملامتوونکى نفسى يا ويښ وجدان ) يادوي ،اوس موږ پرې دې مسلې رڼا اچوو ،چې ددې دواړو قسمونو ترمنځ څه اړيکې دي؟

حقيقت دا دى دى ،چې د قيامت د شتوالي لپاره يو دليل دا هم دى ،چې په انسانانوکې د ((وجدان محکمه )) شته .داسې ،چې د نېکيو د سرته رسولو په پایله ‏کې د سړي روح خوشالېږي او په دى توگه هغه ته بدله ورکوي او د بدکاراوگناه په سرته رسولو کې یې روح سخت ربرړېږي اوپه دى توگه ورته سزا ورکوي.

نوڅنگه ،چې په ((عالم صغير= انسان )) کې وړوکى محکمه شته دغسې ((عالم کبير= کاينات )) به هم،هرومرو((ستره محکمه )) ولري .

نوپه انسان کې د((اخلاقى وجدان =ملامتوونکى نفس )) له شتوالى موږ پوهيداى شو،چې ((قيامت =معاد)) شته او له دې ځايه د دواړو قسمونو اړیکه څرگندېداى شي. يا په بله وينا د لومړي قسم لپاره دويم قسم دليل دى .

د قيامت د ((سترې محکمې )) او د ((اخلاقي وجدان )) او کوچني محکمې ترمنځ ورته والى :

١– دلته قاضي ،شاهد او د حکم پلي کوونکى يو دى ؛لکه ،چې په قيامت کې هم همدغسې دي .

قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ(زمر/۴۶) = ووايه: ((خدايه! (اى) د اسمانو او ځمكې څيرونكيه (او پيداكوونكيه او) پر پټو او ښكاره و پوهېدونكيه! تۀ به د خپلو بندګانو تر منځ په څه كې، چې اختلاف يې درلود،پرېكړه وكړې.))

٢–   د اخلاقي وجدان په کوچنۍ محکمه کې سپارښتنه ،بډې ،ډله ټپله او واسطه نه منل کېږي .دغسى دقيامت ستره محکمه هم ده .

وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ (بقره/۴۸) = او هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نۀ له چا (الهي عذاب ) لرې كولاى شي او نۀ يې سپارښتنه كولاى شي او نۀ يې تاوان منل كېږي، چې ( په بدل كې يې پرېښوول شي) او نۀ ورسره مرسته كېداى شي .

٣–   دوجدان په محکمه کې سترى دوسیې په لږ وخت کې فيصله کېږي ،نه پکې استيناف ته ضرورت شته او نه بيا نوې کتنى ته او نه په مياشتو او کلونوکلونو سرگردانۍ ته ،دغسى د قيامت ستره محکمه هم ده .

أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّا نَأْتِي الأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ(رعد/۴۱)= او ايا نګوري چې موږ (تل) په ځمكې پسې راځوو او د هغې له شاوخوا( او اړخونو) ځنې يې كموو؟(او ورو ورو ټولنې، مدنيتونه او پوهان له منځه ځي ) او خداى حكومت كوي او هېڅوك د هغه د احكامو د مخنيوي يا رد وسه نلري او هغه چټک حسابى دى.

٤– د دې نړۍ د رسمي محکمو پرخلاف د ويښ وجدان د محکمې د سزاگانو اثار لومړى د انسان له دننه راولاړېږي او بيا یې پر بهر اغېزې غورځوي ،لومړى د انسان روح ځوروى او بيا یې په تنه ، څيره ،خوب اوخوړو کې اغېزې څرگندېږي .دغسى دقيامت ورځ هم ده .

نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ. الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ(همزه/۶- ۷) =(هغه) الهي بل شوى اور دى. (همغه اور) چې پر زړونو لوېږي او خوله اچوي.

٥– د وجدان محکمه شاهدانوته څه اړتیا نه لري؛بلکه د انسان خپل معلومات دهغه په گټه يا زيان د شاهدى په توگه منل کېږي .لکه ،چې د قيامت پر ورځ هم د انسان لاس،پښې ،پوټکى او تنه دهغه پراعمالوشاهدي ورکوي.

وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ (سجده/۲۰)

دهغه مخکې به د وروستنيو تر راتلو پورې ايسار کړاى شي ،بياکله ،چې ټول هلته ورشي ؛نودهغو غوږونه اودهغوسترگى اودهغودجسم پوستکى به پرهغوشاهدى ووایې ،چې هغوى په دنيا کې څه کول )) .

د دواړو محکمو له عجيب شا نته ورته والى څخه ثابتېږي،چې د ((معاد)) مسله فطري ده ؛ځکه د هستۍ ددى ستر سمندر په يو څاڅکي کې ،چې دا ډول پټه اوعجيب شانته محکمه وي؛نو دا ستر عالم خو به هرومروحساب ،کتاب اومحکمه هم لري .

يادونه :   د (( وجدان محکمې )) په باب د زياتو معلوماتو لپاره د ناصر مکارم لاندې کتابونه ولولى .

١– رهبران بزرگ (بحث وجدان ) .

٢–  معاد وعالم پس از مرگ ( بحث دلايل معاد) .

يادونه : دابحث له (( تفسير نمونه څخه ژباړل شوى.))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست