تبلیغات

د پېغمبرانو تاريخي ونډه آيا پېغمبرانو د تاريخ په بهير کې منفي يا مثبته ونډه درلوده که نه يا يې بېخي نه درلوده؟ که ونډه يې درلوده؛نو څه وه؟مثبت وه که منفي؟ پر دې د دين مخالفان هم منښته-اعتراف کوي،چې پېغمبرانو په تاريخ کې ګټوره وڼده درلودلې او بې اغېزې وګړي نه ول . پخوا […]

د پېغمبرانو تاريخي ونډه

آيا پېغمبرانو د تاريخ په بهير کې منفي يا مثبته ونډه درلوده که نه يا يې بېخي نه درلوده؟ که ونډه يې درلوده؛نو څه وه؟مثبت وه که منفي؟

پر دې د دين مخالفان هم منښته-اعتراف کوي،چې پېغمبرانو په تاريخ کې ګټوره وڼده درلودلې او بې اغېزې وګړي نه ول .

پخوا پېغمبران د ستر ملي ځواک ښکارندوى ول

په دې کې څه خبره نشته،چې پېغمبران په ديني ملاتړ يو ځواک و؛خو خبره ددې ځواک د کړنو په لوري کې ده او له همدې ځايه بېلابېلې څرګندونې راولاړې شوې دي .

الف- ځينو په ليکنو کې ډېر په اسانه ويلي : پېغمبرانو منفي ونډه درلوده، وايي :

((د پېغمبرانو دريځ نيونه،مانيزه-معنوي او د دنيا ضد وه؛د پېغمبرانو د ويناوو چورليد دنيا ته شا، اخرت ته مخه،بهر پرېږده،سر په ګرېوان کې ښکته کړه،ذهنيت ته پام او عينيت ته شاکول دي؛نو ځکه دين او پېغمبران،چې ددې ځواک ښکاروندى ول،د بشر د پرمختګ په مخ کې خنډ او له ژونده زړه تورونکي ول؛نو ځکه په تاريخ کې د پېغمبرانو ونډه منفي ده .))

ب – بله ډله په بله بڼه د دين د خاوندانو ونډه ښيي؛دوى د لومړۍ ډلې پر عکس؛د دين خاوندانو ته دنيا ته د لېوالتيا پر لوري دريځ نيونه قايل دي او مانيزه دريځ نيونه يې دې چارو ته پوښښ او د خلکو تېرايستل او درغلي ښوولې او مدعي دي،چې دنيا ته د لېوالتيا دا دريځ د موجوده حالاتو د ساتنې او د برلاسې ټولنې په ګټه او د لاس لاندې ټولنې پر تاوان او د ټولنې له پرمختګ سره د مبارزه لپاره ده . مدعي دي،چې تاريخ د هرې ښکارندې په څېر ديالکتيکي حرکت لري؛يعنې له دننني تضاده راولاړ حرکت . د مالکيت په رامنځ ته کېدو؛ټولنه پر دوو دښمنو ډلو وويشل شوه : واکمنه او زبېښوونکې او بله بې برخې او زبېښل شوې . واکمنه ډله د خپلو ګټو د خونديېنې لپاره تل د موجوده حالاتو پلوې وه او د توليد د اوزارو د جبري تکامل سره سره غواړي،چې ټولنه په يو حال کې وساتي؛خو بې برخې او د توليد له اوزارو سره همغږې ټولنه غواړي موجوده حالات واړوي کړي او ښه حالات يې ځايناستي کړي : واکمنه ټولنه په درې څېرو کې خپله ونډه ترسره کوي : دين ،دولت او شتمني په بل وينا : د زور،زر او درغلۍ لاملونه .

د دين د خاوندانو ونډه د ظالمانو او زبېښوونکيو په ګټه د خلکو غولول او ورسره درغلي ده . د دين د خاوندانو آخرتپالي واقعي نه وه؛ بلکې د خپلې دنياپالۍ د پټولو او د بېوزليو د غولونې لپاره يو چل دى؛ نو د دين د خاوندانو تاريخي ونډه ځکه منفي وه،چې تل دودپالي د موجوده حالاتو ساتونکې؛يعنې د زر،زور او تزوير پلويان ول .

تاريخ ته په مخونه کې د مارکسيسم تز همدا دى؛د مارکسيسم له ليد لوري د دين،دولت او شتمنۍ درې لاملونه،په تاريخ کې د مالکيت له اصل سره غبرګ او د خلکو ضد لاملونه ول .

ج_ځينې تاريخ بل ډول او د پورتنۍ څرګندونې پر ضد تفسيروي؛خو ورسره د دين او پېغمبرانو ونډه منفي ګڼي . دوى مدعي دي،چې د طبيعت او د تاريخ د تکامل قانون د زورورو د غښتلېدو او د کمزرويو په له منځه وړو دى؛زورور د تاريخ د پرمختګ او کمزوري يې د پر شا تګ او درېدو لامل ول او دي؛کمزوريو دين راوايست،چې د زورورو مخه پرې ونيسي .

د دين خاوندانو هم د عدل،آزادۍ،رښتينولۍ، انصاف، مينې، لورنې، مرستې او… په بله وينا : د مرينې اخلاق يې د کمزوريو په ګټه او د زورورو په تاوان راوايستل او د زورورو وجدان يې له ځانه اغېزمن کړ او د کمزوريو د له منځ تلو او د بشر د خېل د سمونې او د سترو انسانانو د رامنځ ته کېدو لامل شول؛نو د دين او پېغمبرانو ونډه ځکه منفي ده،چې د زورورو د اخلاقو پر ضد، د “مرينې د اخلاقو” پلويان ول .

المانى توکيزپال فيلسوف؛ “نيچه” هم ددې څرګندونې پلوى دى .

د-نورې ډلې ان له دينه منکران هم په تاريخ کې د پېغمبرانو او اديانو ونډه مثبته ګڼي؛دې ډلې له يوه اړخه د پېغمبرانو اخلاقي او ټولنيزو منځپانګې ته پام کړى او ورسره يې د تاريخ عيني واقعيتونو ته هم اشاره کړې او دې پايلې ته رسېدلي،چې پېغمبرانو د بشريت د سمونې او پرمختګ لپاره اغېزمن مثبت ګامونه اخستي دي .

د بشر تمدن دوه اړخه لري : توکيز او مانيز.

د تمدن توکيز اړخ فني او صنعتي اړخ يې دى،چې پېر په پېر پرمخ تللى او تردې ځايه رارسېدلى دى .

د تمدن مانيز اړخ د انسانانو تر منځ د انساني اړيکو دى . د تمدن مانيز اړخ د پېغمبرانو د غورځو پورځو پايله ده او د تمدن د مانيزو وړانګو په رڼا کې توکيز اړخ يې هم د ودې ساه واخسته؛نو د بشري تمدن د مانيز اړخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه نېغ په نېغه ده او په توکيز اړخ کې يې غير مستقيمه ده .

ددې ډلې له ليد لوري : په تېر وخت کې د پېغمبرانو له مثبتې وڼدې څوک منکرېداى نشي؛خو په دوى کې ځينې ډلې د پېغمبرانو او اديانو مثبته ونډه په تېر وخت پورې ځانګړې بولي،وايي : نن ددې ډول ښوونو وخت نه دى او ديني ښوونو ارزښت له لاسه ورکړى دى او په راتلونکې کې به يې نور هم له لاسه ورکړي؛خو ځينې ګروهمن دي،چې د ديني مفکورې او ايمان ونډه هغه ونډه ده،چې علمي پرمختګونه يې ځايناستېداى نشي؛لکه څنګه چې فلسفي ښوونځيو هم و نه شو کړاى، چې ځايناستي يې شي .

په هغو بېلابېلو ونډو کې،چې پېغمبرانو په تېر وخت کې درلودې،احياناً داسې موارد پکې پيدا کېږي،چې د بشر د ټولنيز تکامل شعور، بشر له ديني ښوونو مړه خوا کوي؛خو تر ټولو بنسټيزې ونډې يې هماغه دي،چې په تېر وخت کې وې او په راتلونکې کې به هم له بشپړ ځواک سره پر خپل ځاى وي .

 

په تاريخي تکامل کې د پېغمبرانو د ښوونو د اغېزو بېلګې :

١_ ښوونه او روزنه

په تېر وخت کې ښوونې او روزنې ديني انګېزه درلوده . په تېر وخت کې ديني انګېزه د ښوونکيو او موروپلار مرستندوى وه او دا هغه چار دى، چې د ټولنيز شعور تکامل، ديني انګېزې ته اړتيا له منځه يووړه.

 

٢_ د ژمنو ټينګول

د بشر ټولنيز ژوند د ژمنو او تړونونو د درناوي پر بنسټ دى . د ژمنې او تړون درناوى د بشري تمدن له انساني اړخونو ځنې دى . دا ونډه تل دين درلوده او تر اوسه يې هم لري او تراوسه يې هم ځايناستى نه دى پيدا کړى .سره له دې،چې “ويل دورانت” يو ديني ضد عنصر دى؛خو د “تاريخ د زده کړو” په کتاب (٥٥ مخ) کې منښته کوي،وايي:

(( دين د خپلو احکامو په مرسته وکړاى شول،چې بشري تړونونه او ژمنې د خداى او انسان د نږدېدو لامل وښيي او په دې چار يې ثبات او ټيکاو رامنځ ته کړ.))

په ټوليزه توګه دين د اخلاقي ارزښتونو کلکه ډډه ده . له اخلاقي ارزښتونو،چې دين لرې کړې؛نو د هغه بې ملاتړه پيسو مثال به ولري،چې اعتبار نه لري .

 

٣- له ټولنيزو بندونو ازادي

پېغمبرانو له استبدادونو او ټولنيزو زنديو سره په مبارزه کې بنسټيزه ونډه درلوده . قرآن کريم هم د پېغمبرانو په دې ونډه خورا ټينګار کوي : لومړى داچې عدل راوستل د پېغمبرانو د بعثت او رسالت موخه ښيي دويم داچې په خپلو کيسو کې يې له مستبدانو سره د پېغمبرانو مبارزې راوړي دي او په ډاګه کوي،چې همدا ډله وه،چې تل به له پېغمبرانو سره په جګړه کې وه .

د “مارکس” او پلويانو يې دا خبره بېځايه او د تاريخي حقايقو پر خلاف ده،چې وايي: دين،دولت او شتمني د بې برخې طبقې پر خلاف د واکمنې طبقې درې څېرې دي .

داکتر “اراني” د “مارکس” څرګندونې ته مخونه ورکوي :

(( دين د بېوزلې طبقې د مغلوبولو لپاره د واکمنې طبقې د لاس آله ده؛ تل تسبېح، صليب او سرنېزه په يوه ليکه کې حرکت کوي .))

تاريخ ته د داسې مخونو او د تاريخ د فلسفو د منلو لپاره يوازې يوه لار شته :سترګې له تاريخي واقعيتونو پټول .

حضرت علي (ک) د تورې او تسبېح مېړنى دى؛هم د تورې سړى دى او هم د تسبېح؛خو د کومې طبقې د مغلوبولو لپاره؟ د محکومې طبقې يا واکمنې طبقې؟ د حضرت علي شعار څه و؟ شعار يې دا و: تل د ظالم دښمن او د هغه ملګرى وسئ،چې تېرى پرې شوى دى .

وګ : نهج البلاغه/٤٧ ليک.

حضرت علي (ک) په خپل ټول عمر کې د تسبېح او تورې ملګرى؛خو د زرو دښمن و . توره يې د زر او زور د څښتنانو پر خلاف کارېده او د “مهزلة العقل البشري” په کتاب کې د “علي الوردي” د وينا له مخې: ((حضرت علي په خپل شخصيت د مارکس فلسفه له منځه يووړه.))

تردې خبرې د “نيچه” خبره چټي ده-بېخي د مارکس د څرګندونې پر عکس- ((دا چې زورور د ټولنې د تکامل او پرمختګ يوازېنۍ طبقه ده او دين د کمزوريو په ملاتړ رامنځ ته شوى؛نو د پرشا تګ لامل دى .))

ته وا بشري ټولنه هغه مهال د تکامل په بهير کې په ځغاسته ده،چې د ځنګل قانون پرې واکمن وي .

د “مارکس” له نظره بې برخې طبقه د تکامل لامل دي او پېغمبران ددې طبقې پر ضد دي او د “نيچه” له نظره، زورور د تکامل لامل دي او پېغمبران يې پر ضد دي .

“مارکس” وايي : دين زورورو او شتمنو راايستلى او “نيچه” وايي: کمزوريو او بې برخو را ايستلى دى .

د “مارکس” يوه غلطي په دې کې ده،چې تاريخ ته يې يوازې د طبقاتي ګټو د تضاد پر بنسټ مخونه ورکړې او د تاريخ انساني اړخ يې ناليدى ګڼلى دى .

[په دې مطلب لا پوهېدو ته “د تاريخ د فلسفې له ليد لوري د امام مهدي پاڅون” کتاب ته مراجعه وکړئ،چې ډاکټر محمد طارق اقبال په پښتو ژباړلى دى .]

بله غلطي يې په دې کې ده،چې د تکامل لامل يې يوازې او يوازې بې برخې طبقه ګڼلې؛درېمه غلطي يې په دې کې ده،چې پېغمبران يې د واکمنې طبقې په ټلواله کې راوړي دي .

د “نيچه” غلطي په دې کې ده،چې د “زور لامل” يې د تاريخ د تکامل لامل ګڼلى؛په دې مانا، چې “غوره” انسان يې له “زورور” انسان سره يو شان ګڼلى او هغه انسان يې د تاريخ پرمخ وړونکى ګڼلى،چې غښتلى او زورور وي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست