تبلیغات

د پېغمبرۍ دنوي کېدو لاملونه سره له دې،چې نبوت يو پرله پسې بهير دى او د خداى پيغام؛يعنې دين يو حقيقت دى؛نو د تشريعي او تبليغي پېغمبريو نوي کېدنه او د پېغمبرانو پرله پسې راښکاره کېدل او د حضرت محمد (ص) تر راتګ وروسته د ټولو د تمېدنې لاملونه دادي : لومړى داچې پخوانى بشر […]

د پېغمبرۍ دنوي کېدو لاملونه

سره له دې،چې نبوت يو پرله پسې بهير دى او د خداى پيغام؛يعنې دين يو حقيقت دى؛نو د تشريعي او تبليغي پېغمبريو نوي کېدنه او د پېغمبرانو پرله پسې راښکاره کېدل او د حضرت محمد (ص) تر راتګ وروسته د ټولو د تمېدنې لاملونه دادي :

لومړى داچې پخوانى بشر د فکري بلوغ او ودې د نشتوالي له امله بېوسه و،چې خپل اسماني کتاب خوندي وساتي؛معمولاً په اسماني کتابو کې اړونې کېدې او يا به په ټوليزه توګه له منځه ته؛نو پکار وه،چې پيغام نوى شي.

د قرآن د نزول وخت(؛يعنې څه له پاسه څوارلس پېړۍ مخکې)؛بشريت د ماشومتوب پېر تېر کړى و او کړاى يې شول،چې خپل ديني او علمي ميراثونه وساتي؛نو ځکه په وروستي اسماني کتاب(قرآن )کې اړونه نه ده شوې .

د قرآن د نزول له ړومبيو ورځو نه مسلمانانو د قرآن هر آيت پخپلو زړونو،ذهنونو او ليکلې بڼه ساته،چې د ورکېدو،اړونې او له منځه تلو امکان يې صفر شي؛نو په دې اسماني کتاب کې اړونه او له منځه تلل و نه شول او دا يو هغه علت دى،چې د نبوت نوې کېدنه يې منتفي کړه .

[ژباړن :له اړونې نه د قرآن د خونديتوب په هکله وګ : د عراقي ستر عالم ابوالقاسم خويي د “البيان” کتاب،چې ښاغلي اجرالدين اقبال د “قرآن پوهنه” په نامه ژباړلى دى.]

دويم :په مخکې پېر کې بشريت د فکر د نه ودې او نه بلوغ له امله بېوسه و،چې د خپل بهير لپاره ټوليزه نقشه تر لاسه کړي،چې پرې خپلې لارې ته دوام ورکړي؛پوړ په پوړ او منزل په منزل يې لارښوونې ته اړتيا درلوده او بايد تل ورسره لارښوونکي وي؛خو د رسالت د پاى ته رسېدو په پېر کې او وروسته ترې په بشر کې دا وسمني وه،چې د خپل بهير لپاره ټوليزه نقشه تر لاسه کړي او د پوړ په پوړ او منزل په منزل د نقشې د تر لاسه کولو پوړ پاى ته رسېدلاى و او ددې امکان او استعدادپه رامنځ ته کېدو، ټوليزه او هر اړخيزه نقشه د بشريت په واک کې کړاى شوه او په همدې علت د پېغمبرۍ د نوي کېدو خبره منتفي شوه .

د امت علماء هغه کارپوهان دي،چې د اسلام د لارښوونې د ټوليزې نقشې په ګټنه د لنډمهاله قوانينو په تدوين او تنظيم خلکو ته لارښوونه کوي .

درېم : ډېرى پېغمبران تبليغي ول؛نه تشريعي . د تبليغي پېغمبرانو دنده دا وه،چې هغه شريعت پلى او تفسير کړي،چې په خپل وخت کې يې واکمن و.

د خاتميت په پېر کې،چې د پوهې پېر دى، د امت علماء وسمن دي،چې د اسلامي ټوليزو اصولو او د وخت او ځاى د شرايطو په پامنيوي کې هغه کليات د وخت او ځاى له غوښتنو او شرايطو سره تطبيق کړي او الهي احکام ترې استنباط او استخراج کړي،چې ددې عمل نوم “اجتهاد” دى .

د اسلامي امت غوره علماء ډېرى هغه دندې ترسره کوي،چې تبليغي پېغمبرانو ترسره کولې او بې له دې،چې په خپله “مشرع” وي، د تشريعي پېغمبرانو يو لړ دندې هم په اجتهاد او د امت د مشرۍ په ځانګړې دنده ترسره کوي؛نو سره له دې،چې دين ته اړتيا شته او د نبوت نوي کېدنه او د اسماني کتاب د راتګ خبره منتفي ده او د پېغمبرانو لړۍ پاى ته رسېدلې؛خو څومره،چې بشريت د تمدن پر لوري ځي؛دين ته يې اړتيا ډېرېږي .

××××

څه مو،چې وويل روښانه يې کړل،چې د بشر د فکر او ټولنيزې ودې او بلوغ، د نبوت په پاى ته رسېدو کې ونډه درلوده او دا ونډه په څو اړخو کې ده :

١- خپل اسماني کتاب يې له اړونې خوندي ساتلى دى .

٢_ داسې پوړ ته رسېدلى،چې خپله تکاملي برنامه يو ځاى تر لاسه او ګټنه ترې وکړي .

٣_فکري بلوغ او ټولنيزه وده يې اجازه ورکوي،چې د دين د خپرولو، تبليغ او “پر نېکيو امر او له بديو د منع” دنده پر غاړه واخلي او له دې لارې له تبليغي پېغمبرانو مړه خوا کېږو او دا اړتيا د امت نېک علماء پوره کوي .

٤-دومره يې فکر وده کړې،چې کړاى شي د “اجتهاد” په رڼا کې د وحې کليات تفسير کړي او په بېلابېلو مکاني او زماني شرايطو کې يې له اصل سره تطبيق کړي .

روښانه شوه،چې د نبوت پاى ته رسېدل په دې مانا نه دي،چې الهي ښوونو ته د بشر اړتيا،چې د وحې له لارې پوره کېده،پوره شوې ده او داچې بشر فکري بلوغ ته رسېدلى؛نو دې ښوونو ته اړتيا لري او نبوت پاى ته رسېدلى؛نه ! وحې او د پېغمبرۍ نوې کېدنې ته اړتيا پوره شوې؛نه دين او ديني ښوونو ته .

ستر او مشهور اسلامي انديال؛علامه محمد اقبال لاهوري،چې ډېرى اسلامي مسايل يې روښانه کړي او ما هم په ډېرى کتابو کې له لارښوونو يې ګټنه کړې؛خو “د ختم نبوت” د فلسفې په تفسير او مخونې کې سخت تېروتى دى.نوموړي خپله خبره د څو اصلونو پر بنسټ ايښې ده.

١_وحې،چې لغوي مانا يې په ورو او په نجوا خبرې کول دي،په قرآن کې پراخ مفهوم مومي،چې ډول ډول مرموزې لارښوونې،د جماد،بوټي او څاروي له لارښوونې نيولې د انسان تر لارښوونې په ځان کې رانغاړي . وايي:

(( د وجود له جرړې سره دا نښلون هېڅکله په انسان پورې ځانګړى نه دى . په قرآن کې د “وحې” د ټکي د کارولو بڼه ښيي،چې دا کتاب يې د ژوند ځانګړنه ګڼي او البته دا شته،چې ځانګړنې او بڼه يې د ژوند د پړاوونو د تکامل له مخې توپير لري . بوټى،چې په ازاده په خپل ځاى کې وده کوي،څاروى،چې د ژوند له نوي چاپېريال سره د تطابق لپاره د نوي غړي خاوندېږي او انسان،چې د ژوند له دننني تله تازه رڼا تر لاسه کوي؛ټول د وحې بېلابېل حالات دي،چې د وحې د منلو د ظرفيت د ضروروت له مخې يا د هغه اړتياوو پر بنسټ بېلابېلې بڼې لري،چې دا لوښى ورپورې اړوند دى.))

وګ : احياى تفکر ديني در اسلام١٤٤-١٤٥ مخونه .

٢_وحې غريزه ډوله چار دى او د وحې لارښوونه هم غريزي لارښوونه ده.

٣-له جمعي نظره وحې د انسان لارښوونه ده؛يعنې دا چې انساني ټولنه يو واحد دى او د تلو لار او حرکتي قوانين لري؛نو اړينه ده،چې لارښوونه ورته وشي.نبي هغه راديو ده،چې په غريزي بڼه هغه څه تر لاسه کوي،چې ورته اړتيا لري . وايي:

(( نړيوال ژوند (حيات جهاني) په اشراقي توګه خپلې اړتياوې ويني او په کړکېچنه شېبه کې د خپل حرکت امتداد او لورى ټاکي او دا هماغه څه دي،چې د دين په ژبه کې ورته :”پېغمبر ته د وحې د راتلو”نوم ورکوي.

٤-ساه کښو ته په لومړنيو پوړونو کې په غريزه لارښوونه کېږي او څومره،چې د تکامل درجې يې لوړېږي او “حس”،”تخيل” او “فکر” يې وده کوي؛غريزي ځواک يې لږېږي او په حقيقت کې حس او فکر يې ځايناستى کېږي؛حشرات تر ټولو غښتلې غريزه او انسان تر ټولو لږه غريزه لري .

٥- له ټولنيز پلوه انساني ټولنه تکاملي لار وهي او؛لکه څنګه،چې څاروي په لومړنيو درجو کې غريزې ته اړمن ول او په تدريج يې،چې د حس،تخيل او تفکر ځواک وده وکړه؛نو حسي او فکري ځواکونه يې د غريزي لارښوونې ځايناستي کېږي؛انساني ټولنه هم په خپل تکاملي بهير کې داسې ځاى ته رسي،چې د تفکر ځواک پکې وده کوي؛نوځکه د غريزې (وحې) د کمزورۍ لامل شوى دى.

اقبال د احياى فکر ديني په ١٤٥ مخ کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.

٦- بشري نړۍ دوه بنسټيز پېرونه لري : د وحې د لارښوونې پېر او په تاريخ او طبيعت کې د تعقل او تفکر د لارښوونې پېر.که څه هم په پخوانۍ نړۍ کې د فلسفې څو سترې کارخانې (؛لکه يونان او روم) وې؛ خو دومره ارزښت يې نه درلود او بشر لا تر اوسه د ماشومتوب په پېر کې و. وايي :

((اړنګ نشته پخوا،چې انسان د اوس په پرتله لومړنى حالت درلود او څه نا څه د تلقين تر واک لاندې و؛د فلسفې څو سترې کارخانې يې جوړې کړې وې؛خو هېر مو نشي،چې په پخوانۍ نړۍ کې دا کارخانې جوړول يوازې د فکر کار و،چې نه يې شو کړاى،چې له دودونو او مبهمو ديني ګروهو هاخوا ولاړې شي او موږ ته يې د ژوند د عيني اوضاع په هکله هېڅ ډډه نه ده رامنځ ته کړې.))

٧-پېغمبراکرم،چې پېغمبري پرې پاى ته رسېدلې؛هم په پخوانۍ نړۍ پورې اړوند دى او هم په نوې نړۍ پورې. د الهام د سرچېنې له پلوه،چې وحې ده_ نه د طبيعت او تاريخ تجربي مطالعه_ په پخوانۍ نړۍ پورې اړوند دى او د ښوونو د روحيې له پلوه،چې تفکر،تعقل او د طبيعت او تاريخ مطالعې ته رابلل دي او ددې چارو په زوکړه د وحې کار تمېږي،په نوې نړۍ پورې اړوند دى. وايي:

((نو که مسئلې ته له دې پلوه وکڅل شي؛بايد وويل شي : لکه څنګه چې ښيي پېغمبراکرم د پخوانۍ او نوې نړۍ ترمنځ ولاړ دى . تر هغه،چې د الهام په سرچينې پورې يې اړه لري؛په پخوانۍ نړۍ پورې اړوندېږي او هلته،چې د الهام د اروا خبره وي؛نو په نوې نړۍ پورې اړوند دى. ژوند په هغه کې د معرفت (طبيعت او تاريخ) نورې سرچينې رابرسېروي،چې له نوې لارې سره يې وړ دي . د اسلام راښکاره کېدل او زوکړه د “استقرايي برهاني عقل” زوکړه او راښکاره کېدل دي.د اسلام په راښکاره کېدو او د رسالت د پاى د رسېدو د اړتيا په رابرسېرنه،رسالت د کمال بريد ته ورسېد او دا پخپله ددې چار ځيرکانه لاس ته راوړنه ده،چې نشي کېداى ژوند تل په ماشومتوب او له بهر په مشرۍ کې پاتې شي. په اسلام کې د پالۍ او ميراثي سلطنت له منځه تلل او په قرآن کې همېشني عقل او تجربې ته توجه کول او (همداراز) کوم ارزښت،چې دې سپېڅلي اسماني کتاب طبيعت او تاريخ ته د بشري معرفت د سرچينې په نامه ورکړى؛دا ټولې د رسالت د پېر د پاى ته رسېدو د واحد فکر بېلابېلې څېرې دي.))

وګ:علامه محمد اقبال؛احياى تفکر ديني در اسلام: ١٤٦مخ . ))

دا و د علامه محمد اقبال لاهوري له ليد لوري “د ختم نبوت” د فلسفې اصول او ارکان.

که دا فلسفه سمه وي؛نو يوازې نوې وحې او پېغمبرۍ ته اړتيا نشته؛ بلکې مطلقاً د وحې له لارښوونې مړه خوا يو؛ځکه د تجربي عقل لارښوونه د وحې د لارښوونې ځايناستې ده.که دا فلسفه سمه وي؛نو دا د “ختم ديانت” فلسفه ده؛نه د “ختم نبوت” او د اسلامي وحې دنده د دين د پېر د پاى او د عقل او عمل د پېر د پېل اعلانول دي.

دا مطلب نه يوازې د اسلام د اړتيا خلاف دى؛بلکې په خپله د علامه اقبال د څرګندونې مخالف هم دى.د علامه اقبال ټولې غورځې پورځې ددې لپاره وې،چې علم او عقل بشري ټولنې ته پکار دي؛خو بسيا نه دي او بشر د علم هومره دين او ايمان ته اړتيا لري.

علامه اقبال پخپله په ډاګه کوي،چې ژوند ثابتو اصولو او بدلېدونکيو فروعو ته اړتيا لري او پر اصولو د فروعو انطباق د”اسلامي اجتهاد” دنده ده. وايي:

((دې نوي فرهنګ (اسلامي فرهنګ) د نړيوال يووالي بنسټ د توحيد پر آر کېښود.اسلام د واکمنۍ د غونډال-دستګاه په نامه يوه وسيله ده، چې د توحيد آر د بشر په عقلي او عاطفي ژوند کې “ژوندى ساتى لامل” کړي . اسلام خداى ته وفاداري غواړي؛نه استبدادي حکومتونو ته او دا چې خداى د هر ژوند روحاني او نهايي بنسټ دى؛نو خداى ته وفاداري عملاً پخپله د انسان مثالي طبيعت (د ارمان غواړي طبيعت او د مطلوب لټونې کمال) ته وفاداري ده.

کومه ټولنه،چې له واقعيته په داسې انګېرنه جوړه شوې وي؛بايد په خپل ژوند کې د “ابديت” او “بدلون” مقولې سره همغږې کړي؛بايد د خپل ټولنيز ژوند د تنظيم لپاره ابدي اصول په واک کې ولري؛څه چې ابدي او همېشني دي،د همېشني بدلون په دې نړۍ کې راته د پښې کلک ځاى پرېږدي؛خو که ابدي اصول په دې مانا وپېژندل شي،چې له بدلون سره په ټکر کې دي؛يعنې له هغه څه سره په ټکر کې دي،چې قرآن يې د خداى يو له ستر “آيتونو” ګڼي؛نو هغه مهال به ددې لامل شي او هغه څيز به له حرکته وغورځېږي،چې ذاتاً متحرک دى. په سياسي او ټولنيزو علومو کې د “اروپا” د ماتې لومړى اصل انځوروي (ليکوال : د هر ډول ابدي اصل نفې او د ژوند له اصلي اصولو همېشنۍ نمښته-انکار) او په دې وروستيو پينځه پېړيو کې د اسلام بې حرکتي دويم اصل (ليکوال: د بدلون له اصله نمښته او پر تلپاتېتوب ګروهه) انځوروي. په اسلام کې د حرکت اصل څه دى؟هماغه اصل دى،چې په اسلام کې “اجتهاد” نومېږي.))

وګ :هماغه سرچينه :١٦٨_١٦٩ مخونه.

د پورتنۍ وينا له مخې،د وحې لارښوونې ته تل اړتيا وي او د تجربي عقل لارښوونه نشي کړاى ځايناستې يې شي. پخپله علامه اقبال هم سل په سلو کې د تل لپاره د لارښوونې د اړتيا د اصل پلوى دى؛حال دا چې کومه فلسفه،چې هغه “د ختم نبوت” لپاره وويله؛غوښتنه يې داده،چې نه يوازې وحې او نوي رسالت ته اړتيا نشته؛بلکې د وحې لارښوونې ته اړتيا هم پاى ته رسي او په حقيقت کې نه يوازې نبوت؛ بلکې ديانت هم پاي ته رسي.

“ختم نبوت” ته د علامه اقبال دا ناسمه مخونه ددې لامل شوه،چې ناسمه پايله ترې واخستل شي او و انګېرل شي،چې “د ختم نبوت” پېر؛يعنې له وحې د بشر د خپلواکۍ پېر.

د پېغمبرانو ښوونو او روزنو ته د بشر مثال د هغه زده کوونکي دى،چې هر کال پورته ټولګي ته ځي او ښوونکى بدلوي؛بشر هم پېر په پېر پورته پوړ ته ختلى او قانون او شريعت يې بدل شوى دى؛ماشوم له ښوونځي فارغېږي او له ښوونځي برى ليک ورکول کېږي او تردې وروسته له ښوونکي او لارښود خپلواکه خپله څېړنه کوي.

د ختم نبوت د پېر بشر هم له کلاسيکې زده کړې د فارغېدو برى ليک اخستى او په خپله خپلواک په تاريخ او طبيعت کې څېړنه کوي او دې ته “اجتهاد” وايي؛نو د ختم نبوت پېر؛يعنې ((ځان بسياېنې)) ته د بشر رسېدل .

اړنګ نشته،چې د نبوت له پاى ته رسېدو داسې تفسير، غلط دى.د نبوت له ختمېدو دا ډول تفسير هغه څه نه دي،چې نه يې پخپله علامه اقبال مني او نه يې هغه مني،چې له دې تفسيره دې پايلې ته رسېدلى دى.

دويم :که د علامه اقبال تفسير سم وي؛نو بايد د تجربي عقل په زوکړه، چې علامه اقبال ورته ((دنننۍ تجربه)) وايي، (د اولياء الله مکاشفات) هم پاى ته ورسي؛ځکه فرض پر دې دى،چې دا چارې غريزي دي او د تجربي عقل په زوکړه،غريزه _له بهره لارښوونکې ده _ لاندې کېني؛حال دا چې پخپله علامه اقبال په ډاګه کوي،چې باطني تجربه تلپاتې ده او د اسلام له پلوه دنننۍ تجربه د معرفت له درې ګونو سرچينو ده . (دوه نورې يې طبيعت او تاريخ دي).

علامه اقبال پخپله عرفان ته کلکه لېوالتيا لري او په مانيزو الهاماتو کلک ګروهمن دى.وايي:

(( دا فکر په دې مانا نه دى،چې ((باطني تجربه)) د څرنګوالي له پلوه له ((پېغمبرانه تجربې)) سره توپير و نه لري او اوس نور له دې پرې شوى وي،چې حياتي واقعيت شي. قرآن کريم ((انفس=انا=خود)) او ((آفاق=نړۍ)) د علم او معرفت سرچينې ګڼي. خداى خپلې نښې هم په دنننۍ تجربه کې څرګندوي او هم په بهرنۍ تجربه کې او د انسان دنده داده،چې د تجربو د ټولو انځورونو د پوهه ورکونې په هکله ورمند-قضاوت وکړي.د خاتميت فکر نبايد په دې مانا ونيول شي،چې د ژوند وروستى برخليک د عقل پر ځاى د بشپړې عاطفې ځايناستېدل دي. داسې چار نه شونى ده او نه مطلوب. ددې فکر عقلاني ارزښت په دې کې دى،چې د دنننۍ تجربې پر وړاندې خپلواک شنونکي حالات رامنځ ته کړي او دا چار ددې ګروهې په زوکړه لاس ته راځي،چې د وګړيو د ادعاوو حجيت او اعتبار،له طبيعت هاخوا سره په تړاو کې په بشري تاريخ کې پاى ته رسېدلى دى ….؛نو باطني او عارفانه تجربې ته- څومره هم که غيرعادي او غير متعارف وي_ اوس بايد د يوې سوچه طبيعي تجربې په سترګه وکڅل شي او د بشري نورو تجربو د انځورونو په څېر يې کره کتنه او شننه وشي.))

وګ:هماغه سرچينه:١٤٦-١٤٧ مخ.

د علامه اقبال د وروستۍ خبرې مطلب دادى : په ختم نبوت ، الهامونه، مکاشفات او د اولياء الله وو کرامت پاى ته نه دى رسېدلى؛ خو پخوانى حجيت او اعتبار يې پاى ته رسېدلى دى.

پخوا چې لا تجربي عقل نه و زيږېدلى؛معجزه او کرامت يو سوچه او د منلو وړ سند و؛خو وده کړي او عقلاني کمال ته رسېدلى بشر ( د خاتميت د پېر بشر) ته دا چارې حجيت او سنديت نه لري او د هرې پېښې او ښکارندې په څېر بايد عاقلانه تجربه پرې وشي.

تر خاتميت مخکې پېر د معجزې او کرامت پېر و؛يعنې معجزې او کرامت عقلونه تر خپل واک لاندې کړي ول؛خو د خاتميت پېر د عقل پېر دى.

عقل؛د کرامت ليدل د څه دليل نه ګڼي؛خو دا چې په خپلو کچو يې د الهام له لارې د يو برسېره شوي حقيقت صحت او اعتبار برسېره کړي.

د علامه اقبال دا خبره هم جړه پړه ده؛که د خاتميت تر پېر مخکې يې وکڅې او که د خاتميت تر پېر وروسته يې وکڅې،چې موږ پرې په راتلونکيو څپرکيو کې ويينه کړې ده.

درېم داچې علامه اقبال وحې غريزي ډوله ښوولې،چې په دې خبره کې هم تېروتى دى او همدې اړخ نور هم تېرايستي دي؛لکه څنګه چې پخپله علامه اقبال هم پوهېږي،چې غريزه سل په سلو کې طبيعي (غير اکتسابي)،ناځانخبرى او تر حس او عقل ټيټه درجه لري،چې د خلقت قانون د حيوان (حشرات او تر حشراتو ټيټ) د ژوند په لومړني پوړ کې ايښى دى. د پورتنيو درجو د لارښوونې (حس او عقل) په وده غريزه کمزروېږي او لاندې کېني؛نو انسان چې د فکر له پلوه تر ټولو غني حيوان دى؛د غريزې له پلوه تر ټولو کمزورى دى.

خو وحې پرعکس، له حس او عقل هاخوا لارښوونه ده او پردې سربېره، تر ډېره بريده اکتسابي ده او تر دې پورته د ځانخبرۍ په لوړه درجه کې ده. د وحې ځانخبريتوب د حس او عقل تر درجو دومره لوړه ده،چې په خوله نه راځي او په وحې،چې کومه فضا برسېرېږي، تر هغې فضا خورا پراخه ده،چې تجربي عقل يې پر برسېرنې وسمن وي.

د انسان د و ګړيزو او ټولنيزو استعدادونو د ټولګې،د ټولنيزو اړيکو د پېچلتيا او د انسان د تکاملي سير نه مشخصېدو ته په پام بايد ومنو، څه چې فيلسوفانو او انديالانو د ايديولوژۍ په نامه جوړ کړي؛ يوازې بې لاري او لار ورکي ده. انسان ته د ايديولوژۍ درلودو له پلوه يوازې يوه لار ده او هغه هم د وحې له لارې ايديولوژي درلودل دي؛که د وحې له لارې ايديولوژي و نه منو؛نو بايد ومنو،چې انسان بې ايديولوژۍ دى.

ننني انديالان وايي،چې د بشر راتلونکي ته په ايديولوژيو بهير ټاکل، يوازې منزل په منزل شونى دى؛يعنې يوازې په هر منزل کې بل منزل مشخصولاى شو؛خو داچې تردې وروسته منزل چېرته دى او وروستى سرمنزل چېرته دى،آيا اساساً کوم سرمنزل شته که نه؟ هېڅ معلومه نه ده.دداسې ايديولوژيو برخليک روښانه دى.

څومره به ښه وه،چې علامه اقبال د نورو عارفانو په تېره بيا د مولانا جلال الدين بلخي شعرونه په ځير لوستي واى؛نو د ختم نبوت په اړه به غوره ځاى ته رسېدلى واى. عارفان دې ټکي ته رسېدلي،چې نبوت ځکه پاى ته ورسېد،چې د انسان ټول وګړيز او ټولنيز پوړونه او هغه لار،چې بايد انسان پرې ولاړ شي،يو ځاى رابرسېره شول؛تر هغه وروسته هر بشر څه،چې ومومل؛تر هغه به ډېر نه وي؛نو له ناچارۍ به لاروي وي .

((خاتم هغه دى،چې ټول پوړونه يې وهلي وي او “نه وهل شوى” پوړ ورته نه وي پاتې.))

دا د ختم نبوت کچه ده؛ نه د ټولنې د تجربي عقل وده. که اقبال د هماغه عارفانو؛لکه مولانا جلال الدين بلخي په آثارو کې،چې ارادت هم ورته لري،لږه نوره ځيرنه هم کړې وه؛نو پوه شوى به و،چې وحې غريزه ډولې نه ده او تر عقلاني ژونده او روح غوره ژوند او روح دى. مولانا وايي:

غير فهم جان که در گاو و خر است

آدمى را عقل و جانى ديگر اســــت

باز غير عقــــل و جــــــان آدمـــــــــــى

هــــست جانى در نبــــــي و در ولـــى

×××

 

 

 

 

 

 

 

جــــــسم ظــاهر،روح مــــــخفي آمــــــده اســـت

جسم همچون آستين است،جان همچو دست

بـــــــاز عقــــــل از روح مخـــــــــفى تـــــــر بــــــود

حــــــس بـــه ســـــــــوى روح،زودتـــــــر ره بـــــــرد

روح وحــــــــې از عقـــــــــــــــــل پنهـــــان تــر بـــود

زانــــکه او غيــــــــب اســــت و او زان ســـر بــود

عقـل احمــــد از کســــــــى پنهـــــــــان نشـــــــــــد

روح وحــــــــــيش مــــــــــدرک هـــــــر جــــان نشد

روح وحيــــــى را مـــــناســــــبهاســــــت نيــــــــــــز

در نيـــــــــــــــــــابـــــــــــد عقــــــل کـان آمـد عــزيز

×××

لـوح مـــحفــــــــوظ اســــت او را پيشــــــــوا

از چـــه محفوظ است؟محفوظ از خــــــطا

نى نجوم است و نه رمل است و نه خـواب

وحــــــــــــى حـــــــــق و الله اعــلم بالصـواب

څلورم؛ته وا علامه اقبال هماغه غلطي کړې،چې لوېديځ کړې ده؛يعنې علم د ايمان ځايناستول؛البته علامه اقبال په کلکه د علم د ځايناستولو مخالف دى؛خو په کومه لار،چې د ختم نبوت په فلسفه کې تللى؛همدې پايلې ته رسي.اقبال وحې يو ډول غريزه ښيي او مدعي دى،چې د عقل او فکر په کار اچولو د د غريزې دنده پاى ته رسي او په خپله غريزه مړه کېږي.دا خبره سمه ده؛خو په هغه چار کې،چې فکر پر هماغې لار ولاړ شي،چې غريزه پرې تله؛خو که فرض کړو،چې غريزه يوه دنده لري او فکر بله دنده؛نو دليل نشته،چې د فکر د کار په پېل غريزه له پښو لوېږي؛نو که فرضاً وحې غريزه ډولې وګڼو او ددې غونډال دنده د يو ډول نړۍ ليد او ايديولوژۍ جوړول وي،چې د عقل او فکر غونډال يې نشي جوړولاى؛نو هېڅ دليل نشته،چې (د علامه اقبال د وينا له مخې) د “استقرائي برهاني” عقل په وده د غريزې کار پاى ته ورسي.

علامه اقبال سره له دې،چې نابغه او پر اسلام زړه سواند و؛خو زده کړې يې په لوېديزو علومو کې وې او يوازې په اسلامي فرهنګ کې يې څېړنې درلودې؛په تېره بيا فقهې،عرفان او فلسفه کې ډېرې لږې؛خو کله کله سخت تېروځي او ما په ژورو فلسفي مسايلو کې تېروتنو ته يې په ” اصول فلسفه و روش رياليزم” د پينځم ټوک په سريزه کې اشاره کړې ده؛نو ځکه د اقبال پرتلنه له علامه سيدجمال الدين افغاني سره سمه نه ده. پردې سربېره، چې د شخصي نبوغ له اړخه اقبال ورسره پرتله کېداى نشي. د سيدجمال الدين افغاني لومړى او اصلي فرهنګ اسلامي و او غربي يې دويمنى و. سيدجمال اسلامي نړۍ ته خورا سفرونه درلودل، چې له وضع سره يې تر اقباله نژدې اشنا و؛نو ځکه اقبال د ځينو هېوادو د خوځښتونو؛لکه ايران او ترکيه تېروتى؛سيد نه دى تېروتى.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست