تبلیغات

  د ژوند وړومبی اړخ دا عظیم انسان دی په اخر کې چې پیدا شو حوا نه ارتقا چې شوه چې هم دی ترې هویدا شو واړه عناصر چې په شماره تر سلو زیات دي بس نو هغه ټول یې و هستۍ لره صفات دي بل د داسې څیز نشته وجود په کاینات کې واړه […]

 

د ژوند وړومبی اړخ

دا عظیم انسان دی په اخر کې چې پیدا شو

حوا نه ارتقا چې شوه چې هم دی ترې هویدا شو

واړه عناصر چې په شماره تر سلو زیات دي

بس نو هغه ټول یې و هستۍ لره صفات دي

بل د داسې څیز نشته وجود په کاینات کې

واړه عناصر یې چې اښکلي وي په ذات کې

څنګه چې ژوند راغلو په کامل ډول په ده کې

داسې مکمل چرته رانغلو په بل څه کې

دی دی چې قدرت د هر یو اړخ نه کامل که

ځکه خو عرفان د کایناتو یې حاصل که

ځکه چې ظهور د کاینات خو دی د ده نه

جوړ همه منشور د کاینات خو دی ده نه

بس د دې نقطې نه کاینات شخص اکبر دی

روح یې دی هغه د هستۍ لره مصدر دی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست