تبلیغات

دويمه برخه   د ښځې تكامل او بشپړتيا   ښځه په قرآني اندنه كې، له نارينه سره يو رنګ او تكامل منوونكې ده، او د ښاندې شناخت او كړنو په رڼا كې معراج ته ور درومي او انساني نوغي ته تر شونې اوچتوالي ور رسي، چې قرآني آيتونه يې په اړه خرګندنه لري. هغه مهال، […]

دويمه برخه

 

د ښځې تكامل او بشپړتيا

 

ښځه په قرآني اندنه كې، له نارينه سره يو رنګ او تكامل منوونكې ده، او د ښاندې شناخت او كړنو په رڼا كې معراج ته ور درومي او انساني نوغي ته تر شونې اوچتوالي ور رسي، چې قرآني آيتونه يې په اړه خرګندنه لري. هغه مهال، چې قران د انساني لوړ ارزښتونو په باب خبرې كوي، نو ښځې له نارينه و سره اوږه په اوږه او يو رنګ او څاروي:

احزاب_ 135 آيت: ))إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا=((.

په دې آيت كې نارينه او ښځو ته اسلام، ايمان، تواضع، صدق، صبر… يو برابر راغلي او جوت شوي، چې هر يو دې مقاماتو ته ور رسېداى شي او په تكامل، هسكوالي او عروج كې يو رنګ وي او د قرب او معنويت لوړو مقاماتو ته ور رسيداى شي.

2_ آل عمران_ 195 آيت: ))فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ=((.

3_ نساء_ 124 آيت: ))وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا=((.

په دې آيت كې، د ښځې او نارينه د كړنو يورنګوالى څرګندېږي، چې بايد زياركښ انسان د خپل زيار هومره بدله واخلي او كه په دې باب د ښځې او نارينه تر منځ څه توپير وي، نو تېرى دى او خداى تېرى نه كوي.

4_ نحل_ 37 آيت: ))مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ=((.

په دې آيت كې د ښځې او نارينه د دنيوي كړو وړو د لاسته راوړنو او اغېزو يو رنګتوب او څار شوى، يعنې صالح كړه وړه كه ښځه وكړي يا نارينه په الهي سنتو او قوانينو كې يو رنګ پايله لري او هم په آخرت كې يو رنګ بدله تر لاسه كوي.

دې ټكي ته مو پام لازم دى، چې د قرآن په نورو آيتونو كې، چې د انسان د تكامل په اړه خبره شوې ده، نو ښځه او نارينه دواړه پكې رانغاړېږي، كه څه په مذكر لفظ راغلي وي، ځكه په دې ډول تعبيرونو كې لكه: ))يا ايها الذين امنوا(( انساني نوغي ته خطاب دى، يعنې ))يا ايها الانسان(( او دا ګرد سره ښځې او نارينه رانغاړي.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست