تبلیغات

څلورمه برخه   د ښځې ټولنيز مقام   ښځې په اسلام كې د نارينه وو په څېر په ډېرى ټولنيزو مسايلو كې د مناسب مقام درلودونكې دي او له ټولنيزو او ډله ييزو فعاليتونو منع كړاى شوي نه، بلكې د قرآني او حديثي ښوونو له مخې دواړو ته يو رنګ ټولنيز مسووليتونه ورمتوجه دي. پر […]

څلورمه برخه

 

د ښځې ټولنيز مقام

 

ښځې په اسلام كې د نارينه وو په څېر په ډېرى ټولنيزو مسايلو كې د مناسب مقام درلودونكې دي او له ټولنيزو او ډله ييزو فعاليتونو منع كړاى شوي نه، بلكې د قرآني او حديثي ښوونو له مخې دواړو ته يو رنګ ټولنيز مسووليتونه ورمتوجه دي. پر ښځو يوازې د جهاد د مسووليت ور تر غاړې شوى نه دى، البته يوازې جهاد او نه نورې مبارزې لكه دفاعي مبارزه او يا ډېرى سريزې يا ملازمات او يا د جګړې اوجهات د مؤخرات.

قران وايي:

توبه _ 71 آيت: )) وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ =((

د خداى تعالى په دې وينا كې ښځې د نارينه و په څېر د پالندوينې، ولايت او سمونپال مديريت ستر مسووليت درلودونكې دي، نو ځكه پر ښيون _ هدايت، پر نېكو امر او له بديو منع او د نادودو پر له منځه وړو ليګا كېږي. په اسلام كې د ))معروف(( او ))منكر(( د پراخ مفهوم په پامنيوي، د ښځو د ټولنيزو فعاليتونو پراخوالى څرګندېږي له همدې امله نارينه، چې په ټولو ډګرونو كې فعاليتونه كړاى شي، ښځې يې هم كړاى شي او دا، چې سياسي او حكومتي مسايل د ټولنيزو مسايلو په سر كې دي، او ښځې بايد د نارينه و په خېر پكې ونډه ولري.

له همدې مخې، وينو، چې په صدر اسلام كې، ښځو په سياسي مسايلو كې برخه درلوده او د حكومت په ډګر كې يې څرګند شتون او حضور دلود. پيغمبر اكرم )ص( د قرآن كريم د دستور له مخې، له ښځو سره بيعت كاوه او د اصولو او معيارونو په سر يې تړون ورسره كاوه او په دې توګه يې د اسلامي ټولنې دا برخه له خپلو سياسي ټولنيزو مسووليتونو سره آشنا كوله.

قرآن وايي:

ممتحنه_ 12 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لاَّ يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلاَ يَسْرِقْنَ وَلاَ يَزْنِينَ وَلاَ يَقْتُلْنَ أَوْلاَدَهُنَّ وَلاَ يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلاَ يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ =((

دا آيت د پيغمبر )ص( په پير كې له نوي راد بره شوي اسلامي حكومت سره د ښځو د بيعت او همژمنيتوب په اړه دى او دا پېښه د مكې د سوبې پر ورځ را منځته شوه، چې كله پيغمبر اكرم )ص( له نارينه و سره له پبيعته فارغ شو، نو ښځې ورغلې، چې بيعت ورسره وكړي په دې وخت كې دا آيت نازل شو او په سياسي مسايلو كې يې د ښځو ګډون سم وباله او له پيغمبر )ص( سره يې د همژمنتوب شرايط ور پرنښه كړل.

ددې بيعت د څرنګوالي په اړه ويل شوي، چې پيغمبر )ص( له ښځو سره په وينا و كلام بيعت كاوه، او يا په امر يې د اوبو يو لوښى ورته راوړه او پخپله يې لاس پكې ور ډوباوه، بيا ښځو په لوښي كې لاس ور ايښووه اوپه دې توګه په نوي رامنځ ته شوې ټولنه كې د وګړي او دولت د اړيكې ستر تړون رادبره كېده او ځين ويلي، چې د پيغمبر )ص( پر مهال له ښځو سره بيعت د جامو او پر دې له مخې و. )1( مجمع البيان 9/ 276 مخ.

همدغسې ښځو، د هجرت په ستر ))ټولنيز _ سياسي(( خوځښت كې هم برخه درلوده او مهاجرت يې د نارينه و په خېر ومنل شو، هغه هم په داسې پوه پېر كې، چې ښځې له خپلو ډېرى حقوقو بې برخې وې او په خورا كوچنيو ټولنيزو مسايلو كې يې د ګډون حق نه درلود.

قرآن وايي:

ممتحنه_ 10 آيت: )) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلاَ تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لاَ هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلاَ هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلاَ تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ =((

د مهاجرو ښځو ازمېښت په دې لامل و، چې له كورنۍ يې بېلتون، د كورني اړپېچونو يا يې له مړونو سره د نا خوښۍ په پار نه وي، لكه، چې په تفاسيرو كې د آيت په شان نزول كې راغلي دي ازمېښت په دې بڼه و، چې مهاجره ښځه قسم خوري، چې مهاجرت يې له مړونو سره د نا خوښۍ له خپلې سيمې د زړه توري توب او پر نورو سيمو د زړه ور بايللو او يا د نيوي مسايلو لپاره نه دي.
)2( ]مجمع البيان 9/273 مخ[

په نورو ټولنيزو خوځښتونو كې ښځې هم ګډون كړاى شي، چې د ټولنې ښيون ته روغ رمټ يونونه راد بره كړي، د عاشورا خوځښت يې د ګډونوالۍ غوره بېلګه ده. په افغانستان د كب د درېيمې په پاڅون كې د ښځو ونډه، د جهاد په ترڅ كې مجاهدينو ته د خوراك څښاك په چمتو كولو او او د سنګر تر شا د شهيدانو د پلار مو ريو په پالنه او د خپلو مېړونو، پلرونو، وروڼو د شهادت زغمل يې د لمر په خېر څرګندې دي. دغسې په تېر تاريخ كې رابعه بلخي بدخشي او ملالۍ…… د فرهنګي ځليدا بېلګې دي.

ښحې بې له نبوت او ټولنيز امامته په نورو ټولنيزو مقامونو كې هم ګډون كړاى شي. ښځې د تاريه په ګانده او د امام مهدي عليه السلام په راښ:اره كېدو كې هم مهمه ونډه لري او د امام مهدي په نړيوال پاڅون كې ګډون كوي او په ګوته وتلې يې د انقلاب په كادرونو كې دي:

امام باقر )رض( وايي: ))… پر خداى قسم درې سوه او ديارلس تنه ناريه او پنځوس ښځې هم ورسره دي…((.

دا موضوع په ګانده كې د ښځو ټولنيزه ونډه راښيي، په تېره دې ته په پامنيوي، چې د امام مهدي د يارانو لومړۍ كړۍ، له ژورې پوهيدنې، درك او دينپوهنې پرخمنه ده، چې دوى ځانګړي او استثنايي وګړي دي او پپه دې ډله كې ګډون، پوهه، ژور ليد، اوچت انديز او پوهنيز وس او ځانګړې روحي پياوړتيا غواړي.

امام صادق: ))هغه ډله، چې له قايم )ع( سره راپاڅېږي او فعاليت كوي، نوپه ګوته وتلي، قاضيان، حاكمان، فقها او د دين پوهان دي…((.

ښځې د امام مهدي د راښكاره كېدو پېر ته د چمتو كېدو د اړتيا له مخې بايد د دين پوهنې په ډګر كې مخكې ولاړې شي او د ټولنيزو سمبالنې په چارو كې بنسټيز ګامونه واخلي او په دې باب په خپلو كې لازمې وړتياوې رادبره كړي، چې په نړيوال انقلاب كې ګډون وكړاى شي. د ښځو بد قضاوت ورمندون كې بېلابېل نظريات راوړاندې شوي، يو شمېر فقها دا منصب ورته روا نه بولي اوځينې ورباندې يوه خوله دي، خو ځينې تېر او اوسني فقها يې قضاوت روا بولي.

د ښځو د ټولنيز مقام په برخه كې دوو مهمو فعاليتونو ته يې په لنډو اشاره كوو:

)الف(: فرهنګي او پوهنيز فعاليتونه:

په اسلام كې له خرګندو موضوعاتو، يو هم د پوهې او علم وده او بې له څه توپيري دريځه په ټولنه كې د ښوونې او روزنې پراخول دي. قرآني آيتونه او حديثي لارښوونې د ښاندې او عقلمنۍ پر اړتيا او ودې ټينګار كړى، ان دين په عقل تعريف شوى دى:

امام علي )ك( وايي: ))عقل د ننني شريعت، او رع د انسان بهرني عقل دي((. )3( مجمع البحرين 2/ 224.

نبوي حديث دى، چې: ))پر هر مسلمان نارينه او ښځې د علم زده كړه فرض ده((. )4( الحياة 1/ 70 )فارسي ژباړه(.

په ډېرى زده كړو كې، چې ښځې بايد پوه شي لكه د ګروهيزو آرونو زده كړه او شرعي احكام، نو د مېړه اجازه ورته شرط نه ده لكه نورې مكلفيتي كړنې، چې د ميړونو منع پكې څه اغېز نلري. له همدې امله، وينو، چې د اسلام په رادبره كېدو، د علم د زده كړې پر سر پراته خنډونه په تېره ښځو ته له منځه ولاړل او ښځو د پوهې ډګرونو ته ورودانګي او لا ډېر وخت تېر نه و، چې با خبرې او پر دين پوهې ښځې راښكاره شوې او د پوهې او علم لوړې كچې ته ورسېدې.

اوس د اسلام د يوې روزل شوې ښځې كيسه در يادوو: بريره رضى الله عنها د صدر اسلام له ښځو وه او د پيغمبر )ص( په پير كې وسېده. يوه ورځ يې مېړه له خپل مېرمن يعنې )بريره( پيغمبر اكرم )ص( ته شكايت وكړ، چې له كوره وتلې. پيغمبر )ص( يې مېرمن راوغوښته او ورته يې وويل: ))ارجعى الى زوجك: د مېړه كورته دې ورستنه شه(( بريره وويل: ))اتامرنى يا رسول الله؟(( يا رسول الله امر راته كوې؟ )قانوني او فرض حكم راته وايي( پيغمبر )ص( وويل: ))لابل انا شافع(( نه ))امر او د قانون ويل نه دي(، بلكې منځګړى يم. )5( كفاية الاصول، لومړى ټوك.

له پيغمبر )ص( سره ددې مېرمنې له خبرو اترو څرګندېږي، چې دا ښځه د اسلامي پوهاوي لوړو كچو ته ور رسېدلې وه، چې د پيغمبر )ص( خبره په دقيقو كچو څېړي او پوښتي، چې تاسې مبارك د قانون ايښوونكي او شارع په توګه امر كوئ او امر مو يو شرعي او مولوي امر دى او كه منځګړتوب كوئ او دوه تنه سره پخلا كوئ. پيغمبر )ص( د ښځې پوهېدنه او نظر سم بولي او وايي: ))منځګړى يم(( دا خبرې اترې او حديث فقها او د اصولو د علم پوهان كاروي، چې ايا امر يې له قراينو، لازمېږي يا نه؟

په هر حال له دې بېلګې خرګندېږي، چې جاهلي ښځې، چې له فرهنګ او پوهې پردۍ وې، د اسلام په سيوري كې د پوهېدنې څه لوړې كچې ته ور رسېدلې وې.

دا ډول ښځې د اسلام په تاريخ كې ډېرې دي، اوس هم شته او لازم دي، چې د افغانستان اوسنى كهول په دې باب څېړنې وكړي او د ښځو په اړه ښكلي ادبي ليكنې او كتابونه راوړاندې كړي.

)ب(. وټيز فعاليتونه:

ښځې په وټيزو فعاليتونو كې هم د ګډون حل قري او په دې اړه له نارينه وسره يو رنګ حقوق لري دې ټكي ته په پامنيوي، په اروپا كې تر پېړيو وروسته ښځو ته دا حق وركړاى شو: ))… صنعتي انقلاب لامل شو، چې ښځې هم صنعتي شي… ښځې ارزانې كارګرانې وې او كار خانوالو په پرسر كښو جګه بيه و نارينه وغوره ګڼلې… د 1882 ز قانون زموږ د سترو ميندو ازادۍ ته لمړى قانون و. ددې قانون له مخې. د انګلستان ښحې له بې مخينې امتيازاتو برخمنې شوې او هغه دا، چې كومې پيسې يې، چې تر ګوتو كولې، حق يې درلود، چې ځان ته يې وساتي. دا قانون د عوامو د مجلس كارخانو والاوو جوړ كړ، چې د انګلستان ښځې كارخانو ته راكاږي…(( )6( ويل دورانت، لزات فلسفه/ 158 مخ. پېړۍ پېړۍ مخكې تر دې، چې اروپا ښحې ته د مالكيت حق وركړي، اسلام ښځې ته دا حق وركړى و، هغه هم انساني موخو ته او نه د پانګوالي غونډال مخو ته.

ښحې د اسلام له نظره پر كور دننه يا بهر كار كړاى شي او د خپل كار د محصول خاونده كېداى شي، ميراث وړاى او ميراث پرېښووالى شي او په هر ډول رغنده وټيزو هڅو لاس پورې كولاى شي. پانګونه كړاى شي. كرنيز تاسيسات او كارخانې جوړولاى شي. دا ټولې مسئلې په اسلامي فقه كې او څار شوي دي.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست