تبلیغات

یو هېښنده داستان یوه ورځ پېغمبر اکرم جومات ته د جماعت نمانځه لپاره ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې ، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې ، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د خوښۍ په ولولو یې […]

یو هېښنده داستان

یوه ورځ پېغمبر اکرم جومات ته د جماعت نمانځه لپاره ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې ، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې ، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د خوښۍ په ولولو یې ورته ویل :

((کن جملی؛اوښ مو شه ))پیغمبر (ص) هم په عاجزۍ او مهربانۍ ټیټېده،پر اوږو او شا یې سپرول او ورسره هملوبی کېده، داچې جومات ته ورتګ یې وځنډېد؛ نو یارانو یې حضرت بلال (رض) ورولېږه، و یې لیدل، چې په کوڅه کې کوچنیان ترې راتاو دي او لوبې ورسره کوي، بلال (رض) دوی شړل؛خو پېغمبراکرم (ص) ترې منع کړ ویې ویل : د کوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي ))کوچنیانو له پېغمبر (ص) اکرم نه لاس وانخست . پېغمبر (ص) بلال (رض) ته وویل : زموږ کورته ورشه او څه راوړه، چې کوچنیانو ته یې ورکړو . بلال (رض) یې له کوره اته دانې غوزان راوړل .

پېغمبر (ص) په موسکا کوچنیانو ته وویل : اوښ مو په دې غوزانو پلورئ ؟

کوچنیانو په خوشحالۍ غوزان واخستل اوپېغمبر اکرم (ص) یې پرېښود .

رسول اکرم (ص) وویل ؛((رحم الله اخی یوسف باعوه بثمن بخس دراهم معدودته وبا عونی بثمان جوزات ؛ خدای مې دې پر ورور یوسف ولورېږي، چې په ناڅیزه بیه ؛ په څو شمېرلو درهمو یې وپلوره او زه یې په اتو غوزانو [1]))

دا ډېر هېښنده داستان دی، په دې اړه تردې اوچت مطلب راوړل کېدای نشي . د انسانیت مشر موروپلار ، روزنپوهانو او هغوی چې د الهي روزنې د زده کړې په لټه کې دي ، یو ستر درس یې ورزده کړ او دا ټکی ډېر پاموړ دی، چې هېڅ څیز ددې مخه نیوای نشي، چې پېغمبر(ص) له کوچنیانو سره له لوبو ،خوشحالولو او غوښتنې ته یې له رغندې مثبت ځوابولو منع کړي . ان د جماعت نمانځه لومړی وخت، چې خورا فضلیت لري او چې بلال (رض) ماشومان ترې شړل، پیغمبراکرم (ص) یې منع کوي اوپه ډاګه ورته وایي !((دکوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي؛ یعنې پېغمبر (ص) و نه ویل، چې د کوچنیانو لوبې او غوښتنې ته یې ورپاملرنه یو ځانګړی وخت لري او اوس د نمانځه وخت دی او غوښتنه یې پرېږدو او نمانځه ته ولاړ شو ، او یا داچې یې و نه ویل: زه پېغمبر یم او له کوچنیانو سره لوبه راته بده او شرم دی او وګړه مې راټیټوي؛ بلکې خپله داوینا یې په عمل کې زباته کړه، چې ((صغراث هم امرا ئنا ؛ کوچنیان زموږ امیران دي .[2]))

 

د کوچني درناوی

پېغمبر اکرم (ص) ویلي : ((د خپلو اولادونو درناوی وکړئ او په ادب او غوره دودونو یې وروزئ او هم ورسره وچلېږئ ))

هر انسان د ذاتي مینې د غرېزې له مخې د ځان او خپل شخصیت مینوال دی او ښه یې راځي نور یې احترام وکړي،کوچنیان چې کوچني او حساس انسانان دي، له دې قاعدې مستثنی نه دي او ښه یې ایسي، چې نور په تېره موروپلار یې په ارزښت ورته قایل وي او حترام یې وکړي .

احترام یو بنسټیز آر او د کوچني د شخصیت د ودې خورا مهم لامل دی ؛ نوځکه په الهي ادیانو کې د موروپلار یوه مهمه روزنيزه دنده ګڼل شوې ده او رسول اکرم (ص) دادنده په ډاګه په یوه لنډه غونډله کې ویلې ده :

((اکرموا اولادکم ؛ د اولادونومو درناوی وکړئ[3] ))

او په بل روایت کې یې ځینې روزنيزې دندې په نښه کړي : ((مورو پلار ته نه ښایي خپل اولادونه په حماقت او ناپوهۍ تورن کړی[4]))             یعنې نه ښایي اولادونه سپک او وکنځي او دا حق ناپوه، بې شعوره ، بې عقله ، بې ارادې ، بېچاره ، لټ او ….. الفاظ ورته وکارول شي .

 

ګلخنده

مېلمه د کوربه کشری زوی وپوښت: څنګه یې ؟ کوچنی، چې شرمېده ترور شو اوځواب یې ور نه کړ ، پلار يې خپه شو او غوسه یې وويل : ((احمقه !ورته ووایه الحمدالله ښه یم )) زوی خپه شو اومېلمه ته یې وویل : احمقه !الحمدالله ښه یم !))

د کوم کوچني،چې نور درناوی او عزت وکړي، شریف انسان ترې جوړيږي او له نورو سره به همدغسې وچلي؛ خوپه ډېری ځایونو کې مور پلار عملاً د خپلوکوچنیانو سپکاوی او بې احترامي کوي؛ لکه د سپرلیو په موټر کې یې پر چوکۍ نه کېنوي، چې کرایه یې ورکړي او معصوم کوچنی یا باید ودرېږي یا د موروپلار په غېږ کې کېني . د خبرو اترو پر وخت په ادب ورسره خبرې نه کوي ، د نورو په څېر ستړي مشي او سلام ورسره نه کوي ،په ادب غږ ورته نه کوي ، په کورني مسایلو کې سلا مشوره ورسره نه کوي ،چې خپلې دندې ترسره کړي ،لازمه مننه ترې نه کوي ،په تاوتریخوالي او بد اخلاقۍ ورسره چلي او ددې په څېر لاملېږي،چې کوچنی ځان سپک وننګېري اوپه پای کې یو پست او جنایتکار انسان ترې جوړ شي .

یو عالم لیکي : ((موروپلار باید هڅه وکړي د خپل اولاد د زړه تل ته ورننوځي، چې مسایل هاغسې وویني، چې اولاد یې ویني ،پام یې وي، چې په زغم او نرمۍ ورسره خبرې وکړي او غږ یې تر هغو خبرواترو لوړ نشي، چې له خپل همکار او مېلمه سره یې کوي او که کومه یادونه ورته لازمه شوه؛ نو په ورین تندي دې ورسره مطرح کړي، هسې نه خپګان راپېښ کړي[5] .

مورپلار ته نه ښایي خپلو اولادونو ته پېغور ورکړي ،ټپسوري یې کړي او و يې کنځي ؛ ځکه پخپله بدژبۍ او په ژبه نورو ته زیان وراړول ، ستره ګناه ده .

پېغمبراکرم (ص) ویلي :((پر هر کنځل مار حرام دي، چې جنت ته به ورننوځي [6]))

په بل روایت کې وایي :((مؤمن پېغور نه ورکوي ،څوک نه لعنتوي ، کنځل نه کوي[7]))

بد ژبي پر کوچنیانو پرېمانه ناوړې اغېزې شيندي اوکه مور وپلار غواړي اولادونه یې احترام وکړي او مودب او باشخصیته شي ؛ نو باید خپلو کوچنیانو ته شخصیت اووګړه ورکړي اواحترام یې وکړي اوپه ناروا بدو خبرو ویې ونه ځوروي اوکله هم په وینا اوعمل کې یې سپکاوی ونه کړي .

رسول اکرم (ص) ویلي ((اولادونو ته مو په درناوي ورغږ کړئ او په غونډه کې ځای ورکړئ اوپه تریو تندي ورسره ونه چلئ [8]))

کوچنی دومره محترم دی او احترام یې مهم دی، چې رسول اکرم (ص) ان د تریو تندي اجازه هم نه ورکوي؛ خو افسوس، چې ‌ډېری مور پلار خپل کوچنیان کنځي او سپکوي یې او له آره اولاد انسان نه شمېري او په عین حال کې تمه لري، چې ادبناک اوبا شخصیته وګړي ترې جوړ شي .

 

کوچنیانو ته د پېغمبر اکرم(ص) عملي درناوی

وګړیو په تېره کوچنیانو ته د وګړې ورکولو یوه لار ورباندې سلام اچول دي . له دې امله په روایاتوکې راغلي،چې رسول اکرم (ص) پر ګردو مسلمانانو؛ لویو وړو،تور،سپین،سرو ،ازاد او مریي سلام اچاوه[9]

په تېره چې تل به پر کوچنیانو تېرېده، سلام یې پرې اچاوه او پرسرونو یې لاس ورته راکښود[10].

انس بن مالک (رض) وایي : موږ کوچنیان وو ،چې پېغمبرراغی او سلام یې راباندې واچاوه .په بېړه له یوې لارې تېرېده او پر څو کوچنیانو یې سلام واچو[11].

رسول اکرم(ص)ویلي (( پینځه څیزونه دي،چې ژوندی یم،پرې به یې نږدم ،یو یې پر کوچنیانوسلام دی، چې تر ما وروسته دود او سنت شي او خلک یې عملي کړي[12] .

سهل بن عدي (رض) وایي : پېغمبراکرم (ص) ته یې څښاک راووړ ، حضرت ترې وڅښل، د آنحضرت په ښي خوا کې یو هلک و،کیڼ خوا ته یې مشران او بوډاګان ول ،آنحضرت هلک ته وویل :اجازه راکوې، چې اوبه دې بوډاګانو ته ورکړم ؟

هلک وویل :نه پر خدای قسم ،ستا له لاسه راکړې برخه به چاته ورنکړم ، پېغمبر هلک ته کټوری ورکړ[13].

پېغمبراکرم (ص) لکه څنګه چې د درناوي په پار خپلو اصحابو ته په کنیه غږ کاوه،پر کوچنیانو یې هم کنیه ورایښووله او په کنيه یې غږ ورته کاوه او په دې توګه یې شخصیت ورکاوه او د دوی زړونه یې ترلاسه کول[14] .

له حضرت (ص) سره دځینو کوچنیانو بیعت کول هم کوچنیانو ته دپیغمبر(ص) عملي درناوی دی .

د مناقب خاوند وایي :

حسنینوله پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ،که څه لا شپږکلن شوي نه وو[15] .

عبدالله بن جعفر او عبدالله بن زبیر له هغو کوچنیانو ځنې دي، چې په اوه کلنۍ یا اته کلنۍ کې یې له آنحضرت سره بیعت وکړ ، پېغمبر(ص)اکرم، چې ولیدل دواړه بیعت ته راغلي ؛نو په موسکا شو او لاس یې ور اوږد کړ او بیعت یې ورسره وکړ.[16]

هو ! د اسلام ستر پېغمبر(ص) په بېلابېلو فرصتونو او مناسبتونو کې د کوچنیانو احترام کاوه او د دوی وګړې او شخصیتونه یې غوره کول .

 

په مینه او درناوي کې زیاد ښت (افراط)

امام باقر(رح) ویلي : خورا ناوړه پلرونه هغوی دي، چې له خپلو اولادونو سره په مینه کولو کې افراط وکړي [17] .

لکه څنګه چې له کوچني سره مینه لازمه او له پرېکنده حقوقو ځنې یې ده او مینه ورسره نه کول ناوړه پایلې لري ؛نو دغسې له اندازې ورهاخوا او بې ځایه مینه کول ورسره هم زیانمن اوستونزه راولاړوونکې ده اوپه اړه یې یو ډول ظلم ګڼل کېږي؛ځکه وړاندې مووویل، مینه د کوچني اروا ته لکه بدن ته خواړه دي ؛خو که تر بریده واوړي او بې ځایه ګټنه ترې وشي ؛نو پر زیان تماميږي .

په مینه او نازولو کې افراط او زیادښت د کوچني اروا ناانډولوي او ډېر ژر پر هر څه خپه کېږي اوپه ځوانۍ او د ژوند په راوروسته پړاوونو کې یې د بد مرغۍ لاملیږي .

ځینې کوچنیان له خپل برید ورهاخوا ځان ته پر شخصیت او وګړې قایل دي او د ځانمنۍ پر لور وردرومي او مور پلار هم ددې ناوړه حرکت زمینه او لاره چاره ورچمتوکوي ، ورځ پرورځ یې پر بدمرغۍ ورزیاتوي او انګېري، چې د خپل اولاد خدمت کوي ،حال داچې په باب یې ستره ګناه کوي !

رسول اکرم (ص) سره له دې چې کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ته په درناوي قایل و؛ خو چې کله به یې یوه روزنيزه تېروتنه ترې ولیده ، سملاسي یې مخه نیوه .

حضرت جابر(رض) وایي : پیغمبر(ص) ته د ((جهینه)) ټبر استازي راغلل ،یو هلک یې غوښتل خبرې وکړي ، پېغمبر(ص) ورته وویل :تم شه مشر مو چېرې دی[18]؟

اوپه دې توګه رسول الله (ص) وپوهاوه ،چې دلته ستا د خبرو ځای نه دی؛ بلکې ادب او مصلحت ایجابوي ،چې تر دې مشر دې خبرې وکړي .

عمر، د ابي سلمه زوی وایي : د پېغمبر(ص) په غېږ کې وم او لاس مې د کاسې هرې خوا ته وړه ، پېغمبر اکرم (ص) چې ولیدم،راته یې وویل : هلکه ! ((بسم الله )) ووایه اوپه ښي لاس دې له خپلې مخې خوره[19].

هو! عمر د ابي سلمه کوچنی زوی، چې پلار مړی او اوس له مور سره د آنحضرت (ص) تر پالندوینې لاندې دی ؛خو چې ویني بې ادبې کوي ؛ نو سم له لاسه یې په سمونې لاس پورې کوي اوپه پام کې نه نیسي ،چې پلار مړی دی او خپه به شي؛ځکه د کوچني روزنه تر احتمالي خپګانه ډېره مهمه ده او په بله وینا په مینه کې افراط او بې ځایه نازول یې تر څو شېبو خپګانه ډېر زیانمن دي .

کوچني ته ازادي لازمه او اړینه ده؛خو نه ښایي له بریده واوړي او له خپل ځواکه یې ناوړې ګټنې ته اړ کړي .کوچنی د فطرت له مخې غواړي ازاد وي ،څه چې غواړي و یې کړي ،هر څه ته لاس وروړي ،څه چې له نورو سره دي ،ترې یې واخلي او هېڅوک یې د غوښتنو خنډ نشي؛خو دا چار د کوچني پر ګټه اومصلحت نه دی؛ ځکه دا ښه او بد نه پېژني او پر خپل خیر و شر نه پوهېږي ، داروزنپوه دی، چې باید له لومړیو میاشتو یې غوښتنې واړوې،څه چې د ماشوم پرګټه او صلاح دي، په مینه دې ورسره وچلېږي او چې نه دي، په درایت او عقل دې یې مخه ونیسي .

د ماشوم باید باور وشي، چې په مطلق ډول ازاد او خوشې نه دی او هره غوښتنه یې منل کېدای نشي؛ بلکې په بدو چارو او ناروا غوښتنو کې ټینګ چلن ورسره وشي اوپوښتنه ګروېګنه ترې وشي .

((ژیلبرت روبن )) وایي: ((لوس باد اوردن کودک منتج به عصبانیت های شدید واستبدادرای اومی گردد واغلب باعث سلطه طلبي وی می شود ،لوس کردن اطفال ،انها را موجودات بدبخت وضعیف وبی اراده واتکالی بار می اورد ))

((د کوچني له بریده ورهاخوا نازولتوب د سختې غوسې او سر زورۍ لامل ګرځي، نازولتوب له کوچنیانو بدمرغه او بې ارادې موجودات جوړوي [20]))

نو ځکه که کوچني مو له بل کوچني سره په لوبو کې په جنګ شو یا پر ځمکه راولوېد او له څه ځانګړې ستونزې سره مخ نشو ورته مه ترورېږئ، له ځمکې یې مه راپورته کوئ ؛ بلکې پرېږدئ، چې پخپله راپورته او چوپ شي اوچې چوپ شو ؛ نو هله یې د لوبو له سم څرنګوالي سره اشنا کړئ .

که ناروغ شو درملنه یې وکړئ، داسې نه چې له خپل کار او ژونده لاس واخلئ او دکټ تر څنګ یې ډډه وهئ او د خپګان اوښکې ورته تویوئ ، چې په پایله کې ماشوم له ځانه راضي او ډېر تمه کوونکی رادبره شي او که په غټوالي کې کومه ورځ لږ شانته ناروغ شي؛ نو پر تمه به وي، چې مور یا مېرمن یا…..له ماښامه تر ګهیځه کټ ته په خپګان ویښه ناسته کېني ،چې داپخپله یوه روحي ناروغي ده اوپه خپګان حضرت علي (ک) وایي: ((له ځانه راضي کېدل یو ناوړه روحي حالت دی [21]))

خو افسوس، چې یو شمیر میندې او پلرونه د ډېرې مینې له امله د خپلو اولادونو نیمګړتیاوې او بدې نه ویني یایي نالیدي ګڼي او د سمونې په لټه کې یې نه وي؛ نو ځکه انسان کله بې ادبه هلکان ویني،چې کنځل کوي، ملنډې وهي ،ګلونه او لښتې راشکوي ،د نورو مالونو ته زیان وراړوي او…،خو موروپلار یې نه یوازې له دې چارو ځنې نه منع کوي ؛ بلکې په خندا اوبې ځایه پلویتوب یې هڅوي .

 

دکوچني د بېځایه تمو پر وړاندې درېدل

کوچنیان کله نامعقولې او بېځایه غوښتنې لري،چې غالبا په زور او دباو یې تر لاسه کوي او ددې موخې لپاره په لومړیو کلونو کې د ژړا له وسلې اوپه راوروستو کلونو کې له غوسې او چغو کاراخلي .

په دې ځایونو کې موروپلار،په تېره مور باید د اولاد د بېځایه او نامعقولو غوښتنو پر وړاندې ودرېږي او د ژړا و چغوسرو یې څه پروا و نه کړي ،په دې دریځ به ماشوم ومومي، چې هر کارپه ژړا او زاریو نه کېږي اوپه پایله کې به په خپل چلن کې نوې کتنه وکړي .

ځینې میندې دغسې مقاومت نه کوي ،په پایله کې ماشوم ځانمني او بد روږدېږي او د سر زورۍ لار خپلوي .کوم اولاد چې نن په کور کې زور غږوي ،سبا به په ټولنه کې هم زور غږوي .کوم هلک چې نن ځان ته غاوره دی اوپه کورکې نورځوروي ،وهل ډبول کوي ،پر حقوقو یې تېری کوي اوموروپلار یې هېڅ ورته نه وایي ؛نو سبا چې غټ شي ،په ټولنه کې هم پر نورو تېری کوي او بېځایه تمې به لري او په نهایت کې به په ټولنه ګوښی وي .تقریباَ ګردسره ارواپوهان او روزنپوهان دا موضوع تاییدوي :

ژان ژاک روسو وایي :((چې ماشوم پوه شو ،په ژړا او چغو خپل مطلب تر لاسه کولای شي؛نو هېڅکله له دې وسلې لاس نه اخلي ، ددې درد درمل او مخنیوی دادی چې ژړا ته یې پام ونه کړئ [22]))

حضرت ابو سعید خدري (رض) وایي : (( یوه ورځ پېغمبر اکرم(ص) خپلې لور فاطمې کره ورغی،علي او فاطمه ویده ول او حسن اوحسین یې هم دواړو خواووته ويده ول . په دې وخت کې حسن له خوبه راویښ شو، اوبه یې وغوښتې . رسول اکرم(ص) پاڅېد او په کور کې یې له نوې لنګې او ښې شودې راولوشلې او ورته یې راوړې ، په دې شېبه کې حسین هم له خوبه راویښ شو ، اوبه یې وغوښتې او هڅه یې کوله، چې له حسن مخکې اوبه وڅښي، تردې چې په ژړا شو . پېغمبر (ص)اوبه ورنه کړې ـــ ښکل یې کړ او و یې نازاوه ویې ویل ؛ ورور دې اوبه تر تا مخکې غوښتې وې . فاطمې بي بي چې دا جریان څاره ، ویې ویل : لکه چې حسن ډېر درته ګران دی ؟ رسول الله (ص) ورته وویل : نه لورې ، دواړه راته یو رنګ دي ؛ خوحسن اوبه لومړی غوښتې وې [23]))                                                             ددې روایت له مخې پېغمبر اکرم (ص) د حسین د غوښتې او ان ژړا پر وړاندې ودرېد؛ ځکه دلته له روزنیز پلوه د کوچني د خبرې منل ددې لامل ګرځي، چې د ځانمنۍ، سرزورۍ او بې عدالتۍ لوري ته ورټېل وهل شي .

رسول اکرم(ص) په ځینو ځایونو کې د مصالحو په پار او داچې غوښتنې د مادیت او سوکالۍ رنګ او بوی درلود ، د وګړیو غوښتنې یې نه منلې،که څه غوښتنې غیر عادي او بې ځایه هم نه وې ، که څه خپلې لور یې ترې غوښتې .

په روایاتو کې راغلي ، چې فاطمې بي بي یو ځل د درون کورني کار په پار له پېغمبر (ص)څخه چوپړیال وغوښت ؛ خو پېغمبر اکرم د وینځې پر ځای ((ځانګړي تسبیحات )) وروښوول .

بل ځل یې یوه ((ګوته)) ترې وغوښته او رسول اکرم (ص) ورته وویل : چې د شپې لمونځ دې وکړ؛ نو له خدایه دې خپله اړتیا وغواړه [24].)) او رسول اکرم (ص) په دې توګه خپله ځوانه لور له ډېرو نه ډېره د لوړو ارزښتونو پر لور ورسیخه کړه او دنیوي چارو ته یې بې اعتنايي وروښووله او دا یې هم راوښووله،چې لوړومانيزو مسایلو ته ارزښت ورکوي .

 

 

[1] راهنمای پدران ومادران ، ۲ت / ۵۴مخ + عوفي ،جوامع الحکایات +محمد بن قاسم ، روش الاخیار

[2] المیزان تفسیر ، ۱۹ټ /۶۸۹مخ + مستدرک الوسائل ۲ټ ، ابواب الاولاد، ۶۷باب + بحارالانوار ، ۱۰۴ټ / ۹۷مخ .

[3] مکارم الاخلاق ، ۱ټ /۴۲۶مخ +بحارالانوار ۱۰۴ټ/ ۹۵مخ +باتربیت مکتبي اشنا شویم ، ۳۱۵مخ ، بحارالانوار،۱۰۴ټ /۹۵مخ .

[4] کافي ،۶ټ /۵۰مخ +وسائل الثیعه ،۱۵ټ /۱۹۹مخ.

[5] ګفتار فلسفي ، کودک ، ۲ټ /۱۰۸مخ.

[6] محجته البیضاه ، ۵ټ /۲۱۵مخ.

[7] حاکم نیشابوري ،مستدرک ،۱ټ /۵۷مخ .

[8] جامع الاخبار،۱۲۴مخ.

[9] مستدرک الوسائل

[10] صحیح مسلم ،۱۴ټ /۱۴۹مخ +صحیح بخاري ۸ټ/۶۸مخ.

[11] صحیح مسلم ۱۴ټ/۱۴۸مخ+مکارم الاخلاق ۱ټ/۳۱مخ.

[12] عیون اخبار الرضاء ،۲ټ/۸۱مخ +علل الشرایع ،اټ/۱۲۴مخ +مکارم الاخلاق ۱ټ /۲۱۷مخ.

[13] صحیح مسلم ،۳ټ/۲۰۱مخ +بحارالانوار۱۶ټ/۲۴۷مخ .

[14] غزالي ،احیاء العلوم ،۲ټ /۳۶۳مخ+سنن النبي ۵۲مخ +محجته البیضاء ،۴ټ /۱۳۲مخ .

[15] بحارالانوار۴۳ټ/۲۷۸مخ+کودک ،فلسفي ۲ټ /۹۷مخ.

[16] صحیح مسلم ۱۴ټ/۱۲۶مخ +مجمع الزواید ۹ټ/۲۸۵مخ.

[17] یعقوبي تاریخ ۲ټ/۳۲۰مخ.

[18] محجة البیضاء ،۳ټ/۳۶۶مخ.

[19] صحیح مسلم ،۱۴ټ/۱۹۳مخ.

[20] ګفتار فلسفي ،کودک ،۲ټ/۲۴۵مخ.

[21] غررالحکم ،۴۴۶مخ.

[22] امیل یا اموزش وپرورش ،ترجمه سحابي ،۸۶مخ.

[23] امام احمد حنبل ،مسند ۱ټ/۱۶۳مخ +دسلیم بن قیس کتاب ، ۱۷۰مخ +مجمع الزواید ۹ټ /۱۶۹او۱۷۱مخونه +بحارالانوار۳۷ټ/۸۶مخ.

[24] بحارالانوار ۴۳ټ/۴۷او۸۲مخونه .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست