تبلیغات

اسلامي مذاهب پر اسلام پوهېدنه بې له عقل کارونې ناشونې ده موږ د عقل او دين ترمنځ پر تړاو د پوهېدو لپاره د “الفقه على المذاهب الخمسه” [د لبناني ستر عالم او د اسلامي مذاهبو د پيوستون مخكښ؛ارواښاد “محمد جواد مغنيه” لېكنه] د كتاب سريزه را اخلو. ((په يوه حديث شريف كې راغلي دي : […]

اسلامي مذاهب

پر اسلام پوهېدنه بې له عقل کارونې ناشونې ده موږ د عقل او دين ترمنځ پر تړاو د پوهېدو لپاره د “الفقه على المذاهب الخمسه” [د لبناني ستر عالم او د اسلامي مذاهبو د پيوستون مخكښ؛ارواښاد “محمد جواد مغنيه” لېكنه] د كتاب سريزه را اخلو.

((په يوه حديث شريف كې راغلي دي : حضرت جبراييل،آدم عليه السلام ته راغى، ويې ويل:خداي تعالى راته ويلي،چې درته يې ووايم: “په عقل،دين او حيا كې كوم يو ټاكې “؟ حضرت آدم ( ع ) وويل : عقل مې وټاكه ؛ بيا نو حيا او دين وويل : آدمه ! موږ هم درسره يو ؛ ځكه خداى راته ويلي : چېرې چې عقل وي،هملته وسئ ))

له پورته حديثه لاندې حقايق تر لاسه کېږي :

(الف)_عقل چې څه ونه مني؛نو هغه به په دين كې نه وي،څوك چې عقل نه لري؛نو دين او حيا به هم نه لري كه څه د ورځې روژې نيسي او د شپې عبادتونه كوي.

د مسلمانانو يو مشر (امام) ويلي دي : ” عقل يوه ډاډمنه او سمه تله ده،چې د نبوي حديث سموالى راښوولى شي؛ځكه رښتينى حديث ځلانده او ښكاره رڼا ده او په څه كې چې حقيقت او رڼا نه وي،هغه به د شيطان وينا وي. “

( ب ) _ دا چې دين له عقله نه بېلېږي؛نو د اجتهاد بندېدل په حقيقت كې پر دين د پوهېدو د لارې تړل دي؛ځكه د اجتهاد مانا د فكر آزادي ده او هم له اصولي قواعدو د فروعاتو د استنتاج لپاره د وره پرانستل دي. په پايله كې كه د عقل لار مو وتړله؛نو عقل او دين،چې يو له بله نه بېلېږي ؛ نو په حقيقت كې د دين لار به مو هم تړلې وي.كه ووايو چې عقل له دين سره مرسته نشي کولاى؛نو دا به د شرعې له منطق او واقعيته لرې وي.

( ج ) _ كه يو عالم او پوه له كوم مذهب سره تعصب كوي؛نو دا تر نا پوهه خطرناك دى؛ځكه دا د مذهب له راوړونكي سره تعصب كوي او عقل د داسې چا لاروي لازم نه بولي.همدغسې بايد ووايو كه څوك د يوه مذهب مخالف وي،په واقع كې د اسلام د حقيقت او واقعيت مخالف نه دى؛ بلكې له يو چا سره مخالف دى،چې په مذهب پورې يې خرافات تړلي وي( او يا له اسلامه خيالي انځور لري).

په صدر اسلام كې مذاهب او ډلې ټپلې نه وې،مسلمين تر يوه بيرغ لاندې را ټول ول. ټول پوهېږو ،چې مذاهبو د مسلمانانو ترمنځ درز اچولى او د دوى د عظمت او د بدبې مخه يې نيولې ده،د اسلام دښمنان د همدغسې فرصتونو په لټه كې ول،چې پر هېوادو د ښكېلاك واكمني له همدغه ځايه راولاړه شوې ده؛نو ځکه د رښتينو مشرانو او پوهانو له افكارو او ويناوو د يووالي بوى راخېژي او د مسلمينو د يووالي او پيوستون لپاره له هرې مناسبې لارې چارې ګټه اخلي،چي همدا هلې ځل د دې لامل شوې،چې د ” اجتهاد ” ور پرانستل شي .

يوه ډله داسې انګېري ،چې كه د اجتهاد ور پرانستل شي؛ نو څوك چې لږ او ډېر پر فقه پوه شو،سم له لاسه به اجتهاد پيلوي،چې دا يو ډول خپلسري ده ،چې د پرېشانۍ لامل ګرځي.

دا مطلب اسلافو او ړومبنيو په خپلو كتابو كې كښلى او وروستنيو بې له دې ،چې مسله وڅېړي،منلې يې ده؛خو زه د اجتهاد تړل په دوو لاملونو كې وينم :

( 1 ) ظالم واكمن تل د فكر،عقل او راى له آزادۍ وېرېدل ؛ نوځکه له دينه يې يوه وسيله جوړه كړې وه او په چل ول به يې هر يو آزاد خياله ځپه .

( 2 ) _ پر چاپېريال د ارتجاع جال غوړېدلى و. دا هم يو مهم لامل دى ،چې د اجتهاد ور يې وتاړه، په پټو سترګو لاروي د افكارو له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛ لكه څنګه چې موږ په خپل چاپېريال كې آزاد اوسېږو،بايد د يوه مذهب او قول له لاروۍ تېر شو او په آزاد ډول د ټولو اسلامي مذاهبو ( چي له عقل او آسماني شريعت سره اړخ لګوي) اجتهاد ومنو.

كه د اسلامي مذاهبو ټاكنه مطلق اجتهاد نه وي؛ نو د اجتهاد يوه برخه خو ده؛نوځكه دې ته اړ شوم ،چې دا كتاب وليكم او د پينځګونو اسلامي مذاهبو ( جعفري ، حنفي ، مالكي، شافعي ، حنبلي ( رحمة الله عليهم ) اقوال له سرچينو او ماخذونو يې راټول كړم. “

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست