تبلیغات

سجده دسجدې تاريخ خداى چې حضرت آدم پيداکړپرېښوته يې امروکړ،چې ورته سجده وکړئ . وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ( بقره\٣٤) = [ او (درياد كړه) چې موږ پرېښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه ؛خو ابليس ونكړه سرغړونه او لويي يې وكړه […]

سجده

دسجدې تاريخ

خداى چې حضرت آدم پيداکړپرېښوته يې امروکړ،چې ورته سجده وکړئ .

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ( بقره\٣٤) = [ او (درياد كړه) چې موږ پرېښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه ؛خو ابليس ونكړه سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانوله ډلې شو .]

البته سجده يواځې خداى ته ده او د خداى پر حکم انسان يواځې د پرېښتو قبله شوه. له ابليس پرته ټولو سجده وکړه او خداى پر همدې سرغړونې له خپل درګاه وويست. دا پېښه قرآن څو څوځلې تکرار کړى او پوهېږو،چې دا تکرار بې دليله نه دى. ښایي انسان ته دا ووايي: انسانه ! چې ټولې پرېښتې درته په سجده پريوتې ته ولې خداى ته سجده نه کوې؟انسانه! ابليس تا ته د سجدې په نه کولو وشړل شو اوس،چې ته خداى ته سجده نه کوې ؛نو څه غواړې ؟ ابليس چې انسان ته سجده و نه کړه ؛نو ويي ويل : زه له انسان غوره يم ايا ته کړاى شې و وايي زه له خداى غوره يم ؟ ته خوپه يو وخت کې هيڅ هم نه وې کله، چې دنيا ته راغلې کمزورى وې او اخربه هم عاجزله دې دنيا ځې څنګه د خداى پر وړاندې پېسمني- کبرکوې.

په هرحال د بشر تر خلقت وروسته د خداى لومړى حکم د سجدې و .

 

د سجدې اهميت

د خداى پر وړاندې د انسان ډېرغوره حالت سجده ده. خداى ته د نژدې کېدو ډېره غوره لار سجده ده .

كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ( علق\١٩) = [هېڅكله داسې نه ده (چې هغه منع كوونكى يې ګڼي) خبره يې مه منه او سجده وكړه او (خداى ته) نژدې شه]

د پېغمبراکرم (ص) د ‏پالیالو- با فايارانو نښه دا وه ،چې په مخ کې به يې دسجدې نښې ليدل کېدلى .

مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى‏ عَلَى‏ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح\٢٩) = [محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او پدې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده]

سجده انسان له ټولې هستۍ سره همغږې کوي ؛ځکه د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات ،ستوري اوبوټي خداى ته سجدې کوي.

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّماوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِن دَابَّةٍ وَالْمَلاَئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ( نحل\٤٩) = (نه يواځې سيوري؛بلكې) په اسمانو او ځمكه كې چې څه خوځنده دي او همداراز پرېښتې خداى ته سجده كوي او سرغړونه نه کوي .

وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ( الرحمن\٦) = [او بوټى او ونه (ورته) سجده كوي.]

سجده له الهي پرېښتوسره همغږي ده .حضرت علي (ک) وايي : په اسمان کې داسې پوړ ‏نشته،چې به پکې يوه ډله پرېښتې د سجدې په حال کې نه وي.‏

سجده د بندګۍ او عبوديت لوړه درجه ده؛ځکه انسان د خپل بدن تر ټولو لوړه برخه؛يعنې تندى پرخاورو ږدي او د خداى په دربار کې د ذلت او خوارۍ اظهار کوي.سجده سترو ښځو او سړیو ته سترمقام دى.خداى پېغمبرته نه يواځې په ورځ کې؛بلکې په شپه کې هم دسجدى حکم کوي .

وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلاً طَوِيلاً ( انسان\٢٦) = (( او د شپې په څه برخه كې (راپاڅېږه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه.))

خداى حضرت مريم ته وايي :

يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ( آل عمران \ ٤٣) = مريمې ! (ددې نعمت په شكرانه كې ) د خپل پالونكي اطاعت وكړه او سجده وكړه او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړه.( له لمونځ كوونكيوسره په جمع لمونځ كوه )

سجده تر رکوع وروسته راغلى او له رکوع بشپړ او لوړ پړاو دى؛نوځکه په قرآن کې د يوبل په څنګ کې راغلي دي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (حج \٧٧) = ((ايمانوالو! ركوع او سجده وكړئ او خپل پالونكى ولمانځئ او ښې چارې ترسره كړئ، ښايي بريالي شئ))

 

مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى‏ عَلَى‏ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح \ ٢٩ ) = ((محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او پدې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.))

سجده پرالهي آيتونو دايمان رمز دى .

إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّداً وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ( سجده \ ١٥) = ((يواځې هغوى زموږ پر آيتونو ايمان راوړي،چې كله ورته پدې (آيتونو) پند وركړاى شي؛ نو پر سجده پرېوځي او خپل پالونكى په پاكۍ ستايي او لويي نه كوي))

د شپې سجدې د صالحوبندګانو نښې دي.

وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّداً وَقِيَاماً ( فرقان\٦٤) =(( هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده يا ولاړه تېروي.))

سجده د لمانځه سينګار دى؛نوپه غوره توګه يې بايد وکړو .امام صادق وايي : په لمانځه کې رکوع او سجدې په غوره توګه وکړئ؛ځکه چې خداى وسوه ځله (٧٠٠) اجر او لاډېر هم ورکوي . (بحارالانوار،۸۵/ ۱۳۹)

سجده د خداى پیرزوینې ‏له ځانه سره لري ان تردې،چې په هره سجده کې د انسان يوه ګناه بښل کېږي او ستر اجر ورته ورکول کېږي. حضرت علي وايي: که انسان پوه شي،چې د سجدې په حالت کې پرې څه ډول رحمتونه ورېږي ؛نو هيڅ کله به هم له سجدې پانه څېږي.(جامع الاحادیث،۵/ ۴۵۳)

سجده د ځانمنئ او پېسمنۍ – غرور اروا له منځه وړي او انسان له ښاڅمنۍ – تکبره ژغوري.پېغمبراکرم (ص) وايي :(( زه به د قيامت پر ورځ خپل امت پرتندي يې د سجدو له نښو پېژنم . ( مسنداحمدبن حنبل ٤\ \٨٩)

پرکومه ځمکه چې انسان سجده ايښې په قيامت کې به هماغه ځمکه پرې دعبادت لېینه- شاهدي ورکوي. (جامع الاحاديث ٥\١٨٩)

په کوم ځاى کې چې انسان سجده کوي د اسمان په لورې ترې يو رڼا ځي. (مستدرک وسايل ٤\٤٨٥)

اوږدې سجدې او رکوع ګانې د نعمتونو د پراخوالي او د عمر د اوږدوالي لامل ګرځى.سجده دومره مهمه ده،چې خداى ‏ابرهيم علیه السلام او‏ اسمعيل علیه السلام ته حکم کوي،چې مسجدالحرام ،طواف کوونکيو،معتکفينو ،رکوع کوونکيوو اوسجده کوونکيوته پاک کړئ .

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (بقره \١٢٥) = او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (دخاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

 

د سجدې حکمتونه

حضرت علي د سجدې د حکمت په هکله وايې : لومړى سجده ؛يعنې دا چې لومړۍ خاوره وم او ،چې له سجدې سر راپورته کوم؛يعنې دا چې له خاورې پېدا شوى او دې دنيا ته راغلې يم، دويمه سجده؛يعنې دا چې بېرته به خاورو ته ځم او له دويمې سجدې سر راپورته کول ؛يعنې دا چې د قيامت پر ورځې به له قبره راپاڅېږم او محشور به شم.( بحار ٨٥\ ١٣٩)

امام جعفرصادق وايي : سجده يواځې خداى ته ده ؛نوپرخوړونکيواوغوستونکيو څيزونو سجده بايد ونه کړو؛ځکه دا څيزونه د دنيا اوسېدونکيو ته د پاملرنې وړ دي سجده د انسان پام بايد مادياتو، ګېډې اوجاموته نه؛ بلکې خداى ته واړوي.(الفقیه، ۱/ ۲۷۲)

په يو بل حديث کې راغلي د سهوې د سجدې دليل دا دى،چې شيطان په لمانځه کې د مؤمن پام ځانته را اړوي او لمونځ يې خرابوي ؛نوځکه مؤمن تر لمانځه وروسته دوه سجدې کوي چې د ابليس پوزه پر ځمکه راښکودل شي او په دې پوه شي که غواړي ،چې زموږ پام ځان ته راواړوي ؛نوموږ به بيا هم دخداى سجده وکړو .

حضرت علي (ک) وايي : د سجدې ظاهردا دى چې انسان خپل تندى د اخلاص او عاجزۍ له مخې پر ځمکه ږدي ؛خو په باطن کې زړه له ټولو دنيوي او فاني چارو اوښاڅمنۍ – تکبره خلاصوي او په تلپاتې دنيا پورې يې تړي.(مستدرک الوسایل،۴/ ۴۸۴)

 

دسجدې آداب

په روايتونوکې دسجدې آداب داسې راغلي دي :

تر رکوع وروسته چې سجدې ته ځې لاسونه بايد له زنګنونومخکې ځمکې ته ورسېږي. د سجدې پر وخت دواړه لاسونه بايد له غوږونه سره برابر وي . په سړيو کې منګولې پرځمکه و نه لږي اوله دواړو اړخونو دې لکه د دوو وزرو په شان پرانيستې وي . له تندي سره سره پوزه هم بايد پرځمکه ولږي .کله چې د دو سجدو ترمنځ کېنۍ د ښۍ پښې مخ بايد دچپې پښې پرشا واچوئ ،چې د بدن وزن پرچپه خپه راشي ؛ځکه چې چپ د باطل رمز دى او ښى د حق رمز دى . په سجده کې پر واجبو ذکرونو سربېره بايد درود وويل شي،دعا وشي او د خداى له وېرې بايد اوښکې توى شي.له سجدې د راپورته کېدو پر وخت بايد تکبير ووايئ.

 

د کربلا خاوره

پرهرې پاکې خاورى ،تيږې اولرګي سجده جايزه او سمه ده؛خو د امام حسين پر تربت يا د کربلاپر خاورې سجده کول ځانګړنې لري. امام جعفر صادق به تل د کربلا پرخاوره سجده کوله.د کربلا پرخاوره سجده ووه ګوني حجابونه څيري کوي،هم د لمونځ د قبلېدولامل ګرځي او هم لمونځ کوونکى په مادياتوکې له ډوبېدو ژغوري او له جهاد ويني اوشهادت سره يې اشنا کوي .

د حسين پرخاورى سجده؛ يعنې له ولايت سره لمونځ کول دي .

د حسين پرخاوره سجده؛ يعنې له شهادت سره لمونځ کول دي .

د حسين پرخاوره سجده؛ يعنې دا چې دهغو درناوى دى چې د لمونځ او د لمونځ په لار کې يې وينه ورکړې ده .

د حسين پر خاوره سجده؛يعنې دا چې هره ورځ عاشورا ده اوهر ځمکه کربلا ده .

د حسين پرخاوره سجده؛يعنې دا چې له ظالم سره د مبارزې په لار کې له خپل سره تيرشه ؛خو چې ځان ذلت ته ور نه کړې .

د حسين مزار د جنت له باغونو ځنې يو باغ دى. په مزارکې يې دعا او لمونځ قبلېږي . که د کربلا له خاورې تسبيح جوړې شي او انسان يې واړوي اوچوپ هم وي او څه ذکر ورسره ونه وايي؛نو بيا هم اجر لري او که د خداى ذکر پرې ووايي هرذکريې (٧٠) برابره اجرلري .د کربلا خاوره خورا اهميت لري او د امام حسين له قبره ترڅلويښت ميلولرې پورې د کربلاخاوره شمېرل کېږي .

د شکر سجده

سجده يواځې لمانځه ته نه ده،په نورو ځايونو کې هم شته او واجبه هم ده . که څوک دسجدې آيت تلاوت کړي؛نو بايد سجده وکړي. د شکر د سجدې په هکله ډېره سپارښتنه شوى ده . د شکرسجده ؛يعنې دا چې د خداى له ناپایه نعمتونو شکر کوو،چې پر موږ او زموږ پر کورنۍ يې ورولي دي. امام صادق وايي : کله چې دخداى يونعمت درپه يادشو،شکرته يې خپل تندى پرځمکه کېږده اوکه خلک درګوري ؛نو د نعمت د شکرلپاره لږ څه ټيټ شئ.(وافي، ۸/ ۸۲۵)

پېغمبراکرم ( ص) يوه ورځ له اوښه راکوز شو او پنځه سجدې يې وکړې او ويې ويل: (( جبرائيل پر ما نازل شو او پنځه زيري يې راباندې وکړل اوما هر زيري ته يوه يوه سجده وکړه.)) (محجة البیضا، ۱/ ۳۴۶)

حضرت علي (ک) به د شکر په سجده کې بې هوشه کېده . له امام زمانه رانقل شوى چې وايي : له ډېرو لازمي سنتو يوهم دشکر سجده ده .

د شکر په سجده کې هر ډول ذکر او دعا روا ده ؛خو د شکرًا لله، الحمدلله او د خداى د سترو نعمتونو او د امامانو پريادونې زياته سپارښتنه شوي ده. ( جامع الاحاديث ٥\٤٦٩)

خداى وايي : څوک چې د شکرسجده کوي اجريې دا دى،چې زه ترې هم مننه کوم.

که څه هم د شکر سجده ځانګړى ځاى او وخت نه لري ؛خوغوره وخت يې تر هر لمانځه وروسته دى او په لمانځه پسې بايد وشي .

 

د شکر د سجدې برکتونه

په روايتونو کې د شکر د سجدې ډېر برکتونه او اغېزې راغلي،چې يو څو يې دا دي :

که په لمانځه کې څه نيمګړتياوې وي او د نفلونو له لارې هم نه وي پوره شوي،د شکر سجده يې جبرانوي. د شکرسجده د خداى رضا ده او د انسان او پرېښتو ترمنځ واټن راکموي . په سجده کې دعا قبلېږى او د لسو درودونو ثواب لري او لس ګناهونه له منځه وړي . د شکر د سجدې همدومره قدر بس دى، چې خداى په هغې پرپرېښتو وياړى.( افقيه ١\٣٣١ )

 

د خداى د اولياوو سجدې

امام جعفرصادق وايي : حضرت ابراهيم ؛ځکه د خليل الله مقام ته ورسېد ،چې پرخاوره به يې ډېرې سجدې کولې .

په کومه شپه چې حضرت علي بايد د پېغمبر اکرم (ص) په ځاى کې وېده شي،چې پېغمبر اکرم (ص) د دښمنانو له شره خوندي شي؛نو حضرت علي، ‏پېغمبر اکرم( ص) وپوښت: که زه دا کار وکړم تاسې به خوندي او روغ رمټ پاتې شئ ؟ پېغمبراکرم (ص) چې مثبت ځواب ورکړ؛نوحضرت علي وخندل او د دې توفيق د لاس ته راوړلو له امله يې د شکرسجده وکړه.

کله چې د مشرکانو د مشر ابوجهل غوڅ سر يې پېغمبر اکرم (ص) ته راوړ ؛نو پېغمبرد شکر سجده وکړه. (جامع‏الاحاديث،۵/ ۴۷۵) امام زين العابدين به د هر لمانځه په پاى کې د شکر سجده کوله او کله ،چې به ترې کومه بلا لرې کېده او يا به يې هم د دوو مسلمانانو په منځ کې سوله کوله ؛نوتر دې وروسته به يې د شکر سجده کوله ،او ډېرې اوږدې سجدې به يې کولې او په خولو کې به ډوب شو. ( بحارالانوار،۸۵/ ۱۳۷)

 

 

څوټکي

د سجدې ځاى خورا ارزښت لري په يوحديث کې راغلي،چې تر هرلمانځه وروسته د سجدې پرځاى خپل لاسونه راکاږه او پر خپل مخ او بدن يې کش کړه،چې له آفتونو او ناروغيو خوندي پاتې شې. د ماښام تر لمانځه وروسته مو د شکرسجده هېره نشي؛ځکه چې دعا پکې قبلېږي.

امام صادق وايي: څوک چې د اذان اواقامت په منځ کې سجده وکړي او په سجده کې دا ووايي ((سَجَدْتُ لَك خاضِعاً خاشعاً ذليلاً)) خداى به يې د مومنانو په زړه کې مينه زياته کړي او د منافقينو په زړه کې به يې هيبت زيات کړې. (وسایل، ۴/ ۶۳۳)

سجده يواځې خداى ته ده او د هيڅ چا پر وړاندې،ان ‏د پېغمبر پر وړاندې هم سجده روا نه ده‏ او د امامانو پرقبرونو ځينې خلک په سجده لوېږي دا کارجايز نه دى. مسلمانانو،چې حبشې ته هجرت وکړ،کفارو يو ډله نجاشي پاچا ته ولېږله،چې مسلمانان بېرته خپل وطن ته راولېږي .د قريشو استازي د رسم له مخې نجاشي پاچا ته سجده وکړه؛خو د مسلمانانو استازي حضرت جعفر سجده و نه کړه او ويي وويل:موږ له خداى پرته بل هيڅ چا ته سجده نه کوو.حضرت يوسف ته د حضرت يعقوب او د زامنو سجده يې يوسف ته نه ؛بلکې خداى ته وه؛خو له يوسف سره د وصال او شکرانې سجده وه.

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّداً وَقَالَ يَا أَبَتِ هذا تَأْوِيلُ رُؤْيايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقّاً وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزَعَ الشَّيْطَانُ بَينِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ . (يوسف \ ١٠٠ ) = (( او خپل مور و پلار يې پر تخت كېنول او ټول (يو ولس وروڼه او مور وپلار) هغه ته (دخداى د شکرانې لپاره) سجده کوونکي (پرځمکه) پرېوتل او (يوسف) وويل: ((پلاره! دا زما همغه د مخكېني خوب تعبير دى، چې پالونكي مې رښتيا كړ او له ما سره يې ښېګڼه وكړه،چې زه يې له زندانه را وايستم او تاسې يې (دکنعان) له بېديا(مصر ته) راوستئ، حال دا چې شيطان زما او د وروڼو ترمنځ شخړه اچولې وه،په حقيقت کې پالونكى مې چاته چې وغواړي (او وړيې وبولي) په خورا باريکو تدبيرونو سره خپله غوښتنه پوره کوي؛(ځكه) چې يواځې هغه پوه حكيم دى .))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست