تبلیغات

سختۍ او کړاوونه   سختۍ ،د خدای پېرزوینې د قرآن په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ […]

سختۍ او کړاوونه

 

سختۍ ،د خدای پېرزوینې

د قرآن په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ سختۍ او کړاوونه الهي ډالۍ ده. د ساري په ډول : په حدیث کې راغلي : (( خدای په سختۍ او کړاو مؤمن بنده نازوي او یادوي یې؛لکه څرنګه چې پر سفر وتلي سړى د ډالۍ په رالېږلو خپله کورنۍ یادوي .))

په بل حدیث (کافي٢/٢٥٣) کې راغلي : (( د خدای،چې کوم بنده خوښ شي؛نو په سختیو کې يې ډبوي .))

روايت دى : (( رسول اکرم د هغه خواړه نه خوړل،چې سختي او کړاو به پرې نه و راغلى او دا چار رسول اکرم له خدایه د هغه د لري والي نښه ګڼله .))

دا پوښتنه ذهن ته راځي،چې څرنګه د خدای د پېرزوینې،مینې او خوښۍ غوښتنه دا ده،چې هغه له سختیو او کړاوونو سره مخوي؟

د مینې لازمه د خوشحالۍ او هوساینې برابرول دي؛نه دا چې سختي او کړاو ورته برابر شي . بیا یو بل ډول تعبیر په قرآن او سنتو کې شته، چې بله پوښتنه رامنځ ته کوي او د ازمېښت تعبیر دی . خدای،بندګان په سختیو او کړاوونو ازمېيي؛نو ددې مانا څه ده؟خو خدای د خلکو له باطنه ناخبره دی،چې غواړي په ازمېښت پر څه پوه شي؟ دا خو په قرآن کې هم راغلي چې هر خوځښته او په هستۍ کې له هر کوچني یا ستر چار خبر وي؛ نو ازمېښت؛يعنې څه ؟

 

د سختیو له کبله بیا رغاونه

ددې پوښتنو ځواب هله معلومېږي،چې د انسان په وجود کې دسختیو،کړاوونو او بلاګانو فلسفه او اغېز معلوم شي او دا هم جوت شي، چې انسان د خلقت د ناموس له مخې،د کړاوونو او سختیو او له پېښو سره د لاس و ګرېوانېدو له لارې کمالاتو ته رسېداى شي .

هر څوک رښتینې پوښل شوې مرغلره لري، چې په سختیو اوکړاوونو کې راښکاره کېداى شي؛لکه تر خاورو لاندې پروت کان . د سختیو اغېز یوازې دا دی،څه چې تر خاورو لاندې دي،راښکاره يې کړي .

سختۍ او کړاوونه د بشپړونې،اوختونې او بدلونې اغېز لري . کیمیا ته وګورﺉ،یو فلز پر بل فلز اړوي،دا یو جوړونکی چار دی،له یوه موجوده بل موجود جوړوي،له کمزوري،مضبوط،له ټیټه،لوړ او له خامه،پوښ جوړوي؛د چاڼ ځانګړنه لري،زنګونه لرې کوي،د هڅونې ځانګړنه لري، هوښیارتیا او حساسیت رامنځ ته کوي،ناغېړي او کمزوري له منځه وړي؛نو دا شان چارې دې غوسه او قهر و نه شمېرل شي، د قهر په بڼه پېرزوینه ده، د شر په بڼه خیر دی، د کینې او عذاب په بڼه نعمت دی .

وړ عناصر له قهرجنو پېرزوینو ډېره ګټنه کوي . دا شان وګړي نه یوازې له شته کړاوونو ګټنه کوي؛بلکې د کړاوونو هر کلي ته ورځي او ځان ته کړاوونه پنځوي .

 

الهي ازمېښت

راځو دویمې پوښتنې ته ،چې ازمېښت څه مانا لري؟ په یو وخت کې یو څیز ازمېيي،چې مجهول راڅرګند کړي . دې کار ته یو څیز د تلې او کچې په توګه کاروي،د ساري په ډول : په تله کې تيږه ږدي،چې پوه شي رښتینی وزن یې څومره دی . تله یوازې د تللو وسیله ده،یوازېنى اغېز یې دا دى،چې د جسم واقعي وزن معلوم کړي . خپله تله د جسم په کموالي او ډېروالي کې اغېز نه لري .نور تلل او مقیاسونه هم داسې دي .

د “ترمامیتر” اغېز دا دی،چې د هوا د تودخې درجه یا د انسان د تودوخې درجه معلوموي . د متر اغېز دا دی،چې د اوږدولي څومره والی معلوموي . د منطق علم،چې د تلې د علم په نامه یادېږي؛اغېز یې دادی،چې د استدلالونو بڼه تلي او احیاناً که د استدلال په بڼه کې خرابوالی پېښ شوی وي؛نو سولیز – منطقي قواعد يې ټاکي .

که د ازمېینې مانا یوازې،مجهول موندنې ته د تلې او مقیاس کارول وي؛نو ښکاره ده،چې دا کار د خدای په هکله سم نه دی. ازمېینه بله مانا هم لري او هغه له قوې څخه فعل ته راوستل او بشپړتیا ده . خدای،چې په کړاوونو او سختیو ازموېینه کوي،په دې مانا ده،چې له دې لارې هر څوک وړ کمال ته رسوي . د سختیو او کړاوونو فلسفه یوازې د وزن، درجې او څومره والي ټاکل نه دي،د وزن زیاتوالی،د درجې لوړوالی او د څومره والي- کمیت زیاتول دي . خدای دې ته ازمېینه نه کوي،چې د چا واقعي وزن،بريد او مانیزه درجه معلومه کړي،دې ته یې کوي؛یعنې له سختیو او کړاوونو سره یې ځکه مخوي،چې د هغه بنده په واقعي وزن،مانیزه درجه او د شخصیت په بريد کې زیاتوالی راشي. خدای دې ته ازمېینه نه کوي،چې واقعي جنتي او دوزخي معلوم شي؛ځکه ازمېینه کوي او سختۍ او کړاوونه رامنځ ته کوي،چې که څوک غواړي جنت ته ولاړ شي،په همدې سختیو او کړاوونو کې دې ځان د جنت وړ کړي او څوک چې وړ نه وي؛پر خپل ځاى دې پاتې شي.

حضرت علي (ک) د بصرې والي؛ “عثمان بن حنیف” ته لیکي او ورته نصیحت کوي،چې د نعمتونو په شاوخوا کې مه ګرځه او له خپلې دندې دې غفلت مه کوه. حضرت علي ورته د خپل ساده ژوند او له نعمت او تجمله لری والى يادوي،چې څرنګه په روټه قناعت کوي او ځان یې له هر راز ناولتوبه لرې ساتلى دی . حضرت علي زیاتوي : (( ښايي ځینې فکر وکړي،چې علي په دې خوړو څرنګه د زورو مخې ته درېږي او پرې برلاسېږي ؟)) قاعدتاً داسې ژوند خو به یې کمزوې کړي . په ځواب کې خپله حضرت علي وايي : ((دوی تېروتي،سخت ژوند،ځواک نه راکموي؛بلکې نعمت او توخوني- نازولتوب دی،چې د ځواک د کموالي لامل ګرځي . پوه شئ! د بېديا د ونو لرګى ډېر کلک وي او د لښتو د ونو پوټکى خورا نازک وي . د بېديا ونې په باران خړوبېږي او لرګي يې ښه اور کوي .))

هغو چې د روزګار تودې سړې او سختې لیدلي ؛نو ځواک یې له نازولو ډېر وي .کوم ځواک،چې له دننه او باطنه راوخوټېږي او کوم،چې له بهر مرسته اخلي؛نو ترمنځ يې توپیر دی . عمده- غټه داده،چې د بشر بې حده باطني قوې راښکاره شي . حضرت علي (ک) وايي : داسې مه وايئ،چې : “خدايه ! له فتنو او کړاوونو درته پناه دروړم”؛ځکه داسې څوک نشته،چې په کړاوونو به اخته نشي؛بلکې ووايئ : ” خدايه له بې لارې کوونکې فتنې درته پناه دروړم.”

 

نازولتوب

څومره چې له سختیو او کړاوونو سره مخېدنه د بشپړوونکې،ځلا ورکوونکې او لکه د کیمیا په څېر اغېز لري؛نو ترې ډډه کول،پرعکس اغېز لري .

نوځکه پوهانو ویلي : د ماشومانو په هکله،چې سترې دښمنۍ کېږي؛ د ناپوهه موروپلار مینه ده؛یعنې بې حسابه نازولتوب،خپل اولاد نه پرېږدي،چې له سختیو سره مخ شي او نازولى کوي یې. دا څيزونه ماشوم بدمرغوي او د ژوند په ډګر کې یې لوڅ لپړوي . داسې کار ورسره کوي،چې کوچنۍ ناخواله یې له پښو غورځوي او کوچنی وضعي بدلون یې د ورکېدو لامل ګرځي . داسې يې روزلى،چې په ټول عمر کې یې ان اوبو ته نه دی پرېښې،لامبو یې نه زده او چې ناڅاپي له سیند سره مخېږي،چې باید لامبو پکې ووهي . د چا چې لامبو نه وي زده،که په لومړي ځل په اوبو کې وغورځېږي؛نو ډوبېږي . لامبو داسې څه نه دي، چې په کتاب،لوست او د خونې په ګوټ کې پروت به يې ولولې او زده به یې کړې؛بلکې هنر دی،عملي فن دی،باید اوبو ته ورګډ شې، ډوبې غوپې ووهې او بايد په عمل او هڅه یې زده کړې .

په یو حدیث کې راغلي : (( ان الله اذا احب عبدا غته بالبلاء غتا)). “غت” غوپې ته وايي؛یعنې د خدای،چې څوک خوښ شي؛نو په سختیو کې یې دننه کوي او د کړاو ډنډ ته یې غورځوي . ولې؟ ځکه چې له سختیو څخه د بهر وتنې لار او د کړاوونو په سیند کې لامبو زده کړي . بې له دې بله لار نشته . دا د خدای پېرزوینه او مینه ده،چې بنده له ستونزو سره مخوي،د کړاوونو په سیند کې ورته د لامبو د زده کړې او ترې د روغ رمټ راوتنې وسیله برابروي؛نو په غوڅه دا د مینې او پېرزوینې نښه ده .

د ځینو مرغیو په هکله لیکي،چې کله یې بچي وزرې وکړي،دا چې الوتنه ورزده کړي؛له ځان سره یې پورته الوزوي او چې ښه پورته وختل؛ بیا خپل بچى خوشې کوي،بچى څه موده الوتنه کوي،نور چې ستړی او پر ځمکه غورځېږي؛نو مور یې راځي او له وزره نیسي،څه شېبه وروسته بیا يې خوشې کوي،دا بچى بیا هڅه کوي،چې پوره ستړی شي مور یې یو ځل بیا نیسي او پخپلو وزورو یې کېنوي،دا عمل څو ځل کوي،چې بچى یې په عمل کې الوتنه زده کړي .

دا طبیعي فطري آر دى،چې بايد د انسان د بچي په روزنه کې هم وکارول شي، ماشوم دې له هماغه پیله له کار،زیار،سختۍ او کړاو سره بلد وي؛ خو اشرف مخلوقات غالباً ددې پر خلاف عمل کوي،شتمن پوړ دا انګېري،چې کار یوازې د نشتمنۍ لپاره دی؛نو له کار او زیاره ډډه کوي او خپل ماشوم کمزوروي .

“ژان ژاک روسو” د “امیل” په کتاب کې د داشان روزنو په هکله وايي : ((که خلک د عمر تر پایه په زيږېدلي هېواد کې پاتې شوي وای،که ټول کال یو فصل وای،که وګړیو نشو کړای،چې خپل برخلیک بدل کړي؛نو دا ډول روزنې له ځینو اړخونو ښې وې؛خو که د بشر د حالت زغرده بدلونو ته وګورو،منښته-اعتراف دې وکړو،چې له دې به بل بې مانا او ناسمه طریقه نه وي،چې د ماشوم روزنه په دې فرض وکړو،چې کله دې هم له خونې بهر نشي او ګردچاپېره ترې نوکران وګرځي او که دا بدمرغه یو قدم پر ځمکه کېږدي؛نو نشت به شي . که جسم په سوکالۍ کې وي؛ نو روح ورستېږي . څوک چې درد او کړاو نه پېژني،نه د لورنې خوند پېژني او نه د زړه سوي خوږلنى . د داسې کس زړه به له څه هم اغېزمن نشي؛نو له دې امله به د معاشرت وړ نه وي او لکه د يو دیو به په انسانانو کې اوسېږي .))

 

د سختو دندو فلسفه

پرله پسې عبادتونه،چې په اسلام کې پرې حکم شوې،یو ډول روحي ادمان دی،د سختیو یو ډول زغم دی . ځینې عبادتونه په رښتیا هم سخت دي . جهاد یو له دې ځنې دی او څرګنده ده،چې له اسرهت او نازولتوب سره اړخ نه لګوي . آنحضرت(ص) وايي : ((چا چې د دین عسکري نه وي کړي،یا پخپل زړه کې ددې کار هيله ونه لري؛نو د نفاق په يو ډول به ومري .)) وګ : ( سنن نسايي ۸/۶ )

ځینې دوړې یوازې جهاد او دا شان تصادمونه یې له منځه وړای شي. ځینې ستر اخلاق بې د جګړې له ډګره په بل ځای کې نه رامنځ ته کېږي . باتوري او زړورتیا د کتاب په لوست او ګوښه کېدنې کې نه راپیدا کېږي .

حج بل عبادت دی،چې سختي او کړاو پکې دی او هر وسمن ته پکار دي،چې لږ تر لږه په عمر کې یو ځل دا ټولنیز او عبادي دنده ترسره کړي . حضرت علي ( نهج البلاغه/١٩ خطبه) د کعبې په هکله وايي:(( خدای هغه کور،چې خلک یې تر شاوخوا باید طواف وکړي؛د ځمکې په هغه برخه کې جوړه کړه،چې تر ټولو ناهمواره ده،که یې غوښتل؛نو د نړۍ په داسې ځای کې یې جوړولای شوه،چې له مېوو ډک شنه باغونه پکې ول؛خو هغه وخت به بیا دا ازمېښت او زغم نه و او خلک به ساتېرۍ ته راټولېدل او سپېڅلې موخه به نه ترلاسه کېده،خدای تل خپل بندګان له بېلابېلو کړختونو سره مخوي او راز راز هڅې او مجاهدتونه یې مخې ته ږدي .د اسرهت د طبع پر خلاف ډول ډول سختۍ یې ورته مخې ته ږدي،چې لويي یې له زړه ووځي،چې روږد شي او لويي له ځانه وباسي او د خدای له عبادت سره عادت شي او دا یو ډول وسیله ده،چې د خدای د لورنې او پېرزوینې ورونه ورته پرانستل شي .))

 

عسر او حرج

ممکن څوک ووايي،چې د پورته خبرو په پامنیوي،دا چې وايي: په اسلام کې سختي نشته؛نو ددې په هکله څه وایئ؟

دا دوه مطلبونه دي، دا سمه ده،چې د اسلام مقررات د سختۍ پر بنسټ نه دي،د “حرج” پر بنسټ نه دي .”ما جعل علیکم فی الدین من حرج”؛نو داسې نه دي،چې ورباندې عمل کول به د بشر مزاحمت وکړي او پښې یې وروتړي؛خو دا ددې دلیل نه دی،چې اسلام د خپل روزنې بنسټ پر نازولتوب ایښی دی . نازولتوب یو مطلب دی او د اسلامي قوانینو “نه مزاحمت” او “نه سختي” بل مطلب دی .


 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست