بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱﴾ | پېغمبره! د خپل خداى له (مخالفته) ډډه وكړه او د كافرانو او منافقانو مه منه،چې خداى پوه حكيم دى . (۱) | |
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۲﴾ | او يوازې په هغه څه پسې ولاړ شه،چې د خپل پالونکي له لوري درته وحې کېږي، په يقين،څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى . (۲) | |
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۳﴾ | او پر خداى بروسه وكړه او د خداى کارسازي بس ده . (۳) | |
مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءكُمْ أَبْنَاءكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ﴿۴﴾
|
خداى د يوه سړي په ګوګل كې دوه زړونه ایښي نه دي او هېڅكله يې ستاسې هغه مېرمنې،چې په اړه يې “ظهار” كوئ (او خپلې مېندې يې بولئ) ستاسې مېندې كړي نه دي . او(همداراز) نه يې په زويتوب نيولي زامن ستاسې (حقيقي) زامن ګرځولي دي، دا خو ستاسې (بې بنسټه او باطلې) خبرې دي،چې پخپلو خولو يې (وايئ) او خداى حق وايي او (سمه) لار ورښيي . (۴) | |
ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۵﴾ | هغوى (په زويتوب نيولي زامن) د خپلو (اصلي) پلرونو په (نامه) ياد کړئ،چې دا د خداى پر وړاندې انصاف دى،اوكه پلرونه يې نه پېژنئ؛ نو(بيا خو) هغوى ستاسې ديني وروڼه او موالي (ازاد شوي) دي او په هغه (خبره) كې،چې تېروتي ياست (او بې پامه د نورو په نامه ورغږ كړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛خو هغه چې له زړونو يې وكړئ (؛نو په اړه يې پازوال ياست) او خداى دى،چې ډېر بښونكى (او) مهربان دى . (۵) | |
النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُوْلُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا ﴿۶﴾ | پېغمبر خو مؤمنانو ته تر خپلو ځانونو گران دى او مېرمنې يې د دوى [= مؤمنانو] مېندې دي او د خداى په كتاب كې (په ميراث كې) تر عامو مؤمنانو او مهاجرينو(خو) خپلوان يو تر بله لومړيتوب لري؛خو داچې )وغواړئ( له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وكړئ (او د خپلو مالونو يوه برخه وركړئ)؛دا (حكم) په (الهي) كتاب [لوح محفوظ] كې ليكل شوى دى . (۶) | |
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۷﴾ | او (درياد كړه) چې له پېغمبرانو مو ټينګه ژمنه واخسته او(همداراز) له تا او نوح او ابراهيم او موسى او عيسى د مريمې له زوى او موږ له دې ټولو پخه ژمنه اخستې ده (چې د رسالت او تبليغ د پازوالۍ په ترسره كولو كې ناغېړي ونه کړئ). (۷) | |
لِيَسْأَلَ الصَّادِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ وَأَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۸﴾ | (چې) خداى له رښتينو یې (په ايمان او نېك عمل کې) رښتينولي وپوښتي او كافرانو ته یې دردناك عذاب چمتو كړى دى . (۸) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿۹﴾ | مؤمنانو! د خداى هغه پېرزوينه درياد كړئ،چې لښكرو درباندې يرغل وکړ؛ نو موږ یو توپاني باد پرې راوالوځاوه او (داسې) لښكرې مو ورباندې ورکوزې كړې، چې تاسې نه لېدې (او په دې توګه ومو ځپل) او څه چې كوئ، خداى يې لیدونکی دى . (۹) | |
إِذْ جَاؤُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتْ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا ﴿۱۰﴾ | (درياد كړئ) چې هغوى (د ښار) له پاسه او ښكته درباندې راغلل (او له مدينې راچاپېره شول) او هغه وخت،چې سترګې (له ډېرې وېرې) ټېغې وختې او زړونه ستونو ته راورسېدل او پر خداى مو راز راز ګومانونه وكړل . (۱۰) | |
هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴿۱۱﴾ | هملته مؤمنان (له منافقينو) وازمېيل شول او ښه ټكانونه وركړاى شول . (۱۱) | |
وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۱۲﴾ | او (همداراز درياد كړه) چې كله منافقانو او هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده، ويل : (( خداى او استازي يې يوازې د چل سره ژمنه راسره كړې ده .)) (۱۲) | |
وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا ﴿۱۳﴾ | او (همداراز درياد كړه) چې يوې ډلې يې وويل : (( د يثرب (مدينې) خلكو! دا مو د تمېدو ځاى نه دى؛ نو (خپلو كورونو ته) ستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې : (( په رښتینه كې كورونه مو بې څوكه دي)) حال داچې بې څوكه نه ول، يوازې یې (له جګړې) تېښته غوښته. (۱۳) | |
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا ﴿۱۴﴾ | (دوى داسې وو چې) كه دښمن د ښار له څنډو راننووتى واى او شرك ته د ورګرځېدو وړانديز یې ورته كړى واى؛ نو منله يې او (په منلو كې يې) لږ ډيل هم نه كاوه . (۱۴) | |
وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْؤُولًا ﴿۱۵﴾ | او په يقين چې دوى تر دې مخكې له خداى سره ژمنه كړې وه،چې دښمن ته به شاوې نه وراړوي او له خداى سره شوې ژمنه پوښتلېږي (او پر وړاندې يې ژمن دي). (۱۵) | |
قُل لَّن يَنفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۶﴾ | (پېغمبره) ووايه : ((كه له مرګ يا وژنې وتښتئ؛ نو تېښته مو په ګټه نه ده او (چې وتښتېدئ؛ نو) په هغه وخت كې به له ژونده د ګټې او خوند اخستو ډېر لږ وخت په لاس درشي . )) (۱۶) | |
قُلْ مَن ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُم مِّنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۱۷﴾ | ووايه : (( څوك دى،چې تاسې د خداى له (ارادې) وژغوري؛كه هغه درته زيان يا لورونه وغواړي؟))؛نو هغوى (منافقان) به (ځان ته) بې له خدايه هيڅ پالندوى او مرستندوى ونه مومي . (۱۷) | |
قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۸﴾ | په يقين خداى هغوى (ښه) پېژني چې : (خلك) له جګرې منع كوي او خپلو وروڼو ته وايي چې : ((خوا ته مو راشئ (او ځان له جګړې راوباسئ) )) او هغوى (کمزوري خلك دي او) په سخته (جګړه) كې برخه نه اخلي؛خو ډېر لږ يې . (۱۸) | |
أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ فَإِذَا جَاء الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَى عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ أُوْلَئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۱۹﴾ | (او) هغوى (په ټولو څيزونو كې) پر تاسې بخيلان دي؛نو چې د ډار(او كړكېچ شېبې) راشي (؛نو) ته به وينې،چې د مرګوني په شان رډ رډ درګوري او چې د ډار وخت تېر شي؛نو پر تاسې (د بياتي په څېر) تېرې ژبې راپرانځي (او له غنيمتونو خپله برخه غواړي) حال داچې په مالونو كې حريص او بخيل دي،(هېڅكله) یې ايمان راوړى نه دى؛ نو خداى يې كړنې تباه كړې او دا (كار) خداى ته اسان دى . (۱۹) | |
يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا وَإِن يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنبَائِكُمْ وَلَوْ كَانُوا فِيكُم مَّا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲۰﴾ | (منافقان) انګېري،چې د احزابو لښكر ستون شوی نه دی او كه (بل ځل) د احزابو (لښكر) راشي؛(هغوى له وېرې) دا ښه ګڼي،چې په بيديا كې له بانډيڅيانو عربانو سره واړوي (او له هماغه ځايه) حالات مو وپوښتي او كه (دغه منافقان) په تاسې كې هم واى؛ نو ډېرو لږو يې جګړه كوله . (۲۰) | |
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿۲۱﴾ | په يقين، چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د آخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي . (۲۱) | |
وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا ﴿۲۲﴾ | او چې مؤمنانو د احزابو لښكر وليد،و يې ويل: (( دا هماغه دى،چې خداى او استازي یې ژمنه راسره كړې وه او خداى او استازي يي رښتيا ويلي وو. )) او (دې مطلب) یې ايمان او غاړه ايښوول لا ورزيات كړل . (۲۲) | |
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿۲۳﴾ | په مؤمنانو كې داسې سړي شته،چې له خداى سره پر كړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله . (۲۳) | |
لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِن شَاء أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۲۴﴾ | ددې لپاره چې خداى رښتينو ته د هغو د رښتينولۍ بدله وركړي او كه خوښه يې شي،منافقانو ته عذاب وركړي،يا (كه توبه وباسي) توبه يې قبوله كړي؛(ځكه) چې خداى ډېر بښونكى لورين دى . (۲۴) | |
وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ﴿۲۵﴾ | او خداى كافران په غوسه داسې ستانه كړل، چې له خپل كاره یې كومه پايله ترلاسه نه كړه،خداى (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى بې نيازه كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او خداى غښتلى ناماتى دى . (۲۵) | |
وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا ﴿۲۶﴾ | او خداى د كتابيانو [= يهودو] يوه ډله،چې د دوى [= مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه،له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوزه كړه او په زړونو كې يې وېره ورواچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد،چې) تاسې يوه ډله وژله او بله يې مو بندي كوله . (۲۶) | |
وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَؤُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا ﴿۲۷﴾ | او د دوى ځمكې او كورونه او شتمني يې درته ميراث كړې اوهغه سيمه يې هم دركړه،چې تاسې هېڅكله پكې ګام نه و ايښى او خداى پر هر څه قادر دى . (۲۷) | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۲۸﴾ | پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه :((كه تاسې د دنيا ژوند او ښکلا يې غواړئ؛ نو راشئ،چې زه ګټه (= ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم . (۲۸) | |
وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾ | او كه خداى او استازی یې او د آخرت كور غواړئ؛نو [پوه شئ چې] خداى ستاسې نېكانو ته ستره بدله چمتو كړې ده.)) (۲۹) | |
يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾ | د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره بدكار وكړي (؛نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) خداى ته اسان دى . (۳۰) | |
وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ | او له تاسې،چې څوك د خداى او استازي یې امر ته په پوره غاړه كېږدي او ښه (چارې) وكړي (؛نو) دوه ګرايه بدله به یې وركړو او ارزښتمنه روزي مو ورچمتو كړې ده . (۳۱) | |
يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿۳۲﴾ | د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ،چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ . (۳۲) | |
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿۳۳﴾ | او پخپلو كورونو كې وسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او نمونځ پر ځاى کړئ او زكات وركړئ او د خداى او استازي یې اطاعت وكړئ؛ خداى يوازې غواړي له تاسې ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) چټلي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي . (۳۳) | |
وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا ﴿۳۴﴾ | او په كورونو كې مو چې الهي آيتونه او حكمت او پوهې (خبرې) ویل كېږي ياد يې كړئ،په حقيقت كې خداى ځيرن باخبر دى . (۳۴) | |
إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۳۵﴾ | په حقيقت کې مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، غاړه ایښوونکي او غاړه ایښوونکې، رښتیني او رښتینې، زغمناک او زغمناکې، عاجزي کوونکي او عاجزې کوونکې، خیرات ورکوونکي او خېرات ورکوونکې، روژه تیان او روژه تیانې، پاکلمني او پاکلمنې، د الله ډېر یادوونکي او يادوونکې، خدای دوی (ټولو) ته بښنه او ستر اجر چمتو کړی دی. (۳۵) | |
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا ﴿۳۶﴾ | او چې خداى او استازى یې د يو كار (د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛نو هېڅ مؤمن او مومنه حق نه لري،چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) څه واک ولري او څوك چې د خداى او له استازي یې سرغړونه وکړي؛ نو هرومرو پر څرګند بېلارېتوب اخته شوى دى . (۳۶) | |
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿۳۷﴾ | او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” چې پېغمبر خپل زوى ورته وايه] ته دې وویل چې خدای هم پېرزوینه درباندې کړې و او تا(هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((خپله مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د خداى له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول،چې خداى يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې،حال داچې خداى ډېر وړ دى،چې ترې وډار شې؛نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛نو) هغه (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه،چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي،چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د خداى حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي) . (۳۷) | |
مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا ﴿۳۸﴾ | پر پېغمبر په هغه څه كې هېڅ ډول منع،ګناه او بنديز نشته،چې خداى پرې فرض كړى وي .(دا الهي قانون او) دود تر ده وړاندې له پخوا راهيسي په تېرو شويو خلکو كې هم (معمول) و او د خداى حكم تل سنجول شوی او د دقیقې کړلارې له مخې (او د وسې هومره) دى . (۳۸) | |
الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا ﴿۳۹﴾ | (مخكېني پېغمبران) هغوى وو،چې د خداى پيغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له خدايه له بل هېچا نه وېرېدل او همدا بس دى،چې خداى حسابګر(او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى) دى . (۳۹) | |
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۴۰﴾ | محمد(ص) ستاسې د کوم سړي پلار نه دى او (هغه)؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى . (۴۰) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ﴿۴۱﴾ | مؤمنانو! خداى ډېر ياد كړئ؛ (۴۱) | |
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۴۲﴾ | او سهار او ماښام يې ستايئ . (۴۲) | |
هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا ﴿۴۳﴾ | (الله) هغه دى،چې پخپله او پرښتې يې رحمت درباندې نازلوي، چې تاسې (د ناپوهۍ، شرك او ګناه) له تيارو (د پوهې،ايمان او تقوا) رڼا ته راوباسي او هغه پر مؤمنانو لورين دى . (۴۳) | |
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا ﴿۴۴﴾ | پر كومه ورځ،چې له خداى سره مخامخېږي؛نو هرکلی به يې ((سلام)) وي او عزتمن اجر يې ورچمتو کړى دى . (۴۴) | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۴۵﴾ | پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرګری او ګواښګرندی لېږلى يې؛ (۴۵) | |
وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا ﴿۴۶﴾ | او په حكم يې د خداى لوري ته بلونكى او بله ډیوه يې . (۴۶) | |
وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ اللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا ﴿۴۷﴾ | او مؤمنانو ته زېرى وركړه،چې د خداى له لوري لوى فضل ورپر برخه دى . (۴۷) | |
وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۴۸﴾ | او د كافرانو او منافقانو(خبره) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدلې وګڼه (او ترې تېر شه) پر خداى بروسه وكړه او د خداى چارسازي بس ده . (۴۸) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۴۹﴾ | مؤمنانو! چې مؤمنې مو نكاح كړې بيا مو تر كوروالي مخكې طلاقې كړې؛نو حق نه لرئ چې”عدت” تېرولو ته يې اړ باسئ؛ نو مهر يې وركړئ او په ښه شان او وضعیت يې خوشې كړئ (۴۹) | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۵۰﴾ | پېغمبره! په رښتینه كې ستا هغه مېرمنې مو درحلالې كړې دي،چې تا يې مهر وركړى او همداراز وينځې،چې خداى د غنايمو له لارې دركړي او ته يې واكمن شوى يې او ستا هغه ترلې او د ترور لوڼې او د ماما لوڼې او د توړۍ لوڼې،چې هجرت یې درسره كړى دى؛(نو له دوى سره درته نكاح كول حلال دي) او(همداراز)هغه مؤمنه ښځه،چې خپل ځان پېغمبر ته وبښي (او ځان ته مهر و نه غواړي) او پېغمبر هم ورسره د نكاح هيلمن وي؛خو دا ډول نكاح يوازې تا ته روا ده؛ نه نورو مؤمنانو ته؛په يقين موږ ښه پوهېږو،چې هغوى ته مو د مېرمنو او وينځو په اړه مقررات ټاكلي دي (او مصلحت يې كوم حكم ايجابوي) دا ددې لپاره (چې د رسالت په ترسره كولو كې) درته كومه ستونزه نه وي (او له دې لارې ډېر ملاتړي برابركړې) او خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى . (۵۰) | |
تُرْجِي مَن تَشَاء مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَن تَشَاء وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا ﴿۵۱﴾ | د هرې ېوې مېرمنې (نوبت) دې كه غواړې،ځنډولاى شې او هره يوه،چې غواړې؛ نو له ځان سره يې ساتلاى شې او كه له دوى له هرې يوې،چې دې ځان ګوښه كړى (؛نو كه) بېرته يې راوغواړې؛نو پر تا څه ګناه نشته (په دې غوراوي او واک كې) ډېر نژدى دى،چې سترګې يې يخې (او خوشحاله) شي او خپه نشي او په وركړه دې ټولې خوشحاله شي او څه چې ستاسې په زړونو كې دي،خداى پرې پوهېږي او خداى پوه زغمناك دى (د خپلو بندګانو له مصلحتونو باخبر دى او په سزا وركولو كې يې بېړه نه كوي). (۵۱) | |
لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاء مِن بَعْدُ وَلَا أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا ﴿۵۲﴾ | تردې روسته نورې ښځې درته روا نه دي او نشې كړاى،چې پر ځاى يې نورې ښځې وكړې [=ځينې طلاقې كړې او نورې نكاح كړې] كه څه ښایست يې ستا خوښ شي (؛خو) بې له وينځو او خداى پر هر څيز څارن دى (او په دې حكم مو د عربو د ټبرونو دباو لرې كړ،چې ښځې ترې نكاح كړې). (۵۲) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا ﴿۵۳﴾ | مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ورننوځئ؛ خو داچې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر ژمنې مخكې مه ځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛ خو چې كله وبلل شوئ، ورننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خپاره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ،په رښتینه كې دا كار مو پېغمبر ربړوي؛خو درنه شرمېږي (او څه نه وايي)؛خو خداى د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې له دوی (= د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛نو د پردې تر شا يې وغواړئ،چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى او حق نه لرئ،چې “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې له مېرمنو سره نكاح وكړئ؛ځكه دا كار د خداى پر وړاندې ستره (ګناه) ده . (۵۳) | |
إِن تُبْدُوا شَيْئًا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۵۴﴾ | كه كوم څيز ښكاره يا پټ كړئ؛نو په حقيقت كې خداى خو له ټولو څيزونو خبر دى . (۵۴) | |
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاء إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاء أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿۵۵﴾ | پر دوى [=د پېغمبر پر مېرمنو] څه ګناه نشته،چې د خپلو پلرونو او زامنو او وروڼو او ورېرونو او خوريونو او مسلمانو ښځو او خپلو وينځو سره (بې ستره او بې پردې په تماس كې وي) او تاسې (د پېغمبر مېرمنو) ځان د خداى له (عذابه) وساتئ،چې خداى پر هر څه شاهد دى (۵۵) | |
إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾ | په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ . (۵۶) | |
إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۵۷﴾ | په حقيقت كې هغوى چې خداى او استازى يې ځوروي (؛نو) خداى هغوى په دنيا او آخرت كې له خپل رحمته لرې كړي او سپكوونكى عذاب یې ورچمتو كړى دى . (۵۷) | |
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿۵۸﴾ | او هغوى چې مؤمنان او مؤمنانې (بې ګناه او) بې له دې،چې کوم (ناروا) چار يې کړى وي،ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى (۵۸) | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۵۹﴾ | پيغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر خپلو ځانونو د خپلو ټكريو پلوونه راخپاره كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و به نه ربړول شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او خداى ډېر بښونكى لورين دى (۵۹) | |
لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۶۰﴾ | قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل چار لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي ؛ (۶۰) | |
مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا ﴿۶۱﴾ | دوی رټل شوي دي او چېرې،چې وموندل شوو، ونيول شي او په سختۍ ووژل شي . (۶۱) | |
سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ﴿۶۲﴾ | (دا) تر (ده) وړاندې په تېرو قومونو كې د الله سنت (او دود) دى او هېڅكله به د الله په دود (او قانون) کې بدلون ونه مومئ . (۶۲) | |
يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ اللَّهِ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا ﴿۶۳﴾ | خلك دې د ساعت (قيامت) په باب پوښتي؟ ووايه : ((علم ( او د راتلو وخت) يې يوازې له خداى سره دى)) او ته څه خبر يې، ښايي قيامت نژدې وي . (۶۳) | |
إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا ﴿۶۴﴾ | په رښتینه كې خداى كافران رټلي او غرغنډن اور يې ورچمتو كړى دى! (۶۴) | |
خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۶۵﴾ | چې تل به په (اور) كې اوسي، هېڅ پالندوى او مرستندوى به و نه مومي . (۶۵) | |
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا ﴿۶۶﴾ | پر هغه ورځ،چې مخونه يې په اور كې لټ پرټ شي (له خپلو كړنو پښېمانېږي او) وايي : ((كاشكې د خداى او استازي مو منلی واى .)) (۶۶) | |
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا ﴿۶۷﴾ | او وايي (به) : (( پالونكيه! په رښتینه كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛نو (سمه) لار یې رانه وركه كړه . (۶۷) | |
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا ﴿۶۸﴾ | پالونكيه! دوه ګرايه عذاب وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.)) (۶۸) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَى فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا وَكَانَ عِندَ اللَّهِ وَجِيهًا ﴿۶۹﴾ | مؤمنانو! د هغو خلكو په څېر مه كېږئ،چې موسى يې (په خپلو تورونو) ځورولى و؛نو خداى موسى دهغوی له خبرو پاك كړ او هغه د خداى پر وړاندې (عزتمن او) ډېر مخور و. (۶۹) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۷۰﴾ | مؤمنانو! (خپل ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ او سمه روغه خبره كوئ . (۷۰) | |
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۱﴾ | چې (خداى) مو کړنې سمې كړي او د (ګناهونو) پايلې مو دروبښي او چا چې د خداى او استازي یې ومنله؛نو په يقين،چې ستره بريا يې تر لاسه كړې ده . (۷۱) | |
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ﴿۷۲﴾ | په حقيقت كې موږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته (د تعهد، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛خو له منلو يې ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛خو (يوازې) انسان هغه پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى (؛ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ) . (۷۲) | |
لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۷۳﴾ | موخه دا وه،چې خداى منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې (له ایمانوالو بېل كړي او) سزا وركړي او د مؤمنو نارينه وو او ښځو له (غفلت او لنډونه تېر) شي او توبه يې قبوله كړي او خداى ډېر بښونكى لورين دى . (۷۳) |