بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا،ميم . (۱) | |
تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ | (د) كتاب (قرآن) رالېږل،د بریمن حكيم خداى له لوري دي . (۲) | |
مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ | (موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې یې ترمنځ دي،يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پيدا کړي؛ خو كافران له هغه څه مخ اړوونکي دي،چې پرې وېرول کېږي. (۳) | |
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ اِئْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴﴾ | ورته ووايه : (( دا د الله پر ځاى نيولي معبودان،چې بلئ (او نمانځئ) راوښيئ،چې په ځمكه كې يې څه څيز پيدا كړی، يا د اسمانونو په پنځون كې يې څه برخه درلوده؟! كه رښتيني ياست، تر دې (قرآن) مخكې اسماني كتاب يا (له تېرو پاتې) کوم علمي اثر راوړئ (چې د وينا پر رښتينولۍ مو دليل وي). )) (۴) | |
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَومِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ ﴿۵﴾ | او څوک تر هغه ډېر بېلارې دى،چې د الله پر ځاى داسې موجودات رابلي، چې د قيامت تر ورځې يې (دعا) نه قبلوي او دوى یې له دعا ناخبره دي (؛ځكه جامدات دي او غږ يې نه اوري). (۵) | |
وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاء وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ ﴿۶﴾ | او چې كله خلك (د حساب لپاره) راټول کړاى شي بوتان به د بوت نمانځو دښمان وي او له عبادته يې منكرېږي! (۶) | |
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۷﴾ | او چې زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي؛ نو كافران د ورغلي حق په اړه وايي : (( چې دا (قرآن) څرګندې كوډې دي .)) (۷) | |
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ كَفَى بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۸﴾ | بلكې وايي : (( دا آيتونه يې له ځانه جوړ کړي دي!)) ووايه : (( كه له ځانه مې جوړ کړي وي (؛نو مجازات به شم او) د خداى له نيونې مې ژغورلاى نشئ، هغه په هغو چارو ښه پوهېږي،چې پکې بوخت ياست،خداى زما او ستاسې ترمنځ بس شاهد دى او هغه ډېر بښونكى (او) لورين دى . )) (۸) | |
قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنْ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۹﴾ | ووايه : (( زه (د خداى) د استازيو (له لړۍ) لومړنى استازى نه يم او نه پوهېږم،چې له ما او تاسې سره به څه وشي، زه ایله په هغه څه پسې روان يم،چې پر ما وحې كېږي او زه يوازې يو ښكاره گواښگرندى يم .)) (۹) | |
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰﴾ | ووايه : (( غور وكړئ،كه دا (قرآن) د خداى له لوري وي او نه یې منئ [ايا ظالمان نه ياست؟]او د بني اسرائيلو يو تن (لکه عبدالله بن سلام) ددې په څېر پر (یوه کتاب = تورات) هم ګواهي ورکړې ده؛نو ايمان یې راوړی او تاسې هماغسې پر انکار یې ټينګ ولاړ ياست (؛نو څوك به درنه ډېر بېلارې وي)؟! په حقيقت كې خداى ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي . )) (۱۰) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَا إِلَيْهِ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ ﴿۱۱﴾ | او كافرانو د مؤمنانو په اړه وويل : ((كه [اسلام ـ ايمان] څه ښه څيز واى (نو په منلو كې یې) رانه ورمخکې كېداى نه شول)) او چې په هغه (قرآن) يې سمه لار و نه مونده؛نو وايي : (( دا خو زاړه ستر دروغ دي .)) (۱۱) | |
وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲﴾ | او تر دې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي،چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي . (۱۲) | |
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۳﴾ | په رښتینه کې هغوى چې وايي : ((الله مو پالونكى دى .)) بيا ټينګ پرې درېږي؛نو هيڅ وېره پرې نشته او نه به غمجن شي . (۱۳) | |
أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ | دوى جنتيان دي،چې د خپلو کړنو په بدل کې پکې تلمېشتي دي. (۱۴) | |
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۵﴾ | او انسان ته مو سپارښتنه كړې ده،چې له خپل موروپلار سره نېكي وكړئ؛مور يې هغه په ستونزو په ګېډه كې ساتلى او په سختۍ يې زېږولى دى او د پر ګېډه كېدو او تي وركولو ټوله موده يې دېرش مياشتې ده، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلويښت كلن شي،وايې: (( پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم،چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم،چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم .)) (۱۵) | |
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجاوَزُ عَن سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۱۶﴾ | دا هماغه كسان دي،چې غوره كړنې یې قبلوو او له ګناهونو يې تېرېږو او په جنتيانو كې دي،(دا) هغه رښتيانۍ ژمنه ده، چې ورسره كېده . (۱۶) | |
وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتْ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۷﴾ | او چا چې خپل مور و پلار ته وويل : (( اف (= د سپكاوۍ كوچنۍ خبره) پر تاسې! ايا ژمنه راكوئ، چې (له قبره ژوندی) را ايستل كېږم؟! حال داچې تر ما مخكې ډېر قومونه تېر شوي (او يو هم راژوندى شوی نه دی) )) او دوى دواړو خدای ته زارۍ کولې چې هلاک شوی! ايمان راوړه، بېشکه د خداى ژمنه رښتیا ده!؛نو( اولاد يې) وايي: (( دا خو د تېرې زمانې زړې افسانې دي .)) (۱۷) | |
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿۱۸﴾ | دا هغه كسان دي،چې (هغه) وينا (= د عذاب ژمنه) پرې پخه شوې ده،چې تر دوى مخكې په يقين د تېرو (کافرو) پېريانو او انسانانو پر امتونو ثابته شوې وه؛(ځكه) چې دوى زيانمن دي . (۱۸) | |
وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۱۹﴾ | او هر يوه (مؤمن و کافر) ته د خپلو كړنو له مخې درجې دي، چې خدای يې د کړنو بدل پوره وركړي او هېڅ تېرى به پرې ونشي . (۱۹) | |
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ ﴿۲۰﴾ | او پر هغه ورځ،چې كافران اور ته ور وړاندې كړاى شي (ورته ويل كېږي : ) تاسې خپل ټول نعمتونه په خپل دنيوي ژوند کې وړي او ګټه مو ترې اخستې ده؛نو نن به د سپكوونكي عذاب سزا ځکه دركړاى شي،چې په ځمكه كې مو ناحقه سرغړونه كوله او له دې امله،چې له پولو اوښتئ . (۲۰) | |
وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتْ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۲۱﴾ | او د عاديانو ورور (= هود) درياد كړه،چې كله يې په شګلنه سيمه (احقاف) كې خپل قوم باخبر كړ،سره له دې چې په يقين تر هغه (هود) مخكې او روسته ويروونكي (پېغمبران) تېر شوي ول (او ويې ويل ) : ((بې له الله بل څه مه نمانځئ (؛ځكه) چې د سترې ورځې له عذابه درباندې وېرېږم .)) (۲۱) | |
قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۲۲﴾ | (د عاد قوم) وويل : (( ايا راغلى يې،چې (په دروغو دې) له خپلو معبودانو مو واړوې؟!))؛ نو كه له رښتينو يې هغه څه (عذاب) راوله، چې ژمنه يې راسره كوې!)) (۲۲) | |
قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ ﴿۲۳﴾ | (هود) وويل : (( په يقين (د عذاب د راتلو) وخت يوازې خداى ته معلوم دى (او پوهېږي،چې څه وخت سزا دركړي،زما ژمنه داده،چې) خپل رسالت دررسوم؛خو تاسې وينم،چې ناپوهي کوئ .)) (۲۳) | |
فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُم بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۴﴾ | نو چې كله يې هغه (الهي عذاب) د پلنې ورېځې په بڼه وليد،چې د ناوونو او ډنډونو پر لوري يې راروانه ده (؛نو خوشحال شول او) ويې ويل : (( دا راته یوه باراني ورېځ ده، (خو ورته وويل شول : ) )) بلكې دا هماغه څه دي،چې يې راتلو ته مو بيړه كوله دا يوه سیلۍ ده، چې پكې دردناك عذاب (نغښتى) دى! (۲۴) | |
تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۵﴾ | د خپل پالونكي په حكم هر څه ځپي (هو!) سهار يې كړ (؛نو داسې شول) چې بې له هستوګنځيو يې نور څه نه ليدل کېدل،په همدې توګه د مجرمانو ډلې ته سزا وركوو. (۲۵) | |
وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِن مَّكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُم مِّن شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۲۶﴾ | او په يقين موږ هغوى [= د عاد قوم] ته په داسې څيزونو کې وس وركړى و،چې تاسې ته مو نه دى دركړى او موږ غوږونه او سترګې او زړونه وركړي ول(؛خو) دا چې تل د خداى له نښو منكر وو(؛نو د عذاب د نازلېدو پر مهال يې) غوږونه او سترګې او عقلونه هېڅ پکار رانغلل او هغه څه ترې راچاپېر شو،چې ورپورې يې ټوكې كولې (۲۶) | |
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۷﴾ | او په يقين ستاسې په چاپېريال كې مو ډېر ښارونه تباه كړي او په بېلابېلو(ډولونو) مو (د خپل قدرت) نښې (اوسېدونکیو ته یې) ورڅرګندې کړي په دې هېله،چې راوګرځي . (۲۷) | |
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ وَذَلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۸﴾ | نو ولې هغو معبودانو مرسته ورسره ونه كړه،چې د الله پرځاى يې په دې ګومان نيولي وو، چې الله ته به يې ورنژدې كړي؟!؛بلكې (معبودان) ترې ورك شول! دا وه دهغو د دروغو او له ځانه جوړو كړو (ګروهو) پايله . (۲۸) | |
وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ ﴿۲۹﴾ | او (درياد كړه) چې څو تنه پېريان مو ستا پر لور درواړول،چې قرآن واوري؛نو چې پر وړاندې یې حاضر شول (يو بل ته يې) وويل : (( (د اورېدو پر مهال) چوپ شئ (او واورئ) .)) او چې (د قرآن لوستل) پاى ته ورسېدل؛نو د خپل قوم لوري ته خبروونكي ورستانه شول . (۲۹) | |
قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۳۰﴾ | ويې ويل : (( قومه ! په حقيقت كې داسې يو كتاب مو واورېد،چې تر موسى روسته رالېږل شوى او تر ده له مخکې راغليو کتابونو له نښو سره همغږى دى، حق او سمې لارې ته لارښوونه كوي . (۳۰) | |
يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۱﴾ | قومه! د الهي بلونكي بلنه ومنئ او ايمان پرې راوړئ،چې(خداى) مو له ګناهونو درتېر شي او له دردناك عذابه مو بچ کړي . (۳۱) | |
وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَولِيَاء أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۳۲﴾ | او څوك چې د الهي بلونكي بلنه ونه مني؛نو هغه په ځمكه کې خداى بېوسولاى نشي [چې له عذابه يې وتښتي] او بې له خدايه یې څوك مرستندوى هم نشته . دغسې خلك په څرګنده بېلارۍ کې دي .)) (۳۲) | |
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۳﴾ | ايا نه پوهېږي،هغه خداى،چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او په پنځون كې یې (بېوسې او) ستړى شوى نه دى (؛نو) مړي هم راژوندي کولاى شي؟ هو!(؛ځكه) چې هغه پر هر څه وسي دى . (۳۳) | |
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَذَا بِالْحَقِّ قَالُوا بَلَى وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۴﴾ | او هغه ورځ درياده كړه،چې كافران اور ته ور وړاندې کړای شي (او ورته وويل شي : ) ايا دا رښتیا نه دى؟! وايي: (( ولې نه ! پر پالونكي مو قسم (چې رښتیا دی)! )) ( په دې وخت كې خداى) وايي: ((؛نو د خپل همېشني انكار په بدل كې (د عذاب خوند) وڅكئ!)) (۳۴) | |
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۳۵﴾ | نو صبر وكړه؛لكه څنګه چې “اولوالعزمه” [=ټينګ هوډيو] استازيو صبر كړى و او (عذاب) ته يې بيړه مه كوه؛(ځكه) پر هغه ورځ،چې هغوى هغه څه وويني،چې ورته يې ژمنه ورکړاى شوې وه (؛نو احساسوي،چې) ګنې (په دنيا كې) يله د ورځې يو ساعت تم شوي وو. دا( ټولو ته د پيغام) رسول (دي)؛نو ايا بې له سرغړاندو بل څوك هلاكېږي ؟! (۳۵) |