بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه
|
|
لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۱﴾ | د كتابيانو كافرانو او مشركانو (ویل : ) چې څرګند دلیل رانشي له خپله دینه لاس نه اخلو. (۱)
|
|
رَسُولٌ مِّنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ﴿۲﴾ | د خداى له لوري يو استازى (راشي) چې سپېڅلې پاڼې ورولولي (۲)
|
|
فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌ ﴿۳﴾ | [چې] بېخي سمې ليكنې پکې وي. ( ؛خو چې ورغى ویې نه مانه؛ لكه كتابيانو). (۳)
|
|
وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَةُ ﴿۴﴾ | او كتابيان هم ترهغه روسته خپاره واره شول،چې څرګند دليل (قرآن او پېغمبر) ورته راغى . (۴)
|
|
وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ ﴿۵﴾ | او هغوى ته یوازې د خداى نمانځنې امر شوى و، داسې چې[خپل] دين [د هغه د لارښوونو په رڼا کې]د حق پالنې پر لور ورمات؛ هغه ته نږه كړي او نمونځونه وكړي او زكاتونه وركړي او دا سم (او ټينګ) دين دى . (۵)
|
|
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُوْلَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ ﴿۶﴾ | په حقيقت كې د كتابيانو كافران او مشركان، د دوزخ په اور كې دي (او) تل پکې پاتېږي [او] همدوى ډېر بد مخلوقات دي . (۶)
|
|
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ ﴿۷﴾ | په رښتینه كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړې همدوی (د خداى) غوره مخلوقات دي .(۷)
|
|
جَزَاؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ ﴿۸﴾ | بدله يې د خپل پالونكي پر وړاندې همېشني (ځانګړي) باغونه دي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، تل به هلته وسي،(هم) خداى ترې خوښ دى او (هم) دوى له خدايه خوښ دي؛ دا (لوړ مقام) د هغه لپاره دى،چې له خپل پالونكي ووېرېږي ! (۸) |