بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱﴾ | پېغمبره! ولې د خپلو [ځینو] مېرمنو د خوشالۍ لپاره هغه څه (پرځان) حراموې چې خداى درته حلال کړي دي ؟! او خداى ډېر بښونكى لورين دى . (۱)
|
|
قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۲﴾ | په يقين، خداى (په دغسې ځايونو كې) له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار درجوړه كړې ده؛ او هغه مو کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى . (۲)
|
|
وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۳﴾ | او (درياد كړه) چې پېغمبر خپلې يوې مېرمنې [= بي بي حفصې] ته یوه پټه خبره وكړه؛نو هغې، بله [=عائشه (رض)] پرې خبره كړه او خداى [خپل استازى] پر [خوالې رابرسېرولو] خبر كړ [پېغمبر] د [خوالې] يوه برخه همدې مېرمنې ته ورښکاره کړه او له بلې برخې ورتېر شو؛نو چې همدا مېرمن يې د خوالې له برسېرولو خبره کړه [؛نو] هغې وويل : (( ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل : (( پوه [او] خبر (خداى) پرې خبر كړم! )) (۳)
|
|
إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ ﴿۴﴾ | كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (نو درته غوره ده؛ ځكه په دې چار کې) زړونه مو ( د خداى او د هغه د استازي له اطاعته) كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (زيان وررسولای نشئ)؛ ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه روسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي (۴)
|
|
عَسَى رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا ﴿۵﴾ | كه (پيغمبر) مو طلاقې كړي،هيله ده،چې خپل پالونكى به يې ستاسې پر ځاى، تر تاسې غوره مېرمنې وركړي،چې مسلمانې،مؤمنې، منونكې، توبه ايستونكې، نمانځونكې، روژه تيانې، کونډې او پېغلې به وي! (۵)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿۶﴾ | مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي،پر هغه (اور) غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې (ګومارل شوي) دي او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي . (۶)
|
|
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۷﴾ | كافرانو! نن (= د قيامت پر ورځ) عذرونه مه كوئ؛ځکه بېدو كړنو ته مو جزا دركول كېږي . (۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۸﴾ | مؤمنانو! خداى ته سوچه توبه وكاږئ، هيله ده چې(په دې كار) پالونكى مو ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، پر هغه ورځ خداى (خپل) پېغمبر او هغوى چې له ده سره یې ايمان پرې راوړى،نه خواروي؛ رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به) : (( پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې .)) (۸)
|
|
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۹﴾ | پېغمبره! له كافرانو او له منافقانو سره جهاد وكړه او سخت ورسره وچلېږه، چې هستوګنځى يې دوزخ دى او څه ناوړه هستوګنځى دى (۹)
|
|
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ ﴿۱۰﴾ | خداى كافرانو ته د نوح مېرمن او د لوط مېرمن بېلګه کړې (چې) دواړه زموږ د دوو نېکو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛خو خيانت یې ورسره وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب په مقابل كې) څه ګټه ور و نه رسوله او ورته وويل شول : (( له نورو ننوتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ .)) (۱۰)
|
|
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۱﴾ | او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي،چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل : (( پالونكيه! ما ته له خپل ځان سره په جنت كې یو كور جوړ كړه او د فرعون له شر او كړنو مې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!)) (۱۱)
|
|
وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ ﴿۱۲﴾ | او (همداراز) د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]،چې پاكلمنې وه؛نو موږ پكې له خپل روح ځنې وپوکه او هغې د خپل پالونكي خبرې او كتابونه رښتيني وګڼل او له منونکيو وه، (۱۲) |