بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ | څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،خداى په پاکۍ يادوي، مالكيت او حكومت يوازې د هغه دى او ستاېنه يوازې هغه ته ده او هغه پر هر څه قادر دى . (۱) | |
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲﴾ | (الله) هغه (ذات) دى،چې تاسې يې پيدا كړئ (او ازادي او اختيار يې دركړ)؛نو ځينې مو كافران او ځينې مؤمنان دي او څه چې كوئ،خداى يې ليدونکى دى . (۲) | |
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۳﴾ | اسمانونه او ځمكه يې (د مصلحت له مخې او) په حقه پيدا كړي او تاسې يې (د جنين په نړۍ کې) ښكلې او په زړه پورې انځورنې سره انځور کړئ او د هماغه لور ته ورتګ دی. (۳) | |
يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۴﴾ | څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي،خداى پرې خبر دى او څه چې پټوئ يا ښكاره كوئ،ورمعلوم دي او خداى د سينو په پټو خوالو ښه پوه دى . (۴) | |
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَبْلُ فَذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۵﴾ | ايا د هغو کسانو خبر دررسېدلى نه دى، چې تر دې مخكې كافران شوي ول؟! (هو!) د خپلو سترو ګناهونو د سزا خوند يې وڅاكه او ورته دردناك عذاب دى! (۵) | |
ذَلِكَ بِأَنَّهُ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوا وَّاسْتَغْنَى اللَّهُ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۶﴾ | دا ځكه چې استازيو يې څرګند دلايل وروړل؛ نو (د كبر او غرور له مخې) يې ويل: (( ايا (زموږ په څېر) یو انسان لارښوونه راته کوي؟!)) نو (له همدې امله) منكر شول او مخونه يې واړول او خداى (یې له ايمان او اطاعته) بې پروا شو او خداى بې نیازه ستايل شوى دى (۶) | |
زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن لَّن يُبْعَثُوا قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۷﴾ | كافرانو ګڼلې،چې (تر مرګ روسته به) هېڅكله راپانڅول شي، ووايه : (( هو! پر پالونكي مې قسم،چې تاسې ټول به (په قيامت كې) راپاڅول شئ او هرومرو به مو د خپلو كړنو (له حقيقته) خبر كړي .)) او دا (كار) خداى ته اسان دى (۷) | |
فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنزَلْنَا وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۸﴾ | نو (اوس چې داسې ده) پر خداى او استازي يې او پر هغې رڼا ايمان راوړئ،چې درلېږلې مو ده او خدای مو له کړو وړو ښه خبر دی. (۸) | |
يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ذَلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۹﴾ | (دا به) پر هغه ورځ وي،چې د غونډې پر ورځ (= د قيامت پر ورځ) مو راغونډ كړي،هغه ورځ به د تغابن (د زيان او پښېمانۍ د ننګېرنې) ورځ وي او څوك چې پر خداى ايمان راوړي او ښې چارې وكړي؛ نو ګناهونه يې وربښي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،هلته به تل اوسي؛ دا ستره بريا ده . (۹) | |
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ خَالِدِينَ فِيهَا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۰﴾ | او کوم کسان چې كافران شوي او زموږ آيتونو يې دروغ ګڼلي؛ همدوى دوزخيان دي (او) تل به پكې اوسي او [دوزخ] د ورتلو بد ځاى دى!. (۱۰) | |
مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ | (هيچا ته) بې د خداى له اجازې کوم مصيبت نه وررسي او څوك چې پر خداى ايمان راوړي،خداى يې زړه ته سمه لار ورښيي او خداى پر هر څه پوه دى . (۱۱) | |
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۱۲﴾ | او د خداى اطاعت وكړئ او د استازي يې اطاعت وكړئ؛ نو كه مخ واړوئ؛نو زموږ پر استازي يوازې د څرګند (پيغام) د رسونې پازوالي ده . (۱۲) | |
اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۳﴾ | الله [دى چې] بې له هغه بل نمانځوړ نشته او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي .(۱۳) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۴﴾ | مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ځکه خداى تعالى هم ډېر بښونکى او لورين دى . (۱۴) | |
إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ | مالونه او اولادونه مو يوازې [د] ازمېښت [وزلې] دي او دا خداى دى،چې ستره بدله ورسره ده (۱۵) | |
فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنفِقُوا خَيْرًا لِّأَنفُسِكُمْ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۶﴾ | نو ترخپلې وسې [خپل ځانونه] د خداى له [عذابه] وساتئ او واورئ او اطاعت وكړئ او [د خداى په لار كې] لګښت کوئ،چې درته غوره ده او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ او حرصه وساتل شول؛نو همدوى بريمن دي . (۱۶) | |
إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ ﴿۱۷﴾ | كه خداى ته غوره پور(قرض الحسنه) وركړئ هغه به یې درزيات كړي او بښنه به درته وکړي او خداى ډېر منندوى او زغمناک دى . (۱۷) | |
عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۸﴾ | هغه پر پټو او ښکاره پوه (او) ناماتى حکيم دى .(۱۸) |