بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ ﴿۱﴾ | (د شتمنيو، اولاد او ټبر) پر ډېروالي وياړ تاسې بوخت (او د خداى له ياده غافل) كړي ياست . (۱)
|
|
حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ ﴿۲﴾ | تر دې چې د قبرونو ليدو ته ولاړئ (او د خپلو مړيو قبرونه مو وشمېرل او پرې ووياړېدئ). (۲)
|
|
كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې يې انګېرئ . هو) ژر به پوه شئ! (۳)
|
|
ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ | بيا هېڅكله داسې نه ده (چې يې انګېرئ)؛ ژر به پوه شئ! (۴)
|
|
كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ ﴿۵﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې ګومان یې كوئ) ؛ كه (پر آخرت) مو علم اليقين او باوري پوهه درلوداى (؛ نو د خپل چلن پر پايلې به پوهېدئ او داسې به مو نه كول). (۵)
|
|
لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ ﴿۶﴾ | هرومرو به دوزخ ووينئ . (۶)
|
|
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ ﴿۷﴾ | بيا (چې پکې ورننووتئ؛ نو) په باوري سترګو (= عين اليقين) به يې وګورئ . (۷)
|
|
ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ ﴿۸﴾ | به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ (۸) |