بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ ﴿۱﴾ | پر انځر او ښونه قسم! [يا پر شام او بيت المقدس قسم]! (۱)
|
|
وَطُورِ سِينِينَ ﴿۲﴾ | او پر برکتي غره[= طور سينا] قسم! (۲)
|
|
وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ ﴿۳﴾ | او (د مکې) پردې ښار قسم! (۳)
|
|
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿۴﴾ | [چې] په يقين انسان مو په ډېره ښکلې بڼه پيدا كړى دى، (۴)
|
|
ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿۵﴾ | بيا موږ تر ټولو پرېوتي پړاو ته ورګرځولى، (۵)
|
|
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۶﴾ | خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښې [چارې] يې كړې؛ نو ورته بې پايه اجر دى . (۶)
|
|
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ ﴿۷﴾ | نو (تر دې څرګندو دلايلو) روسته دې څه څيز د جزا( له ورځې) منكرېدو ته هڅوې؟! (۷)
|
|
أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ ﴿۸﴾ | ايا خداى تر ټولو حاكمانو غوره حاكم نه دى؟!. (۸) |