بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا، ميم . (۱) | |
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ | د كتاب (قرآن) رالېږل د بریمن او حكيم خداى له لوري دي . (۲) | |
إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ | په رښتيا په اسمانونو او ځمكه كې مؤمنانو ته (پرېمانه) نښې دي . (۳) | |
وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَابَّةٍ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ | او (همداراز) ستاسې (پخپل) پنځون او (په ځمکه) کې د خځنده و خپرېدل، د باوري خلکو لپاره نښې دي . (۴) | |
وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۵﴾ | او (همداراز) د شپې او ورځې په يو بل پسې راتګ كې او رزق (او باران)،چې خداى له اسمانه رالېږلى او په هغه يې تر مړاوي کېدو روسته ځمكه راژوندۍ كړې ده او (همداراز) د بادونو په اړولو را اړولو كې عقلمنو ته څرګندې نښې دي . (۵) | |
تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَ اللَّهِ وَآيَاتِهِ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ | دا د خداى آيتونه دي،چې په رښتيا یې درلولو(كه په دې آيتونو يې ايمان رانه ووړ)؛نو د خداى توحید او آيتونو روسته پر كومه خبره ايمان راوړي؟! (۶) | |
وَيْلٌ لِّكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ﴿۷﴾ | پر هر دروغجن ګناهګار دې افسوس وي! (۷) | |
يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ تُتْلَى عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۸﴾ | (چې) د خداى آيتونه ورلوستل كېږي،اوري يې؛خو د كبر له مخې پر خپل مخالفت ټينګار كوي؛ لکه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي؛نو د یو دردناك عذاب زېرى وركړه! (۸) | |
وَإِذَا عَلِمَ مِنْ آيَاتِنَا شَيْئًا اتَّخَذَهَا هُزُوًا أُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۹﴾ | او چې زموږ له آيتونو پر يو څه پوه شي؛ نو په ټوكه يې اخلي،همدوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى! (۹) | |
مِن وَرَائِهِمْ جَهَنَّمُ وَلَا يُغْنِي عَنْهُم مَّا كَسَبُوا شَيْئًا وَلَا مَا اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰﴾ | تر شا يې دوزخ دى او لاس ته راوړنې به يې (له الهي عذابه) ونه ژغوري او نه به يې د الله پرځاى ځان ته نيولي پالندويان ورته څه وكړاى شي او دوى ته یو سترعذاب دى! (۱۰) | |
هَذَا هُدًى وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مَّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ | دا (قرآن) لارښوونه ده او هغوى چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شوي (؛نو) د ډېر سخت او دردناك عذاب ربړونه ورته ده!. (۱۱) | |
اللَّهُ الَّذِي سخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲﴾ | الله هغه (ذات) دى، چې سمندر یې درته اېل كړى،چې په امر یې پکې بېړۍ چلېږي او له ورکړې ګټه واخلئ او ښايي شكر يې وباسئ . (۱۲) | |
وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لَّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۳﴾ | او خداى له خپل لوري د اسمانونو او ځمكې د ټولو څيزونو(ګټې) درته اېل كړي، په رښتيا په دې كې انديالو ته (مهمې) نښې دي . (۱۳) | |
قُل لِّلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لا يَرْجُون أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِما كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۴﴾ | مؤمنانو ته ووايه : (( د هغو كسانو (له ګناهونو) دې تېر شي، چې ايام الله [= د قيامت ورځ] ته هيلمن نه دي، چې خداى پخپله هرې ډلې ته يې د كړنو بدله وركړي .)) (۱۴) | |
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۵﴾ | څوك چې نېكې (چارې) وكړي؛نو پخپله ګټه يې ده او څوك چې بد (چار) وكړي؛ نو پخپل زيان يې دى بيا يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورګرځول كېږئ (۱۵) | |
وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ | او په يقين بني اسراييلو ته مو كتاب (تورات)،حكومت او نبوت وركړى و او له پاكو څيزونو مو روزي وركړې وه او (د خپلې زمانې) پر خلکو مو غوره كړي ول . (۱۶) | |
وَآتَيْنَاهُم بَيِّنَاتٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمْ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۷﴾ | او د نبوت او شريعت په چارو كې مو څرګندې لارښوونې ورکړې؛خو د علم او پوهې تر ورتلو روسته يې د خپلمنځۍ سيالۍ او رخې له امله په اختلاف لاس پورې كړ، په حقيقت کې ستا پالونكى به د قيامت پر ورځ ترمنځ یې د هغو چارو په اړه پرېکړه وکړي،چې شخړې يې پکې کولې. (۱۷) | |
ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۸﴾ | بيا مو ته پر شريعت او حق دين برابر كړې؛نو پر هماغه لار ولاړ شه او د ناپوهانو په غوښتنو پسې مه ځه؛ (۱۸) | |
إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا عَنكَ مِنَ اللَّهِ شَيئًا وإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۹﴾ | ځكه دوى د خداى له (عذابه) هيڅ څیز درنه لرې كولاى نشي او په رښتینه كې [مشرک] ظالمان ځينې د ځينو (نورو) مرستندويان دي او خداى د متقیانو مرستندوى دى . (۱۹) | |
هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمِ يُوقِنُونَ ﴿۲۰﴾ | دا (قرآن او اسماني شریعت) خلكو ته “ليد” وركوونكى دليلونه دي او د یقین خاوندانو ته لارښود او رحمت دى . (۲۰) | |
أًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاء مَّحْيَاهُم وَمَمَاتُهُمْ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ﴿۲۱﴾ | ايا هغوى چې ناوړه چارې او ګناهونه يې كړي دي،انګېرلې ده،چې موږ به يې د هغو كسانو په شان کړو،چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې) كړې وي (داسې) چې ژوند او مرګ یې برابر وي؟! څومره ناوړه پرېكړه كوي!. (۲۱) | |
وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۲۲﴾ | او خداى اسمانونه او ځمكه په حق (او د مصلحت له مخې) پيدا كړي (نه خوشې او په باطلو) او چې هر چاته د خپلو كړنو بدله وركړاى شي او تېري به پرې ونشي . (۲۲) | |
أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۲۳﴾ | ايا هغه دې لیدلی، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولې؟!او خداى د پوهې له مخې (چې د هدایت وړ نه دى) بېلارې كړ او پرغوږونو او زړه يې ټاپه ورووهله او پر سترګو يې پردې وروغوړولې؟!؛نو په دې حال كې تر خداى روسته بل څوك شته،چې سمه لار وروښيي؟! ايا نو (بې خبره ياست او) پند نه اخلئ؟! (۲۳) | |
وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿۲۴﴾ | او وايي : (( ژوند همدغه دنيوي ژوند دى، چې یوه ډله مو مري او بله یې ځای نیسي او دا (طبيعت،روزګار او) زمانه ده،چې موږ هلاكوي .)) هغوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛(بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي . (۲۴) | |
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۵﴾ | او چې زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي؛نو يوازېنۍ پلمه يې داده،چې وايي : ((كه رښتيني ياست، پلرونه مو (راژوندي كړئ او) راولئ (چې شاهدي ووايي)! )) (۲۵) | |
قُلِ اللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيبَ فِيهِ وَلَكِنَّ أَكَثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ | ووايه : ((خداى تاسې ژوندي كوي بيا مو مړه كوي بيا مو د قيامت ورځې ته راغونډوي،چې شك پكې نشته؛خو ډېرى خلك (په دې) نه پوهېږي (؛نو ځكه ترې منكرېږي) )) (۲۶) | |
وَلَلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرضِ وَيَومَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ ﴿۲۷﴾ | د اسمانونو او ځمكې مالكيت او حاكميت يوازې د خداى دى او پر كومه ورځ، چې قيامت کېږي (؛نو) پر دې ورځ به باطل اندي زيانمن شي . (۲۷) | |
وَتَرَى كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ | او پر هغه ورځ به (له ډېرې وېرې) هر امت پر ګونډو ګورې او هر امت به خپلې كړنپاڼې (عملنامې) ته راغوښتل کېږي او (ورته ويل كېږي : ) نن د خپلو کړنو بدله دركول كېږي . (۲۸) | |
هَذَا كِتَابُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۹﴾ | دا زموږ ليكنه ده، چې (پر كړنو) مو په رښتيا ګواهي ورکوي؛ځکه ستاسې کړنې مو ليکلې . (۲۹) | |
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِي رَحْمَتِهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ ﴿۳۰﴾ | نو پالونكى نېکان مومنان پخپل رحمت (جنت) كې ورننباسي؛دا هماغه ښكاره بريا ده. (۳۰) | |
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا أَفَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ ﴿۳۱﴾ | او څوک چې كافران شوي (ورته ويل كېږي : ) ايا آيتونه مې درته نه لوستل کېدل؛ نو سرغړونه مو وكړه او ګناهګاران شوئ ؟! (۳۱) | |
وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُم مَّا نَدْرِي مَا السَّاعَةُ إِن نَّظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ ﴿۳۲﴾ | او چې ويل كېدل : ((په يقين د خداى ژمنه رښتيا ده او د قيامت په راتلو كې هېڅ شك نشته)) (؛نو) ومو ويل : ((نه پوهېږو قيامت څه دی؟ تش يو ګومان (یې) ګڼو او (په اړه يې) ناباوره يو .)) (۳۲) | |
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۳۳﴾ | او د خپلو ناوړو كړنو(حقيقت به) ورڅرګند شي او په هماغه څه کې به راګېر شي،چې ملنډې يې پرې وهلې . (۳۳) | |
وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا وَمَأْوَاكُمْ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۳۴﴾ | او ورته ويل كېږي : (( نن مو هماغسې هېروو؛ لكه چې د خپلې دغې ورځې مخامختيا مو هېره كړې وه او اور مو هستوګنځى دى او هېڅ مرستندوى مو نشته! (۳۴) | |
ذَلِكُم بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۳۵﴾ | دا (عذاب) له دې امله دى،چې د خداى آيتونه مو په ټوکو نیولي وو او دنيوي ژوند غولولي وئ .))؛ نو نن ترې نه راايستل کېږي او نه یې هیڅ ډول عذر منل کېږي (۳۵) | |
فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۶﴾ | نو ستاېنه يوازې د(هغه) خداى ده،چې د اسمانونو پالونكى،د ځمكې پالونكى (او) نړۍ پال (دى)؛ (۳۶) | |
وَلَهُ الْكِبْرِيَاء فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳۷﴾ | او په اسمانونو او ځمكه كې يوازې هغه ته ستريا (او رياست) ښايي او هغه بریمن حكيم دى . (۳۷) |