بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱﴾ | مؤمنانو! د خداى او د استازي پر وړاندې یې [په هېڅ کار کې] مه ورمخكې كېږئ او خپل ځانونه مو د خداى له عذابه وساتئ،چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى . (۱) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۲﴾ | مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ، له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ، هسې نه چې په ناپامۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي . (۲) | |
إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۳﴾ | په حقيقت كې څوک چې د خداى د استازي پر وړاندې خپل غږونه راټيټوي، دوى هماغه كسان دي، چې خداى يې زړونه تقوا لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي دي (او) هغوى ته بښنه او ستره بدله ده . (۳) | |
إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾ | په رښتینه كې هغوى چې د کوټو تر شا نارې دروهې، ډېرى يې نه پوهېږي . (۴) | |
وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵﴾ | او كه په رښتيا ستا تر راوتو يې صبر كړى واى؛نو هرومرو دا ورته غوره وه او خداى ښه بښونكى (او) لورين دى . (۵) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴿۶﴾ | مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي يو ستر خبر درته راووړ؛ نو(په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه چې په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ . (۶) | |
وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ ﴿۷﴾ | او پوه شئ، چې د خداى استازى ستاسې په منځ كې دى،كه هغه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛ خو خداى ايمان درګران كړ او هغه يې ستاسې په زړونو کې ښکلې کړ او (اپوټه) له كفر،سرغړونې او ګناه يې كركجن كړئ، يوازې هغوى(چې دغسې ځانګړنې ولري) وده ميندونکي دي . (۷) | |
فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۸﴾ | (او دا درته) د خداى له لوري یوه لورنه ده (او) خداى پوه حکيم دى . (۸) | |
وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۹﴾ | او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جګړه شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه یوې پر بلې تېرى وكړ؛ نو له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نو که راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛(ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . (۹) | |
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۰﴾ | په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي چې په لورنه کې راونغاړل شی. (۱۰) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۱﴾ | مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي،ښايي [هغوى] تردې غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دې غوره وي او (تاسې) پخپلو كې د يو بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نومونو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نوم (اېښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛نو همدوى ظالمان دي . (۱۱) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۲﴾ | مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو ځانونه وساتئ؛(ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك د يو بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛(همداراز د مسلمان ورور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ،چې هغه توبه قبلوونكى (او) لورين دى . (۱۲) | |
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۱۳﴾ | خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او له هر څه) خبر دى . (۱۳) | |
قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۴﴾ | (بېدياني) عربان وايي : ((چې ايمان مو راوړى دى))،(پېغمبره) ووايه : (( ايمان مو راوړى نه دى؛ خو(غوره ده چې) ووايئ : اسلام مو راووړ)) او په زړونو کې مو ایمان لا ورننوتی نه دی او كه تاسې د خداى او د هغه استازي اطاعت وكړئ (؛نو) خداى به ستاسې د كړنو له (بدلې) هېڅ کم نه کړي؛(ځكه) چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى . )) (۱۴) | |
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۱۵﴾ | واقعي مؤمنان ايله هغوى دي،چې پر خداى او استازي (ص) يې ايمان راوړى دى بيا شكمن شوي نه دي او پخپلو مالونو او سرونو يې د خداى په لار كې جهاد كړى؛ همدوى رښتوني دي . (۱۵) | |
قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۶﴾ | ووايه : ((ايا خداى له خپل دين [ولۍ] او ايمان [ولۍ] خبروئ؟! حال داچې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي،خداى پرې پوهېږي او خداى په هر څيز پوه دى .)) (۱۶) | |
يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾ | پر تا د اسلام راوړو درانه تلي؛ ووايه : (( د خپل اسلام راوړو احسان راباندې مه كوئ؛ بلكې خداى احسان درباندې کړی،چې د ايمان پر لور یې ښیون درته وكړ كه (پخپل ايمان كې) رښتوني ياست؛ (۱۷) | |
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾ | په رښتيا چې خداى د اسمانونو او ځمكې په پټو پوهېږي او څه چې كوئ،خداى يې ليدونکى دى .)) (۱۸) |