بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾ | څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي،خداى په پاكۍ ستايي او هغه ناماتى حكيم دى . (۱) | |
لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲﴾ | د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د هماغه ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى . (۲) | |
هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳﴾ | هماغه ړومبی، روستى، ښكاره او پټ دى او هماغه پر هر څه ښه پوه دى . (۳) | |
هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاء وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۴﴾ | (الله) هغه (ذات) دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [=شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل بيا یې پر عرش استوا وکړه [د قدرت پر تخت كېناست (او د نړۍ په تدبېر لګيا شو) ] څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې پکې ورخېژي (؛نو) پر دې (ټولو) خداى پوهېږي او چېرې،چې وسئ،هغه درسره دى او څه چې كوئ،خداى يې ويني . (۴) | |
لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأمُورُ ﴿۵﴾ | د اسمانونو او ځمكې مالكيت يوازې د هماغه خداى دى او (ټولې) چارې يوازې د هغه لوري ته ورګرځول كېږي . (۵) | |
يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۶﴾ | [خداى] شپه په ورځ کې ورننباسي او ورځ په شپه كې ورننباسې او هغه د سينو په خوالو پوه دى . (۶) | |
آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَأَنفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۷﴾ | پر خداى او استازي يې ايمان راوړئ او له هغو څيزونو (د خداى په لار كې) ولګوئ،چې تاسې یې پکې ځايناستي كړي ياست؛ نو له تاسې،چې کومو خلکو ايمان راووړ او (د خداى په لار كې) لګښت وركړ، ورته ستر اجر دى . (۷) | |
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَاقَكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۸﴾ | او پر تاسې څه شوي،چې پر خداى ايمان نه راوړئ،حال داچې (د هغه) استازى تاسې پر خپل پالونكي ايمان راوړو ته رابولي او په يقين له تاسې يې (د فطرت او عقل له لارې) ټينګه ژمنه اخستې،كه ايمان راوړو ته (چمتو) ياست؟ (۸) | |
هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَى عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۹﴾ | (الله) هغه (ذات) دى،چې پر خپل بنده [= محمد] څرګند آيتونه نازلوي،چې تاسې له تيارو ځنې رڼا ته راباسي او په حقيقت كې خداى پر تاسې ډېرخواخوږى (او) لوراند دى . (۹) | |
وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۰﴾ | او پر تاسې څه شوي،چې د خداى په لار كې لگښت نه كوئ،حال داچې د اسمانونو او ځمكې ميراث يوازې خداى ته پاتې دى (او څوك څه له ځان سره نه وړي )؟! له تاسې،چې چا تر بريا (د مكې تر سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، له هغه سره يو انډول نه دى (چې تر بريا روسته يې لگښت کړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې روسته يې لگښت كړى او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) ژمنه كړې ده او څه چې كوئ،خداى پرې خبر دى . (۱۰) | |
مَن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ ﴿۱۱﴾ | هغه څوك دى،چې خداى ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړي؟ (او د خداى له وركړې شتمنۍ لگښت وكړي) چې هغه څو ځل ورزياته كړي او ورته عزتمنه بدله ده؟! (۱۱) | |
يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۲﴾ | (دا ستره بدله) پر هغه ورځ ده،چې مؤمنان او مؤمنانې به وينې،چې رڼا يې مخکې او ښي لوري ته ځغلي (او ورته ويل كېږي : ) نن د هغو (جنتي) باغونو زېرى درته دى،چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي همېشه به پكې وسئ او دا هماغه ستره بريا ده . (۱۲) | |
يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ الْعَذَابُ ﴿۱۳﴾ | پر هغه ورځ،چې منافقان او منافقانې،مؤمنانو ته ووايي : (( ( لږ خو ) راوګورئ (او مهلت راکړئ)،چې له رڼا مو [لږه] واخلو.)) (ورته) ويل كېږي :(( شا (دنيا) ته وګرځئ او هلته رڼا وغواړئ. )) نو (په دې ترڅ كې يې) ترمنځ دېوال جوړېږي،چې يو ور لري، دننه به يې رحمت او د باندې به يې عذاب وي! (۱۳) | |
يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ قَالُوا بَلَى وَلَكِنَّكُمْ فَتَنتُمْ أَنفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّى جَاء أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۱۴﴾ | ( دوه مخي) به دغو مؤمنانو ته غږ وكړي :(( ايا موږ درسره نه وو؟!)) وايي: (( هو؛خو تاسې پخپله خپل ځانونه په فتنه كې واچول او (د پېغمبر مړېني ته) سترګې پر لار وئ او (په ټولو څيزونو كې) شكمن وئ او اوږدو هيلو تېرايستئ، تردې چې د خداى امر راغى او چلي (شيطان تر روستي وخته) د خداى (د بښنې) په هکله وغولولئ . (۱۴) | |
فَالْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنكُمْ فِدْيَةٌ وَلَا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مَأْوَاكُمُ النَّارُ هِيَ مَوْلَاكُمْ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۵﴾ | نو نن له تاسې (منافقانو) او له كافرانو هیڅ تاوان نه اخستل كېږي،(چې له عذابه بچ شئ) د ورتلو ځاى مو اور دى، چې همدا مو وړ او د ورتلو ډېر ناوړه ځاى دى .)) (۱۵) | |
أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۱۶﴾ | ايا مؤمنانو ته هغه وخت راغلی نه دى، چې زړونه یې د خداى ياد او نازل شوي حقيقت (قرآن) ته نرم او عاجز شي او د هغو خلکو په څېر نشي، چې مخكې اسماني كتاب وركړ شوى و؛خو چې اوږد وخت پرې تېر شو؛نو زړونه يې سخت شول او ډېرى يې پوله ماتي دي؟! (۱۶) | |
اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۱۷﴾ | پوه شئ،چې خداى ځمكه تر مړاوي کېدو روسته یې راژوندۍ كوي،په رښتيا موږ (خپلې) نښې په څرګنده درښوولي، ښايي له پوهې كار واخلئ . (۱۷) | |
إِنَّ الْمُصَّدِّقِينَ وَالْمُصَّدِّقَاتِ وَأَقْرَضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌ كَرِيمٌ ﴿۱۸﴾ | په رښتيا خيرات وركوونكي او خیرات ورکوونکې او هغوى چې د خدای په لار کې یې غوره پور (قرض الحسنه) وركړی (دا) ورته زياتېږي او(په آخرت کې) ورته عزتمنه بدله ده. (۱۸) | |
وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۹﴾ | او هغو کسانو،چې پر خداى او استازيو يې ايمان راوړى،همدوى رښتوني او د خپل پالونكي پر وړاندې شاهدان دي، چې اجر او (د ايمان) رڼا يې ورته (خوندي) ده او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي، همدوى دوزخيان دي . (۱۹) | |
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۲۰﴾ | پوه شئ،چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده . [بېلګه يې] د هغه باران په څېر ده،(چې پر خپل وخت وورېږي او له امله يې راټوكېدلى) كښت بزګرانو ته ښه ښكاري،دا (كښت پوخ او) بيا وچېږي او وينې،چې هغه ژېړ شو بيا پر بوسو بدلېږي او په آخرت كې [دنيا نمانځونكيو ته] سخت عذاب دى او [مؤمنانو ته] د خداى له لوري بښنه او خوښي ده او (په هر حال) د دنيا ژوند يوازې تېرايستونکى سامان دى . (۲۰) | |
سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاء وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۲۱﴾ | د خپل پالونكي د بښنې پر لور او هغه جنت ته (د وررسېدو لپاره) يو له بله د مخكې كېدو هڅه وكړئ،چې ارتوالى يې د اسمان او ځمكې د ارتوالي هومره دى،چې يوازې هغو کسانو ته چمتو شوی،چې پر خداى او استازيو يې ايمان راوړى وي؛دا د خداى لورنه ده،چاته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او خداى د ستر فضل خاوند دى (۲۱) | |
مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۲۲﴾ | هر مصيبت،چې پر سيمو او انساني ټولنو راپرېوځي،تر پېښېدو يې وړاندې مو په يوه كتاب كې كښلى دى (او بيا يې پېښيدو ته مخه پرانځوو) په حقيقت كې دا (كار) خداى ته اسان دى . (۲۲) | |
لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿۲۳﴾ | دا ځكه څه مو،چې له لاسه وركړي، پرې خپه نشئ او څه يې چې دركړي (زړه ورپورې ونه تړئ او) پرې ونه نازېږئ،الله هر کبرجن وياړن نه خوښوي؛ (۲۳) | |
الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۴﴾ | هماغوى چې کنجوسي كوي او خلك هم کنجوسۍ ته راهڅوي او څوك چې (له دې فرمانه) مخ اړوي؛(نو ځان ته زيان رسوي نه خداى ته؛ځكه) چې يوازې خداى موړ ستايل شوى دى . (۲۴) | |
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۲۵﴾ | رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل،چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي،چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛ هو خداى بریمن ناماتى دى . (۲۵) | |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا وَإِبْرَاهِيمَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ فَمِنْهُم مُّهْتَدٍ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۲۶﴾ | او په يقين نوح او ابراهيم مو په رسالت ولېږل او د دواړو په ځوځات كې مو نبوت او (الهي) كتاب كېښود؛نو ځينو یې سمه لار خپله کړه او ډېرى يې پوله ماتي ول . (۲۶) | |
ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاء رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۲۷﴾ | بيا مو ورپسې پرله پسې استازي ولېږل او عيسى د مريمې زوى مو ولېږه او انجيل مو وركړ او د هغه د لارويانو په زړونو كې مو خوا خوږي او مهرباني ورواچوله او دنيا پرېښوول (او ګوښه كېناستل) يې،چې پخپله له ځانه جوړ كړي ول، موږ پرې فرض کړي نه و، كه څه هم موخه يې د خداى خوشحالول وو؛خو چې څنګه ښایېده هسې یې حق ورپوره نه کړ؛ نو چې كومو كسانو يې ايمان راوړى و، بدله يې مو وركړه او ډېرى يې پوله ماتي وو. (۲۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۸﴾ | ايمانوالو! ( خپل ځانونه ) د خداى له (عذابه) وساتئ او پر استازي يې ايمان راوړئ،چې د خپل رحمت دوه برخې (اجر) دركړي او داسې رڼا به دركړي،چې په [برکت] به يې [په خلکو او د خپل ژوند په بهیر کې] پر لار سم ځئ او تېر ګناهونه به مو دروبښي او خداى ډېر بښونکی لورین دى . (۲۸) | |
لِئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّن فَضْلِ اللَّهِ وَأَنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۲۹﴾ | چې كتابيان پوه شي،چې د خداى په لورنه کې برخمن نه دي او دا چې لورنه يوازې د خداى په لاس كې ده، چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او خداى د سترې لورنې خاوند دى . (۲۹) |