بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾ | څه چې په اسمانونو او څه چې ځمكه كې دي،خداى ته تسبيح وايي [او] هغه ناماتى حکيم دى . (۱) | |
هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۲﴾ | (الله) هغه (ذات) دى،چې د كتابيانو كافر خلک يې (له مسلمانانو سره) په لومړۍ راټولونه (او جګړې ته په ډله ييز حركت كې) له خپلو کورونو (مدينې) وايستل،تاسې نه انګېرله،چې دوى به ووځي او دوى (هم) ګڼله، چې ټينګې كلا ګانې به يې له الهي عذابه وژغوري؛ نو د خداى [عذاب] له داسې لوري ورغى،چې خيال يې هم نه و او (خداى) یې په زړونو كې وېره واچوله (داسې چې) خپل كورونه يې پخپلو لاسونو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول؛ نو د ((ليد)) خاوندانو عبرت واخلئ (۲) | |
وَلَوْلَا أَن كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاء لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ﴿۳﴾ | او كه خداى يې له هېواده شړنه نه واى پر برخه کړې (؛نو) هرومرو يې په همدې دنيا كې په نورو عذابونو اخته کول او البته په آخرت كې ورته د اور عذاب چمتو دى! (۳) | |
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَن يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۴﴾ | دا ځكه چې هغوى د خداى او له استازي سره يې دښمني وكړه او څوك چې له خداى سره دښمني وكړي؛نو (پوه دې شي،چې) خداى سخت عذابى دى! (۴) | |
مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ ﴿۵﴾ | تاسې چې د كجورو کومې ونې ووهلې يا مو څه پر خپل حال پرېښووې؛نو (دا ټول) د خداى په حكم ول او دا ځكه چې پوله ماتي خوار او رسوا كړي . (۵) | |
وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۶﴾ | او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته راتاو کړ هغه داسې څه دي،چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نه پرې اسونه ورځغلولى او نه اوښان (څه زيار مو نه دى ايستى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي،خپل استازي برلاسوي او خداى پر هر څه قادر دى . (۶) | |
مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۷﴾ | څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته راتاو کړي؛ نو هغه یوازې د خداى، استازي، (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (خداى) استازي درکړي وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ،چې خداى سخت عذابى دى . (۷) | |
لِلْفُقَرَاء الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۸﴾ | (په دې مالونو کې) هغه بيوسي مهاجرين هم برخمن دي،چې له خپلو كورونو او مالونو شړل شوي او د خدای فضل او خوښي لټوي او د خداى او استازي یې ملاتړ دي،همدوى رښتوني دي . (۸) | |
وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۹﴾ | او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) هغوى یې ښه ایسي چې ورمهاجر شوي او څه چې هغوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (مهاجرين) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي او كه څه هم دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛نو همدوى بريالي دي . (۹) | |
وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۰﴾ | او (همداراز) څوک چې تر دوى [=مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي (او) وايي : (( پالونكيه! موږ او زموږ هغه وروڼه وبښه، چې تر موږ مخكې يې ايمان راوړى او په زړونو كې مو مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه . پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې .)) (۱۰) | |
أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۱﴾ | ايا منافقان دې لیدلي نه دي، چې خپلو كافرو كتابيانو وروڼو ته وايي :(( كه (له هېواده) وشړل شوئ (؛نو) موږ به هم هرومرو درسره وځوو او ستاسې په باب به هېڅكله د هېچا خبره ونه منو او كه جګړه درسره وشوه؛ نو هرومرو به مو مرسته كوو! )) او خداى شاهدي وركوي،چې دوى بېخي دروغجن دي . (۱۱) | |
لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ ﴿۱۲﴾ | كه [يهود] وايستل شي، ورسره به ونه ووځي او كه جګړه ورسره وشي،(منافقين) به يې مرسته و نه كړي او كه مرسته يې هم وكړي،هرومرو (د جګړى له ډګره) شا اړوي او تښتي بيا یې څوك مرسته نه كوي . (۱۲) | |
لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِم مِّنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿۱۳﴾ | البته تر خدایه له تاسې ډېر ډارېږي؛ دا ځكه چې دوى ژور نه پوهېږي . (۱۳) | |
لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ ﴿۱۴﴾ | (يهودان) هېڅكله په ګډه درسره نه جنګېږي؛خو د ټينګو كلا ګانو يا د دېوالو ترشا(به جنګېږي)، په (خپلو) کې يې جګړه سخته ده (؛خو ستاسې په مقابل كې کمزوري دي .) ته يې يو موټى ګڼې او(حال داچې) د زړونو (لارې يې) سره جلا جلا دي؛ځكه دوى بې عقله قوم دى . (۱۴) | |
كَمَثَلِ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۵﴾ | (د يهودو ددې ډلې كار) د هغو خلكو په څېر دى،چې تر دوى لږ وړاندې يې (د بدر په پېښه كې) د خپلو (ناوړو) كړنو خوند څكلى و او ورته دردناك عذاب (چمتو) دى! (۱۵) | |
كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ | او (همداراز كار يې) د شيطان په څېر دى،چې كله يې انسان ته وويل : ((كافر شه (چې ستونزې دې لرې كړم).)) خو چې كافر شو،(شيطان) وويل : ((په رښتینه كې زه ستا په باب څه ژمنه نه لرم؛زه له نړۍ پال خدايه وېرېږم .)) (۱۶) | |
فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاء الظَّالِمِينَ ﴿۱۷﴾ | نو د دواړو (د كار) پايله دا شوه،چې دواړه به تل په اور كې وي او دا د ظالمانو سزا ده! (۱۷) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾ | مؤمنانو! د خداى له (مخالفته) ډډه وكړئ او هر څوك بايد وګوري،چې (خپل) سبا (قيامت) ته يې څه مخكې ورلېږلي او [خپل ځانونه] د خداى له [عذابه] وساتئ،په حقيقت كې څه چې كوئ،خداى پرې خبر دى . (۱۸) | |
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۱۹﴾ | او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ،چې خداى يې هېر كړى؛ نو خداى (هم) خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدوى پوله ماتي دي . (۱۹) | |
لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۲۰﴾ | دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي دي . (۲۰) | |
لَوْ أَنزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ | كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى،بېشکه هغه به دې د خداى له وېرې خاکسار (او) ټوټه ټوټه كېدونکى لیدلی واى! او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور وكړي . (۲۱) | |
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۲۲﴾ | الله هماغه دى،چې بې له هغه بل معبود نشته،پر پټو او ښكاره وو پوه دى،هغه لوراند (او) لورين دى . (۲۲) | |
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۲۳﴾ | الله هماغه دى،چې بې له هغه بل معبود نشته،هماغه آریز واكمن او مالك دى،له هرې نيمګړتيا پاك دى،پر چا تېرى نه كوي،امان وركوونكى دى؛پر ټولو څيزونو څارن دى،داسې بريمن ځواك دى،چې پخپل ځواک هره چاره سموي او د پرتم خاوند دى (او) خداى له هر هغه څه پاك دى،چې دوی يې ورسره شريكوي! (۲۳) | |
هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴﴾ | الله هماغه دى،چې (د هر څه) پيدا كوونكى،(له نشته هست ته) را اېستونكى، (بېسارى) انځورګر دى؛ غوره نومونه (او ځانګړنې) يوازې د هغه دي، په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي، تسبيح یې وايي؛ او هماغه ناماتى حكيم دى . (۲۴) |