بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا، ميم . (۱) | |
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ | پر څرګندوى كتاب (قرآن) قسم! (۲) | |
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ ﴿۳﴾ | چې موږ دا په بركتناكه شپه كې رالېږلى؛په رښتینه کې موږ (تل) ننګوونکي يو. (۳) | |
فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴿۴﴾ | پر هغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي؛ (۴) | |
أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿۵﴾ | (هو ! د قرآن د نازلېدو) امر زموږ له لوري و؛(ځکه)چې موږ [د پېغمبرانو] لېږونکي وو. (۵) | |
رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶﴾ | (او دا) ستا د پالونكي له لوري لورنه ده،چې په حقيقت كې يوازې هغه اورېدونكى (او) پوه دى . (۶) | |
رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ ﴿۷﴾ | که باور کوونکي ياست (نو هماغه) د اسمانونو او ځمكې او د هغو څيزونو پالونكى دى،چې ترمنځ یې دي . (۷) | |
لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸﴾ | بې له هغه نمانځوړ نشته، ژوندي کول كوي او مړه کول كوي، ستاسې پالونك ى او ستاسې د نيکونو پالونكى دى . (۸) | |
بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ يَلْعَبُونَ ﴿۹﴾ | بلکې دوى په شك كې دي (او له حقايقو سره) لوبې كوي . (۹) | |
فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ مُّبِينٍ ﴿۱۰﴾ | نو هغې ورځې ته څارو وسه، چې اسمان يو څرګند لوګى رادبره کړي . (۱۰) | |
يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ | چې خلك به راونغاړي، دا دردناك عذاب دى! (۱۱) | |
رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ ﴿۱۲﴾ | (وايي:) پالونكيه! عذاب رانه لرې كړه،چې (دادى) مؤمنان يو. (۱۲) | |
أَنَّى لَهُمُ الذِّكْرَى وَقَدْ جَاءهُمْ رَسُولٌ مُّبِينٌ ﴿۱۳﴾ | (د عذاب تر راكېوتو روسته) اوس چېرې پند اخستل ګټه وررسوي،حال داچې له (معجزو سره) څرګندوى استازى ورغلى و.( او پند يې وا نه خست) (۱۳) | |
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَّجْنُونٌ ﴿۱۴﴾ | بيا يې مخ ترې واړاوه او ويې ويل : ((ښوونه ورته شوې،لېونى دى .)) (۱۴) | |
إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا إِنَّكُمْ عَائِدُونَ ﴿۱۵﴾ | [ومو ویل] عذاب لږه (موده درنه) ایسته كوو؛خو (بیا) (خپل کفر ته) ور ګرځئ . (۱۵) | |
يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَى إِنَّا مُنتَقِمُونَ ﴿۱۶﴾ | (موږ غچ ترې اخلو) پر هغه ورځ چې لويه او سخته نيونه وکړو . هو ! موږ څارنوال يو. (۱۶) | |
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ ﴿۱۷﴾ | او په يقين تر دوی مخكې مو د فرعون قوم ازمېيلى و او عزتمن استازى ورغلى و، (۱۷) | |
أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۸﴾ | (او ورته يې وويل): د خداى بندګان راوسپارئ؛ځكه زه درته امين استازى يم؛ (۱۸) | |
وَأَنْ لَّا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ إِنِّي آتِيكُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۱۹﴾ | او دا چې (ځانونه) پر الله لوړ مه ګڼئ،چې څرګند دليل مې درته راوړى دى . (۱۹) | |
وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَن تَرْجُمُونِ ﴿۲۰﴾ | او (له دې) چې مې (تورن کړئ او) په ډبرو مې وولئ (؛نو) په حقيقت كې زه خپل پالونكي او ستاسې پالونكي ته پناه وړم . (۲۰) | |
وَإِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ ﴿۲۱﴾ | او كه پر ما ايمان نه راوړئ؛ نو رانه په څنګ شئ (او د خلكو د ايمان راوړو مخه مه نيسئ). (۲۱) | |
فَدَعَا رَبَّهُ أَنَّ هَؤُلَاء قَوْمٌ مُّجْرِمُونَ ﴿۲۲﴾ | (دا يو نصيحت یې هم ونه مانه؛نو موسى) پالونكي ته دې دعا وکړه چې :(( دا خلك ګناهګاران دي.)) (۲۲) | |
فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ﴿۲۳﴾ | (ورته امر وشو:) بندګان مې د شپې درسره بوځه؛ځكه تاسې پلټل کېږئ . (۲۳) | |
وَاتْرُكْ الْبَحْرَ رَهْوًا إِنَّهُمْ جُندٌ مُّغْرَقُونَ ﴿۲۴﴾ | ( چې له سينده تېر شوې؛ نو) سيند [په خپل حال ولاړ او] پرانستى پرېږده؛(ځکه) دوى یو ډوبېدونکى لښكر دى . (۲۴) | |
كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۲۵﴾ | (په پاى كې ټول پو پناه شول او) څومره ډېر باغونه او چينې يې پرېښووې، (۲۵) | |
وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۲۶﴾ | او كښتونه او ښكلي ماڼۍ، (۲۶) | |
وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ﴿۲۷﴾ | او نور ډېر پرېمانه نعمتونه،چې دوى پكې چړچې کولې! (۲۷) | |
كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۲۸﴾ | (قيصه يې!) دغسې وه او (شتمني او واکمني) یې مو نورو قومونو ته په ميراث ورکړل . (۲۸) | |
فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاء وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ ﴿۲۹﴾ | نو اسمان او ځمكې پرې ونه ژړل او مهلت ورنه كړاى شو. (۲۹) | |
وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿۳۰﴾ | او په يقين بني اسراييل مو له سپکوونكي عذابه وژغورل؛ (۳۰) | |
مِن فِرْعَوْنَ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِّنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾ | د فرعون (له لاسه)،چې كبرجن او له پولو وراوښتو ځنې و. (۳۱) | |
وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَى عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۳۲﴾ | او په يقين دوی [بني اسراییلو] مو د پوهې له مخې (د خپلې زمانې) پر خلکو غوره كړي ول . (۳۲) | |
وَآتَيْنَاهُم مِّنَ الْآيَاتِ مَا فِيهِ بَلَاء مُّبِينٌ ﴿۳۳﴾ | او (د خپل قدرت) نښې مو وركړې،چې پكې څرګنده ازمېينه وه (خو ناشكري يې وكړه او په سزا ورسېدل). (۳۳) | |
إِنَّ هَؤُلَاء لَيَقُولُونَ ﴿۳۴﴾ | بېشكه دوى [= مشركان ] وايي : (۳۴) | |
إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُنشَرِينَ ﴿۳۵﴾ | ((مړينه مو يوازې همدا لومړۍ [او روستۍ] مړينه ده(چې همدا د چارو پاى ده) او بل ځل نه راژوندي کېږو؛ (۳۵) | |
فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۶﴾ | نو كه رښتيني ياست پلرونه مو (راژوندي كړئ او) راولئ (چې شاهدي ووايي)!)) (۳۶) | |
أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ أَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۳۷﴾ | ايا دوى غوره دي يا د ((تبع)) قوم (=د يمن پاچا) او هغوی،چې ترې مخكې وو؟! دوی (ټول) مو هلاك كړل؛ (ځكه) چې دوى ګناهګاران ول . (۳۷) | |
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ ﴿۳۸﴾ | او اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه مو (بې موخې او) لوبو ته پيدا كړي نه دي . (۳۸) | |
مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ | هغوی مو یوې رښتینې موخې ته پيدا كړي؛ خو ډېرى یې نه پوهېږي . (۳۹) | |
إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۰﴾ | په حقيقت كې د دوى ټولو د ژمنې ځاى (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده؛ (۴۰) | |
يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَن مَّوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۴۱﴾ | هغه ورځ،چې يو دوست به له بل دوسته ملاتړ ونکړاى شي او نه مرسته ورسره کېداى شي؛ (۴۱) | |
إِلَّا مَن رَّحِمَ اللَّهُ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۴۲﴾ | خو بې له هغه چې خداى پرې لورېدلى وي؛(ځكه) چې يوازې هغه بریمن لورين دى . (۴۲) | |
إِنَّ شَجَرَةَ الزَّقُّومِ ﴿۴۳﴾ | هو ! د زقوم ونه، (۴۳) | |
طَعَامُ الْأَثِيمِ ﴿۴۴﴾ | د ګناهګارانو خواړه دي؛ (۴۴) | |
كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ ﴿۴۵﴾ | (چې) په ګېډو كې (د غوړيو يا) سره شوي (فلز) په څېر خوټېږي؛ (۴۵) | |
كَغَلْيِ الْحَمِيمِ ﴿۴۶﴾ | لكه د ايشېدلو اوبو خوټېدل! (۴۶) | |
خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَى سَوَاء الْجَحِيمِ ﴿۴۷﴾ | (د دوزخ مامورينو ته ويل کېږي : ) ويې نيسئ او د جهنم منځ ته يې راکاږي! (۴۷) | |
ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ ﴿۴۸﴾ | بيا يې پر سر د خوټېدلو اوبو عذاب ورواړوئ! (۴۸) | |
ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ ﴿۴۹﴾ | (ورته ويل کېږي : ) وڅكه چې ته (پخپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې! (۴۹) | |
إِنَّ هَذَا مَا كُنتُم بِهِ تَمْتَرُونَ ﴿۵۰﴾ | په رښتینه كې دا هماغه څه دي،چې تاسې پکې تل شكمن وئ . (۵۰) | |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ ﴿۵۱﴾ | په رښتيا چې متقیان په یو ډاډمن ځاى كې دي؛ (۵۱) | |
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۵۲﴾ | په باغونو او چينو کې؛ (۵۲) | |
يَلْبَسُونَ مِن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَقَابِلِينَ ﴿۵۳﴾ | د نريو او پېړو ورېښمو جامې په تن (او) يو بل ته به مخامخ (ناست) وي . (۵۳) | |
كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ﴿۵۴﴾ | (هو) جنتيان به داسې وي او “حورالعين” [=تکې سپينې او ښکلې غټ سترګې) به ورواده كړو. (۵۴) | |
يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ ﴿۵۵﴾ | په ډاډېنه هر ډول مېوې غواړي، (۵۵) | |
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَى وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۵۶﴾ | هلته به بې لومړي مرګه (چې په دنيا كې مړه شوي ول)، (بل) مرګ ونه څكي او (خداى) یې د دوزخ له عذابه ساتي؛ (۵۶) | |
فَضْلًا مِّن رَّبِّكَ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۵۷﴾ | (دا) دې د پالونكي له لوري یوه ورکړه ده، دا هماغه ستره بريا ده. (۵۷) | |
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۸﴾ | نو په حقيقت كې موږ هغه (= قرآن) ستا په ژبه اسان كړى،چې ښايي پند ترې واخلي . (۵۸) | |
فَارْتَقِبْ إِنَّهُم مُّرْتَقِبُونَ ﴿۵۹﴾ | (خو كه و يې نه مانه)؛ نو په تمه وسه،چې هغوى (هم) په تمه دي (ته الهي برياوو ته څارو يې او هغوى عذاب او ماتې ته)! (۵۹) |