بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | به نام خداوند رحمتگر مهربان | |
الرَّحْمَنُ ﴿۱﴾ | لوراند (خداى)، (۱) | |
عَلَّمَ الْقُرْآنَ ﴿۲﴾ | قرآن ښوولى دى، (۲) | |
خَلَقَ الْإِنسَانَ ﴿۳﴾ | انسان (يې) پيدا كړی، (۳) | |
عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ | او غږېدل يې ورزده کړل . (۴) | |
الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ﴿۵﴾ | لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي]، (۵) | |
وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ﴿۶﴾ | او بوټى او ونه (ورته) سجده كوي (۶) | |
وَالسَّمَاء رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ ﴿۷﴾ | او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود، (۷) | |
أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ ﴿۸﴾ | چې په تله كې تېرى (او ټګي) ونه کړئ (او د عدالت له لارې وانه وړئ). (۸) | |
وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ ﴿۹﴾ | او په انصاف تول وكړئ او په تله كې (ډنډۍ مه وهئ او خلكو ته) زيان مه وررسوئ. (۹) | |
وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ ﴿۱۰﴾ | او ځمكه يې خلکو ته (غوړولې) ايښې ده، (۱۰) | |
فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ ﴿۱۱﴾ | چې پكې مېوې او وږيزې ډكې د کجورو ونې دي، (۱۱) | |
وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ ﴿۱۲﴾ | او دانې،چې ډنډركي او پاڼې لري،چې واښه او بوس ترې جوړېږي او خوږبويه بوټي (۱۲) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۳﴾ | نو (انسانانو او پېريانو!) تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۳) | |
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ﴿۱۴﴾ | انسان يې د كودړې په څېر له کړنګېدلې خټې پيدا كړ، (۱۴) | |
وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ ﴿۱۵﴾ | او پېرى يې د اور له (رنګارنګ بې لوګي) لمبې پيدا كړ. (۱۵) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۶﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۶) | |
رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ ﴿۱۷﴾ | هغه پالونکى،چې د دواړو (دوبني او ژمني) ختیځونو او دواړو لويديځونو پالونکى دى. (۱۷) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۸﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۸) | |
مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ﴿۱۹﴾ | دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي، چې سره نښتي دي، (۱۹) | |
بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ﴿۲۰﴾ | چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو پر بل نه ورګډېږي.(۲۰) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۱﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۱) | |
يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۲۲﴾ | له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راووځي . (۲۲) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۳﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۳) | |
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنشَآتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۲۴﴾ | او جوړې شوې (بېړۍ) چې په سمندر کې د غرونو په څېر روانې وي،يوازې د هغه دي .(۲۴) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۵﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۵) | |
كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ﴿۲۶﴾ | پر (ځمكه) چې هر څه دي،ټول له منځه تلونكي دي،(۲۶) | |
وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۲۷﴾ | او يوازې ستا د پالونكي ذات پاتېږي،چې د لويې دبدبې خاوند او عزتمن دى . (۲۷) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۸﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۸) | |
يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ﴿۲۹﴾ | په اسمانونو او ځمكه كې،چې هر څه دي،له هغه يې غواړي (او) هغه هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى .(۲۹) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۰﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۰) | |
سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَا الثَّقَلَانِ ﴿۳۱﴾ | اى دوو درنو (= پېريانو او انسانانو)! ژر به ستاسې (حساب) ته دروزګار شو. (۳۱) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۲﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۲) | |
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ ﴿۳۳﴾ | د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ،د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ،تېر به نشئ؛خو (په پوره) ځواک . (۳۳) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۴﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۴) | |
يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِّن نَّارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنتَصِرَانِ ﴿۳۵﴾ | پر تاسې دواړو به د اور لمبې او ويلي شوي مس راښکته کړاى شي،چې ځان به بچولای نشئ (۳۵) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۶﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۶) | |
فَإِذَا انشَقَّتِ السَّمَاء فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ﴿۳۷﴾ | چې اسمان وچوي او د ويلي شويو غوړيو په څېر تک سور (روان) شي (هېبتناكې پېښې پېښېږي،چې د زغملو وس به يې نه لرئ). (۳۷) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۸﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۸) | |
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ ﴿۳۹﴾ | نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږى (او هر څه څرګند دي). (۳۹) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۰﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۰) | |
يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ ﴿۴۱﴾ | مجرمان له خپلو څېرو پېژندل كېږي؛ نو د وچولي له وېښتو او پښو رانيول كېږي (او دوزخ ته يې غورځوي).(۴۱) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۲﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۲) | |
هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي يُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۴۳﴾ | دا هماغه دوزخ دى،چې مجرمانو به دروغ ګاڼه . (۴۳) | |
يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ ﴿۴۴﴾ | (چې نن) د هغه او خوټېدلو اوبو ترمنځ تاوېږي راتاوېږي . (۴۴) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۵﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۵) | |
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ﴿۴۶﴾ | او هغه چې د خپل پالونكي پر وړاندې له درېدو ووېرېږي (؛نو) هغه ته دوه (جنتي) باغونه دي . (۴۶) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۷﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۷) | |
ذَوَاتَا أَفْنَانٍ ﴿۴۸﴾ | چې (دواړه باغونه د مېوو راز راز ونې او) ښېرازې څانګې لري . (۴۸) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۹﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!(۴۹) | |
فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ ﴿۵۰﴾ | په هغوى دواړو (باغونو) كې دوه چينې بهېږي .(۵۰) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۱﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۱) | |
فِيهِمَا مِن كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ ﴿۵۲﴾ | په هغو دوو (باغونو) كې د هرې مېوې دوه ډوله دي (،چې يو به يې تر بلې غوره وي).(۵۲) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۳﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!(۵۳) | |
مُتَّكِئِينَ عَلَى فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ ﴿۵۴﴾ | پر (داسې) فرشونو به يې ډډه وهلي وي،چې استرونه به يې د پرېړو ورېښمو وي او د دواړو باغونو (څانګې) به (د پخو) مېوو له زوره ښکته راکږې شوې وي (او پرېکول به يې په واك كې) وي . (۵۴) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۵﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دورغ ګڼئ؟! (۵۵) | |
فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۵۶﴾ | په هغو جنتي باغونو كې د حياناکو سترګو خاوندانې ښځې وي،چې تر دغو جنتيانو مخكې به هېڅ انسان يا پېري لاس نه وي وروړى . (۵۶) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۷﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۷) | |
كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۵۸﴾ | هغوى؛لکه چې ياقوت او مرجان وي . (۵۸) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۹﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۹) | |
هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ ﴿۶۰﴾ | ايا د نېكۍ بدله بې له نېكۍ بل څه كېداى شي؟! (۶۰) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۱﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۱) | |
وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ ﴿۶۲﴾ | او پر دې دوو(باغونو) سربېره (نور) دوه باغونه (هم) شته. (۶۲) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۳﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۳) | |
مُدْهَامَّتَانِ ﴿۶۴﴾ | چې (دواړه) له (ډېر) شینوالي تک تور ښکاري . (۶۴) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۵﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۵) | |
فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ ﴿۶۶﴾ | په هغو دواړو (باغونو) كې دوه چينې دي راخوټېدونکې. (۶۶) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۷﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ ؟!(۶۷) | |
فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ ﴿۶۸﴾ | په دواړو (باغونو كې) ډول ډول مېوې او د کجورو او انارو ونې دي . (۶۸) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۹﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۹) | |
فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ ﴿۷۰﴾ | هلته نېك خويه (او) ښكلې پېغلې دي . (۷۰) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۱﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۱) | |
حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ ﴿۷۲﴾ | په (جنتي) کېږديو كې (ناستې) سترمنې حورې . (۷۲) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۳﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۳) | |
لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۷۴﴾ | تر دغو( جنتيانو) مخكې هېڅ انسان يا پېري لاس نه دى وروړى ( او پېغلې دي) (۷۴) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۵﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۵) | |
مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ ﴿۷۶﴾ | (جنتيان) به پر شنو او بېساري ښکلو بالښتونو ډډه وهلي ناست وي . (۷۶) | |
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۷﴾ | نو تاسې د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۷) | |
تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۷۸﴾ | د پرتمين او عزتمن پالونکي نوم دې پايند دى. (۷۸) |