بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
الم ﴿۱﴾ | الف، لام، ميم . (۱) | |
غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿۲﴾ | (د) روميانو (امپراطوري ايرانيانو) ماته کړه . (۲) | |
فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿۳﴾ | (او دا ماتې) په ډېر نژدې هېواد كې (درته) وه؛ خو دوى به تر(دې) ماتې روسته ژر بريالي شي… (۳) | |
فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۴﴾ | په څو كلو كې؛ځکه ټولې چارې د هماغه خداى دي؛څه (تر دې ماتې او بريا) مخكې يا روسته او پر هغه ورځ به (د يوې بلې بريا له امله) مؤمنان د خداى له مرستې خوشحاله شي (۴) | |
بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾ | (او د خداى) چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) مرسته ورسره كوي او هغه ناماتى لورين دى . (۵) | |
وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶﴾ | (دا) د خداى ژمنه ده (او) خداى هېڅكله له خپلې ژمنې نه اوړي؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي . (۶) | |
يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ ﴿۷﴾ | (ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي . (۷) | |
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِمْ مَا خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَاء رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ ﴿۸﴾ | ايا له خپلو ځانونو سره یې سوچ نه دى كړى،(چې) خداى اسمانونه او ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي، يوازې په حق (مصلحت او سم تدبير) او د يوې ټاكلې نېټې لپاره پيدا كړي دي؟! ؛خو ډېرى خلك (له قيامت او) د خپل پالونكي له مخامېدو منكر دي . (۸) | |
أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا الْأَرْضَ وَعَمَرُوهَا أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَاءتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۹﴾ | ايا دوى پرځمكه ګرځېدلي نه دي، چې تر دوى د تېرو خلكو پاى او پايله وګوري؟ هغوى تر دوى ډېر غښتلي ول او تر دوى يې ځمکه (د كرنې او ابادۍ لپاره) ښه راسپړلې او ودانه كړې وه او استازيو يې څرګند دلايل ورته راوړي وو(؛خو هغوى ترې منكر شوي او خپله سزا يې وليده)؛ خداى پرې هېڅكله تېرى و نه کړ؛خو پخپله يې پر ځانونو تېرى كاوه . (۹) | |
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِينَ أَسَاؤُوا السُّوأَى أَن كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَكَانُوا بِهَا يَسْتَهْزِئُون ﴿۱۰﴾ | بيا د بدچاريو پايله (ډېره) بده شوه (؛ځكه) چې د خداى له آيتونو منکر او ملنډې یې ورپورې وهلې . (۱۰) | |
اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ | خداى هستونه پيلوي (او) بيا يې راګرځوي (دويم ځلي کوي) بيا یې لوري ته ورګرځول كېږئ . (۱۱) | |
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُبْلِسُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۲﴾ | او کومه ورځ چې قیامت شي ګناهګاران له نهيلۍ خپه کېږي . (۱۲) | |
وَلَمْ يَكُن لَّهُم مِّن شُرَكَائِهِمْ شُفَعَاء وَكَانُوا بِشُرَكَائِهِمْ كَافِرِينَ ﴿۱۳﴾ | او له انګېرل شويو [= معبودانو] يې څوک سپارښتګر ورته نه وي او پخپله به له خپلو معبودانو منكر شي . (۱۳) | |
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ ﴿۱۴﴾ | او د قيامت د جوړېدو پر ورځ (خلك) يو له بله بېلېږي . (۱۴) | |
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَهُمْ فِي رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ ﴿۱۵﴾ | نو هغوى چې ايمان راوړى او نېكې (چارې) يې كړي وي؛نو هغوى به په یوه (جنتي) باغ كې خوشحاله کړای شي . (۱۵) | |
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاء الْآخِرَةِ فَأُوْلَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿۱۶﴾ | او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه او د آخرت مخامختيا يې دروغ ګڼلې ده؛ نو همدوى به عذاب ته حاضر کړاى شي . (۱۶) | |
فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ﴿۱۷﴾ | نو خداى وستايئ،چې ماښام كوئ او چې سهار كوئ. (۱۷) | |
وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ ﴿۱۸﴾ | او په اسمانونو او ځمكه کې ستاېنه يوازې هماغه ته ده او مازيګر(یې) وستايئ او چې درباندې ماسپښين کېږي . (۱۸) | |
يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿۱۹﴾ | هغه له مړي ژوندى راباسي او له ژوندي مړى راباسي او ځمكه یې تر مړاوي کېدو روسته بیا ژوندۍ كوي [او ډډوي] او په همدغسې تاسې هم (له قبرونو) راايستل كېږئ. (۱۹) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ ﴿۲۰﴾ | او د قدرت له نښو یې دي، چې تاسې يې له خاورو پيدا كړئ بيا چې انسان شوئ [په ځمکه کې] خپاره شوئ . (۲۰) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ | او له نښو یې داده،چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې دي، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږى پيدا كړ. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي . (۲۱) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ ﴿۲۲﴾ | او (د قدرت) له نښو یې د اسمانونو او ځمكې پنځون او د ژبو او رنګونو ( توپير او) بېلابېلوالى مو دى په حقيقت كې په دې (كار) كې پوهانو ته نښې دي. (۲۲) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۲۳﴾ | او (د حكمت) له نښو یې د شپې او ورځې (غرمې) مو ويدېدل او (د ورځې) یې له فضله (د روزۍ ترلاسه كولو لپاره) لټه مو ده، په دې (مانا كې هم) هغوى ته دلايل دي،چې اورېدونکي غوږونه لري . (۲۳) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۲۴﴾ | او (د قدرت) له نښو یې داده، چې برښنا (او تندر) درښيي،چې وېره او هيله (دواړه) پکې دي (وېره له تندر او هيله له بارانه) او له اسمانه اوبه اوروي،چې ځمكه تر مړاوي کېدو روسته پرې بیا راژوندۍ كوي،په حقيقت كې په دې كې عقلمنو ته نښې دي (۲۴) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُونَ ﴿۲۵﴾ | او د قدرت له نښو یې دا ده،چې اسمان او ځمكه يې په حكم ولاړ دي بيا چې (په قيامت کې) مو په يو ځل بللو له ځمكې راوبلي،ناڅاپه ټول (له قبرونو) راوځئ (او د محشر ډګر ته حاضرېږئ)! (۲۵) | |
وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ ﴿۲۶﴾ | او په اسمانونو او ځمكه كې چې هر څه دي،د هغه دي (او) ټولو غاړه ورته ايښې ده . (۲۶) | |
وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۷﴾ | او هغه دى، چې هستونه پيلوي بيا يې (هم) راګرځوي او دا (كار) ورته اسان دى او په اسمانونو او ځمكه كې [د هر غوره صفت] اوچته بېلګه یوازې خدای دی او هغه بريمن حكيم دى. (۲۷) | |
ضَرَبَ لَكُم مَّثَلًا مِنْ أَنفُسِكُمْ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن شُرَكَاء فِي مَا رَزَقْنَاكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَاء تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۲۸﴾ | (خداى) د خپلو ځانونو بېلګه درته راوړي : ايا زموږ په درکړاى شوې شتمنۍ کې ستاسې له خپلو مريانو(داسې څوک) شته،چې پكې درسره برابر برخوال وي [او] تاسې همغاسې ترې وېرېږئ؛ لكه له خپلو (ازادو شريكانو) چې وېرېږئ؟! په دې ډول موږ خپل آيتونه عقلمنو ته په څرګنده وروړاندې کوو. (۲۸) | |
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَهْوَاءهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ فَمَن يَهْدِي مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۲۹﴾ | هو [مشرک] ظالمان په ناپوهۍ په خپلو هوسونو پسې تللي دي؛ نو د خداى بېلارې كړيو ته به څوك سمه لار وښيي؟! او هېڅ مرستندوى به يې نه وي . (۲۹) | |
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾ | نو مخ دې د پالونكي ساهو او توحیدي دين ته ورسم کړه، دا یو پیدایښت دى،چې خدای خلک پرې پيدا كړي ،په الهي پيدايښت كې ادلون بدلون نشته؛ دا هماغه بيخي سم دين دى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي . (۳۰) | |
مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۳۱﴾ | (په توبې) خدای ته ورمخه کړئ او (د فرمان له سرغړونې يې) ډډه وكړئ او نمونځ وكړئ او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛ (۳۱) | |
مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿۳۲﴾ | له هغو خلکو (مه اوسئ) چې خپل دين یې ټوټه ټوټه كړ او ډلې ډلې شول او (هېښنده خو لا دا چې) له هرې ډلې سره،چې څه دي (زړه يې ورباندې تړلى او) په هماغه خوشحال دي! (۳۲) | |
وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُم مُّنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُم مِّنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾ | او د خلکو حال دادى،چې كله څه زيان ورسي؛نو خپل پالونكی وربولي او توبه ورته وباسي (؛خو) بیا چې (خداى) له خپلې لورنې څه وروڅكي (؛نو) یو دم يوه ډله یې له خپل پالونكي سره شرك پیلوي . (۳۳) | |
لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۴﴾ | (پرېږده) چې زموږ پر وركړيو نعمتونو ناشكري وكړي! او(څومره چې يې له وسې كېږې،د دنيا له ژر تېرو نعمتونو) ګټه واخلي؛خو ژر به پوه شي (چې د ناشكرۍ او بې کچه مزو چړچو پايله څه ده)! (۳۴) | |
أَمْ أَنزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا بِهِ يُشْرِكُونَ ﴿۳۵﴾ | ايا موږ كوم پياوړى دليل ورلېږلى،چې دوى د شرک (پر سموالي يې) خبرې کړې وي (او مخونه ورکړي)؟! (۳۵) | |
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ ﴿۳۶﴾ | او چې كله خلكو ته د څه لورنې (خوند) وروڅكو؛ نو پرې وياړي او كه د خپلو كړنو له امله څه كړاو ورورسي؛نو يو دم نهيلېږي . (۳۶) | |
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۳۷﴾ | ايا پوه شوي نه دي،چې د خداى چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او (یې) يا تنګوي؟! بېشكه په دې (پراخۍ او تنګۍ) كې ايمان راوړونكيو ته عبرتونه دي . (۳۷) | |
فَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ذَلِكَ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۳۸﴾ | نو د خپلوانو او تنګلاسو او مسافرو حق وركړه، دا هغوى ته غوره ده چې د خداى رضا غواړي او همدوى بريالي دي . (۳۸) | |
وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ﴿۳۹﴾ | او څه چې د سود (په نيت) وركوئ،چې د خلكو له مالونو مو ګټه زياته کړي؛ نو(په حقيقت کې) د خداى پر وړاندې نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د خداى د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛نو همدوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي (۳۹) | |
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَلِكُم مِّن شَيْءٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۴۰﴾ | “الله” هغه دى،چې پيدا یې كړئ بيا يې روزي دركړه بيا مو مړه كوي بيا مو راژوندي كوي؛ ايا له خداى سره مو،چې كوم سيالان نيولي، له دغو (څلور واړو) چارو كومه يوه كړاى شي؟! هغه پاك دى او تر هغه اوچت دى،چې دوى يې ورسره شريكوي . (۴۰) | |
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۱﴾ | د خلکو د كړنو له امله، په وچه او لمده كې فساد راڅرګند شوى دى، چې (خداى) د خپلو ځينو کړنو (سزا) وروڅكي! ښايي (د حق لوري ته) راو ګرځي . (۴۱) | |
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُم مُّشْرِكِينَ ﴿۴۲﴾ | ووايه : (( پر ځمكه وګرځئ او وګورئ،چې د مخكې تېرو قومونو پایله څرنګه وه چې ډېرى يې مشركان ول (او د خپل شرك له امله هلاك شول .) )) (۴۲) | |
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ ﴿۴۳﴾ | نو د زړه مخ دې سم دين ته ورمخ کړه،مخكې تردې چې هغه ورځ راشي،چې د الله له لوري يې بيخي بېرته ګرځېدل نشته،پر هغه ورځ (خلك) په [جنتي او دوزخي] ډلو وېشل کيږي : (۴۳) | |
مَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ ﴿۴۴﴾ | څوك چې كافر شي؛نو كفر يې پر خپل (زيان) دى او چا چې ښې (چارې) كړې دي؛ نو ځان ته يې وړاند اندنه کړې ده. (۴۴) | |
لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِن فَضْلِهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ﴿۴۵﴾ | (چې) خداى ايمانوالو او نېکچاريو ته له خپلې لورنې بدله وركړي(؛ځکه) چې كافران یې ښه نه ایسي. (۴۵) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ أَن يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۴۶﴾ | او د خداى (د برمیالۍ) له نښو داده،چې [د رحمت د بارانونو] زېرګري بادونه لېږي، چې د خپلې لورنې يوه برخه دروڅكي (او ماړه مو كړي) او چې په حكم يې بېړۍ وچلېږي او له فضله يې برخمن شئ او ښايي منندوى (يې) شئ. (۴۶) | |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ | او په رښتيا تر تا مخكې مو (ډېر) استازي خپلو قومونو ته لېږلي ول؛ نو معجزې يې وروړې؛خو(چې نصيحتونو اغېز ونه کړ او له انکار سره مخ شول؛ نو له) مجرمانو مو غچ واخست (او له مؤمنانو سره مو مرسته وكړه) او له مؤمنانو سره مرسته راباندې یو حق دی. (۴۷) | |
اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاء كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۴۸﴾ | “الله” هغه دى،چې بادونه لېږي چې ورېځې راپورته كوي؛ نو څنګه يې چې خوښه شي، په اسمان كې يې غړوسکې غړوسکې خپروي؛نو وينې چې له منځه يې د باران څاڅکي راورېږي (او) له خپلو بندګانو يې،چې چاته خوښه شي،اوروي يې (؛نو) یو دم خوشحالي پيل کړي. (۴۸) | |
وَإِن كَانُوا مِن قَبْلِ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْهِم مِّن قَبْلِهِ لَمُبْلِسِينَ ﴿۴۹﴾ | او البته د باران تر ورېدو وړاندې [هو] مخکې ترې سخت نهيلي ول . (۴۹) | |
فَانظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ ذَلِكَ لَمُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾ | نو د الهي لورنې اغېزو ته وګوره،چې ځمکه تر مړاوېدو روسته په څه ډول را ژوندۍ كوي،هو همدغه (د ځمكې را ژوندى كوونكى په قيامت كې هم) د مړيو را ژوندي كوونكى دى او هغه پرهر څه واکمن دى . (۵۰) | |
وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوا مِن بَعْدِهِ يَكْفُرُونَ ﴿۵۱﴾ | او كه یو (تود او سوځند) باد ورولېږو،چې له امله يې كرنه او بڼونه ژېړ او مړاوي وګوري (؛نو نهيلېږي او) روسته ترې د ناشكرۍ لار نيسي . (۵۱) | |
فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿۵۲﴾ | [پوه شه چې] ته مړي اورولاى نشې او نه هغو کڼو ته بلنه وراورولاى شې،چې مخ اړولي شا کړي روان وي . (۵۲) | |
وَمَا أَنتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَن ضَلَالَتِهِمْ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ ﴿۵۳﴾ | او (همداراز) ته (اندیز) ړانده له خپلې بېلارۍ سمې لارې ته راوستاى نشې (هن!) ته يوازې هغوى اورولاى شې،چې زموږ پر آيتونو باور کوي او (پخپله) غاړه ایښوونکي وي. (۵۳) | |
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ ﴿۵۴﴾ | الله هغه دى،چې تاسې يې د کمزورۍ له حالته پيدا كړئ بيا تر کمزورۍ روسته يې پياوړتيا او قوت (در) وباښه بيا یې په قوت پسې (دويم ځل) کمزورۍ او زړښت ته ورورسولئ، څه یې چې خوښه وي، پيدا كوي يې او هغه ډېر پوه وسمن دى . (۵۴) | |
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ كَذَلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ ﴿۵۵﴾ | او پر كومه ورځ،چې قيامت پيل شي؛ نو مجرمان قسمونه خوري ،چې موږ (خو په دنيا يا برزخ كې) له يوه ساعت زيات ځنډېدلي نه يو! دغسې (په نړۍ کې هم له حقيقته) اړولي چلېدل (۵۵) | |
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۵۶﴾ | خو هغوى ته چې علم او ايمان وركړ شوى، وايي: (( په يقين تاسې د خداى د كتاب له مخې (په برزخي نړۍ كې) تر قيامته تم شوي ياست؛نو دا هماغه د قيامت ورځ ده؛خو تاسې بیخي نه پوهېدئ)) (۵۶) | |
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يَنفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۵۷﴾ | نو پر هغه ورځ [مشرکو] ظالمانو ته یې عذر غوښتل هېڅ ګټه نه وررسوي او توبه يې (هم) نه قبلېږي . (۵۷) | |
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ وَلَئِن جِئْتَهُم بِآيَةٍ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ ﴿۵۸﴾ | او په رښتيا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول بېلګې او مطالب راوړل او كه كومه معجزه ورته راوړې (؛نو) كافران هرومرو وايي :((همدا تاسې باطل اندي ياست (او دا كوډې دي).)) (۵۸) | |
كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۹﴾ | همداراز خداى د هغو کسانو پر زړونو ټاپې وهي،چې [حق] نه مومي . (۵۹) | |
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ ﴿۶۰﴾ | نو زغمناک وسه،چې د خداى ژمنه رښتینې ده؛هسې نه چې ناباوري دې بې ثباته او کاواکه کړي . (۶۰) |