بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا، ميم . (۱) | |
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ | پر څرګندوى كتاب قسم! (۲) | |
إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۳﴾ | چې هغه مو لوستونى عربي (= واضح) ګرځولى، ښايي پرې پوه شئ . (۳) | |
وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۴﴾ | او بېشکه په ((ام الکتاب)) [= لوح محفوظ، الهي علم او آریزه لیکنه] کې زموږ پر وړاندې عزتمن او له حکمته ډک دى . (۴) | |
أَفَنَضْرِبُ عَنكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا أَن كُنتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِينَ ﴿۵﴾ | ايا له دې امله،چې له پولو اوښتی قوم ياست [؛نو بايد] پند (قرآن) درنه منع كړم (او له لارښوونې مو لاس واخلم) ؟! (۵) | |
وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِيٍّ فِي الْأَوَّلِينَ ﴿۶﴾ | او موږ په پخوانيو قومونو کې څومره پېغمبران ولېږل؛ (۶) | |
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن نَّبِيٍّ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۷﴾ | او هر پېغمبر،چې به ورغی ملنډې يې پرې وهلې . (۷) | |
فَأَهْلَكْنَا أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَى مَثَلُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸﴾ | نو موږ تر دوى (مشركانو) زورور، هلاك كړي او د پخوانيو(د هلاکت) بېلګې تېرې شوې دي . (۸) | |
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ ﴿۹﴾ | او كه ويې پوښتې : ((چا اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي؟)) نو هرومرو وايي :((چې وسمن پوه (خداى) پيدا كړي دي .)) (۹) | |
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰﴾ | هغه چې ځمكه يې درته هوساينځاى وګرځوله او لارې يې درته پکې جوړې كړې دي،چې لار ومومئ (او پړاو ته ورسئ ). (۱۰) | |
وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿۱۱﴾ | او هغه چې له اسمانه يې په ټاکلي کچه اوبه راکوزې کړې نو موږ مړاوې سیمه پرې راژوندۍ کړه (او) تاسې (هم په قيامت كې له قبرونو) دغسې را ايستل كېږئ . (۱۱) | |
وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ ﴿۱۲﴾ | او هغه چې [د څارویو او نورو] ټولې جوړې يې پيدا كړې او له بېړيو او څارويو يې درته سپرلۍ جوړې كړې،چې (په لمده او وچه كې) پرې سپاره شئ . (۱۲) | |
لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ ﴿۱۳﴾ | چې پر شا يې سپاره شئ بیا د خپل پالونكي لورنه درياده كړئ او چې ورباندې سم کېنئ ووايئ : ((پاك دى هغه (الله) چې دا يې راته اېل كړی او (که نه) موږ یې د اېلولو وس نه درلود؛ (۱۳) | |
وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ ﴿۱۴﴾ | او په رښتيا چې يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدونکي يو.)) (۱۴) | |
وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾ | او (مشركان) له بندګانو يې هغه ته په اولادولۍ قايل شول (او پرښتو ته يې د خداى لوڼې وويلې) په رښتيا،چې انسان ښکاره ناشكره دى . (۱۵) | |
أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُم بِالْبَنِينَ ﴿۱۶﴾ | ايا هغه له خپلو مخلوقاتو ځان ته لوڼې نيولي او تاسې يې د زامنو په (درلودو) ځانګړي كړئ؟! (۱۶) | |
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۱۷﴾ | او چې د دوى (مشرکانو) کوم يوه ته د هغه څه [د زوکړې] زېرى ورکړاى شي،چې پخپله یې د لوراند اولاد ګڼلی (؛نو) له ډېره غمه يې مخ تک تور اوړي . (۱۷) | |
أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ ﴿۱۸﴾ | ايا داسې څوك (د خداى اولاد ګڼئ) چې په ګاڼو كې يې پالنه کېږي او د شخړو پر وخت خپله موخه هم څرګندولاى نشي. (۱۸) | |
وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ إِنَاثًا أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ ﴿۱۹﴾ | او پرښتې یې چې د رحمان (خداى ځانګړي) بندګان دي،ښځینه (او لوڼې) وګڼلې. ايا په پنځون (= جسمي جوړښت) کې حاضر وو؟! ژر به یې شاهدي وليكل شي او وبه پوښتل شي . (۱۹) | |
وَقَالُوا لَوْ شَاء الرَّحْمَنُ مَا عَبَدْنَاهُم مَّا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۲۰﴾ | او دوى ویل : ((كه رحمان (خداى) غوښتلاى؛نو موږ دوى [پرښتې] نه نمانځلې. )) (؛خو) دوى په دې (خبرې) هېڅ نه پوهېږي، بس په اټکل پسې روان دي (او همدا دروغ وايي). (۲۰) | |
أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا مِّن قَبْلِهِ فَهُم بِهِ مُسْتَمْسِكُونَ ﴿۲۱﴾ | ايا موږ تردې وړاندې كوم كتاب وركړى،چې (د پرښتو نمانځنې ته) كوم لاسوند ولري؟! (۲۱) | |
بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ ﴿۲۲﴾ | بلکې وايي : (( په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او پر پلونو یې روان يو.)) (۲۲) | |
وَكَذَلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّقْتَدُونَ ﴿۲۳﴾ | او موږ،چې تر تا مخكې کوم كلي ته كوم خبروونكى (پېغمبر) ورلېږلى؛ نو شتمنو مشرانو يې په همدې توګه ويلي دي :(( په حقيقت كې خپل پلرونه مو پر يوه دين موندلي او بېشكه موږ يې لارويان يو.)) (۲۳) | |
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكُم بِأَهْدَى مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَيْهِ آبَاءكُمْ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ ﴿۲۴﴾ | (پېغمبر يې ورته) وويل : ((او كه داسې يوه لار مې درته راوړې وي،چې تر هغې لارې ډېره سمه وي،چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي (؛نو بيا هم ورپسې ځئ)؟! )) هغوى وويل: ((په حقيقت کې له رسالته دې منکر يو .)) (۲۴) | |
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۵﴾ | نو غچ مو ترې واخست؛ نو وګوره،چې د دروغ ګڼونكيو د كار پاى څرنګه وه! (۲۵) | |
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاء مِّمَّا تَعْبُدُونَ ﴿۲۶﴾ | او (درياد كړه) چې ابراهيم خپل (مورني) پلار (يا خپل تره) او خپل قوم ته وويل : ((چې څه نمانځئ،په رښتینه كې ترې بېزاره (جلا) يم او هېڅ اړيكه مې ورسره نشته؛ (۲۶) | |
إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ ﴿۲۷﴾ | خو بې له هغه (خدایه) چې پيدا كړى یې يم نوهماغه به لار راوښيي.)) (۲۷) | |
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۸﴾ | او ترځان روسته یې پخپل ځوځات كې د توحيد تلپاتې خبره پرېښووه، ښايي (د خداى لوري ته) راوګرځي . (۲۸) | |
بَلْ مَتَّعْتُ هَؤُلَاء وَآبَاءهُمْ حَتَّى جَاءهُمُ الْحَقُّ وَرَسُولٌ مُّبِينٌ ﴿۲۹﴾ | خو موږ دا ډله او پلرونه يې له دنيوي پېرزوېنو برخمن كړل،تردې چې حق (قرآن) او څرګند استازى ورغى؛ (۲۹) | |
وَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۰﴾ | او چې حق (قرآن) ورغى ويې ويل : ((دا كوډې دي او په رښتینه كې یې نه منو.)) (۳۰) | |
وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿۳۱﴾ | او ويې ويل : (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) له دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي رانازل نه شو؟!)) (۳۱) | |
أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۳۲﴾ | ايا دوى دې د پالونكي لورنه اېشي؟! موږ په دنيوي ژوند کې ترمنځ یې د دنيوي ژوند وزلې وراېشلي او د ځينو رتبې مو پر ځينو نورو ورلوړې كړې دي،چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او د پالونكي لورنه دې تر هغه څه غوره ده، چې راټولوي یې (۳۲) | |
وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ ﴿۳۳﴾ | كه (له مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده،چې ټول خلك (په بېلارۍ كې) يو امت شي؛نو موږ به هغو کسانو ته چې پر لوراند (خداى) كافرېږي،د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ، چې بامونو ته پرې ورخېژي له سپينو زرو ګرځولي واى؛ (۳۳) | |
وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِؤُونَ ﴿۳۴﴾ | او (همداراز) موږ یې د كورونو ورونه او تختونه،چې ډډه پرې وهي (ښكلي او له سپينو زرو كول). (۳۴) | |
وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۳۵﴾ | او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي ژوند سامان دی او آخرت ستا د پالونكي پر وړاندې يوازې د متقیانو لپاره دى . (۳۵) | |
وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ ﴿۳۶﴾ | او څوك چې د لوراند (خداى) له ياده مخ واړوي يو شيطان پرې ګمارو،چې(تل) يې ملګرى وي . (۳۶) | |
وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴿۳۷﴾ | او بېشكه دا[=شيطانان]هغوى (د خداى) له لارې اړوي او انګيري،چې پر سمه لار دي . (۳۷) | |
حَتَّى إِذَا جَاءنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ ﴿۳۸﴾ | تر دې چې (په قيامت كې) موږ ته راشي(؛نو شيطان ته) وايي : (( كاشكې زما او ستا ترمنځ د ختيځ او لويديځ هومره واټن واى؛ نو څه بد ملګرى وې!)) (۳۸) | |
وَلَن يَنفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿۳۹﴾ | او (ورته وايو:) نن (دا خبرې) درته هېڅ ګټورې نه دي؛(ځكه) ظلم [=شرک] مو كړى،چې (په پايله كې) تاسې په عذاب كې شريك ياست . (۳۹) | |
أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ أَوْ تَهْدِي الْعُمْيَ وَمَن كَانَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۴۰﴾ | (پېغمبره!) ايا ته به کوڼ واوروې او يا (په زړه) ړوند او ښكاره بېلاري ته لار ورښوولاى شې؟! (۴۰) | |
فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ ﴿۴۱﴾ | نو كه (له نړۍ) دې بوځو هم؛ نو بېشکه موږ ترې غچ اخستونكي يو. (۴۱) | |
أَوْ نُرِيَنَّكَ الَّذِي وَعَدْنَاهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِم مُّقْتَدِرُونَ ﴿۴۲﴾ | يا (كه ژوندى پاتې شوې؛نو) هغه (عذاب به دروښيو) چې ژمنه مو یې ورسره کړې؛ځکه (په هرحال كې) یې پر (عذابولو) يې لاسبر يو . (۴۲) | |
فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴۳﴾ | نو څه چې دروحې شوي،ټينګ ونيسه [ځکه] چې پر سمه لار يې . (۴۳) | |
وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ ﴿۴۴﴾ | او په رښتيا،چې دا (قرآن) تا او ستا قوم ته پند (ډېر لوړ شرف او عزت) دى او ژر به (په دې اړه) وپوښتل شئ . (۴۴) | |
وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ ﴿۴۵﴾ | او د هغو استازيو (له لارويانو) وپوښته،چې تر تا مخكې مو لېږلي ول چې : ايا د لوراند (خداى) پر ځاى مو د نورو معبودانو حکم کړى و،چې ونمانځل شي؟ (۴۵) | |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَقَالَ إِنِّي رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۶﴾ | او په رښتيا موسى مو له خپلو نښو سره، فرعون او(د قوم) مشرانو ته يې ورلېږلى و؛ نو (موسى ورته) وويل : ((په حقيقت کې زه د نړۍ پال استازى يم.)) (۴۶) | |
فَلَمَّا جَاءهُم بِآيَاتِنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ ﴿۴۷﴾ | نو چې زموږ معجزې یې وروړاندې کړې؛ ناڅاپه ټولو پرې وخندل . (۴۷) | |
وَمَا نُرِيهِم مِّنْ آيَةٍ إِلَّا هِيَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا وَأَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۸﴾ | او چې هره معجزه مو ورښووه؛ نو تر ړومبنۍ بېلګې به ستره (او مهمه) وه او ځکه مو (په راز راز) كړاوونو اخته كړل،چې (سمې لارې ته) راواوړي. (۴۸) | |
وَقَالُوا يَا أَيُّهَا السَّاحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ ﴿۴۹﴾ | او ( چې پر كړاو به اخته كېدل؛نو) ويل يې : ((كوډګره! د خپل پالونكى درشل ته دې – د درسره کړې ژمنې له مخې – دعا راته وکړه (چې له دې كړاوه مو وژغوري) چې البته موږ (په دې شرط) سمې لارې ته سيخېږو (او ايمان راوړو).)) (۴۹) | |
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ ﴿۵۰﴾ | خو چې موږ به (د موسى په دعا) عذاب ترې لرې كړ، ناڅاپه يې (خپل) تړون مات كړ. (۵۰) | |
وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِن تَحْتِي أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۵۱﴾ | او فرعون په خپل قوم كې په لوړ غږ وويل : (( (زما) قومه! ايا د مصر واكمني او دغه ويالې،چې زما تر (ماڼيو) لاندې بهېږي، زما نه دي؟!؛نو ايا (دا لويه دبدبه مې) نه وينئ؟ (۵۱) | |
أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ ﴿۵۲﴾ | بلکې زه تر دغه سپک سړي غوره یم (چې له ټیټيې کورنۍ دی) او څرګندې خبرې هم نشي كړاى؟ (۵۲) | |
فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَاء مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ ﴿۵۳﴾ | (كه رښتيا وايي؛) نو ولې یې لاسونه د سرو زرو په بنګړيو پسولل شوي نه دي يا داچې ولې يو ټولى پرښتې ورسره راغلي نه دي (چې خبرې يې تاييد كړي)؟ )) (۵۳) | |
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۴﴾ | نو خپل قوم یې بې عقله وموند [او ويې غلول] او دوی ورسره ومنله (؛ځكه) چې دوى يو پوله ماتى قوم و. (۵۴) | |
فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۵﴾ | نو چې غوسه یې كړو،غچ مو ترې واخست او ټول مو ډوب كړل . (۵۵) | |
فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِلْآخِرِينَ ﴿۵۶﴾ | او هغوى مو( په عذاب كې) مخكښان او راتلونكيو (ملتونو) ته (د عبرت) بېلګه وګرځول . (۵۶) | |
وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ ﴿۵۷﴾ | او چې (د خداى د قدرت ښوولو لپاره) د مريمې د زوى (د پنځون) بېلګه وړاندې شوه، ناڅاپه قوم دې شور ځوږ ترې جوړ كړ. (۵۷) | |
وَقَالُوا أَآلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ ﴿۵۸﴾ | او ويې ويل: ((ايا معبودان مو غوره دي که هغه [=مسيح]؟! (كه زموږ معبودان په دوزخ كې وي؛ نو مسيح هم په دوزخ كې دى؛ځكه چې هغه (هم) معبود کړای شوى دى)!)) او دا بېلګه يې يوازې د خبرو اړولو را اړولو (او ځېل) لپاره دروړاندې كړه؛ بلكې هغوى كينه كښ او لانجمن خلك دي . (۵۸) | |
إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلًا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ | (مسيح) يوازې يو بنده و،چې موږ پېرزوېنه پرې وكړه او بني اسراييلو ته مو عبرت کړی و. (۵۹) | |
وَلَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَا مِنكُم مَّلَائِكَةً فِي الْأَرْضِ يَخْلُفُونَ ﴿۶۰﴾ | او كه موږ غوښتاى؛نو ستاسې پر ځاى مو پر ځمکه پرښتې رامنځ ته کولې،چې (ستاسې) ځايناستې شي. (۶۰) | |
وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ | او په حقيقت كې د هغه (مسيح) شتون د قيامت (پوهېدو) ته یوه پوهه (او نښه) ده (؛ځكه د عيسى راكېووتل د قيامت نږدېوالى راښيي) هېڅكله پكې مه شكمنېږئ او زما لاروي وكړئ،چې دا سمه لارده . (۶۱) | |
وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۶۲﴾ | او شيطان مو (د خداى له لارې) منع نه كړي؛(ځكه) هغه مو څرګند غلیم دى . (۶۲) | |
وَلَمَّا جَاء عِيسَى بِالْبَيِّنَاتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُم بِالْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُم بَعْضَ الَّذِي تَخْتَلِفُونَ فِيهِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۶۳﴾ | او چې عيسى له څرګندو دلايلو سره راغی، ويې ويل : ((حكمت مې درته راوړى او (راغلى يم)،چې ځينې هغه څه درڅرګند کړم،چې پکې اختلاف کوئ؛نو(ځانونه مو) د خداى (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ . (۶۳) | |
إِنَّ اللَّهَ هُوَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۶۴﴾ | په حقيقت كې هماغه الله زما پالونكى هم دى او ستاسې پالونكى هم دى؛نو (يوازې) هغه ونمانځئ،چې همدا سمه لار ده .)) (۶۴) | |
فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِن بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ ﴿۶۵﴾ | نو (مسيحيان د مسيح په باب) په خپل منځ كې سره بېل بېل ګوندونه شول (او ځينو خداى وګاڼه)؛ نو پر دوى (د قيامت) د دردناكې ورځې افسوس دى،چې (د عيسى په باب يې) ظلم كړى دى . (۶۵) | |
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۶۶﴾ | ايا بې له قيامته (بل) څه ته څارو دي،چې ناڅاپه ورشي او ( په حسي درک) ځیر ورته نه وي؟! (۶۶) | |
الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ ﴿۶۷﴾ | پر هغه ورځ بې له متقیانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي . (۶۷) | |
يَا عِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَا أَنتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿۶۸﴾ | (زما) بندګانو! نن هېڅ وېره درباندې نشته او نه به غمجنېږئ . (۶۸) | |
الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ ﴿۶۹﴾ | (هماغه) كسان،چې زموږ پر نښو يې ايمان راوړى او مسلمانان شوي ول . (۶۹) | |
ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ ﴿۷۰﴾ | (ورته ويل كېږي : ) تاسې او مېرمنې مو په خورا خوشحالۍ جنت ته ورننوځئ . (۷۰) | |
يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۷۱﴾ | (د خوړو) د سرو زرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ورباندې ګرځول كېږي او هلته به هغه څيزونه وي،چې زړونه یې غواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست . (۷۱) | |
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۷۲﴾ | او دا هغه جنت دى،چې د خپلو کړنو په بدل کې په ميراث درکړاى شوى. (۷۲) | |
لَكُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۷۳﴾ | او هلته مو خوراک ته ډېرې مېوې شته. (۷۳) | |
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ ﴿۷۴﴾ | په رښتینه كې مجرمان د دوزخ په عذاب كې تلمېشت وي . (۷۴) | |
لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۵﴾ | (عذاب) ترې نه سپكېږي او هلته له هر څه نهيلي دي! (۷۵) | |
وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِن كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ ﴿۷۶﴾ | او (موږ) تېرى نه دى پرې كړى؛بلكې پخپله ظالمان وو. (۷۶) | |
وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُونَ ﴿۷۷﴾ | غږ به كړي : (( د (دوزخ مامور) او څښتنه! (كاشكې) چې پالونكى دې موږ مړه كړي (چې ارام) شو! (په ځواب كې) وايي: په حقيقت كې تاسې (په دوزخ كې) تلمېشتي ياست .)) (۷۷) | |
لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ﴿۷۸﴾ | په رښتیا حق [ دین او خبره] مو دروړه خو د زیاترو مو حق بد ايسېده. (۷۸) | |
أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ ﴿۷۹﴾ | بلكې دوى د يوې دسېسې ټينګ هوډ کړی و؛ نو موږ هم (په اړه یې) ټينګ هوډ لرو.(۷۹) | |
أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ﴿۸۰﴾ | ايا انګېري،چې پټې خبرې او پټې مشورې یې نه اورو؟ هو! زموږ استازي (او پرښتې) ورسره دي (او كړه وړه يې ليكي . (۸۰) | |
قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ ﴿۸۱﴾ | ووايه : (( كه د لوراند (خداى) څه اولاد واى زه پخپله یې ړومبى نمانځونكى وم .)) (۸۱) | |
سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۸۲﴾ | د اسمانونو او ځمكې پالونكى (او) د عرش پالونكى له ټولو هغو خبرو پاك دى،چې دوى يې وايي! (۸۲) | |
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۸۳﴾ | پر خپل حال یې پرېږده،چې (په باطلو كې) ډوب ولاړ شي او لوبې كوي،تر دې چې د خپلې هغه ورځې کتو ته ورورسي،چې ژمنه يې ورکول کېږي (او د خپلو كړنو پايله وګوري)! (۸۳) | |
وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاء إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿۸۴﴾ | او هغه دى،چې په اسمان كې هم معبود دى او په ځمكه كې هم معبود دى او همدی د حکمت خاوند او پر هر څه پوه دى . (۸۴) | |
وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۵﴾ | او بركتناك (او پايند) دى هغه چې د اسمانونو او ځمكې او څه چې يې ترمنځ دي،واکمني يې يوازې د هغه ده او يوازې هغه ته د قيامت وخت معلوم دى او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول كېږئ . (۸۵) | |
وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ | او کوم کسان،چې د هغه پر ځاى نمانځي،د سپارښت واک نه لري؛خو هغه چې د پوهې له مخې یې پر حق ګواهي ورکړې وي [او موحد] وي. (۸۶) | |
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۸۷﴾ | او كه ويې پوښتې : ((چې دوى چا پيدا كړي؟))؛نو هرومرو وايي : ((الله))؛نو څنګه یې له عبادته اړول کېږي؟! (۸۷) | |
وَقِيلِهِ يَارَبِّ إِنَّ هَؤُلَاء قَوْمٌ لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ | وینا یې دا وه چې : (( ای زما پالونكيه! په رښتيا دا هغه خلك دي،چې ايمان نه راوړي.)) (۸۸) | |
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾ | نو (اوس چې داسې ده) ترې تېر شه او ووايه : ((سلام))؛خو ډېر ژر به پوه شي! (۸۹) |