بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿۱﴾ | چې ځمكه په خپلې [سختې] لړزې سره ولړزول شي . (۱)
|
|
وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿۲﴾ | او ځمكه خپل درانه څيزونه دباندې راوباسي . (۲)
|
|
وَقَالَ الْإِنسَانُ مَا لَهَا ﴿۳﴾ | او انسان ووايي:(( چې پر دې (ځمكې) څه شوي (چې داسې لړزېږي)؟! )) (۳)
|
|
يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا ﴿۴﴾ | پر هغه ورځ دا (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي؛ (۴)
|
|
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَى لَهَا ﴿۵﴾ | ځكه چې پالونكي دې وحې (= الهام) ورته كړې ده. (۵)
|
|
يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِّيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ ﴿۶﴾ | پر هغه ورځ خلك ډلې ډلې (له قبرونو) راوځي،چې د خپلو كړونو (پايلې) وروښوولې شي . (۶)
|
|
فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ﴿۷﴾ | نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي،وبه يې ګوري . (۷)
|
|
وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ﴿۸﴾ | او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي، وبه يې ګوري . (۸) |