بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه
|
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۱﴾ | ستاېنه هماغه خداى ته ده،څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،د هماغه دي او په [پيل او] آخرت كې هم ستاېنه هماغه ته ده او هغه باخبر حكيم دى . (۱)
|
يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾ | څه چې په ځمكه كې ورننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې ورخېژي [دا ټول] ورمعلوم دي او هغه لورين بښونكى دى . (۲)
|
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۳﴾ | او كافران وايي : ((قيامت راباندې نه راځي.)) ووايه : ((هو! پر پالونكي مې قسم،چې هرومرو به درشي (هسې پالونكى) چې له غيبو خبر دى،په اسمانونو او ځمكه كې د ذرې هومره ترې څه نه پټېږي؛نه تر ذرې كوچنى او نه (ترې) غټ؛خو دا چې (دا ټول) په ښكاره كتاب كې (ثبت) دي.)) (۳)
|
لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۴﴾ | چې نېکانو مومنانو ته بدله وركړي همدوى ته بښنه او ښه روزي ده . (۴)
|
وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ ﴿۵﴾ | او هغوى چې زموږ د آيتونو په [رد او انکار] کې هڅه کړې ده او انګېرله يې،چې زموږ د قدرت له ولكې تښتېداى شي همدوى ته ناوړه دردناک عذاب څارو دى . (۵)
|
وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۶﴾ | او له پوهې برخمن، څه چې د پالونکي له لوري دې درنازل شوي حق بولي، چې د بریمن ستایل شوي (خدای) لار ته ښوونه کوي. (۶)
|
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَى رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۷﴾ | او كافران وايي: (( ايا داسې يو سړى دروښيو،چې په دې مو خبروي،چې (مړه شئ او) په بشپړ ډول خپاره واره کړاى شئ بېشکه نوی پنځون [او بڼه] به ومومئ ؟! (۷)
|
أَفْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَم بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِي الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِيدِ ﴿۸﴾ | [وايي] ايا پر خداى یې دروغ ورتړلي يا لېونتوب پكې دى؟)) (داسې نه ده)؛ بلكې له آخرته منکران په عذاب او (له حقه) لرې بېلاریتوب كې پرېوتي دي (او همدا سخت انکار يې د بېلارۍ نښه ده) ! (۸)
|
أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِن نَّشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِّنَ السَّمَاءِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ ﴿۹﴾
|
ايا دوى اسمان او ځمكې ته لیدلي نه دي،چې وړاندې او روسته یې پرې راچاپېر شوي دي (چې پر هر څيز د خداى له واکمنۍ خبر شي)؟! كه وغواړو په ځمكه كې یې ورښخو يا له اسمانه (د ډبرو) يوه ټوټه پرې راغورځوو،بېشكه په دې (چارو) كې هر توبه ايستونكي بنده ته (د خداى د قدرت) يوه نښه ده . (۹)
|
وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ ﴿۱۰﴾ | او په رښتيا داوود ته مو له خپل لوري پوره غوره والی وركړی و؛ (ومو ويل : ) ای غرونو او الوتونكيو! [په تسبيح کې] ورسره همغږي شئ او اوسپنه مو ورته پسته كړه . (۱۰)
|
أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱﴾ | (او ورته مو وويل:) چې ارتې او اوږدې زغرې جوړوه او په اوبدلو كې يې اندازه سمه نيسه (چې كړۍ يې سره برابرې وي) او ښه كارونه كوئ؛(ځكه) زه مو د کړنو لیدونکی یم. (۱۱)
|
وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۲﴾ | او سليمان ته مو باد (اېل كړ،چې ورسره مسافرت وكړي)،چې د سهار تگ يې د يوې مياشتې مزل و او د مازيګر بېرته راتگ يې (هم) د يوې مياشتې مزل و او د ويلې شويو مسو چينه مو وروبهوله او يو شمېر پېريانو يې د پالونكي په حكم په مخكې كار كاوه او چې هر يو یې زموږ له فرمانه سرغړاوه(؛نو) د سوځونده اورعذاب مو ورڅاكه! (۱۲)
|
يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِن مَّحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَّاسِيَاتٍ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا وَقَلِيلٌ مِّنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ ﴿۱۳﴾ | څه چې (سلېمان) غوښتل، ورته یې جوړول : عبادتځايونه او انځورونه او د تالاو په څېر لوى لګنونه او پر نغریو ولاړ ديګونه (او ورته مو وويل : ) د داوود كورنۍ! (ددې ټولو نعمتونو) شكر پر ځاى كړئ او له بندګانو مې ډېر لږ منندوى دي . (۱۳)
|
فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنسَأَتَهُ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿۱۴﴾ | (د سلېمان له دې ټولې دبدبې سره) نو چې موږ یې د مرګ پرېكړه وكړه (پېریان) یې چا له مرګه خبر نه کړل؛ خو یوې وینې (چینجي) یې کونټۍ خوړه نو چې [تنه یې] راوغورځېده پېريانو ته څرګنده شوه، كه پرغيبو (څه چې له حسه پټ دي) پوهېداى؛نو په سپكوونكي تكليف كې به (پوره يوكال) پاتې شوي نه ول. (۱۴)
|
لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ ﴿۱۵﴾ | په يقين (د) “سبا” (خلکو) ته یې په هېواد كې (د الهي قدرت) يوه لويه نښه وه : ښي او كيڼ لوري ته دوه (ستر او پراخ) باغونه (لوى سيند، له ډېرو مېوو سره او ورته مو وويل:) د خپل پالونكي له روزي وخورئ او شكر يې وباسئ، ځکه هم ښار مو ښه دی او هم پالونکی (مو) ډېر بښونكى دى . (۱۵)
|
فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَى أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿۱۶﴾ | خو (له خدايه) یې مخ واړاوه؛ نو موږ زورور نېز پرې ورولېږه او دوه باغونه يې مو پر داسې باغونو ورواړول،چې مېوې يې ترخې او د غز ونې او ډېرې لږې د بېرې (ونې) پكې وې . (۱۶)
|
ذَلِكَ جَزَيْنَاهُم بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ ﴿۱۷﴾ | موږ د ناشکرۍ له امله يې دا سزا وركړه او ايا موږ بې له ناشكرو بل چا ته سزا وركوو؟! (۱۷)
|
وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ ﴿۱۸﴾ | او موږ د دوى او هغو اباديو ترمنځ، چې بركت مو پکې اچولی و (نور) ښكاره كلي مېشت كړي ول او ترمنځ يې مو په ټاکل شويو ځايونو کې منزلونه وټاکل (او ورته مو وويل:) په دې کې شپه و ورځ په پوره امن ځئ راځئ . (۱۸)
|
فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۱۹﴾ | خو (دې ناشكره خلكو) وويل : ((پالونكيه! منزلونه مو اوږده كړه)) (چې بېوسې له وسمنو سره يو ځاى سفر ونشي كړاى او په دې توګه) یې پر خپلو ځانونو تېرى وكړ او دوى مو (نورو ته د عبرت) داستانونه كړل او بېخي مو سره وشیندل، په رښتيا په دې (پېښه) كې هر زغمناک منندوى ته د عبرت نښې دي . (۱۹)
|
وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۰﴾ | (هو) او په رښتيا د ابليس خپل ګومان پرې رښتيا شو او بې له لږ شمېر مؤمنانو (نور ټول) ورپسې ولاړل . (۲۰)
|
وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يُؤْمِنُ بِالْآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ وَرَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ ﴿۲۱﴾ | او د (ابليس) خو کوم زور ورباندې نه و؛ خو دا چې موږ معلومول،چې څوك پر آخرت ايمان لري او څوك يې په اړه شكمن دي او پالونكى دې پر ټولو څيزونو څارن دى . (۲۱)
|
قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِيهِمَا مِن شِرْكٍ وَمَا لَهُ مِنْهُم مِّن ظَهِيرٍ ﴿۲۲﴾ | ووايه : (( د الله پر ځای مو انګېرلي (معبودان) راوبلئ! (هېڅكله مو يوه غوټه هم نشي درسپړلاى؛ځكه) هغوى د يوې ذرې هومره په اسمانونو او ځمكه كې د كوم څيز څښتنان نه دي او نه یې (په پنځون او مالكيت كې) برخوال دي او نه (په پنځون كې) د خدای مرستندوى ول . (۲۲)
|
وَلَا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ عِندَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۲۳﴾ | او پر وړاندې یې هېڅ سپارښت ګټور نه دى؛خو بې دهغه (له سپارښته) چې خداى پخپله اجازه وركړې وي . (پر هغه ورځ ټول په وېره كې وي؛خو) چې له زړونو يې وېره لرې شي (او له لوري يې حكم وشي؛نو په دې وخت كې مجرمان سپارښتګرو ته) وايي: (( پالونكي مو څه وويل؟ )) ورته به ووايي : (( حق (يې ووايه او مستحقينو ته يې د سپارښت اجازه راكړه) او هغه لوړ مقامى ستر دى .)) (۲۳)
|
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۲۴﴾ | ووايه : ((څوك له اسمانونو او ځمكې روزي دركوي؟)) (خپله ورته) ووايه : ((الله! او بېشکه موږ یا تاسې یا پر سمه لار يو يا په څرګند بېلارېتوب كې!.)) (۲۴)
|
قُل لَّا تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۲۵﴾ | ووايه : (( زموږ د كړيو ګناهونو په پار به ونه پوښتل شئ (لكه چې څنګه) موږ هم ستاسې د كړنو په اړه پوښتېدوني نه يو.)) (۲۵)
|
قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ ﴿۲۶﴾ | ووايه: (( پالونكى مو موږ او تاسې (پرېکړې ته) راغونډوي بيا ترمنځ مو په حق پرېكړه كوي (او د مجرمانو ليكې له نېكانو بېلوي) او هغه ښه پوه پرېکندوى دى .)) (۲۶)
|
قُلْ أَرُونِي الَّذِينَ أَلْحَقْتُم بِهِ شُرَكَاء كَلَّا بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۷﴾ | ووايه : (( هغوی راوښيئ،چې د شريكانو په توګه مو ورسره نښلولي دي! داسې نه ده! (هغه شريك او ساری نه لري؛بلكې هغه ناماتى حكيم خداى دى . )) (۲۷)
|
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۸﴾ | او ته مو ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرګری او (له عذابه يې) گواښگرندى ورلېږلى یې؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي . (۲۸)
|
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۹﴾
|
او وايي:((كه رښتوني ياست؛ نو دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟)) (۲۹) |
قُل لَّكُم مِّيعَادُ يَوْمٍ لَّا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ ﴿۳۰﴾
|
ووايه : ((ژمنه به مو هغه ورځ وي،چې نه به يو ساعت ترې روسته كېږئ او نه وړاندې كېږئ .)) (۳۰) |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ ﴿۳۱﴾ | او كافرانو وويل :(( موږ به هېڅكله پر دې قرآن او نه په هغو (کتابونو) چې ترې مخكې وو ايمان رانه وړو)) كه ته دا ظالمان (پر هغه وخت) ووينې،چې د خداى پر وړاندې (د حساب او جزا لپاره) درول شوي وي، پر هغه وخت به يو پر بل پړه اچوي (نو له حاله به يې حيران شې)! بېوسي كړاى شوي به لويي خوښيو ته ووايي: ((كه تاسې نه واست (؛ نو) موږ به هرو مرو مؤمنان وو.)) (۳۱)
|
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَى بَعْدَ إِذْ جَاءكُم بَلْ كُنتُم مُّجْرِمِينَ ﴿۳۲﴾ | (خو) ستر چاري به نتليو ته ځواب وركړي : ((چې هدایت ته وبلل شوئ، ایا موږ منع کړئ؛ بلكې پخپله ګناهګاران وئ)). (۳۲)
|
وَقَالَ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا بَلْ مَكْرُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ إِذْ تَأْمُرُونَنَا أَن نَّكْفُرَ بِاللَّهِ وَنَجْعَلَ لَهُ أَندَادًا وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ وَجَعَلْنَا الْأَغْلَالَ فِي أَعْنَاقِ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۳۳﴾ | او نتلي به ستر چارو ته ووايي: (( (داسې نه؛) بلكې ستاسې د شپې او ورځې درغليزې وسوسې ( زموږ د بېلارۍ لامل شوې) چې هڅولو مو، چې له خدايه دې منكر شو او نور یې سيالان وانګېرو)) او هغوى چې (الهي) عذاب وويني؛نو خپله پښېماني پټوي (چې ډېر رسوا نشي) او د كافرانو په غاړو كې به ځنځيرونه ورواچوو،ايا بې له كړنو يې جزا وركول كېږي؟ (۳۳)
|
وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۴﴾ | او چې کومې سيمې ته مو کوم ننګوونکى (پېغمبر) ورلېږلى؛ نو شتمنو مخورو يې (چې په مزو چړچو مست ول) ويل : (( په حقيقت کې راوړی پيغام دې نه منو )) (۳۴)
|
وَقَالُوا نَحْنُ أَكْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ ﴿۳۵﴾ | او ويې ويل : (( (تر ټولو) مو شتمني او اولادونه ډېر دي (او دا راسره د خداى د مينې نښه ده) او جزايي به نشو.)) (۳۵)
|
قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾ | ووايه : (( په حقیقت کې پالونكى مې چې چاته وغواړي،روزي پراخوي او (يا یې) تنګوي،(دا يې درشل ته په نږدېوالي پورې اړه نه لري)؛خو ډېرى خلك (پردې حقيقت) نه پوهېږي .)) (۳۶)
|
وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُم بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ لَهُمْ جَزَاء الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿۳۷﴾ | او شتمني او اولادونه مو ما ته د رانژدې کېدو لامل نه دي؛ خو نېکانو مومنانو ته یې د كړنو دوه ګرايه بدله ده او (په جنتي) ماڼيو كې به ډاډمن اوسي . (۳۷) |
وَالَّذِينَ يَسْعَوْنَ فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُوْلَئِكَ فِي الْعَذَابِ مُحْضَرُونَ ﴿۳۸﴾ | او هغوى چې زموږ د آيتونو په (رد او انکار) کې هڅې كوي او انګېري،چې زموږ د قدرت له منګولو به وتښتي(؛نو) په عذاب كې به نېغ ولاړ وي . (۳۸)
|
قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۳۹﴾ | ووايه : (( په حقيقت کې زما د پالونكي،چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي)،روزي يې پراخوي او (يا يې) ورتنګوي او څه چې (د خداى په لار كې) ولګوئ؛ نو بدله یې دركوي (او ځاى يې ډكوي) او هغه غوره روزي وركوونكى دى.)) (۳۹)
|
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلَائِكَةِ أَهَؤُلَاء إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ ﴿۴۰﴾ | او (درياد كړه) پر كومه ورځ،چې خداى دوى ټول راغونډ كړي بيا به پرښتې وپوښتي: ((ايا دوى تاسې نمانځلئ؟)) (۴۰)
|
قَالُوا سُبْحَانَكَ أَنتَ وَلِيُّنَا مِن دُونِهِم بَلْ كَانُوا يَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَكْثَرُهُم بِهِم مُّؤْمِنُونَ ﴿۴۱﴾ | (پرښتې) وايي: ((ته (له دې) پاك يې (چې كوم سيال ولرې)! يوازې (همدا) ته زموږ پالندوى يې نه دوى (دوى موږ نه نمانځلو)؛بلكې پېريان يې نمانځل او ډېرو يې ایمان پرې درلود.)) (۴۱)
|
فَالْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۴۲﴾ | (هو) نو نن هېڅوك يو بل ته څه ګټه او زيان وررسولاى نشي او موږ [مشرکو] ظالمانو ته وايو: ((د هغه اور عذاب وڅكئ،چې دروغ مو ګاڼه.)) (۴۲)
|
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا رَجُلٌ يُرِيدُ أَن يَصُدَّكُمْ عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُكُمْ وَقَالُوا مَا هَذَا إِلَّا إِفْكٌ مُّفْتَرًى وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ ﴿۴۳﴾ | او چې زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي وايي: (( هغه يوازې يو سړى دى،چې غواړي موږ له هغه څه واړوي،چې پلرونو مو نمانځل )) او وايي: ((دا (قرآن خو) يوازې (په خداى پورې) ورتړل شوي دروغ دي .)) او كافرانو ته چې كله هم حق ورغلى ويلي يې دي : (( دا خو ښكاره كوډې دي .)) (۴۳)
|
وَمَا آتَيْنَاهُم مِّن كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِن نَّذِيرٍ ﴿۴۴﴾ | او موږ(مخكې) کوم اسماني كتاب وركړى نه و، چې و يې لولي او زده يې کړي او موږ تر تا مخكې (هم) کوم گواښگرندى [=پېغمبر] ورلېږلى نه و . (۴۴)
|
وَكَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَيْنَاهُمْ فَكَذَّبُوا رُسُلِي فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۴۵﴾ | او تر دوى مخکې خلكو (هم الهي آيتونه) دروغ ګنلي ول، حال دا چې دوی (قوم دې) لا د هغه څه لسمې برخې ته هم نه دى رسېدلى،چې پخوانيو ته مو ورکړي وو(هو!)؛ نو زما استازي يې دروغجن وګڼل؛ نو (وګوره) چې د انکار (سزا مې) څرنګه وه؟ (۴۵)
|
قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُم مِّن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَّكُم بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿۴۶﴾ | ووايه : (( زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم او هغه دا چې تاسې د خداى لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ بيا غور او فكر وكړئ،دا ملګرى [= محمد] مو څه لېونتوب نه لري،هغه خو د سخت (الهي) عذاب تر راتګ مخكې درته يوازې يو گواښگرندى دى .)) (۴۶)
|
قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۴۷﴾ | ووايه : ((که کومه بدله مې درنه غوښتې وي؛نو هغه دې همدا ستاسې وي؛ اجر مې يوازې پر الله دى او هغه پر هر څه شاهد دى.)) (۴۷)
|
قُلْ إِنَّ رَبِّي يَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿۴۸﴾ | ووايه : (( په حقيقت كې پالونكى مې (د خپلو پېغمبرانو پر زړونو) حق وراچوي او (هغه) په پټو (خوالو) ډېر ښه خبر دى .)) (۴۸)
|
قُلْ جَاء الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ ﴿۴۹﴾ | ووايه :(( حق راغى او باطل نور نشي کړاى کوم نوى څيز راوړي او خپل پخوانى حالت پرې بېرته سنبال کړي . )) (۴۹)
|
قُلْ إِن ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَى نَفْسِي وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ ﴿۵۰﴾ | ووايه : ((که بېلارې شوى وسم؛ نو زيان يې زما پر غاړه دى او که پر سمه لار يم؛نو د هغې وحې برکت دى، چې پالونکى يې راته کوي، چې هغه رانژدې اورېدونکى دى .)) (۵۰)
|
وَلَوْ تَرَى إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ ﴿۵۱﴾ | او كه ته (كافران) هغه وخت ووينې،چې سخت وېرېږي او(له الهي عذابه) تښتېداى نشي او له نژدې ځايه (چې ان انتظار يې هم نه درلود) نيول كېږي (؛نو له بېوسۍ به يې حيران شې)! (۵۱)
|
وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّى لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِن مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ | او (په هغه حال كې) وايي : [اوس] ((موږ په دې (حق = قرآن،قيامت،پېغمبر) ايمان راوړی))؛خو دوى به له (دغسې) لرې ځايه څنګه (ايمان ته) لاسرسی پيدا کړي؟ (۵۲) |
وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِن قَبْلُ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِن مَّكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۵۳﴾ | او حال دا چې ړومبی (چې په پوره ازادۍ كې ول) ترې کافران شوي وو (او بې غوره يې) له لرې لرې په ناليدليو ورباندې (د تورونو غشي) ايشتل . (۵۳)
|
وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِم مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُّرِيبٍ ﴿۵۴﴾ | او (په پاى كې) د دوى او هيلو ترمنځ يې [د بېلتون] پرده اچول كېږي؛ لكه چې لا ړومبی یې په سیالانو کې دا کار شوى و؛(ځكه) چې هغوى [هم د قيامت په اړه] سخت شكمن وو. (۵۴)
|