بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
الم ﴿۱﴾ | الف، لام، ميم . (۱) | |
تَنزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۲﴾ | د كتاب (قرآن) رالېږل، د نړۍ پال له لوري دي،چې هېڅ شك پكې نشته . (۲) | |
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۳﴾ | ايا (مشرکان) وايي : (( (محمد) دا په دروغو جوړ کړی)) [نه داسې نه ده] هغه خو حق (او) ستا د پالونكي له لوري دى، چې هغو خلكو ته خبردارى پرې وركړې،چې تر تا مخكې كوم ګواښګرندی ورته ورغلی نه دى، ښايي (پند واخلي او) سمه لار ومومي . (۳) | |
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ مَا لَكُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿۴﴾ | الله هغه دى،چې اسمانونه او ځمكه او څه چې یې ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل،بيا یې پر عرش استوا وکړه؛ تاسې ته بې له هغه بل پالندوى او سپارښتګر نشته،ايا (غافل ياست او) پند نه اخلئ؟ (۴) | |
يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ ﴿۵﴾ | (د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې سمبالوي،بيا (یې پايله او ګزارش) په يوې داسې ورځ لوري ته یې ورخېژي،چې اندازه يې ستاسې (خلكو) د شمېر له مخې زر كاله ده . (۵) | |
ذَلِكَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۶﴾ | هغه له پټ و ښكاره خبر دى او ځواکمن لورین دى . (۶) | |
الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ ﴿۷﴾ | هغه دى،چې څه يې پيدا كړي (خو) ډېر ښه يې جوړ کړي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه . (۷) | |
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ ﴿۸﴾ | بيا يې د هغه د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړ وغځوله . (۸) | |
ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿۹﴾ | بيا يې [جوړښت] ورسم كړ او له خپل روح نه يې پكې پو كړ او تاسې ته يې د اورېدو او لیدو (وس) او (د فکر کولو) زړونه دركړل؛ خو (د نعمتونو یې) ډېر لږ شكر وباسئ . (۹) | |
وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ ﴿۱۰﴾ | او (کافران) وايي : ((ايا چې موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شول؛ نو ايا (بيا) به په رښتيا له سره نوي پيدا شو؟))؛ بلكې دوى له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي ( او له معاده ( د ستنېدو ورځ) په منكرېدو غواړي پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي) . (۱۰) | |
قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ | ووايه : (( پر تاسې،چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده، سا مو اخلي، بيا د خپل پالونكي لوري ته ورګرځول کېږئ . )) (۱۱) | |
وَلَوْ تَرَى إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُؤُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ ﴿۱۲﴾ | او چې ته ووينې، چې مجرمان د خپل پالونكي پر وړاندې ځوړند سرونه وايي : (( پالونكيه! (د څه ژمنه دې ،چې كړې وه) ومو ليدل او وامو ورېدل؛ نو بېرته مو ولېږه،چې ښې چارې وكړو چې دا دی پوخ باور مو راغلی دی)). (۱۲) | |
وَلَوْ شِئْنَا لَآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۳﴾ | او كه موږ غوښتاى؛نو هر انسان ته به مو(د زور له مخې) لازم هدایت یې کړى واى؛ خو(انسانان مو ازاد پرېښي او) خبره مې حق ده،چې دوزخ به هرومرو له ټولو (بې ايمانه او ګناهګارانو) پېريانو او انسانانو ډك كړم! (۱۳) | |
فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا إِنَّا نَسِينَاكُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ | (او دوزخيانو ته وايو:) نو (د جهنم عذاب) وڅكئ! ځكه ددغې ورځې مخامخېدل مو هېر كړي ول، په حقيقت کې موږ (هم) تاسې هېر كړي ياست او د خپلو كړنو له امله همېشنى عذاب وڅكئ! (۱۴) | |
إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۱۵﴾ | يوازې هغوى زموږ پر آيتونو ايمان راوړي،چې په دې (آيتونو) پند وركړاى شي؛نو پر سجده پرېوځي او خپل پالونكى په پاكۍ ستايي او لويي نه کوي؛ (۱۵) | |
تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۱۶﴾ | ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او نمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د خداى په لار كې) يې ترې لګوي . (۱۶) | |
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۷﴾ | نو د سترګو د يخېدو کوم څيزونه،چې د مخکېنيو د کړنو په بدل ورپټ کړاى شوي،هېڅوک پرې خبرې نه دي . (۱۷) | |
أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ ﴿۱۸﴾ | ايا مؤمن د سرغړاند په څېر دی؟(هېڅكله) برابر نه دي . (۱۸) | |
أَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ | هغوى چې ايمان راوړى او (ښې) چارې يې كړې دي (جنتي) باغونه يې هستوګنځى دى،چې د مخکېنيو کړنو له امله (ور) وړاندې کېږي . (۱۹) | |
وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۰﴾ | خو د سرغړاندو هستوګنځی اور دى او هر ځل چې وتل ترې غواړي ورستنول کېږي او ورته ويل کېږي : (( د هغه اور عذاب وڅکـئ،چې ترې منکر وئ !)) (۲۰) | |
وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۱﴾ | او موږ به هرومرو تر (اخروي) عذاب رامخكې، نژدې عذاب (دنيوي عذاب هم) وروڅكوو، ښايي (له خپلې سرغړونې) راوګرځي . (۲۱) | |
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ ﴿۲۲﴾ | او تر هغه به ستر ظالم څوك وي،چې د خپل پالونكي په آيتونو پند وركړاى شي (؛خو) بيا ترې مخ واړوي، بېشکه موږ له ګناهګارانو غچ اخستونكي يو. (۲۲) | |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُن فِي مِرْيَةٍ مِّن لِّقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۳﴾ | او په رښتيا موسى ته مو (اسماني) كتاب وركړی و؛ نو له هغه سره پر مخامخېدو مه شكمنېږه او دا (كتاب) مو بني اسراييلو ته لارښود کړی و. (۲۳) | |
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ ﴿۲۴﴾ | او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له امله لارښوونكي كړل،چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله . (۲۴) | |
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۲۵﴾ | البته پالونکی دې پخپله د قیامت پر ورځ د دوی د خپلمنځي اړپیچونو پرېکړه کوي (او هر چا ته به د خپلو كړنو سزا وركړي). (۲۵) | |
أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ أَفَلَا يَسْمَعُونَ ﴿۲۶﴾ | ايا لارښوونې ته يې همدا بس نه دى،چې موږ مخكې ترې څومره قومونه تباه کړل (چې) دوى یې په (ويجاړيو شويو) مېنو كې ګرځي راګرځي، بېشكه په دې (د خداى د قدرت او مجرمانو ته د سختو سزاګانو په وركړه) كې عبرتونه دي،ايا (د زړه په غوږونو يې) نه اوري؟ (۲۶) | |
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاء إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ ﴿۲۷﴾ | ايا لیدلي یې نه دي چې بېشكه موږ پر شاړو ځمكو اوبه (باراني وريځې) ورشړو؛ نو په دې موږ كښت راټوكوو،چې څاروي او پخپله دوى يې هم ترې خوري؛ايا [د لیدانې په سترګه یې] نه ويني؟! (۲۷) | |
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۸﴾ | او (کافران) وايي : ((كه رښتوني ياست؛نو دا بريا به (مو) كله وي؟)) (۲۸) | |
قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۲۹﴾ | ووايه :(( د بريا پر ورځ به د كافرانو ايمان راوړل ورګټور نه وي او نه به مهلت وركول كېږي .)) (۲۹) | |
فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ ﴿۳۰﴾ | (اوس،چې داسې ده)؛نو مخ ترې واړوه او په تمه وسه،چې هغوى هم څارو دي (ته د خداى د لورنې انتظار باسې او هغوى يې عذاب ته!). (۳۰) |