بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا ﴿۱﴾ | قسم پر لمر او غرمو يې! (۱)
|
|
وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا ﴿۲﴾ | او قسم پر سپوږمۍ، چې ورپسې راشي! (۲)
|
|
وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا ﴿۳﴾ | او قسم پر ورځې،چې هغه (لمر) رابرسېره كړي! (۳)
|
|
وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا ﴿۴﴾ | او قسم پر شپه،چې هغه (لمر) وپوښي! (۴)
|
|
وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا ﴿۵﴾ | پر اسمان او جوړوونكي يې قسم! (۵)
|
|
وَالْأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا ﴿۶﴾ | پرځمكه او غوړوونكي يې قسم! (۶)
|
|
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا ﴿۷﴾ | پر( انساني) نفس (ځان) او سموونكي يې قسم! (۷)
|
|
فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ﴿۸﴾ | نو د هغه بدي او پرهېزګاري یې ورالهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)، (۸)
|
|
قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ﴿۹﴾ | چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين،چې بريالى شو. (۹)
|
|
وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا ﴿۱۰﴾ | او چا چې خپل نفس په ګناه ككړ كړ؛ نو په يقين،چې نهیلی او بې برخې شوی دی! (۱۰)
|
|
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا ﴿۱۱﴾ | د (( ثمود)) قوم د سرغړونې له امله (خپل پېغمبر) دروغجن وباله ،(۱۱)
|
|
إِذِ انبَعَثَ أَشْقَاهَا ﴿۱۲﴾ | چې هغه بدمرغ ترين (قدار بن سالف) يې راپاڅېد؛ (چې د صالح د اوښې پل واخلي)؛ (۱۲)
|
|
فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا ﴿۱۳﴾ | نو الهي استازي [= صالح] ورته وويل : ((د خداى اوښه [هماغه اوښه،چې الهي معجزه وه] او د څښاک وار یې (پرېږدئ). )) (۱۳)
|
|
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنبِهِمْ فَسَوَّاهَا ﴿۱۴﴾ | نو دوى هغه ( = صالح) دروغجن وګاڼه ؛نو هغه (اوښه) يې ټپي کړه (او و يې وژله) ؛نو پالونكي يې دوى د ګناه له امله یو شان وځپل (۱۴) | |
وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا ﴿۱۵﴾ | او (خداى) ددې کار [= د ظالمانو ځپنه] له پايلې نه وېرېږې . (۱۵) |