بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
حم ﴿۱﴾ | حا، ميم . (۱) | |
عسق ﴿۲﴾ | عين، سين،قاف . (۲) | |
كَذَلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳﴾ | ځواکمن حكيم خداى تا او تر تا مخكېنيو ته دغسې وحې كوي : (۳) | |
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿۴﴾ | څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،يوازې د هغه دي او هغه لوړ پوړى ستر دى . (۴) | |
تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾ | نژدې ده، چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له امله) له پاسه پرې وچوي او (حال دا چې) پرښتې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي . خبر وسئ،چې په حقيقت کې يوازې خداى ډېر بښونكى(او) لورين دى . (۵) | |
وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَولِيَاء اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ﴿۶﴾ | او هغوى چې د هغه پر ځاى يې پالندويان نيولي، خداى يې پر(كړنو) څارن دى او ته پرې ګومارل شوى نه يې (چې په زوره يې حق منلو ته اړ باسې). (۶) | |
وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ ﴿۷﴾ | او دغسې موږ لوستونى عربي [= فصيح، ژبور او روان] درته وحې كړى دى،چې د “ام القرى” [=مكې](خلك) او د شاوخوا اوسېدونكي یې باخبر كړې او (د خلكو) د راغونډېدو له ورځې یې ووېروې،چې شك پکې نشته؛ چې يوه ډله په جنت کې ده او یوه (بله) ډله په دوزخ! (۷) | |
وَلَوْ شَاء اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۸﴾ | او كه خداى غو ښتي واى؛نو هرومرو به يې (ټول) يو [دیني] امت ګرځولي واى (او په زور به يې سمه لار ورښوولى واى؛خو د زور لارښوونه څه ګټه نه لري)؛خو د خداى چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) پخپل رحمت كې يې ورننباسي او [مشرک] ظالمان هېڅ دوست او مرستندوى نه لري . (۸) | |
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي المَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۹﴾ | ايا د هغه پرځاى يې پالندويان نيولي دي؟! او (حال داچې) [رښتين] پالندوى خو يوازې خداى دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او هغه پر هر څه قادر دى . (۹) | |
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿۱۰﴾ | او چې په هر څيز کې مو د نظر اړپېچ پيدا کړ؛ نو پرېكړه يې له خداى سره ده . دا خداى زما پالونكى دى، يوازې پر هغه مې توكل كړى او يوازې د هغه درشل ته مې مخ وراړولى دى! (۱۰) | |
فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ ﴿۱۱﴾ | (هغه) د اسمانونو او ځمكې څيروونكى (او پيدا كوونكى) دى (چې) له خپلو ځانونو یې جوړې درپېدا كړې او (همداراز) له څارويو یې هم جوړې پېدا كړې او په دې توګه (= د مېرمنو له لارې) ځوځات مو ډېروي، په څېر یې څه نشته او همدا اورېدونكى (او حقیقي) ليدونكى دى . (۱۱) | |
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۲﴾ | د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې له هغه سره دي،چاته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او (يا یې) تنګوي(؛ځكه) هغه پر هر څه ښه پوه دى (۱۲) | |
شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ ﴿۱۳﴾ | او د دين له (احكامو) یې هماغه څه وټاكل،چې نوح ته یې په اړه سپارښتنه كړې وه او موږ چې څه درته وحې كړي او (همداراز) څه چې مو ابراهيم او موسى او عيسى ته د هغه سپارښتنه كړې (دا ده) چې: (( (د توحيد) دين سم ودروئ او اختلاف پكې مه کوئ)) مشركان چې کوم لوري ته وربلې (؛نو) دا پرې سخته پرېوځي . د خداى چې چاته خوښه شي،خپل لوري ته يې غوره كوي او څوك چې توبه وكاږي (؛نو) سمه لار ورښيي . (۱۳) | |
وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى لَّقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِن بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ ﴿۱۴﴾ | او د علم [وحې] تر ورتلو روسته یې د خپلمنځي رخې له امله په اختلاف لاس پورې کړ او كه د پالونكي له لوري دې له مخكې (قانون ډوله) خبره نه واى،چې تر يوې ټاكلې مودې دې (ژوندي او ازاد) وي (؛نو) هرومرو یې ترمنځ پرېكړه كېده او په حقيقت كې هغه كسان،چې روسته ترې د كتاب پاتوړي شول،د هغه (كتاب) په اړه په اندېښناك شك كې دي! (۱۴) | |
فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۱۵﴾ | نو له همدې امله (خلك دين ته) راوبله او لكه څنګه چې درته امر شوى هماغسې ټينګ وسه او په غوښتنو پسې يې مه ځه او ووايه : ((ما د خداى پر هر رالېږلي كتاب ايمان راوړى او امر راته شوی چې ترمنځ مو عدالت وكړم، الله زموږ او ستاسې پالونكى دى،زموږ د كړنو پایله زموږ ده او ستاسې د كړنو پایله همدا ستاسې ده؛ زموږ او ستاسې ترمنځ ځاني شخړه نشته (او) خداى به موږ سره راغونډ کړي او يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدل دي .)) (۱۵) | |
وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿۱۶﴾ | او د هغه (د بلنې) تر منلو (او پرې تر ايمان راوړو) روسته،چې کوم کسان (د ځېل له مخې له منونکيو سره) د خداى په باب شخړې كوي؛نو د خداى پر وړاندې دلايل يې بې بنسټه (او باطل) دي،پر هغوى د خداى غضب دى او ورته سخت عذاب (چمتو) دى . (۱۶) | |
اللَّهُ الَّذِي أَنزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ ﴿۱۷﴾ | الله هغه (ذات) دى،چې كتاب او تله (د حق او باطل د سنجونې وسيله او د قيامت خبر) يې په حقه راولېږله او ته څه خبر يې،ښايي ساعت (قيامت) نژدې وي! (۱۷) | |
يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۱۸﴾ | چې څوک یې نه مني په بيړه يې غواړي او مومنان وېرېدونكي دي او پوهېږي،چې هغه (قيامت) حق دى،پوه شئ،هغوى چې د قيامت په باب شخړې كوي (؛نو) په بېلارۍ كې ډېر لرېوتي دي . (۱۸) | |
اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْقَوِيُّ العَزِيزُ ﴿۱۹﴾ | خداى د خپلو بندګانو په چارو کې خورا باريک بين (او ترې خبر هم) دى،چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي وركوي او هغه ځواکمن بریمن دى . (۱۹) | |
مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ ﴿۲۰﴾ | چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي كښت یې ورزیاتو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې د دنيوي كښت [گټه] غواړي څه ترې وركوو؛خو په اخرت كې يې هيڅ برخه نشته . (۲۰) | |
أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ | ايا هغوى (= مشركان) داسې معبودان لري،چې بې د خداى له اجازې يې دیني احکام ورجوړ كړي دي؟ او كه (مخالفينو ته د مهلت په اړه) غوڅه خبره نه واى (؛ نو) هرومرو يې ترمنځ پرېكړه كېده (او د عذاب حكم پرې جاري كېده) او په حقيقت كې [مشرکو] ظالمانو ته دردناك عذاب [چمتو] دى! (۲۱) | |
تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الكَبِيرُ ﴿۲۲﴾ | (په قيامت كې) به ظالمان له خپلو کړنو وېرېدونكى وينې او (د خپلو كړنو په سزا) به ورسي او نېکان مومنان د جنت په باغونو كې دي (او) څه چې غواړي، د خپل پالونكي له لوري ورته (چمتو) دي،دا هماغه ستره ورکړه ده. (۲۲) | |
ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۲۳﴾ | دا (هماغه) څه دي،چې خداى یې نېکانو مومنانو ته زېرى وركوي ووايه : ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم) )) او څوك چې نېكې چارې وكړي،پر نېكيو به يې ورزيات كړو،په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) مننونکى دى. (۲۳) | |
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَإِن يَشَأِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۲۴﴾ | ايا دوی وايي : (( (پېغمبر) پر خداى دروغ تړلي دي؟!)) [پوه شه] كه خداى وغواړي پر زړه به دې ټاپه ووهي (او كه خلاف ووايي؛نو ددې آيتونو د ويلو وس درنه اخلي) او خدای باطل له منځه وړي او حق [دین] ته پخپلو خبرو ټیکاو وربښي؛(ځكه) هغه د زړونو له رازونو خبر کړ. (۲۴) | |
وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۲۵﴾ | او (الله) هغه (ذات) دى،چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او له ګناهونو يې تېرېږي او له کړنو مو خبر دی. (۲۵) | |
وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ﴿۲۶﴾ | او د نېکچارو مؤمنانو (دعاوې) قبلوي او خپلې پيرزوينې پرې لا زياتوي او كافرانو ته ډېر سخت عذاب [چمتو] دى! (۲۶) | |
وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ ﴿۲۷﴾ | او كه خداى خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي ورپراخ كړې واى هرومرو يې پر ځمكه فتنه او فساد کاوه؛ خو په یوه داسې کچه یې ورکوي چې وغواړي (او مصلحت يې وګڼي) په رښتيا چې هغه د خپلو بندګانو له چارو ښه خبر دى او هر څه يې ويني . (۲۷) | |
وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِن بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۸﴾ | او (الله) هغه (ذات) دى،چې (د خلكو) تر نهيلۍ روسته (ګټور) باران اوروي او (هر چېرې) خپله لورونه خپروي او هماغه ستايل شوى چارسازى دى . (۲۸) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ ﴿۲۹﴾ | او د هغه (د ځواک) له نښو د اسمانونو او ځمكې پنځون او په دې دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خپرول دي او چې وغواړي پر راغونډولو يې وسمن دى . (۲۹) | |
وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ ﴿۳۰﴾ | او چې هر (ډول) مصيبت دررسي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (خداى مو) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي . (۳۰) | |
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۳۱﴾ | او تاسې په ځمكه کې (د خداى) بېوسوونكي نه ياست (او نه يې له قدرته تښتېداى شئ) او بې له هغه بل چارسازى او مرستندوى درته نشته . (۳۱) | |
وَمِنْ آيَاتِهِ الْجَوَارِ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۳۲﴾ | او له نښو يې په سمندر كې د غرونو په څېر روانې (بېړۍ) دي؛ (۳۲) | |
إِن يَشَأْ يُسْكِنِ الرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَى ظَهْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۳۳﴾ | كه (خداى) وغواړي؛ نو باد به ودروي او (بېړۍ) به د (اوبو) پر شا ټپې ولاړې پاتې شي،په رښتيا په دې (چار) كې هر يو خورا زغمناک منندوى ته نښې دي . (۳۳) | |
أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا وَيَعْفُ عَن كَثِيرٍ ﴿۳۴﴾ | يا یې د خپلو لاس ته راوړنو له امله هلاک (او ډوبوي) او له ډېرو (ګناهونو مو) تېرېږي . (۳۴) | |
وَيَعْلَمَ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ ﴿۳۵﴾ | او (تردې چې) زموږ په آيتونو كې جګړه مارانو ته معلومه شي،چې (له عذابه) د تېښتې هېڅ لار ورته نشته .(۳۵) | |
فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۳۶﴾ | څه چې درکړاى شوي، د دنيوي ژوند برخمنېدل (او وزلې) دي او څه چې له خداى سره دي، بروسګرو مؤمنانو ته غوره ډېر پاتېدونکي دي. (۳۶) | |
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ ﴿۳۷﴾ | او(د هغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونواو ناوړه (كارونو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛نو تېرېږي؛ (۳۷) | |
وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۳۸﴾ | او د هغو كسانو (لپاره دي) چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې او نمونځ يې درولى او خپلې چارې په خپلمنځي مشورې سر ته رسوي او څه چې موږ ورروزي كړي (د خداى په لار كې يې) لګوي؛ (۳۸) | |
وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنتَصِرُونَ ﴿۳۹﴾ | او هغوى چې تیری پرې وشي (؛نو ظلم ته غاړه نه ږدي او يو له بله) مرسته غواړي (او د ظلم مخه نيسي). (۳۹) | |
وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿۴۰﴾ | د بدۍ بدله هماغسې بدي ده؛ نو څوك چې تېر شي او روغه وكړي؛نو اجر يې پر خداى دى (؛ځکه) ظالمان یې ښه نه ایسي. (۴۰) | |
وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُوْلَئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ ﴿۴۱﴾ | او البته څوك چې تر مظلوم واقع کېدو روسته مرسته وغواړي (خپل غچ واخلي)؛نو (د پړې) پرې هېڅ لار نشته . (۴۱) | |
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴۲﴾ | پړه (خو) يوازې پر هغو ده،چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمكه کې په ناحقه (پر حقوقو تېرى او) ظلم کوي (؛نو) همدوى ته دردناك عذاب دى . (۴۲) | |
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴿۴۳﴾ | او څوك چې زغم او بښنه وكړي (؛نو د ټينګې ارادې خاوند دى؛ځكه) چې دا په چارو كې (یې) له ټينګ هوډه (را ولاړ شوى) دى . (۴۳) | |
وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن وَلِيٍّ مِّن بَعْدِهِ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَى مَرَدٍّ مِّن سَبِيلٍ ﴿۴۴﴾ | او څوك چې خداى يې (د كړنو له امله) بېلارې كړي؛نو تر الله روسته يې هېڅ كارساز (پام کوونکى او خواخوږى) نشته او ظالمان به (د قيامت پر ورځ) وګورې،چې د عذاب د ليدنې پر مهال وايي :(( ايا (دنيا ته) د ورستنېدو (او جبران) كومه لار شته؟!)) (۴۴) | |
وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِيٍّ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُّقِيمٍ ﴿۴۵﴾ | او هغوى به وينې،چې هغه (اور) ته ور وړاندې کول کېږي؛ نو خوارۍ وهلي سر ځوړندوي او (اور ته به) د سترګو له کونجونو پټ ورګوري او (په هغه وخت كې) مؤمنان وايي : (( په رښتینه كې زيانمن هغوى دي،چې د قيامت پر ورځ يې خپل ځانونه او خپلې كورنۍ له زيان سره مخ کړې؛هو [مشرک] ظالمان په همېشني عذاب كې دي!)) (۴۵) | |
وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَاء يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن سَبِيلٍ ﴿۴۶﴾ | او هغوى ته بې له خدايه (نور) مرستندويان نشته، چې مرسته يې وكړي او څوك چې خداى (د كړنو له امله يې) په بېلارۍ كې پرېږدي؛نو هغه ته د ژغورنې هېڅ لار نشته . (۴۶) | |
اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَأٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍ ﴿۴۷﴾ | د خپل پالونکي (بلنه) دهغې ورځ تر راتګ مخکې ومنئ چې د خدای له لوري را روانه او بیخي تمېدونکی نه ده پر هغه ورځ نه كوم پټنځاى درته شته او نه (له خپلو ګناهونو) د منكرېدو څه لار. (۴۷) | |
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنسَانَ كَفُورٌ ﴿۴۸﴾ | نو كه مخ واړوي (؛نو مه خپه كېږه) موږ پرې ته څارن (او د اړ ايستنې لپاره يې) نه يې ورلېږلى،ستا دنده يوازې د رسالت رسول دي او په حقيقت كې چې موږ پر انسان له خپل لوري رحمت وروڅكو؛ نو پرې خوشحالېږي او كه د خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو له امله څه كړاو ورورسي (؛نو په ناشكرۍ لاس پورې كوي؛ځكه) چې انسان ډېر نامنندوی دى . (۴۸) | |
لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ ﴿۴۹﴾ | د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د الله ده،څه چې غواړي،پيدا كوي يې؛چا ته چې يې خوښه شي ښځينه اولاد (لوڼې) وربښي او چاته يې چې خوښه شي نارينه اولاد (زامن) وربښي؛ (۴۹) | |
أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا وَيَجْعَلُ مَن يَشَاءُ عَقِيمًا إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾ | يا (كه وغواړي) نارينه او ښځينه دواړه وركوي او چاته يې،چې خوښه شي شنډوي يې؛(ځكه) چې هغه پوه وسمن دى . (۵۰) | |
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۵۱﴾ | او له هېڅ بشر سره دا (وړ) نه ده،چې خداى خبرې ورسره وكړي؛ خو په (نېغه) وحې (په خوب كې يا په الهام يا اشارې سره)،يا د پردې تر شا يا (له پرښتو) كوم استازى ورلېږي؛نو څه چې غواړي،پخپله اجازه يې وحې كوي؛(ځكه) چې هغه لوړ مقامى حکيم دى (۵۱) | |
وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاء مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۵۲﴾ | او لكه څنګه (چې مخكېنيو پېغمبرانو ته مو وحې لېږلې وه)؛نو موږ له خپل امره یو روح (د قرآن په بڼه) دروحې كړ(او که نه) ته نه پوهېدې،چې كتاب او ايمان څه دي (او د قرآن له منځپانګې خبر نه وې)؛خو هغه مو يوه رڼا كړه،چې خپلو بندګانو ته (چې وړ يې وبولو) سمه لار پرې ورښيو او په رښتيا چې ته (خلکو ته) د سمې لارې پر لوري ښوونه كوې؛ (۵۲) | |
صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ ﴿۵۳﴾ | د هغه خداى لارې ته،څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،يوازې د هغه (په ملكيت كې) دي . خبر اوسئ چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي! (۵۳) |