بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا ﴿۱﴾ | پېغمبره! چې مېرمنې مو طلاقوئ؛ نو د عدت پر (وخت) یې طلاقې كړئ [= هغه وخت چې له مياشتنيو جامو پاكه شوې وي او له خپل مېړه سره يو ځاى شوې نه وي] او عدت وشمېرئ او[خپل ځانونه] د هغه خداى له [عذابه] وساتئ،چې ستاسې پالونكى دى،له خپلو كورونو يې مه شړئ او دوى دې هم (د عدت پر وخت) نه وځي؛خو دا چې څرګند ناوړه كار وكړي او دا د خداى پولې دي او څوک چې د خداى پولې ماتې كړي؛ نو په يقين،چې پر ځان يې تېرى وكړ، ته نه پوهېږې،ښايي خداى تر دې روسته (د جوړجاړي) نوې لاره چاره پيدا كړي . (۱)
|
|
فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ذَلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ﴿۲﴾ | نو چې عدت یې پوره شي؛نو په ښه توګه يې (پخپله نكاح كې) وساتئ يا په ښه توګه ترې بېل شئ او (پر طلاق يې) له تاسې (مسلمانانو) دوه تنه عادل [نارينه] شاهدان ونيسئ او (شاهدانو!) د خداى لپاره شاهدي وركړئ . دا هغه څه دي،چې هغه ته يې نصيحت كېږي،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري او څوك چې [خپل ځان] د خداى له [ عذابه] وساتي،(خداى له ستونزو) وتلار ورپيدا كوي؛ (۲)
|
|
وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ﴿۳﴾ | او له داسې یوه ځايه روزي وركوي،چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر خداى بروسه وكړي؛ نو هماغه یې بس دى،په حقيقت كې خداى د خپل كار ترسره كوونكى دى، په يقين،چې خداى هر څيز ته يوه کچه ټاكلې ده . (۳)
|
|
وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِن نِّسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ وَأُوْلَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا ﴿۴﴾ | او ستاسې هغه ښځې، چې له مياشتينيو جامو نهيلې شوې وي او (د اميندوارۍ او دوځانۍ په اړه) يې شكمن ياست (؛نو پوه شئ،چې) عدت يې درې مياشتې دى او د هغو ښځو (عدت هم درې مياشتې دى) چې ( له سره يې) مياشتېنۍ جامې نه وي راغلې او د اميندوارو ښځو عدت د بار ايښوول [د ماشوم زېږول] وي او څوك چې [خپل ځان] د خداى له [عذابه] وساتي،[خداى] يې چارې اسانوي . (۴)
|
|
ذَلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنزَلَهُ إِلَيْكُمْ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا ﴿۵﴾ | دا د خداى امر دى،چې یې درلېږلى او څوك چې [خپل ځان] د خداى له [عذابه] وساتي؛ بدي به ترې رژوي او ډېر لوی اجر به وركړي . (۵)
|
|
أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى ﴿۶﴾ | هغوى [= طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې،چې اوسئ [او] په وس كې مو وي،ځاى وركړئ او زيان مه وررسوئ،چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښودو ته اړې شي) او كه اميندوارې وي؛ نو د ماشوم تر زوکړې يې لګښت ورکړئ؛نو كه ستاسې (ماشوم) ته يې تى وركاوه؛نو لاسبړه يې وركړئ او (د اولاد په اړه) پخپلو كې په ښه توګه مشورې او توافق ته ورسئ او كه دواړه له ستونزو سره مخ شوئ (او جوړجاړي ته ونه رسېدئ)؛ نو ژر دې ماشوم ته بله [ښځه] تى وركړي . (۶)
|
|
لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا ﴿۷﴾ | شتمن دې له خپلې شتمنۍ سره سمه (د تي وركوونكى ښځې) لګښت وركړي او د چا چې لاس تنګ وي؛نو څه چې خداى وركړي وي، له هغه دې لګښت وركړي،خداى چې چا ته څومره وركړي وي؛نو هومره يې مكلف بولي، خداى به ژر تر تنګلاسۍ روسته پراخي راولي . (۷)
|
|
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُّكْرًا ﴿۸﴾ | او [څومره] ډېر كلي او ښارونه ول،چې (اوسېدونكيو يې) د خپل پالونكي او د هغه د استازيو له حکمه سرغړونه وکړه؛ نو موږ (هم) سخت حساب ورسره وكړ او په بېساري عذاب مو اخته كړل! (۸)
|
|
فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا ﴿۹﴾ | په دې توګه یې د خپل كار( ناوړه) سزا وڅكله او د کار پاى يې (سراسر) زيان و.(۹)
|
|
أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُوْلِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا ﴿۱۰﴾ | خداى سخت عذاب ورچمتو كړى؛ نو مؤمنو عقلمنو! [خپل ځانونه] د خداى له [عذابه] وساتئ، په رښتيا چې خداى يو نصيحت (= قرآن) درلېږلى دى . (۱۰)
|
|
رَّسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا ﴿۱۱﴾ | يو داسې پېغمبر (يې درلېږلى)،چې د خداى څرګند آيتونه درلولي [او لاروي يې كوي] چې هغه کسان له تيارو ځنې رڼا ته راوباسي،چې ايمان يې راوړى او نېكې [چارې] يې كړي او چې هر څوک پر خداى ايمان راوړي او نېكې [چارې] وكړي؛نو هغه (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي،چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي،تل به پكې اوسي (او) په رښتيا خداى يې ((روزي)) ښه كړې ده . (۱۱)
|
|
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿۱۲﴾ | الله هغه دى،چې اوه اسمانونه يې پيدا کړي او له ځمکې يې (هم) د هغوى په څېر، ترمنځ يې د [خداى] حكم نازلېږي،چې پوه شئ خداى پر هر څه قادر دى او په رښتیا پوهې یې هر څه رانغښتې دي. (۱۲)
|