بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا ﴿۱﴾ | (د مجاهدينو) پر ځغلندو [اسونو] قسم،چى په ((پرشهار)) ساه اخلي! (۱)
|
فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا ﴿۲﴾ | پر هغو [اسونو] قسم،چې (په خپلو سومونو د دښتو له ډبرو) سپرغۍ الوځوي، (۲)
|
فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا ﴿۳﴾ | پر سهارني يرغل کوونكيو قسم، (۳)
|
فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا ﴿۴﴾ | نو دوړې پرې راپورته كړي، (۴)
|
فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا ﴿۵﴾
|
نو په دې [يرغل د دښمن] منځ ته ورننوځي، (۵)
|
إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ ﴿۶﴾ | بېشكه چې انسان د خپل پالونكي [د نعمتونو په مقابل كې] ډېر ناشكره او کنجوس دى؛ (۶)
|
وَإِنَّهُ عَلَى ذَلِكَ لَشَهِيدٌ ﴿۷﴾ | او دې پخپله (هم) پرې شاهد دى؛ (۷)
|
وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ﴿۸﴾ | او په رښتيا چې هغه سخت پر مال مين دى . (۸)
|
أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ ﴿۹﴾ | ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر ورځ څه چې په قبرونو كې دي،(ژوندي) راپورته كېږي، (۹)
|
وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ ﴿۱۰﴾ | او څه چې په سينو كې دي رابرسېره به شي؟ (۱۰)
|
إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌ ﴿۱۱﴾ | بېشكه پر هغه ورځ يې پالونکى له (حالاتو) پوره خبر دى . (۱۱) |